شننه؛ یو داسې انقلاب چې په مرګ ترې ژوند حاصل شي

کله - کله د تروږمۍ په تکو تورو شپو کې یو نیم ستوری وغورځي؛ خو په غورځېدو کې په ځان پسې د رڼا یوه داسې اوږده توره راوباسي، چې د تورې شپې زړه پرې وڅیري.
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

کله - کله د تروږمۍ په تکو تورو شپو کې یو نیم ستوری وغورځي؛ خو په غورځېدو کې په ځان پسې د رڼا یوه داسې اوږده توره راوباسي، چې د تورې شپې زړه پرې وڅیري.
د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښ غړی او د پښتو ژبې خوږ ژبې ځوان شاعر حضرت نعیم وزیر چې د شاعرۍ نوم یې ګیله من وزیر و، هم د افغان تاریخ د دغسې تورې شپې د غورځېدونکي ستوري غوندې و، چې د نړۍ د افغانانو/پښتنو په سترګو کې یې د رڼا داسې سلايي وګرځوله چې دوی پرې هم خپل په وینو لړلي او د ښکیلاک په زنځیرونو تړلی ځان ولیدو او هم یې د خپل ښکیلاک ګر دښمن د افغان په وینو سره لاسونه ولیدل؛ ځکه خو د جولای د میاشتې په اوومه نېټه د ډېورنډ د کرغیړنې کرښې دواړو خواو ته او د نړۍ په هر ګوټ کې مېشتو افغانانو/پښتنو د ګیله من وزیر د مرګ درد داسې احساس کړو؛ لکه چې د دوی خپل ورور چا په ډیر ظلم وژلې وي.
هغه په ۱۹۹۲ کې زېږېدلې و او په جولای ۲۰۲۴ کې په اسلام اباد کې په یوه مرموزه حمله کې ډېر په ظلم ووژل شو؛ ځکه خو لکونو خلکو یې د جنازې سفر په بدرګه کولو کې او د جنازې په لمونځونو کې برخه واخیسته.
جنازه یې په شمالي وزیرستان کې د رزمک سره نزدې د ګیله من وزیر په خپل کلي اسدخیل کې وشوه، چې د پښتونخوا د تاریخ په ډېرو غټو جنازو کې ومنلی شوه.
د دې نه علاوه د پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې هم د هغه غیابي جنازې لمونځونه وشول.
وزیرستان چې د کوزې پښتونخوا د شمال او د جنوب په منځ کې پروت دی، د افغان/پښتون په تاریخ کې ځانګړې اهمیت لري، چې په شپاړلسمه میلادي پېړۍ کې د پښتنو د نوی تاریخ ړومبې اولسي نهضت د وزیرستان د کاني ګرم په سیمه کې زیږیدلې وو، د دغه نهضت موسس یو دیني عالم او د وحدت الوجود منونکی صوفي بایزید انصاري و، چې په خپلو مریدانو کې یې د پیر روښان په نامه محبویت لرلو.
د روښانیانو نهضت تر درې کلونو پورې د مغل (ګورګاني) استبداد مقابله کړې وه، دغې نهضت د پښتو ژبې لیک لوست ته وده ورکړی وه او د پښتو په کلاسیکه شاعرۍ کې د روښاني شاعرانو یو پوره مکتب پاتې شوی دی، چې د پښتو ادبیات پرې غني شوي دي.
په نولسمه او شلمه پېړۍ کې وزیرستان د انګریزي استعمار په ضد د پښتنو د ازادۍ د وسله والې مبارزې یو مهم مرکز پاتې شوی دی، په دې لړ کې په شلمه پېړۍ کې د فقیر ایپي مبارزه خاص اهمیت لري چې ملي او بین الملي شهرت یې تر لاسه کړی و.

دا خو ټولو ته معلومه ده، چې په تېرو دوو پیړیو کې تزاري روسیې او د انګلیس استعمار افغانستان د خپلو امپراتوریو په منځ کې یو حایل دولت (buffer state) ګرځولې و او انګلیسانو د افغانستان ځینې سیمې د خپلو استعماری ګټو د پاره اشغال کړې هم وې؛ نو د ډېورنډ د استعماري کرښې سره جوخت په دغو اشغال شویو سیمو کې انګلیسانو یوه قبایلي پټۍ یا پټاره جوړه کړې وه، چې دا یې په حقیقت کې د بر او لر افغان تر منځ یو اضافي حایل (buffer) اچولې و.
پاکستان کې د باجوړ نه تر جنوبي وزیرستان دې پټارې ته د فاټا نوم اخستل کېدو، دا سیمه ړومبی انګلیسانو او بیا پاکستاني واکدارانو په ټولنیز او اقتصادی توګه ډېره وروستو پاتې د یوه وچ لرګي غوندې ساتلی وه، ځکه چې وچ لرګي کې برېښنا نه شي تېریدلی.

فاټا کې سیاسي برېښنا نه شوه تېرېدلی؛ نو ځکه د شاه امان الله خان د ریفورمونو سیاسي اغیزه یا برېښنا په لویه کچه کوزې پښتونخوا ته را نه غله او نه هم د فخرافغان باچا خان د ازادۍ د مبارزې او اصلاحاتو برېښنا بر وطن ته لاره بیا موندله.
خو د دغې قبایلي سیمې ستراتیجک اهمیت هله راڅرګند شو چې کله د کال ۱۹۷۹ د دسمبر په میاشتې کې شوروي عسکرو افغانستان ونیولو؛ نو امریکا او د هغې غربي متحدینو هم په دغه جنګ کې د برخې اخستلو له پاره پاکستان کې پایګاوې جوړې کړې.
دغه قبایلي سیمه د پاکستان له خوا نه په افغانستان کې د جنګ د پاره د خیز په تختې بدله شوه، دا جنګ د شوروي قواو د وتلو نه پس هم ختم نه شو، اوس د پاکستاني جرنیلانو د پاره دا جنګ په یوه کاروبار بدل شوی دی.
د غرب او عربو څخه ډالرې راځي، د مخدره موادو قاچاق شته، د وسلې تجارت دی، دلته یو غټ جنګي اقتصاد جوړ شوی دی، چې جرنیلان او جنګ سالاران ترې ګټه پورته کوي او پښتون/افغان د دې جنګ خاشاک دي؛ ځکه پښتنو کې د دې جنګ ژور مخالفت وجود لری.
باچا خان ، ولي خان او نورو ملي ګرا مشرانو د دې جنګونو په کلکه مخالفت کړی وو او د عوامي نیشنل ګوند د زرو نه زیات غړي په دغه وجه ترهګرو وژلي دي؛ خو وزیرستان او نورو قبایلي سیمو زیات نقصان د ۲۰۰۲ او د ۲۰۱۴ تر مینځه ولیدو، چې کله د ترهګرو او د پاکستان د پوځ د لاسه زرګونه خلک ووژلی شول، کورونه او بازارونه یې وران شول او میلیونونه خلک بې کوره شول؛ نو د دغو ظلمونو په ضد په فېبرورۍ ۲۰۱۸ کې د پښتنو ځوانانو د پرلت په نتیجه کې د پښتون تحفظ مومنټ (نهضت) یا پي ټي ایم مینځ ته راغلو، چې منظور پښتین یې رهبري کوي او په موسسینو کې یې علي وزیر ، محسن داوړ او نور ځوانان هم وو.
اوس بیرته راګرځو خپل ګیله من وزیر ته چې د پي ټي ایم په مخکښانو کې و، هغه د لکونو نورو افغانانو/پښتنو غوندې روزګار ته بحرین ته تللی وو او هلته یې د پي ټي ایم په ګټه فعالیت پیل کړو؛ نو د پاکستان حکومت په غوښتنه بحرین د کال ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کې ګیله من پاکستان ته راواستولو، دلته په رارسېدو هغه پاکستاني پولیسو ونیولو، څه موده بندي وو، چې د بند نه راووتو نو د خپلې ګړندۍ او سرسختې مبارزې په وجه هغه ډېر زر د پي ټي ایم د مخکښانو په قطار کې ودرېدو او د منظور پښتون په نزدې ملګرو کې شمیر شو.
په پښتو ژبه د هغه زړه راښکونکې شاعري ډېره اغېزمنه وه، په ساده ژبه او په خوږه لهجه کې د ګیله من شاعري د وزیرستان د شنو او ښایستو غرونو نه رابهیدونکې چینو د اوبو غوندې خوږلت لرلو، چې په ډېر اخلاص به د ګیله من د زړه نه راوتله او د اوریدونکو زړونو ته به یې لار موندله.
په بحرین کې د وخت د تېرولو په وجه هغه ته د نړۍ د پرمختګ اندازه وشوه او دې سره د هغه په زړه کې د خپل وطن د غلامۍ او وروستو پاتې والی دړد راوټوکېدو، د خپل نوم سره سم د ګیله من شاعري د ګیلو نه ډکه وه؛ خو د هغه ګیلې شخصي نه وې، بلکې قومي او اولسي وې.
د هغه شاعرانه پیغام ځکه ډېر محبوبیت بیاموندو، چې هغه به هر چا به هغه د خپل زړه نه راوتلې غږ ګڼلو او د سوشل میډیا له لارې په مخه خوریدو، خو کومې خبرې نه چې پاکستاني استخبارات ډېر ورېدل هغه د ګیله من خپل افغان شناخت یا هویت سره لیونۍ مینه وه.

