د طبي علومو یوې متخصصې د مېرمنو د تنخاو پر کمښت له اعتراض سره افغانستان انټرنشنل ته وویل پنځه زره افغانۍ سره د کور لکښت نشي پوره کولی.
د کابل وزیر اکبر خان روغتون د اعتراض ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې پکې کارمنې د روغتون په انکړ کې را ټولې شوې دي.
د انساني حقونو د ادارو په ګډون د ښځو د حقونو فعالانو د طالبانو پر وروستۍ پرېکړه اعتراض کړی او د ښځو د لا ګوښه کولو او له کار د منع کولو په مانا یې بللی دی.
څه موده وړاندې د طالبانو د چارو ادارې خپلې مالي برخې ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو کارمنو تنخا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده.
طالبانو د افغانستان د واک تر نیولو وروسته د دولتي ادارو کارکوونکې له دندو ګوښه کړې، خو په کور د معاشونو د ورکولو ادعا کوي.
د تېرې میاشتې په دغه ليک کې د طالبانو د چارو د ادارې د عمومي مشر نورالحق انور له قوله ليکل شوي، چې د ټولو ښځينه کارکوونکو تنخواوې په مساوي ډول ورکول کېږي.
په دغه مکتوب کې راغلي، چې « د پخوانيو دولتي ادارو ټولو ښځينه کارکوونکو ته چې اوس لوړ معاش ورکول کیږي، ټول معاشونه په بودیجوي او غيري بودیجوي واحدونو کې ټولو ته یو شان پنځه زره افغانۍ ټاکل شوي دي.»
له هغه راهیسې کارمنو د طالبانو د دغې پرېکړې په خلاف اعتراض کاوه، خو اوسنی منظم او ډله ییز اعتراض یې د قطر پلازمېنه کې د افغانستان په هکله د دوحې د دریمې غونډې په درشل کې دی.
د ملګرو ملتونو په مشرۍ دا غونډه سبا جوړېږي، چې طالب پلاوی هم پکې ګډون کوي، خو ښځو ته پکې برخه نه ده ور کړل شوې.