• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو حقونو فعالانو د ملګرو ملتونو استازې د طالبانو په 'سپینولو' تورنه کړه

۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۳ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۳۲ GMT+۱

يو شمېر ښځو او مدني فعالانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازې پر څرګندونو نيوکه وکړه. دوی وویل چې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې افغانې ښځې «دویم جنس» وبللې او طالبان یې «سپین» وښودل.

د افغانستان د يو شمېر ښځينه لاريون کوونکو، مدني او سياسي فعالانو له خوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې روزا اوتنبايوا د «امريکا په امر» طالبان يوې نړيوالې غونډې ته ور وبلل او د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو وضعيت يې له پامه وغورځاوه.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: «اغلې اوتونبایوا په بې شرمۍ او د ټولو شته نړیوالو او قانوني اصولو خلاف وویل، چې د افغانستان کلتور دا دی، چې ښځې دویم ځای لري او په درېیمه ناسته کې به ګډون نه کوي، او طالبان یې سپین وښودل.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د جمعې په ورځ د (چنګاښ لومړۍ) نېټه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو ګډون د دغې ډلې د نورمال کولو او مشروعیت په معنا نه دی.

روزا اوتونبایوا ټینګار وکړ چې هڅه کوي د مشورې کولو لپاره یو بهیر جوړ کړي.

د ښځو د حقونو فعالان او د بشري حقونو نړېوال سازمانونه وايي چې ملګرو ملتونو د طالبانو د شرطونو له امله د دوحې له درېیمې غونډې څخه ښځې ایستلې دي.

اسوشېیټېډ پرېس هم راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو استازي د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو د نه شتون دفاع وکړه.

د دوحې درېیمه غونډه به دوه ورځې دوام وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي پرون په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د غونډې په دویمه ورځ به ښځې هم ګډون وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پیژندنې ادارې د چنګاښ په ۲مه او ۳مه نېټه په ۲۳ ولایتونو کې د سخت باران، برېښنا، سېلیو، بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د طالبانو هوا پیژندنې ادارې له ‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کوڼر، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننگرهار، لوگر، میدان وردک، غزنی، پکتیا، خوست، پکتیکا، دایکندی، بامیان، سمنگان، غور، سرپل او فاریاب ولایتونو کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تندو بادونو اټکل هم شوی دی.

د راپورونو له مخې، د وروستیو سیلابونو په پایله کې په بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان، په غور کې ۵۰ او په فاریاب ولایت کې نږدې ۶۰ کسان مړه شوي وو.

تېره اونۍ په بامیان ولایت کې د طالبانو ‏د رسنیو دفتر ویلي و، چې (د غبرګولي ۲۵مه) د سېلابونو له امله د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۶۰ څاروي تلف شوي، ۲۰۵ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۲ کورونه او شاوخوا ۲۶ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.

ملا خیرخواه: په ټول هیواد کې د ګرځندوی د فرصتونو د پیاوړتیا پلان لرو

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه پکتیا ولایت ته د سفر پرمهال ویلي،‌ چې دغه ډله دې ته ژمنه ده چې په افغانستان کې د ګرځندوي په برخه کې کار وکړي او ګرځندویانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي ویلي،‌ چې په ټول هیواد کې د ګرځندوی د فرصتونو د زیاتولو پلان لري او بیلابیلو سیاحتي، تاریخي او تفریحي سیمو کې به د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، دغه هیواد ته د سیلانیانو په تګ راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یوازې د اختر په شپو کې شاوخوا سل زره کسان ننګرهار ته په چکر تللي دي.

بل خوا، په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې د اختر په ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره کورنیو سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.

سره له دې چې د امریکا او بریتانیا په ګډون ډیرو هیوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي دلایلو له امله افغانستان ته سفر ونکړي، خو بیا هم د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ،‌ ډیر شمیر بهرني سیلانیان هم افغانستان ته په چکر ځي.

د غويي میاشتې په وروستیو کې په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو د داعش په یو برید کې درې اسپانوی سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو. په دغه برید کې یو هسپانوي او یو لیتوانیايي وګړي ټپیان شوي هم و.

خو داسې ښکاري چې دغه برید پر بهرنیو سیلانیانو هم کوم اغېز نه دی کړی، ځکه تر هغه وروسته هم بهرنیان افغانستان ته ور مات دي.

د ازادو سيالیو افغان لوبغاړې تمنا احمدي له بريتانوۍ سيالې سره د لوبې ډګر ته دانګي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د رزمي لوبو فعاله افغان لوبغاړې تمنا احمدي، چې د کیک بوکس په سياليو کې مخکښه تجربه لري اوس په ازادو سياليو کې د ګډون لپاره میدان ته راوتلې. تمنا احمدي په خپله لومړۍ تجربه کې په ايم ايم ای سيالیو کې د خپلې بريتانوۍ سیالۍ نیکولانايت سره په لوبه کې مخ کيږي.