د افغانستان په ملي بیرغ هغه ورک میین وو؛ ځکه پاکستاني فوج هغه تېرکال ونیو او په وحشیانه توګه یې شکنجه کړو؛ خو چې راووتو نو تش دا نه چې وېرېدلې نه وو؛ خو د مخکې نه زیات کلک افغان شوی هم وو؛ ځکه خو هغه په مرګ د ډېورنډ د کرغیړنې کرښې دواړو خواو ته افغانانو په منځ کې د افغان هویت د دفاع شهید ومنلې شو.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د شانګھای د همکارۍ سازمان د مشرانو ۲۴مه غونډه د جولای په څلورمه د قزاقستانپه استانه ښار کې پای ته ورسېده. د استانې اعلان په نوم په ګډ بیان کې د شپاړسو هیوادونو د مشرانو او استازو ګډې پرېکړې په ګوته شوې دي.
د دې بیان په مهمو ټکو کې په نړۍ کې د سولې، مصونیت او ثبات تامین، د برابرۍ او په د موکراتیک اساس د یوه نوي او کثیرالقطبي سیاسي او اقتصادي نړیوال نظم د تشکیل ذکر شامل دی.
ګډ بیان کې د هیوادونو د ارضي تمامیت، په داخلي چارو کې د لاس وهنې او د زوګیری نه د ډډه کولو په اړین والي ټینګار شوی دی.
د دې سره د شانګھای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې یو شمېر برنامې او پروګرامونه هم تصویب شول.
په دې کې د ۲۰۲۵ نه تر ۲۰۲۷کلونو کې د افراطګرۍ، ترهګرۍ او د تجزیه خوښونې په ضد مبارزه کې د همکارۍ پروګرام، د انرجۍ په ساحه کې تر ۲۰۳۰ پورې د همکارۍ پروګرام او تر ۲۰۳۰ پورې د اقتصادي ودې د ستراتیژۍ د منصوبې پروګرامونه شامل دي.
د مشرانو غونډې په سازمان کې بیلاروس ته د غړيتوب ورکولو تصمیم هم په اتفاق د نظر تصویب کړ.
د مشرانو د غونډې کوربه د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايیف د سازمان او د مشرانو د غونډې په اهمیت داسې رڼا واچوله:« د دې سازمان د هیوادونو د نفوسو ګډه شمېره درې میلیارده انسانانو ته رسي، په دې سازمان کې د نړۍ تر ټولو غټ او په ګړندۍ توګه پر مخ تلونکي اقتصاد ګډون لري او دغه اقتصاد د ټولې نړۍ د اقتصاد دریمه برخه تشکیلوي، دا واقیعتونه زمونږ د سازمان پوټنشال او نړیوال نقش په ډاګه کوي.»
د شانګھای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کې د جون د میاشتې په ۱۵مه نېټه د شپږو هېوادونو له خوا د چین په شانګھای کې تاسیس شو، چې په کې قزاقستان، چین، قرغیزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان شامل وو.
د دې نه وروسته دغه سازمان په تدریج سره پراختیا پيدا کړه او څلور نور هېوادونه لکه: هند، پاکستان، ایران او بیلاروس ګډون وکړ، په دې سره د سازمان د اصلي غړو شمېره لسو ته ورسیده، د دې ترڅنګ منګولیا او افغانستان په کې د ابزرور یا د مشاهدینو حیثیت لري.
د دې تر څنګ څوارلس نور هیوادونه د دې سازمان سره د ډایالوګ د شریکوالو په حیث ارتباط لري.
د استانا په غونډه کې منګولیا ګډون درلود؛ خو افغانستان ته (د طالبانو امارت ته د مشروعیت نه لرلو له امله) بلنه نه وه ورکړل شوې.
دا سازمان اوس نه یوازي د یوریشیا «د اروپا او د اسیا تقرب لرونکې سیمه» کط تر ټولو مهم ستراتیژک، سیاسي او اقتصادي همکارۍ سازمان دی؛ ولې په لږ وخت کې یې ستر نړیوال اهمیت هم تر لاسه کړی دی؛ ځکه چې دغه ستراتیژیکه جغرافیه د اسیا او اروپا د وچو تر مینځ د پل حیثیت لري.
په دې سیمه کې د انرژۍ غټې زېرمي خوندي دي، په دې سازمان کې د روس او د چین غوندې ابر قدرتونه او د هند په څېر زیات نفوس او غټ اقتصاد لرونکي هېوادونه هم موجود دي.
په داسې وخت کې، چې په نړۍ کې سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک کې د بدلونو او ګزار مرحلې لیدل کیږي او د اسیا د سترې وچې اهمیت او قدرت مخ په زیاتېدو دی، د شانګھای همکارۍ سازمان د اسیا د وچې د محور حیثیت لري.
په طبعي توګه چین د غړو هېوادونو سره په اقتصادي همکارۍ کې تر ټولو وړاندې دی، په دې وخت کې چین نه یوازې د مرکزي اسیا د هېوادونو تر ټولو غټ تجارتي شریکوال دی؛ خو ورسره د نورو غړو هېوادونو سره هم د پام وړ اقتصادي اړیکې لري.
په سازمان کې غړیتوب لرونکي هېوادونه په پرله پسې توګه خپلو منځونو کې سیاسي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکوی، چې په دې برسیره هغوی د تروریزم په ضد د ګډې مبارزې ژمنې هم کوي او تر اوسه د دغه سازمان په هره غونډه کې د تروریزم په ضد د مبارزې په اهمیت ټینګار شوی دی.
د شانګھای همکارۍ سازمان د ستر پوټنشال او اهمیت لرلو سره سرهپه داخل کې مسلې او کړکیچونه هم لري.
په دې مسلو کې د چین او هند تر منځ د لداخ په سېمه کې د ګډې پولې کړکېچ، د هند او پاکستان تر منځ زاړه او ژور اختلافات د یادولو وړ دي.
د چین او هند تر منځ د همالیه په غره يیزه سېمه کې جغرافیايي شخړې پخوانۍ دي او په هند کې د انګلیسي استعمار د وخت څخه د سرحدي پولو په سرتاسري توګه د نه ټاکل کېدلو له کبله دي.
د ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ کلونو کې د لداخ په سېمه کې د هند او چین د پوځي ګزمو تر منځ فزیکي جګړو او د تلفاتو خبرونه خپاره شوي وو، خو دا خبره هم د یادولو وړ ده، چې په پوله د خپل منځي شخړو سره سره د چین او هند تر منځ سوداګرۍ تر اوسه پراختیا موندلې او په ۲۰۲۳ کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه ۱۳۶۰۲ ملیارده ډالره وه؛ خو د هند او چین سیاسي اړیکې د رکود ښکار دي.
د دواړو هېوادونو لوړپوړي دولتي مشران د یو او بل هېواد ته تګ او راتګ نه کوي اوس، چې د راتلونکي کال لپاره د شانګھای همکارۍ سازمان ریاست چین ته وسپارل شو او د سازمان د مشرانو د راتلونکي کال غونډه به په بیجنګ کې کیږي نو پوښتنه دا ده، چې دا حالت به په سازمان کې د هند په فعالیت څه اغېزه کوي؟
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د استانا غونډې ته نه وو ورغلی او د هند بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د خپل هېواد استازولي وکړه.نو ایا په ۲۰۲۵ کې به نریندرا مودي د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیجنګ ته ولاړ شي؟ دا خبره ګرانه ښکاري.
همدا ډول د هند او پاکستان خپل منځي شخړې د دغه سازمان په هره غونډه کې ځان جوتوي، اوس په استانا کې هم هند هڅه وکړه، چې په ګډ اعلان کې د تروریزم په ضد مبارزې په خبره کې د پولو نه وراخوا تروریستي فعالیتونو ذکر هرو مرو وشي،ځکه، چې هند په پاکستان باندې د دغسي فعالیتونو تور لګوي.
په ګډ بیان کې دا یادونه وشوه، چې د ارضي تمامیت احترام کول او د یوه او بل په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې پر خبرې ټينګاو کې هم د هند دلچسپي وه، ځکه دا د کشمیر په مسله کې د پاکستان دریځ ته اشاره ده.
که څه هم د استانه په اعلان کې نیغ په نیغه او په رسمي توګه د افغانستان ذکر نشته؛ خو د ترهګرۍ په يادونه کې د افغانستان وضعت ته غیرمستقیم اشاره موجوده ده.
د کنفرانس په څنډه کې کېدونکي د بېلابيلو مشرانو په دوه اړخیزه خبرو کې ټولو هیوادونو د افغانستان د وضعت د انکشاف په باره کې د نظرونوتبادله کړې ده.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د هغې داعیې لپاره چې ګیله من وزیر مبارزه کوله، هغه داعیه ملي، حقیقي او د ولسونو غوښتنه وه او ده. د ګیلهمن وزیر مبارزه د افراطیت او د پاکستان د استبلشمینټ په ضد وه، چې د افغانانو (لر او بر) په سیمو کې یې د څو لسیزو راپدېخوا اور بل کړی دی.
د ګیلهمن مرگ ثابته کړه، چې افغانان د افراطیت او تشدد خلاف دي.
افغانان مسلمان دي، خو افراطیان نه دي او نه د اجیرو افراطي ډلو ملاتړ کوي.
افغانانو چې کوم اسلام له پېړیو راهیسې منلی، هغه افراطي اسلام نه و او نه دی، خو ځیني افراطي ډلې د پردیو د ګټو لپاره له اسلام څخه د سیاسي موخو لپاره ترې سوء استفاده کوي.

