• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ابدالیان نن د سریلانکا کرېکټ الف لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۴:۵۴ GMT+۰

دا لومړۍ ځل دی، چې د افغانستان الف کرېکټ لوبډله د ځوانانو اسیا جام کرېکټ پایلوبې ته وتلې ده. افغان لوبډلې دوه ورځې وړاندې په نیمه پایلوبه کې د هند الف کرېکت لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام پایلوبې ته ووتله.

د افغانستان کرېکټ الف لوبډله نن یکشنبه د (لړم شپږمه) د سریلانکا په وړاندې د ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې لوبیږي.

دغه ستره پایلوبه په سیمه ییز وخت مازدیګر پنځه نیمې بجې په عمان کې ترسره کیږي.

په دغه جام کې د افغان ابدالیانو لوبډلې سفر خورا بریالی و.

افغانستان په ګروپي لوبو کې بنګه دیش ته د څلورو ویکېټو، سریلانکا ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه، خو له هانکانګ الف لوبډلې څخه یې د پنځو ویکېټو په توپير ماتې ومنله.

افغان لوبغاړو په ځانګړي توګه توپ وهونکو په دغو سیالیو کې غوره پاڼۍ نندارې ته وړاندې کړه.

د افغان ابدالیانو پیلیز توپ وهونکی صدیق الله اتل د ۳۱۳ منډو په جوړولو سره د دغه سیالیو مخکښ منډه جوړونکی دی.

نوموړي په درېیو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې ده.

په دغو سیالیو کې د صدیق الله اتل او الله محمد غضنفر د ښه ځلېدو سره د افغانستان کرېکټ بورډ یاد دوه لوبغاړي له بنګله دیش سره د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې هم شامل کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له دريو کلونو وروسته په خپل کور کې له انګلنډ د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ لوبډلې له دريو کلونو وروسته په خپل کور کې انګلنډ لوبډلې ته په ټېسټ سياليو کې ماتې ورکړه او دوه پر يو یې لوبلړۍ وګټله. دغه سيالۍ په پاکستان کې د اکتبور مياشتې پر ۱۹ مه پيل او پکار و، چې تر ۲۸ يې دوام کړی وی، خو دوه ورځې مخکې پای ته ورسېدې.

د کرېکټ نړيوالې شورا د معلوماتو له مخي، چې پاکستان کرېکټ لوبډلې د ټېسټ سياليو په ورستۍ لوبه کې انګلينډ ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې ۲ پر ۱ وګټل.

په دې سياليو کې انګلينډ ۲۷۶ او ۱۱۲ منډې جوړې کړې او پاکستان کرېکټ لوبډلې يې بیا په وړاندي ۳۴۴ او ۳۷ منډې جوړې کړې.

پاکستانی لوبغاړی سعود شکيل د لوبې او ساجد خان بیا د لوبلړۍ غوره لوبغاړي وټاکل شول.

وړاندي تر دې د پاکستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د انګلينډ سره د ټېسټ لوبلړۍ لپاره یې لوبډله سخت تمرينات کړي او لوبلړۍ ته تیاره ده.

بورډ په خپل کور کې له اوږده ځنډ وروسته انګلينډ ته ماتې ورکول د بیا برياوو پيل بللی دی.

پاکستان په تېر کې په خپل کور کې له بېلابيلو لوبډلو څخه ماتې خوړلې وې.

څه موده وړاندي بنګلدېش په اول ځل له پاکستانه د ټېسټ لوبو لړۍ وګټل.

افغان ابدالیانو د هند په ماتولو سره د اسیا جام د سیالیو پایلوبې ته لاره پیدا کړه

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۱

افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرېکټ لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د هند پیاوړې لوبډلې ته په شلو منډو ماته ورکړه او د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده. بل خوا، سریلانکا الف لوبډلې د ۷ ویکټو په ټوپیر سره د پاکستان الف لوبډلې ته په ماته ورکولو فاینل ته لار پیدا کړه.

هند په دغو سیالیو کې یوازینۍ لوبډله وه، چې له ماتې سره مخ شوې نه وه چې بالاخره افغان لوبډلې ماته ورکړه او د کور په لور یې روانه کړه.