د دې دوو لوبغاړو لوبه به د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) نېټه د المايټي فايت سازمان د ۳۷م پړاو سياليو کې د انګلستان د دورهام کاونټي ښار په کورتوب تر سره شي.

تمنا احمدي لومړنۍ افغانه نجلۍ ده، چې د نړيوالو ازدو سيالیو د يوه معتبره سازمان په لوبو کې برخه اخلي.

هغې له ۲۰۱۸ څخه دغه سيالۍ پيل کړې دي.

طالبان وايي په دولتي ادارو کې د کارمنانو د حاضرۍ «جدي څارنه» یې پیل کړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د دې ډلې د ریس الوزرا د حکم له مخې یې د لوی اختر د رخصتۍ له پای ته رسېدو سره کارمنانو د حاضرۍ څارنه پیل کړه. له مختلفو ولایتونو افغانان وخت ناوخت افغانستان انټرنشنل ته ویډو استولو سره په دفترونو کې د کار د ځنډ اوخنډ شکایت کوي.

خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دې نیمکړتیا ته له اشارې پرته نن یوه خپرپاڼه کې وایي، په ادارو کې د مامورینو د حاضرۍ څارنه د کارونو د غوره تنظیم لپاره کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پلټنې اساسي موخه دا ده، چې په دولتي ادارو کې هیودوالو کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ نشي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپلو په وروستیو ویناو کې ټینکار کړی، چې د ادارو دروازې د ولس پر وړاندې پرانیزی او کارونه یې پر وخت ترسره کړی.

په نورو هیوادونو کې اوس مهال د ادارو حاضري برېښنايي شوې ده، چې دا چاره د مامورینو د حاضرۍ په برخه ګټوره بلل شوې.

سرچینې: پاکستاني طالبان له سرحدي سیمو د افغانستان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

سرچینې وايي طالبان غواړي د پاکستان د تحريک طالبان غړي له سرحدي سيمو د افغانستان نورو ولايتونو ته ولېږدوي. له تېر کال راهیسې نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لېږد خبره کېږي، خو د طالبانو حکومت بیا بیا دا راپورونه او په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ردوي.

خو نن بیا امنيتي او ديپلوماتيکو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان طالبانو، پاکستان او چین تر منځ له څو میاشتو خبرو وروسته دا پرېکړه شوې.

د سرچینو په وینا، په افغانستان کې طالبان هڅه کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو په ځانګړې توګه له خوست ولایت څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

په همدې حال کې، د پاکستان تحریک طالبان د خپلو جنګیالیو د لېږدولو په اړه د طالبانو په پریکړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرې لاهم روانې دي.

دا پرېکړه په پاکستان کې له وروستیو بریدونو او د پښتونخوا په بشام کې پر چینايي وګړو له بریدونو وروسته کېږي.

د پښتونخوا په بشام سيمه کې د چينايي انجنيرانو پر موټر تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې د پنځو چينايي وګړو په ګډون شپږ کسان ووژل شول، د چين په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو د بريدونو د مخنيوي هڅې زياتې شوې.

په تیرو دریو کلونو کې کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، د پاکستان حکومت په وار وار دغه ډله تورنه کړه، چې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي.

راپورونه دا هم په ډاګه کوي چې د ټي ټي پي لوړ پوړي غړي او د دې ډلې یو لوی شمیر جنګیالي په افغانستان کې شته. خو طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

اوس داسې ښکاري، چې افغان طالبان چمتو دي، چې د ډیورنډ کرښې سره پرتو ولایتونو کې پاکستاني طالب جنګیالي نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

که څه هم دا نه ده معلومه چې دغه جنګیالي به کومو ولایتونو ته لېږدول کیږي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان په پام کې لري، دغه کسان د افغانستان شمالي او لویدیځو ولایتونو ته ولیږدوي.

تر دې مخکې د ۱۴۰۲ کال د ثور په میاشت کې یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د ترکیې اناتولي خبري اژانس ته ویلي و، چې اسلام اباد له پولې څخه د پاکستاني طالبانو د لېږدولو لپاره د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره موافقې ته رسېدلی دی.

هغه مهال د اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی و، چې پاکستان د دغه لېږد مالي لګښت په غاړه اخیستی و.

طالبانو هغه مهال هم دا خبره رد کړې وه، خو د تازه خبر په هکله یې لا څه نه دي ویلي.