د ګیلهمن وزیر مرگ وښوده،چې افغانان په خپلو سیمو کې سوله ییز ژوند غواړي، امن غواړي او لکه د نړۍ د نورو مهذبو قومونو په څېر ښه تعلیم، ښه ژوند او سوکالي غواړي.
له بده مرغه دا د پاکستان د پوځیانو د استخباراتو په لاس جوړې شوې افراطي ډلې دي، چې د افغانانو ژوند یې تباه کړی دی.
د ګیلهمن وزیر مرګ وښوده، چې اوس افغانانو (لر او بر) خپل دښمنان پېژندلي دي او د ولس زور د خدای زور دی.

د ګیلهمن وزیر قرباني وښودله چې د یو یا څو کسانو په وژلو، بندي کولو، ورکولو، زجر او شکنجې کولو باندې، د سیمې استخبارات او افراطي ډلې نه شي کولې چې د افغانانو په منځ کې د ازادی او حق خود ارادیت فکر ووژني او له منځه یوسي.
د ګیلهمن وزیر مرګ ثابته کړله چې څومره افراطي ډلې او د پاکستان استخبارات د تشدد نه کار اخلي، هماغومره د دوی په وړاندې د افغانانو کرکه او نفرت زیاتیږي، ملي احساس قوي کیږي او ګډ دښمن ته لر او بر افغانان متعهد کیږي.

د ګیلهمن مرګ دا وښودله چې د پاکستان په لاس جوړ شوو افراطیانو که د افغانانو بیرغ په کابل کې راټیټ کړ خو دا ملي بیرغ بیا د امو نه تر اباسینه هسک شو او د میلیونونو افغانانو په زړونو کې یې ځای پیدا کړ.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله که د افغانانو د مشرانو لکه د غازي امان الله خان او پاچا خان عکسونه د یو څو افراطي ملایانو له خوا په بر افغانستان کې مسخ شول خو دوی ونه کړې شول چې د افغانانو مینه د ملي شخصیتونو او ملي بیرغ سره او همداشان د خود ارادیت ملي داعیه د افغانانو د زړونو نه پاکه او مسخ کړي.

د ګیلهمن وزیر مرګ د افراطیانو پښې ولړزولې او د افراطیت لمن به د افغانانو په وحدت او یو ځای کیدو سره ټولیږي ځکه د هر څه نه د یو قام شعوري ویښتیا مهمه ده. د با شعوره او اګاه ملت د سیلاب په وړنداې بیا د افراطیت او استخباراتي پروژو خس و خاشاک نشي دریدلې.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله، هغه سیاسیون، شاعران، لیکوالان، او په نامه مشران او نوردوه مخي چې یوه ورځ د افراطیت ډول ته سندرې وایي او بله ورځ د قام په ویر ژاړي نور د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله چې ګیلمن دوه مخې افغان نه و او په خپله مبارزه کې تر اخره ثابت پاتې شو نو ځکه یې د لر او بر افغانان په زړونو کې ځای پیدا کړ.
د ګیلهمن مرګ ثابته کړله هر څوک چې د افغان قام په ګټه په ملي دریځ کې ثابت پاتې وي، همیشه به د افغانانو په زړونو کې ځای لري او د ګیلمن په شان به د تاریخ په کتابتون کې د دوی نومونه تلپاتې وي.

د ګیلهمن روح دې ښاد وي او کاشکې یو ځل یې بیا سترګې راغړولې وې چې لیدلې یې وې چې د هغه ملي بیرغ او د هغه په جانان وطن، لوی افغانستان کې د دې څومره مینه وال دي.
د هغه ورځې په هیله چې د شهید ګیلهمن وزیر او د میلیونونو نورو افغانانو ارمانونه د لوی افغانستان په خاوره تحقق پیدا کړي تر څو ټول افغانان سره یو شي او سوکاله، ارام او با عزته ژوند ولري.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د روښانفکرۍ پېژندنه سخته نهده، «روښانفکري له ځان سره صداقت ته وايي» له خپلو ټاکلیو ارزښتونو سره وفاداري ته وايي.د انسان او انساني ژوند د شرایطو د ښه والي په لویه موخه له خپلو باورونو،افکارو، ارمانونو، هدفونو او ایډیالونو سره ریښتیني او صادقانه چلند ته روښانفکري ویل کیږي.
شهید ګیله من د دغه تعریف پر بنسټ یو ریښتینی روښانفکر و.
افغان، متحد افغانستان، ملي بیرغ، پښتو، د ټولو افغانانو یووالی او ویښتیا د هغه انسانمحوره باورونه، ایډیالونه، ارمانونه، هدفونه او فکرونه وو، همدې ارزښتونو ته ژمن پاتې شو، تر پایه یې وپالل او بالاخره یې سر پرې کېښود.
روښانفکري، له زدکړو، رسمي دیپلومونو او لویو اکاډمیکو یا سیاسي القابو سره تړاو نه لري. ګیله من لوړې زدکړې نه لرلې، ایله یې ترڅلورم ټولګي زدکړې کړې وې، خو له ځان او خپلو انسانمحوره ارمانونو سره ریښتینی و، ځکه نو د افغان روښانفکرۍ یوه بشپړه نمونه او الګو ده.

د روښانفکرۍ بله لویه ځانګړنه د مثبت مختګ لپاره پر ټولنه اغېز دی. د پاچا خان تر مړینې روسته د ملي داعیې او ویښتیا لپاره هیچا په ټوله افغان جغرافیا کې ولس دومره نه و راخوځولی، لکه شهید ګیله من چې په خپل ژوند و مرګ راوخوځاوه.
د هغه ټولنیز اغېز وګورئ، څومره خلکو پرې وژړل، څومره خلک راووتل او د افغانانو څومره دوښمنان یې وارخطا کړل او ویېځورول. دا اسانه خبره نه ده.
دا، چې وایو موږ په افغانانو کې روښانفکران او روښانفکري نه لرو یا یې کمه لرو، دلیل یې همدا دی، چې موږ له خپلو باورونو او فکرونو سره ریښتیني نه یو.له یوې خوا نارې و سورې وهو، چې د نجونو د تعلیم حق منو او غواړو یې، خو له بلې خوا د نیمايي نفوس د اساسي حقونو د نقضوونکیو ملاتړ کوو، په تبلیغاتي ډنډورچیانو یې بدلیږو، یا د مادي ګټې، یا له نورو څخه د عقدو یاهم د قومي عصبیت او یا له ډاره له خپل هغه باور سره چې « نجونې د زدکړو حق لري!» جفا کوو او هېروو یې. خپل چاپېریال وګورئ، دغه ډول ناروښانفکره تحصیل کړي څومره لیدلای شئ؟
که په ولسواکي، ملي ارزښتونو (افغان هویت، ملي بیرغ او ...)، انسانمحوره تفکر او مانا لرونکې سوله باور لرو، نو بیا ولې د دې ټولو ارزښتونو د قاتلانو په تبلیغاتي ډنډورچیانو بدلیږو؟ ځکه روښانفکران نه یو.
که د سر ویره لرو یا بل داسې مجبوریت، نو په داسې حالت کې چوپتیا غوره ده. د بشریت تاریخ میلیونونه خاموش روښانفکران لرلي دي. د استبداد په وړاندې د مبارزې په ډګر کې د روښانفکرۍ تر ټولو کمزوری حالت چوپتیا غوره کول دي.
روښانفکري دا هم نه ده، چې خامخا دې د رڼا د دوښمنانو ګریوان ته لاس واچوو، یا دې هغوی وښکنځو، احساساتي شعارونه ورکړو، له خولې ځګونه باد کړو، نه.
روښانفکري دا ده، چې د هرڅه په اړه په ټولنه کې روښانتیا خپره کړو. روښانفکري په احساساتي بڼه د ټولنې بحراني کول اوکړکېچ زېږول هم نه دي. بلکې په عقلانیت و پوهه ټولنې ته سکون وربښل دي. ټولنه له هغه ګواښونو خبرول دي، چې ورسره مخامخ ده. په ټوله کې روښانفکري د ټولنې ویښتیا، روښانتیا او بدلون دی. په دې لار کې له یوې مانا لرونکې چوپتیا رانیولې، تر یوې کرښې لیکلو، تر یوې اغېزناکې وینا و ټولنې راخوځولو پورې هرڅه شاملېدلای شي. روښانفکران که د استبداد ګریوان ته لاس وراچولی نه شي، نه ښايي په تبلیغاتي دستګاه یې بدل شي. شهید ګیله من د هیچا فیزیکي ګریوان ته لاس ونه غورځاوه، ان له خپل قاتل سره یې هم شخړه ونه کړه، ښکنځلې او ترخې خبرې یې ونه کړې،تل یې موسکا په شونډو وه، د عاطفې په ژبه (شعر) یې خبرې کولې، په موسیقیت او ترنم یې پیغام رساوه، نښې و سېمبولونه یې ډېر ښه کارول. د ده لویه وسله ملي بیرغ و، شعر و، لنډۍ وه، پښتني موسیقي وه او د حقیقتونو ویل و. ګیله من د یوه ځيرک روښانفکر په توګه پوهېده، چې څه وخت څه ووايي؟ څه وخت کوم ډول جامې واغوندي، بیرغ څنګه وکاروي او د دوښمن په زړه کې د ولس د ویښتیا ولولې څنګه خورې کړي.

