• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ځي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د اذربایجان جمهور رییس الهام علي اوف د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) نېټه په دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي. پاکستاني رسنیو ويلي، چې الهام علي اوف به په اسلام اباد کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په يو خبر کې ويلي، چې د دې سفر موخه د اسلام اباد او باکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو تړونونه هم لاسلیک شي.

تر دې مخکې د پاکستان، ترکیې او اذربایجان مشرانو په قزاقستان کې د یوې غونډې په څنډه کې په اقتصادي او تخنیکي برخو کې پر درې اړخیزو همکاریو ټینګار کړی و.

د پاکستان لومړي وزير د اذربایجان ولسمشر ته په وروستۍ کتنه کې وویل، چې هېواد یې د پاکستان او اذربایجان ترمنځ ژورو کلتوري، تاریخي او مذهبي اړیکو ته ارزښت ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

عزم استحکام، کډوال او ټي ټي پي؛ له طالبانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو اجنډا

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

ټاکل شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار افغانستان ته سفر وکړي او د دغه سفر په لړ کې به له طالبانو سره د ډېورنډ دواړو غاړو ته د عزم استحکام پر عملیاتو، ټي ټي پي، کډوالو او د دواړو هېوادونو په اړیکو خبرې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت ورسره د اسحاق ډار د خبرو اجنډا شریکه کړې ده.

اسحاق ډار په خپل سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سربېره د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د کندهار له والي سره د لیدنې غوښتنه کړې ده.

د خبرو په اجنډا کې څه دي؟

له طالبانو سره د اسحاق ډار د خبرو وړاندیز شوې اجنډا چې له طالبانو سره شریکه شوې درې اساسي او دوه فرعي محورونه لري.

د عزم استحکام عملیات:

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې د خبرو د اجنډا لومړی محور طالبانو ته د عزم استحکام د عملیاتو رسمي خبرداری دی.

که څه هم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د دغو عملیاتو په پیل کې ویلي وو، چې دوی به خپل مخالفین د ډېورنډ له پولې پورې غاړې ته هم په نښه کوي، اسحاق ډار به په دغو لیدنو کې طالبانو ته رسمي خبرداری ورکوي، چې د پاکستان پوځ د ډېورنډ له پولې دې غاړې هم د خپلو مخالفینو پر وړاندې عملیات کوي.

100%

که څه هم د خبرو د اجنډا په شرحه کې راغلي، چې پاکستان له طالبانو غواړي، چې د عزم استحکام عملیاتو په ترسراوي سره پاکستان غواړي د ډېورنډ پوله دواړو غاړو ته خوندي کړي او په دغو عملیاتو کې له طالبانو د همکارۍ تمه لري.

د عزم استحکام د عملیاتو په اړه د خبرو یو فرعي محور د امریکايي ځواکونو مانورې هم دي، چې پاکستان یې په اړه طالبانو ته د خبرداري په دود کاروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، چې په احتمالي ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د یادو مانورو په اړه اسحاق ډار ته خپله ناخوښي څرګنده کړي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول د دغو ګډو مانورو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی؛ خو د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼه لیکي، چې که د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې امریکايي عسکرو ته ځای ورکوي؛ نو پایلې به یې خطرناکې وي.

وېبپاڼه زیاتوي؛ د پاکستان د پوځ د نادرستو پرېکړو له امله په وروستو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په تشکیلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

المرضاد زیاتوي: "د همغه ظلمونو نتیجه وه، چې د پاکستان مجاهدین د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په نوم بدل او د پوځ پر وړاندې یې جهاد پیل کړ."

د طالبانو دغې وېبپاڼې د پاکستان پر خلکو غږ کړی، چې که د پوځ دا ډول پرېکړو مخنیوي ونه کړي؛ نو د پوځ د بل کړي اور لمبې به تر دوی هم ورسیږي.

د المرصاد ورځپاڼې د دغې لیکنې په غبرګون د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اړوند یو شمېر ټولنیزو شبکو جدي غبرګون ښودلی دی او طالبان یې نړۍوال ترهګر بللي دي.

د ټي ټي پي پټنځایونه:

د پاکستان د حکومت او پوځ چارواکو په بار - بار ویلي، چې طالبانو ټي ټي پي ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي؛ خو دا ادعا بیا طالبانو په کلکه رد کړې او په پاکستان کې رامنځته شوې ناامني یې د دغه هېواد د امنیتي ادارو د کمزورۍ علت بللی دی.

100%

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر به په دغه سفر کې له طالبانو سره د ټي ټي پي د ملاتړ او د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د پټنځایونو یو شمېر اسناد هم شریک کړي.

په وروستیو درېیو میاشتو کې ټي ټي پي نېږدې دولس هغه ویډیوګانې خپرې کړې، چې پکې ښودل کیږي، چې د ډېورنډ پولې ته نېږدې د پاکستاني ملېشو او پوځ یو شمېر پوستې یې نیولي او سوځولې دي.

د اسحاق ډار په دغه سفر کې به پاکستان یو ځل بیا طالبانو ته د ټي ټي پي په اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړي.

کډوال:

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته د دغه هېواد پخواني موقت حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې او تر دا مهاله یې نېږدې اووه سوه زره افغان کډوال بېرته په جبري ډول ستانه کړي دي.

د اسحاق ډار د خبرو په اجنډا کې درېیم محور له پاکستان څخه د افغان کډوالو وېستل او په دغه برخه کې د طالبانو د همکارۍ غوښتنه ده.

100%

که څه هم تازه پاکستان د هغو نېږدې یو نیم میلیونه افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال تمدید کړه، چې د کډوالۍ اسناد لري.