بله خوا سریلانکا الف لوبډلې د ۷ ویکټو په ټوپیر سره د پاکستان الف لوبډلې ته په ماته ورکولو فاینل ته لار ومونده.

افغان ابدالیان لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې ترمنځ پایلوبه به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا او په دویمه لوبه کې یې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه؛ خو په وروستۍ لوبه کې یې له هانګ کانګ لوبډلې ماتې وخوړه.
په دغو سیالیو کې د اتو هېوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د ځوانانو اسیا جام د ګټلو په موخه د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

اېمرجېنګ اسيا کرکټ جام: افغان ابدالیانو هانکانګ لوبډلې ته لوبه وبایلله

۱ لړم ۱۴۰۳ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د ایمرجینګ کرکټ لوبډلو اسیا جام سیالیو په لړ کې هانکانګ الف لوبډلې د پنځو وېکټو په توپير افغان ابداليانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا د افغانستان کرکټ الف لوبډلې درېيمه لوبه وه، چې لومړۍ دوې یې وګټلې او په نننۍ لوبه کې يې ماته وخوړه.

د اېمرجینګ اسیا کرکټ جام سياليو په لړ کې د افغانستان او هانکانګ الف لوبډلو ترمنځ د سې شنبې ورځې د سيالۍ پچه افغان ابداليانو وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ابداليانو کرکټ لوبډلې په ۱۹.۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو هانکانګ ته ۱۳۲ منډې هدف وټاکه.

صدیق الله اتل ۵۲، کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.

هانکانګ الف کرکټ لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د پنځو وېکټو په توپير ماته ورکړه.
له افغانستان سره په دې ګروپ کې سريلانکا، بنګله دېش او هانکانګ لوبډلې ځای لري.

افغانستان په دې سياليو کې بنګله دېش او سريلانکا ته ماتې ورکړې او له هنکانګ نه یې ماته وخوړه. هنکانګ بیا له سريلانکا ماته خوړلې او دوې برياوي لري.

افغانستان په لوړ توپير د لوبو د ګټلو له کبله د دريو نومرو په درلودو سره د ګروپ په سر کې او هنکانګ هم په دریو نومرو د ګروپ په دويم ځای کې دی.

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې ۸ پر صفر فلیپین ته ماته ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ۱۷ کلنو ملتونو جام سیالیو ته د غوراوي لپاره نن دوشنبه خپله لومړۍ لوبه د فلیپین له لوبډلې سره تر سره کړه. افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ نيمایي کې ۲ ګولونه تر سره کړل او دويمه نيمايي یې ښه پيل کړه، چې ۶ ګولونه یې وکړل.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره نوید محبوبي، یاسر صافي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري ګولونه وکړل.

د افغانستان لوبډله د دغو سیاليو په دوهم ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او مکايو له لوبډلو سره لوبيږي.

په دې بریا سره ډېر امکان شته، چې افغان لوبډله د ګروپ د سر ځای ونیسي.

د الیاس احمد منوچهر تر روزنې لاندي به افغان لوبغاړي دوې ورځې وروسته له مکايو لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي او خپل بخت به ازمويي.

100%

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن د فلیپین په وړاندې لوبیږي

۳۰ تله ۱۴۰۳ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله، اسیا جام ته د لارموندنې په موخه د فلیپین د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي. د اسیا جام فوټبال سیالیو لپاره د لارموندنې سیالۍ په کمبودیا کې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د اسیا جام فوټبال سیالیو ته د لارموندنې په موخه د افغانستان د فوټبال له۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن دوشنبه د (تلې ۳۰مه) د ماسپښین یوه نیمه بجه د فلپیین په وړاندي د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

همدارنګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکو او لوبغاړو تر منځ د فلیپین په وړاندې د لوبې د چمتوالي او د لوبډلې د قوي او کمزورو ټکو په اړه هم ناسته شوې ده.

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال لوبغاړو له لوبې څخه وړاندې د کمبودیا په پنوم ښار کې دوه پرله پسې ورځې سخت تمرینونه هم کړي دي.

افغان لوبغاړي وايي، پوره هڅه کوي، چې د اسیا جام ته لاره ومومي.