دغه روښانفکر شهید په استخباراتي مدرسو کې د روزل شویو ښکنځلمارو د میلیونونو ډوله ښکنځلو او پوچو پرکنډو د باران په وړاندې هیڅکله د دوی په شان سپکه ژبه ونه کاروله، د ژبې و قلم عفت یې وساته مګر ټولنیز اغېز یې تر میلیونونو ښکنځلمارو زیات و.
په کوم ټوپکوال او وژونکي به دومره ولسونه راوخوځیږي؟
په کوم انسانوژونکي به دومره خلک وژاړي؟
په کوم مستبد زورور به دومره انسانان خوابدي شي؟
همدغه د روښانفکرۍ زور دی، له خپلو باورنو سره ریښتینی چلند او ټولنیز اغېز.
ریښتینی روښانفکر د ځواک انډول ته نه ګوري. د ابنالوقت سیاستبازانو په شان هرهغه لوري ته د غواړهمالۍ کورنځۍ نه کوي، چې په قدرت کې دي. د خپلو مالي یا حیثیتي ګټو لپاره د هغه چا لمنې ته نه ورغورځي چې ارزښتونه یې ورسره بدل دي. که څوک د انساني عاطفې ارزښت مني او باور پرې لري، هغه بیا له جلادانو او قاتلانو سره ملګرتیا کړلای نه شي.
که په چا باندې د وطن ماشومان ګران وي، هغوی بیا د وطن د ماشومانو له قاتلانو سره په دې منطق چې زور او حاکمیت یې په لاس کې دی، ملګرتیا نه کوي
روښانفکر که د خپلو باورونو او ارزښتونو په پاللو کې یوازې هم پاتې شي، لوری نه بدلوي. ښايي چوپ پاتې شي، خو خپلو باورونو او ارزښتونو ته وفادار پاتیږي. شهیدګیله من ښه پوهېده، چې دوښمن یې څومره ځواکمن دی؟ ښايي ځینو ملګرو یې په نیمه لار کې پريښی وي، ښايي ډېر ملګري یې د زرق و برق په خاطر ترې بېل شوي وي، خو دی تر مرګه پر خپل باور استوار پاتې شو.
هغوی چې انسانمحور تفکر پالي، ښايي هيڅکله نور د قربانۍ لپاره ونه هڅوي، د خپلو باورونو او ارمانونو لپاره قرباني مهمه ده، خو حتمي ځکه نه ده، چې ټولنه ژوندي مبارز ته اړتیا لري. د مبارزینو ژوندي پاتېدا د مبارزې د دوام مهم اصل دی، داسې دې نه انګېرل کیږي، چې د خپلو باورونو لپاره د روښانفکرۍ یوازینی شرط د مرګ تر بریده وړاندې تلل دي، نه !یوازې له خپلو باورونو او ارزښتونو سره وفادار پاتېدل او لږ ترلږه په لوی لاس د خپلو ارزښتونو او باورنو له قاتلانو سره انډیوالي نهکول بویه.
ما په ټولنیزو پاڼو کې داسې کسان ولیدل، چې په پروفایل یې د لاتینې امریکا د نوموتي انقلابي مبارز « ارنیستو چېګوارا» عکس د هغه له مشهورې ستوري لرونکې خولۍ سره لګولی، چېګوارا چپي او سوسیالیست و، خو دهغه د عکس والا تر پروفایل لاندې ناست کس د متحجر ایډیولوژیک استبداد په ګټه د تبلیغاتو بلکې پروپاګند دستګاه ته ورته موجود و، چې خپل هېوادوال یې یوازې او یوازې د بلې نړۍ ژوند ته هڅول او د دې نړۍ ژوند یې د کفارو لپاره غوره ګاڼه. حیران شوم، چېګوارا د دې نړۍ انسان ته ښه ژوند غوښت.

ښاغلیه! خپل هغه ایډیال پېژنې چې عکس دې یې پروفایل کړی دی؟ او که نه ؟
ته ښايي حق ولرې، چې ایډیولوژیک باور ولرې او یوازې و یوازې هغه دونیا درته مهمه وي، بالکل دا ستا حق دی، خو بیا نو له دې بل سېمبول ( د چېګوارا عکس) څخه څه غواړې؟
څه نور مې ولیدل، چې له ملي بیرغ یا د ولسمشر له عکس یا کوم بل ملي سېمبول سره همداسې چلند کوي، خو لاندې د خپلو ارزښتونو او باورنو له قاتلانو او جلادانو سره تبلیغاتي انډیوالي پالي.
موږ باید د روښانفکرۍ بېلګه له ګیله من شهید څخه واخلو، که هرچا له دې اړخه د روښانفکرۍ نمونه او نښه درڅخه غوښتله، تاسو د ملي ارمانونو د دغه اسطوره شوي مبارز بېلګه ورښوولای شئ.
په ګور یې نور.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

لیکوال: بری افغان د چنګاښ ۱۸مه د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو اتحادیې د کابل په شهزاده سرای کې د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پر فعالیت د یوې لیکلې خبرتیا له لارې بنديز ولګاوه. چې یوازې د کابل په شهزاده سرای کې څه باندې دوه زره ګرځنده «صرافان» بې روزګاره شول.
دغه خبرتیا د طالبانو کورنیو چارو وزارت، د افغانستان مرکزي بانک د ریاست، د طالبانو استخباراتو د لوی ریاست او د صرافانو ټولنې له لوري لاسلیک شوې ده.