د خبرو فرعي محورونه:

له طالبانو سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو دوه فرعي محورونه د ډېورنډ د کرښې مدیریت او د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېپلوماتیکو - اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.

د ډېورنډ د کرښې د مدیریت په برخه کې پاکستان غواړي، چې په تورخم، سپین بولدګ او یو شمېر نورو صفري نقطو کې له مشترکې نظامي کمېټې جوړې کړي، چې دا وړاندیز به د دغه سفر په ترڅ کې وشي.

100%

د پاکستان لومړي وزیر او د پوځ لوی درستیز بیا د یوه امنیتي چارواکي تابوت پورته کړ

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د سې شنبې په ورځ د پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان په بېلابېلو پېښو کې پنځه امنیتي چارواکي او درې ماشومان وژل شوي دي. د رسنیو له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې شهباز شریف او عاصم منیر د یوه امنیتي چارواکي تابوت پر خپلو اوږو پورته کړی.

د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د نن ورځې په نښتو کې لږ تر لږه دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن خبرپاڼه کې ويلي، په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي افسر، په لکي مروت کې یو سرتېری او د هغه درې کوچني وريرونه او درې نور سرتېري په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې له وسله والو سره په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو نښتو په ترڅ کې د دریو ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

پښتونخوا او وزیرستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره له ناامنه او خطرناکو سیمو څخه دي.

په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه زيات مهال د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مخامخ وي.

د پاکستان څارګرې ادارې ته د ټلیفوني خبرو اورېدو قانوني واک ور کړل شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د پاکستان حکومت د دغه هېواد له پوځ سره تړلې څارګرې ادارې یا ای اېس ای ته د خلکو د ټلیفوني خبرو او پیغامونو د اورېدو واک ور کړ. دې ګام سره پوځ د پاکستان په سیاست کې خپل مهم رول نور هم زیات کړ، چې د دې هېواد تر جوړېدو راهیسې له نیمايي ډېر وخت نظامیانو پرې واکمني کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان ځواکمن پوځ د حکومتونو په جوړولو او پرځولو کې مهم رول لري او ای اېس ای ته د نوي واک ور کولو اپوزیسیون او خواله رسنۍ غوسه کړي دي.

د قانون وزیر اعظم نظیر تارړ پرون پارلمان ته وویل، چې د معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د جولای په اتمه یوه نوټس یا یادښت کې پر دې بدلون خبر شوی دی.

د نوموړي په خبره، «په دې ګام سره به قانون ماتوونکي له قانوني چلن سره مخ شي. دې کار سره به جرمي او ترهګریزې چارې محدودې شي او حکومت به دا ډاډ تر لاسه کړي چې د عادي خلکو شخصي حریم او ازادي نه زیانمېږي.»

رویټرز هم دا یادښت لیدلې چې پکې راغلي، «فدرالي حکومت د ملي امنیت او د هر ډول تېري د مخنیوي لپاره خوشال دی چې پوځیانو ته اجازه ور کوي، چې ټلیفوني خبرې او پیغامونه واوري یا د هر ډول مخابراتي‌خبرې وڅاري.»

د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې سره پارلمان کې د بندي عمران خان د تحریک انصاف په مشرۍ اپوزیسیون مخالف دی.

خو عمران خان په خپله واکمنۍ کې د قانوني واک په نشتوالي کې هم د ای اېس ای له خوا د خپل یا نورو سیاستوالو د ټلیفون څارلو ملاتړ کړی و.

په کشمیر کې د وسله والو په برید کې ۵ هندي پوځیان ووژل شول

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۱

د هند د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د جمو او کشمیر په کاتوا سیمه کې د وسله والو کسانو د پوځ پر کاروان د برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه هندي پوځیان وژل شوي دي. راجنات سینګ وویل چې د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي او سرتیري په سیمه کې د سولې او نظم د راوستلو هوډ لري.

د راپورونو له مخې په دغه پوځي کاروان د دوشنبې په ماسپښین د ۱۸ کسانو له خوا برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۶ تنه ټپیان شول.

د یکشنبې په ورځ د کشمیر په مدگرام او فریسال چینیګام کلیو کې په وسله والو نښتو کې دوه هندي سرتیري او شپږ وسلوال ووژل شول.

په کشمیر کې چې زیاتره نفوس یې مسلمانان دي، له ۲۰۰۹ کال راهیسې د هند پر ضد په جګړه بوخت دي او په دغو جګړو کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

هند پر پاکستان تور لګوي چې په سیمه کې د اورپکو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تور ردوي.

پاکستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه له افغانستان سره یو نوی ټرمېنل جوړوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۱

پاکستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه له افغانستان سره د بلوچستان ایالت په کلا سیف الله سېمه کې یو نوی ټرمېنل جوړوي. د دې ټرمېنل د جوړولو موخه د ترهګريزو فعالیتونو څېړل، د غیر قانوني سوداګرۍ کنټرول او د خلکو د غیر قانوني تګ راتګ مخنیوی یاد شوی.

نېشن ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ۱۹مه) راپور ورکړ، چې دغه ټرمېنل به له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره د بدیل لارې په توګه وکارول شي.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دغه ټرمېنل د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا ټرمېنل به په ۳۵ هکتاره ځمکه کې د ۲۴ میلیارده پاکستانۍ کلدارو په لګښت د ۶۰ میاشتو په موده کې د پاکستان خواته د ډيورنډ کرښې په نقطه کې جوړيږي.

نیشن ورځپاڼې لیکلي، چې دا ټرمېنل به تر جوړېدو وروسته د ګمرکونو، فدرالي تحقیقاتو ادارې، د ثبت او راجستر ملي ادارې، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او کشفي او امنیتي ادارو په ګډون په ټولو رسمي او عملیاتي دفترونو اسانتیاوې برابرې شي.