ګډې کمېټې دغه پرېکړه یوه ورځ وروسته تر هغې وکړه چې طالبانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د صرافۍ مارکېټ هغه هټۍ وتړلې، چې د مرکزي بانک جوازونه یې نه لرل. د طالبانو د دغه کار په غبرګون کې جواز لرونکو صرافانو هم خپل دوکانونه وتړل چې هلته د ټولو تړل شویو صرافیو شمېر تر ۴۰۰ رسېږي.
د سه شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۹مه) د کندهار ولایت په مرکز کې د صرافانو لوی مارکيټ هم وتړل شو چې په سوېلي ولایتونو کې د راکړې ورکړې تر ټولو لوی د اسعارو بازار یادېده.
طالبان او د صرافۍ چارو د مهار لپاره ټاکل شوې ګډه کمېټه وايي، چې ځکه یې په کابل ښار او ولایتونو کې د بې جوازه صرافانو چارې بندې کړې چې دوی د مرکزي بانک جوازونه نه لري، خو هټېوال او ګرځنده صرافان وايي چې د جواز اخیستو لپاره د مرکزي بانک شرطونه دومره ګران دي چې دوی یې د اخیستو وس نه لري.
په کابل او ولایتونو کې صرافان وايي، چې مرکزي بانک د هر جواز په بدل کې «لس میلیونه افغانۍ د ضمانت په ډول» غواړي چې ډیری صرافان د دومره پیسو وس نه لري او په دې سره د جواز په اخیستلو کې پاتې راغلي.
طالبان په دې کار سره څه غواړي ترلاسه یې کړي؟
تر ډېره بریده نظر دا دی چې طالبانو ته به د تضمین په نوم په میلیاردونو پیسې لاسته ورشي او په دې سره به د افغانستان بانک مالي زیرمې بډایه او د پیسو دوران ګړندی شي، چې دا خپله د افغانۍ په زور د ارزښت ډېرولو کې خورا زیات رول لرلای شي، او د دغه ارزښت امتیاز به طالبان لاسته راوړي، دویم دا چې کله ټول صرافان او ورسره لاس پلورونکي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک سره ثبت شي نو پر دوی مالیه لګول کیږي او د مالیې تر ټاکلو وروسته طالبانو ته یوه بله غوښنه د عوایدو سرچینه لاسته ورځي چې په میاشت کې په سلګونو میلیونو عاید لاسته راوړي او د عوایدو برخه به بډایه شي، دریم دا چې کله طالبان ټول صرافان تر رسمي چتر لاندې راولي نو افغانستان ته د تورو پیسو د ننوتلو مخه نیول کیږي، ځکه چې له مرکزي بانک سره هر ثبت شوی صراف به د خپلو راغلو پیسو ادرس او د څومره والي راپور ورکوي چې په دې سره به د تورو پیسو د دوران مخه ونیول شي. ځکه چې تورې پیسې ډیری مهال په ناقانونه لارو لګول کیږي او حساب یې نه وي معلوم، تورې پیسې په ټوله نړۍ کې د نورو چارو تر څنګ د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره هم کارول کیږي چې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ لپاره د نړۍ په هر ګوټ کې دا تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده، د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د طالبانو د جګړو ټول لګښتونه له بهره د همدې صرافیو له لارې رسېدل، طالبانو ته به د همدې شهزاده سرای د صرافانو او په ولایتونو کې د صرافیو له لارې له بهره د جګړو د لګښتونو لپاره په میلیاردونو کلدارې او لکونو ډالر راتلل او بیا به د جګړو لیکو ته د ورځنیو لګښتونو لپاره رسیدل.
د طالبانو په واکمنۍ کې د مرکزي بانک او افغانۍ حالت څنګه دی؟
د چنګاښ په ۱۶مه د طالبانو مشر ملا هبت الله، د دغې ډلې یو نظامي قوماندان نوراحمد اغا د افغانستان د مرکزي بانک د مشر په توګه وټاکه، ویل کیږي، نور احمد اغا د تېر جمهوري حکومت پر مهال د طالبانو په جګړو کې، د «ماینونو جوړولو مالي ملاتړ کوونکی» او طالب قوماندانانو ته د پیسو د وېش مسوول و. چې امریکا د «نړېوال ترهګر» په توګه نومولی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک مشري هدایت الله بدري په غاړه لرله، هدایت الله بدري په ۲۰۰۵ کال کې په سوېل لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو لپاره د اکمالاتو او پوځي تجهیزاتو مسوولیت په غاړه واخیست. هدایت الله بدري په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ځانمرګو بریدګرو لپاره د زکات راټولولو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ مسوول و. د طالبانو پر دغو دوو پوځي قوماندانانو د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري بندیزونه لګیدلي دي.
ویل کیږي دغه دواړه طالب قوماندانان د طالبانو مشر ملا هبت الله ته نږدې کسان دي او هغه تل هڅه کوي چې خپل کسان د ډېرو عوایدو ترلاسه کولو لپاره په مهمو ادارو وګوماري.
له تېرو نږدې درېیو کلو راهیسې چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دغه ډله هڅه کوي چې په میاشت کې یو ځل شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالره د مرکزي بانک له لوري بازار ته وړاندې کړي او د همدې ډالرو په بدل کې د اسعارو له بازاره افغانۍ واخلي، چې په دې سره افغانۍ په بازار کې کمې شي او ارزښت یې لوړپاتې شي. په همدې موده کې د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۰، ۷۱ او ۷۲ پاتې شوې چې نننۍ (چنګاښ ۱۹مه) بیه یې یو ډالر په (۷۱،۱۷) افغانۍ بدلیږي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، طالبانو د ډالرو په زور د افغانۍ ارزښت ساتلی، که نه د دوی په خبره دا مهال به د ډالرو او یا نورو بهرنیو کرنسیو په وړاندې افغانۍ په ټيټ حالت کې وه، دغه کارپوهان وايي، د هر هیواد د کرنسۍ ارزښت د هغه هیواد په اقتصادي وده، د پیسو په کره او ولاړه پالیسۍ او صنعت لوړیږي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اقتصادي وضعیت یو مخ ټيټ او صنعت هم د نورو هيوادونو پرتله په ځمکه رالوېدلی دی.
په افغانستان کې د پیسو دوران څه ډول دی او د اسعارو بازار په څه معنا؟
د بهرنیو اسعارو په وړاندې د داخلي اسعارو په ارزښت کې بدلون په ډیرو فکټورونو پورې اړه لري. د داخلي اسعارو په ارزښت کې د بدلون ارزولو لپاره ترټولو مهم فکټور د یوه هیواد په مالي بازار کې د اسعارو عرضې او تقاضا میکانیزم د فعالیت ارزونه ده. کله چې د داخلي اسعارو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د عرضې او تقاضا اندازه د یوه ډیر باثباته بهیر څخه تیریږي، پایله یې د داخلي اسعارو په ارزښت کې نسبي ثبات دی.
له بلې خوا، د یوه هیواد د بهرنیو اسعارو سرچینې د هغه په اقتصادي جوړښت پورې اړه لري او ځینې وختونه د نړۍ په مالي بازارونو کې د پیچلو مالي تعاملاتو لامل کیږي. خو د افغانستان په څېر هېواد کې چې د پانګې بازار په وړه کچه دی، د نړیوالو اسعارو د راکړې ورکړې له پېچلو میکانیزمونو څخه ساده او جلا دی، د صادراتو اندازه، مالي مرستې، د خلکو له خوا د بهرنیو اسعارو لېږل او بهرنۍ پانګونه د اسعارو تر ټولو مهمې سرچینې ګڼل کېږي. عرضه په دغو سرچینو سربېره ، د دولتونو په مالي او د پیسو په پالیسۍ پورې تړل شوې چې معمولا له لوی اقتصاد سره د ټاکل شويو موخو سره سم د بازار د نظم لپاره جوړ شوي، هم برخلیک ټاکوونکي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۲ مه، یعنې دوه میاشتې وروسته له هغه چې طالبان په دغه هیواد کې واک ته ورسیدل، یو درې مخیز راپور خپور کړ، چې د افغانستان د بانکي سیستم د پراخ پرځېدو د مخنیوي لپاره یې حل لارې په ګوته کړې وې. د بندیزونو له امله د افغانستان د مالي او بانکي سیستم له پرځېدو ژغورل، د نغدو پیسو د لیږد میکانیزم رامینځته کول د نغدو پیسو د بحران مخنیوی او د بهرنیو اسعارو له بازار سره د مرکزي بانک نږدې ساتل د اقتصادي ځوړ د مخنیوي لپاره ترسره شول.
په بازارونو کې راکړه ورکړه په ډالرو او کلدارو کیږي؟
دا مهال پرته له ځینو سرحدي سیمو د افغانستان په ټولو بازارونو کې راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره کیږي. دغه چاره طالبانو د ټوپک په زور په خلکو منلې، تر دې مخکې به د افغانستان له مرکزي ولایتونو پرته په سرحدي ولایتونو کې په پاکستاني کلدارو او ایراني تومنو راکړه ورکړه کېده، او په لویو معاملاتو کې به بیا ډالر کارېدل، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک له خوا د سختو تګلارو پلي کېدا د افغانۍ په رواجولو او د ارزښت په لوړیدو کې مرسته وکړه چې د افغانستان په کورنیو بازارونو کې د بهرنیو اسعارو کارول منع شول.

اوس پوښتنه دا ده چې څه به کیږي؟
لومړی خو به د طالبانو په دغه کار سره زرګونه صرافان او لاس پلورونکي وزګار شي، چې په دې سره به زرګونه کورنۍ هم په اقتصادي ډول وځپل شي او په یو ډول به له طالبانو سره عقده مند شي، چې په دې سره به د طالبانو د مخالفو ډلو په لیکو کې شمېر لوړ شي، او یا که طالبان غواړي په دې سره د افغانۍ ارزښت لوړ کړي، نو څرګنده ده چې د افغانیو د ارزښت لوړېدل د افغانستان د کورني اقتصاد د ځواکمن فعالیت له امله نه دي، بلکې په نورو بې ثباته لاملونو پورې اړه لري چې مثبت اغېز یې موقتي او منفي هغه یې دایمي کېدای شي.

له ۲۰۱۲ وروسته د ناټو له خوا د ستراتیژیک کمونکېشن په اړه کنفرانس په دوبی کې جوړ شوی و.
په دغه کنفرانس کې یو شمېر افغانانو، د ناټو د هېوادونو د بېلابېلو څېړنیزو ادارو، رسنیو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي قوتونو د ستراتیژیک کمونکېشن استازو برخه درلوده او زه هم دې کنفرانس ته بلل شوی وم.
په کابل کې د ناټو د ستراتیژیک کمونکېشن یا(psychological operation) Psyops مسوول هغه وخت ویلي وو، چې د امریکا د متحده ایالاتونو په سیاست کې د افغانستان مساله د دغه هېواد د سیاسي مسایلو په نوملړ کې سلمه مساله ده.
هغه وخت او اوس هم ډېری افعانان په دې فکر او عقیده دي، چې افغانستان د نړۍ د ثقل مرکز دی.
افغانستان نړۍوالو او په ځانګړې توګه د امریکا لپاره لومړیتوب لري.
هو!
افغانستان د افغانانو لپاره مهم دی او تل د افغانانو د پام لپاره باید د ثقل مرکز وي، ځکه افغانان که هر چېرته وي، افغانستان هېرولی نشي او د افغانانو ژوند، عزت، سوکالي او ښادي د افغانستان ثبات او عزت پورې تړلې ده.
خو له بده مرغه نن سبا په نړۍ کې نور ډېر زیات مهم مسایل روان دي، چې افغانستان د نړۍ د لومړیتوبونو او خبرونو په سر کې نه راځي.
دا چې د افغانستان مساله به د امریکا د متحده ایالتونو د لومړیتونو په نوملړ کې څوومه مساله وي، ښایي اوس به د سلو مسایلو په نوملړ کې هم نه وي.
دا چې د افغانستان ناورین د لویو طاقتونو د لومړیتوبونو او توجه په سر کې نه دی، بیا هم چې کله یوه او بله غونډه هلته او دلته د افغانستان په هکله جوړیږي، که پایلې ملموسې هم نه وي، باید په نېک فال ونیول شي، ځکه د افغانستان د ناورین حل یوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، بلکې د سیمې او د نړۍ د هېوادونو رول لکه څنګه چې د افغانستان په وراني او ګډوډي کې منفي اغېزې درلودې یا لري، همداسې د دوی رول د افغانستان په جوړولو او ثبات کې هم مهم دی.
نه افغانستان دوی بې له افغانانو جوړولی شي او نه افغانان په ځانګړې توګه د دوی له ښه نیت پرته په افغانستان کې سوله او ټیکاو راوستلی شي.
د نړۍ، سیمې او د افغانانو تر منځ د تفاهم ژبه او هم په یوه موازي کرښه کې د ګټو راوستل مهم دي.

راځو په دې بحث کوو، چې د دوحې د غونډې پایلې ولې ملموسې نه وې؟
له بده مرغه تر دې دمه د افغانستان د مسایلو په حل او ناورین کې د سیمې او نړۍ هغه هېوادونه چې برخه او یا لېوالتیا لري، هم نظره نه دي.
همدا شان افغانان هم په خپل منځ کې سره متحد نه دي او هر کله بالاخره مساله ده.
دوی ځکه سره هم نظره او متحد نه دي، چې د ټولو خواو ګټې سره متضادې او موخې توپیر لري.
همدا علت دی چې په ټولو سیمه ایزو او نړۍوالو غونډو کې د افغانستان او د افغانانو ګټې د بحثونو اصلي محور نه دي.
دا چې په ټولو غونډو کې د خبرو محور د افغانانو او د افغانستان ګټې مطرح نه وي، نو خامخا به په دغه غونډو کې د رڼا د څرک پر ځای د تورتمونو څرکونه لیدل کیږي.
د افغانستان د ناورین په اړه ولې افغانان، سیمه او نړۍ سردرګومه ده، د دغه سردرګومۍ ځیني مسایل په دغه لیکنه کې څیړل شوي دي.
کېدای شي یو شمېر لوستونکي له دې لیکنې سره موافق نه وي، خو د دغه مسایلو یادول د افغانانو لپاره اړین دي، ځکه دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د برحاله او راتلونکو ناورینونو د مخنیوي په برخه کې د خپل وس په اندازه د هرې مشروع ممکنې لارې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د مرض د سردرګومۍ یا جاخې تشخیص معلوم دی.
د ناروغ د درملنې یا حل لپاره دارو هم معلومه ده، خو لویه ستونزه دا ده، چې د ناروغ د علاج په سر د ناروغه افغانستان د وارثینو او معالجو ډاکترانو تر منځ د لارې په حل لانجه ده او دا لانجه تر دې حده هم ده، چې مخکې له دې چې ناروع ته درمل ورکړل شي، د ناروغ ناروغي انتاني شوی او اوږدې درملنې ته اړتیا لري.
د ناروغ افغانستان وارثین او خواخوږي او معالج ډاکتران ددې پر ځای چې ناروغ ته درمل ورکړي، څو د مریض حالت ښه شي، د دوی تر منځ جنجال او اختلاف ورځ تر بلې زیاتېږي.
د دې ډېر احتمال شته، چې مریض یا د افغانستان اصلي ستونزه د ټولو له یاده ووځي او یا پر ځای یې لسګونه نورې ناروغۍ سر راپورته کړي، ځکه د نویو جنجالونو لپاره چای جوشونه اېشي او د اور د مړ کېدو پر ځای د اور د تازه کولو لپاره خس او خاشاک راټولول کیږي او د جګړې اور د مړ کېدو په حال کې نه دی.
کله چې حالات کړکېچن شول، د افغانستان د مسلې جاخه به نوره هم سره جنجالي کیږي او د انجړلې پنجړلې ګوټلی د تار سر یا نخ تار به د ټولو نه ورک وي.
نه به د ناروغه افغانستان وارثین او نه به خواخوږي او نه به د سیمې او نړۍ معالج ډاکترانو سره د حل کومه لاره وي، بلکې ټول به په عقلي او عصبي ناروغیو اخته او مریض به هم لکه اوس د زنکدن شپې او ورځې شمېري.
د ناروغ د ناروغۍ تشخیص دا دی، چې اکثره افغانان د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې دخیل او ذیعلاقه هېوادونه او ان د طالبانو اکثره لوړپوړي غړي په دې عقیده دي، چې د افغانستان موجوده وضعیت او د طالبانو حاکمیت چې ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري او د عدم مشروعیت او قانوني حکومت په نه شتون کې فزیکي، بشري او رواني امنیت یې له ګواښ سره مخامخ دی، د اقتصاد انجن چې پانګونه او بانکي سیستمونه دي فلج دي او له هېواد څخه د وتلو یا تېښتې لړۍ په بې سارې توګه روانه ده، ټولو خواوو ته د منلو وړ نه ده او هم په اوسنې شکل د طالبانو حاکمیت دوام نه شي کولی.
په ساده اصطلاح د افغانستان موجوده حالت د هغه اور اخیستي پرتوګ په شان دی چې نه اور مړ کولی شی او نه پرتوګ اېستلی شی.
د دغه مضمن مرض د درملنې پیل باید په دې وشي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د سیالیو پر ځای یوې واحدې اجماع ته ورسېږي.
افغانان هم باید د سیمې او نړۍ سره داسې اجماع ته ورسېږي، چې هم د افغانانو لپاره، هم د سیمې د هېوادونو او هم د نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواته ته د ګټې ګټې یا Win-Win Situation وي.
دا حالت هغه وخت رامنځته کیدلې شي چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت حاکم شي.
که مشروع او قانونمند حکومت نه وي، بیا افغانستان د افغانانو لپاره، د سیمې د هېوادونو او نړۍ لپاره د شخړو د حل د فرمولې په اساس ټولو خواو ته د تاوان تاوان حالت یا Lose-Lose Situation وي.
د مشروع او قانونمند حکومت د جوړېدو لپاره فرموله جګړه نه ده، بلکې معنا داره بین الافغاني ډیالوګ دی.
د بین الافغاني ډیالوګ له لارې د اساسي قانون درلودل او د قانون په چوکاټ کې د نفي او انحصار سیاست باید نه وي.
د طالبانو په ګډون هیڅ خوا نفي کولی نه شي، بلکې ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د کار، ژوند او سیاست حق ولري.
د اساسي قانون د تصویب او تعدیل د یو څو افراطي کسانو چې څوک یو قسم او څوک بل قسم نظامونه او سیستمونه غواړي، کار نه دی، بلکې دا د ولس کار دی چې د لویې جرګې یا د ریفرنډم له لارې اساسي قانون تعدیل او یا نوی تصویب کړي او د اساسي قانون پر بنسټ بیا مشروع او قانونمند حکومت د ولس په خوښه او رایه رامنځته شي.
نه ټولګډونه حکومت د افغانانو په درد خوري او نه د انډیوالۍ او سهامي شرکت حاکمیت د افغانستان ستونزې حل کولی شي.
د ویانا په کنفرانس کې مو په ډېر وضاحت سره وویل، چې که ولس ډاکتر انارکلی ته رایه ورکړله، چې هم ښځه او هم سکهه افغانه ده، مونږ یې باید ومنو او که ولس طالبانو ته رایه ورکړه هم یې باید ومنو، ځکه ولس به همدوي غواړي.
یوازې او یوازې اساسي قانون د خلکو حقوق او د نظام بقا تضمینولي شي.
دا چې د افغانستان مطلق ولس مسلمانان دي، نو اساسي قانون به خامخا د مخکیني اساسي قوانینو په شان د اسلام په روحیه برابر وي.
که طالبان یا نور افراطیان وایي، چې اساسي قانون په اسلام کې نه شته دا سمه نه ده، ځکه فقه قانون دی چې جمهور علما د خپل وخت د اړتیاو په اساس رامنځته کړې ده.
کله چې جمهور علما وایو، نو جمهوریت هم د اسلام سره مخالفه پدیده نه ده ځکه د جمهوریت قوانین د هر ملک د دین، مذهب او عنعناتو مطابق وضع کیږي او د افغانستان قوانین لکه د مخکې په شان به د اسلام او افغاني روحیې سره برابر وي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ناروغي او تشخیص یې هم معلوم دی او د حل لپاره یې درمل او فرموله هم معلومه ده، نو ولې افغانان، د سیمې هېوادونه او د افغانستان په مسایلو کې ښکېل هېوادونه نشي کولی، چې اجماع ته ورسېږي؟
اصلي خبره د ګټو او د ګټو خوندي کول او د قدرت ساتل دي.

لومړۍ برخه:
له طالبانو څخه به یې پیل کړو.
د طالبان افراطي مشران او د هغوی ړانده پیروان تر اوسه په خیالي غرور مست دي، چې دوی نړۍ ته ماتې ورکړې، د دوی ماډل د اسلامي حاکمیت د نړۍ د ټولو ماډلونو څخه بهتر دی، د دوی امیرالمومنین چې نه یې د بیعت اصول او هویت معلوم دی، د الله تعالی خلیفه دی، دوی د اسلام ټیکه داران او ساتونکي دي او د دوی په فکر د دوی حاکمیت مشروعیت لري.
د مشروع خلیفه یا امیر خبره بې له چون او چرا باید افغانان ومني.
همدا شان نړۍ هم باید د دوی غوښتنې او احکام قبول او دا چې په دننه افغانستان کې هر ډول بندیزونه لګوي او یا ظلم کوي، هغه د دوی کورنۍ موضوع ده.
طالبان دغه حالت ته واقعیتونه وایي او نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه ومني.
د دوی دا ډول طرز د فکر د دې لامل شوی، چې دوی ولس ته مسوولیت ونه لري او که د چا خوښه وي او که نه، دوی به خپل حاکمیت ته دوام ورکوي.
د دوی ملګري او مشران له هر ډول حساب ورکولو خلاص دي او کولی شي، چې دوی درې ښځې وکړي، موټر ولري او کورونه واخلي.
د دوی د پلویانو فساد د دوی لپاره روا ښکاري.
دا پورته طرز د فکر، اکثریت افغانانو او نړۍوالو ته د منلو وړ نه دی، همدا علت دی چې د نړۍ هېوادونه افغانستان په رسمیت نه پیژني.
د افغانستان د سفارتونو استازو ته کوربه هېوادونه په درنه سترګه نه ګوري، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ له طالبانو سره نه ده.
د طالبانو مهم مشران د وزیرانو په کچه د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي.
د افغانستان بانکي سیستم فلج دی، اکثره هېوادونه له طالبانو سره د پټ پټونې لوبه کوي، نه یې په رسیمت پيژني او نه یې د لېرې کولو اراده لري.
افغانان هم په دننه او هم په بهر کې د طالبانو په دې کړنو خوشحاله نه دي، چې هېواد یې د نړۍ په کچه مشروعیت ونه لري، تعلیمي نظام د زوال په حال کې وي، په ښځو د لوړو زده کړو او کار بندیز وي، بانکي سیستمونه فلج وي، بېوزلي ورځ تر بلې زیاتیږي او د چا چې وس کیږي له هېواد څخه وځي.
د طالبانو دا ادعا چې دوی د دین ساتونکي دي، غلطه ادعا ده ځکه الله تعالی خپل پیغمبر ته وایي، چې د دین ساتونکی ته نه یې او االله تعالی د دین ساتونکی دی.
له دین څخه د قدرت لپاره سوء استفاده پخپله لوی فساد دی، چې هم دین ته صدمه رسوي او هم افغانانو او افغانستان ته.
د دوحې غونډې ته د طالبانو استازي د افغانانو او د یوه مشروع حکومت د استازو په توګه بلل شوي نه و، بلکې هغه د حاکمې ډلې یعنې یوازې د طالبانو د ډلې د استازي په توګه بلل شوې و.
په دې بحث نه کوو، چې د طالبانو حاکمه ډله نه سیستم لري اونه په خپل سیستم اعتبار لري، که نه یو ویاند باید هلته نه وای تللی، بلکې د بهرنیو چارو وزیر، معین او یا د دوی سفیر په قطر کې برخه اخیستې وی، ځکه د نړۍ ډیپلوماټیک نورم همدا ایجابوي.
حتی له پاکستان سره د مسایلو د حل لپاره د کندهار والي لیږي، خو د کورنیو، بهرنیو او د دفاعي چارو وزیرانو ته اهمیت نه ورکوي، ځکه د دوی سیستم په انډیوالۍ ولاړ دی او فکر کوي، چې د نړۍ سیاست هم په انډیوالۍ چلیږي.
داسې نه ده کله چې د یوه هېواد ګټې له ګواښ سره مخ شي، نو بیا په سیاست کې انډیوالي نه شته، ځکه ښه بېلګه یې د پاکستان او طالبانو انډیوالي وه، چې کله د پاکستان ګټې د ۲۰۰۱زکال د سپټمبر نهمې نیټې له پېښې وروسته له ګواښ سره مخ شوې، پاکستان خپل پخواني انډیوالان امریکایانو ته په لاس ورکړل، بندیان یې کړل او ځیني یې ان ووژل.
پاکستان د مجاهدینو له مشرانو سره هم همدا کار وکړ.

دویمه برخه:
د افغانستان د معضلې د طالبانو مخالفین دي.
د طالبانو مخالفین هم سره د پخوا په شان متحد نه دي، د اکثره سیاسي جریانونو او په ځانګړې توګه د هغو جریانونو روایتونه چې په پوځي حل عقیده لري، د پخوا په شان دي، نه یې سیاسي موخه معلومه ده او نه یې د جګړو تمویل کوونکې منبع او نه هم د جنګ د عقبې لپاره د مجاهدینو او طالبانو په شان اډه لري.
د جګړو په مشروعیت او عدم مشروعیت دلته بحث نه کوو او نه په دې بحث کوو چې جنګونه څومره ستونزې زیږوي.
د جګړو لپاره لاپې شاپې ډیرې دي، خو واقعیتونه دا دي چې د جنګ او د جنګونو د دوام لپاره لېوالیتا د اکثره افغانانو په منځ او حتی د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ نشته، ځکه ټول په دې پوهیږي چې د جګړو د دوام له امله د جګړو د اور بڅرکې په سیمه کې په ډېرې اسانۍ سره خپرېدلی شي او دغه حالت د ټولو لپاره د تاوان تاوان یا Lose-Lose Situaiton دی.
البته که حالات همداسې دوام کوي، جګړې او نیابتي جګړې خامخا پیلېږي او د راروانو جګړو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، ځکه د دوی حاکمیت راتلونکو نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.
دا هم واضح حقیقت دی، چې په نیابتي جګړو کې د افغانانو، د سیمې او ان د نړۍ هغه هېوادونو چې د افغانستان په مسله کې لېوالتیا لري، خیر نه شته خو د دغه واقعیت په شتون کې نیابتي جګړې د سیمې او نړۍ د متضادو موخو له امله خامخا رامنځته کیږي او هېڅوک یې مخه نشي نیولی.
البته د سیمې او نړۍ افراطي ډلې همدا حالت غواړي، ځکه که مشروع او قانونمند حکومت رامنځته کیږي نو بیا دوی ته په افغانستان کې ځای نه وي.
ولې د جګړو مخه نه نیول کیږي، ځکه چې هر څوک د هغه فرمولې په اساس چې د دوښمن، دوښمن زما دوست دی، هره خوا خپلې نیابتې ډلې د یو بل په ضد پیاوړې کوي.
ولې د افغانستان په مسایلو کې د سیمې او نړۍ د ښکېلو خواوو تر منځ متضادې ګټې شتون لري او دوی غواړي، چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان په جغرافیه کې له نیابتي ډلو څخه کار واخلي په داسې حال کې چې اکثره یې د دغه ډلو د پیاوړي کولو او د جګړو په پایلو پوهیږي؟
ځینې افغانان کله کله داسې فکر کوي، چې د نړۍ او یا د سیمې هېوادونه د افغانستان په هکله معلومات نه لري او هڅه کوي، چې نړۍ وپوهوي چې افغانستان څنګه هېواد دی او په افغانستان کې څه روان دي.
د نړۍ د اکثرو ملکونو ولسونه د نورو هېوادونو په مسایلو په تفصیل نه پوهیږي، خو د دغو هېوادونو استخبارات او سیاسیون په دې پوهیږي چې په افغانستان کې څه روان دي او ان د افغانستان د اکثره سیاسیونو او فعالینو د پښو اندازه او د فکر تولید ورته هم معلوم دی او په دې هم پوهیږي چې څنګه د خپلو ګټو لپاره روایتونه جوړ کړي او څنګه د افغانانو جنګي ډلې کرایه کړي.
هغه افغانان چې فکر کوي نړۍ نه پوهیږي، هغوی داسې سوچ کوي چې دوی لکه کڼو ته غږیږي او په زوره خبرې کوي چې کاڼه نړۍوال یې واوري، خو کڼو ځانونه کاڼه اچولي دي او یوازې هو او نه کوي ځکه هغوی په دې پوهیږي چې افغانان څه وایي او حالات څنګه دي.
دلته د سیمې د هغه هېوادونو په اړه لږ تفصیل ورکوم چې د افغانستان په مسایلو کې لېوالتیا لري او ولې د دوی ګټې سره متضادې دي؟
کله چې مونږ سیمه او نړۍ وایو نو سیمه او نړۍ یو مشخص ادرس نه لري او د هر هېواد ګټې د بل هېواد له ګټو سره توپیر لري.
هر هېواد د خپلو ګټو لپاره ستراتیژیک دوستان او دښمنان لري او هڅه کوي، چې خپلې ګټې خوندي کړي.
د بېلګې په توګه که مرکزي اسیا یاده کړو، د تاجکستان او قرغزستان تر منځ مستقیم پروازونه نه شته او که له دوشنبې څخه غواړې چې قرغزستان ته لاړ شي نو اول باید دوبی یا استانبول ته لاړ شئ او بیا له هغه ځای څخه قرغزستان ته ځئ او همداسې له قرغزستان څخه دوشنبې ته.
د تاجکستان او ازبکستان تر منځ او همداسې د قزاقستان او ترکمنستان تر منځ زیاتې ستونزې د اوبو او سرحدونو تر منځ وجود لري، بیا د دې هېوادونو اړیکې د روسیې، چین او امریکا سره جلا بحث دی.
که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري.
که سویلي اسیا یاده کړو نو د هند او پاکستان تر منځ او همداسې د هند، بنګله دېش،سریلانکا، تر میانمر (برما) او چین تر منځ ډیرې ستونزې وجود لري.
که منځنۍ ختیحه یاده کړو، نو د عربي هېوادونو او ایران تر منځ ډیرې ستونزې شتون لري چې مسایل یې لا نور هم مغلق کړي دي.
د فلسطین مساله، د سورې جګړه، د بحرین، یمن او سعودي جنجالونه او داسې نور.
که د لویو طاقتونو خبره کوو، نو هغه خو واضح حقیقت دی چې د امریکا، روسیې، چین او اروپایانو تر منځ بلا ډیرې ستونزې او رقابتونه موجودې دي.
لوی طاقتونه هڅه کوي چې مستقیم له یو بل سره په ټکر کې نه شي او تل هڅه کوي، چې نیابتي ډلې د یو او بل په ضد استعمال کړي او یا د جګړو لمن د خپلو سیمو نه لرې او د نورو د نفوذ په سیمو کې ورته دوام ورکړي.
ځکه په کومه سیمه کې چې جنګ وي، د هغې سیمې هېوادونه زیات تاوان کوي او له سیمې څخه د بهر هېوادونو لخوا په لږو امکاناتو جګړې تمویل کولی شي، خو دغه جګړې په مستقیمه توګه متخاصمو هېوادونو او یا د سیمې د هېوادونو لپاره په زیات قیمت تمامیږي.
د تېرو جګړو او اوسنیو جګړو مثالونه زیات دي، د افغانستان جګړه په تېرو څو لسیزو کې او همدا شان د منځني ختیځ، د سوریې، د اوکراین، سوډان، کانګو، ویټنام، نیکاراګوا او د داسې نورو هېوادونو جګړې.
په افغانستان کې د چین، روسیې او ایران وېره دا ده، چې امریکا له طالبانو څخه د دوی د ګټو په خلاف کار وانخلي، ځکه امریکا په لږه مرسته کولی شي چې دا سیمې نارامه کړي، له همدې امله هر هېواد غواړي، چې له طالبانو سره منفي تامل ته دوام ورکړي.
طالبان هم پوهیږي چې د دوی خریداران په سیمه کې زیات دي او د خپلو ګټو او قدرت ساتلو په خاطر له ټولو هېوادونو سره منفي تامل ته دوام ورکوي، خو په دې هم پوهیږي چې دوی نه شي کولی چې د امریکا په ضد او یا د هغوی له خوښې پرته د امریکا د ګټو په خلاف عمل وکړي.
تر اوسه امریکا د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ لري او د امریکا په اندازه مرسته هیڅ یو بل هېواد د افغانستان او طالبانو سره نه شي کولی.
هند هم په کلونو غوښتل، چې د جګړې لمن د خپلې سیمې او له پاکستان سره د سرحدونو څخه لرې په افغانستان کې وساتي.
هند په ډېر لږه مرسته د افغانستان او د افغانستان د ځینو ګروپونو سره څو لسیزې هڅه وکړه چې د پاکستان له شر څخه ځان خلاص کړي او په افغانستان کې یې مصروفه وساتي.
هند نن سبا په اقتصادي او پوځي لحاظ له پاکستانه ډېر پرمختګ کوي او پاکستان خپل رقیب نه ګڼي، خو غواړي چې د پاکستان له شر څخه ځان وساتي او پاکستان باندې د سافټ پاور له لارې فشار راولي چې په هند کې مداخله ونه کړي.
له پاکستانه هم لاره ورکه ده، ځکه په نړۍ کې د پخوا په شان خریدار نه لري لکه د نړۍ د سوړ جنګ په دوران کې یې چې د امریکا او لویدیځ څخه او همدا رنګه د چین او عربي هېوادونو نه په میلیاردونو ډالره اخیستل، خپل پوځونه یې عربانو ته په کرایه ورکول او یا پاکستانیانو ته په نورو هېوادونو کې د کار زمینه برابروله.
اوس پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ژورو ستونزو سره مخامخ دی او هغه افراطي ډلې یې چې جوړې کړې وې، د هماغه مارانو له خوا به خوړل کیږي.
دوی فکر کاوه چې د طالبانو له راتګ سره به افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وي او د طالبانو د راتګ په ابتدا کې همداسې وه.

روس او چین هم سره رقابت لري او غواړي چې د خپلو ګټو په خاطر سره همکاري ولري. چین د قزاقستان او ازبکستان له لارې د یو سرک او یو کمربند د پروژې په اساس د پراخې ترانسپورټې لارې جوړول پیل کړیدي چې د ایران له لارې چا بهار ته ورسیږي. د چین بله پروژه د پاکستان له لارې د سیپیک پروژه ده چې ګوادر بندر ته ورسیږي.
د دغه پروژو په سر، د ایران او پاکستان رقابت هم شتون لري، روسیه هم نه غواړي چې د مرکزي اسیا هیوادونه په چین متکي شي او د روسیې د نفوذ نه خلاص شي. هند هم نه غواړي چې ګوادر تقویه شي ځکه هند د چین او پاکستان د ګټو خلاف دی او دا پروژې د چین نفوذ زیاتوي او د هند نفوذ کموي.
له بله خوا امریکا نه چا بهار غواړي او نه ګوادر ځکه په دواړو پروژو کې د چین نفوذ زیاتیږي او چین د منځني ختیځ سره وصلیږي. د دې په عوض امریکا، هند، د متحده عربي ایالاتو، بحرین او اسرایلو د ابراهیم په نوم تجارتي قراردادونه امضا کړل چې د خلیج د همکاریو هیوادونه د عربستان سعودي په شمول دغه قرارداد پراختیا لپاره سترګې په لار دي.
دا قرار داد ایران او چین لپاره یو لوی چیلنج جوړوي. د دغه قرارداد نه وروسته ایران او چین د فلسطین شخړې ته لمن ووهله چې دا قرارداد عملي نه شي.
که دا رقابتونه همداسې تحلیلوي نو یو کتاب ترې جوړيږي چې اوکراین، لرې خټیخ او نورو سیمو کې کوم کوم رقابتونه روان دي.
اصلي خبره دا ده چې افغانان د هغه متل په اساس که غم خود را بخورد لاغر نشود، عمل وکړي ځکه أفغانستان په هیڅ صورت کې په دې موقف کې نه دی چې په دغه رقابتونو کې ځانونه ښکیل کړي او که ځانونه ښکیل کوي نو د پخوا په شان به یې یوازې ملاګانې او پښتې ماتیږي او نور هیڅ نه شي کولې.
پایله:
په دې توګه د پورته مختصر تحلیل نه وروسته ویلې شو، چې د سیمې هېوادونه او د سیمې نه بهر نور هیوادونه چې د افغانستان په چارو کې لیوالتیا لري، هغوي په افغانستان کې زیاتې اقتصادي ګټې نه لري؛ بلکې د دوی لیوالتیا د افغانستان نه د امنیتي تهدیداتو او مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق له امله ده.
په همدې خاطر دوی د طالبانو په منځ کې او هم د طالبانو او د طالبانو د مخالفینو په منځ کې هر هېواد خپل پلویان لري او د هر ډول سیاسي او امنیتي حالاتو د تغیر په هکله په متبادلو بدیلونو کار کوي او یا متبادل بدیلونه لري.
یوازې افغانان دي چې متبادل بدیل نه لري او یوازینی بدیل دا دی، چې په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت رامنځته شي، چې هم د افغانانو ګټې خوندي شي او هم سیمه او نړۍ د أفغانستان نه ویره ونه لري.
د یو قانونمند او مشروع حکومت په درلودلو سره افغانستان د سیمې او نړۍ سره په سوله ییزه توګه ژوند، سیاسي او اقتصادي اړیکې درلودلې شي.
دا حالت د ګټې - ګټې یا Win-Win Situation د ټولو لپاره دی.
دغه د ګټې - ګټې حالت هم تر هغه وخته رامنځته کیدلې نه شي، چې افغانان پخپله او په خاصه توګه طالبان چې اوس حاکم دي، یو بل ونه مني، د اصولو او قوانینو په اساس سره راټول او د أفغانستان د راتلونکي لپاره سره په یوه همه شموله پروسه او تګلاره توافق وکړي چې په هغه کې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي.
د دغه کار لپاره د دنیا نه مرسته اخستل هم ګټه نه لري او نه هم دنیا دومره وخت هم نه لري چې خپله ټوله انرژي په أفغانستان مصرف کړي.
دا خیالي او ارماني فکر نه دی بلکې د واقعیتونو او د راتلونکو خطرونو په نظر کې نیولو سره افغانان پخپله کولې شي ځکه افغانان پخپله سره جوړ شي نو نه یې نور استعمالولې شي او نه به افغانان د نورو د ګټو لپاره قرباني ورکړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
