• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غزني کې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او نارینه د «نامشروع» اړیکو په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي.

د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو ورکولو په دوام د یادې ډلې سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د (لړم۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې یوې ښځې او یو نارینه ته د «نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې سزا ورکړې.

د طالبانو سترې محکمې په خپرپاڼې کې لیکلي، چې ښځه یې ۳۹ دورې وهلې او پنځه کاله بند سزا یې ورکړې ده.

همدارنګه یو نارینه یې هم د یوه کال بند سزا تر څنګ ۳۹ دورې وهلی دی.

طالبانو په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې او تورن کس هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې پر یادو کسانو یې په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدې دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلکو شریعت پلی کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تر واک لاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ یې پیل کړې. د یادې کونسلګرۍ له خوا په اېکس خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ به د لړم په ٢١مه نېټه پيل شي.

دغې کونسلګرۍ د يکشنبې په ورځ (لړم ۲۱مه) ليکلي: «د افغانانو د اړتياوو د پوره کولو په موخه په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا د پاسپورټونو د وېش بهير به د ١٤٠٣ کال د لړم په ٢١مه پيل شي.»

دغه خبریتا په داسې حال کې خپره شوه، چې هندۍ ورځپاڼې سنډې ګارډین راپور ورکړی، چې هند په پام کې لري د اکرام الدین کامل په نوم یو کس د طالبانو په استازیتوب د طالبانو تر واک لاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د دویم جنرال کونسل په توګه ومني.

د راپور له مخې، ښاغلی کمیل په دې وروستیو کې په عادي پاسپورټ هند ته تللی دی.

په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) خپور شو، ویل شوي چې ډیلی له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو په برخه کې په یوه مهم ګام کې ښایي په هند کې د دغې ډلې استازی ومني.

د بشري حقونو سازمان حال وش: ایران د یوه افغان په ګډون دوه تنه اعدام کړل

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان حال وش وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۲۰مه) د دغه هیواد د زاهدان په زندان کې د یوه افغان په ګډون دوه بندیان په دار ځړولي. دغه سازمان ویلي چې ایران دغه افغان وګړی د «نشه‌يي توکو» په تور اعدام کړی.

په ایران کې د افغانانو د په دار کولو په دوام د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د ایران حکومت په زاهدان زندان کې یو افغان وګړی اعدام کړی.

د بشري حقونو دغه سازمان د اعدام شوي کس نوم «محمد نبي پوپلزی» یاد کړی او ویلي یې دي، چې عمر یې ۲۸ کاله و.

حال وش ویلي، چې د ایران حکومت په دې لړ کې یو بل بلوڅ وګړی چې د بلوچستان د زابل اوسیدونکی و هم په دار کړی خو پر هغه د تور په اړه یې څه نه دي ويلي.

روان لمریز کال په ایران کې د افغان وګړو په ګډون د اعدام سزا کچه تر پخوا ډېره لوړه شوې.

د ایران د بشري حقونو سازمان تیره پنجشنبه د (لړم ۱۷مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د ایران حکومت د درېیو افغان وګړو په ګډون د دغه هیواد په کرج کې ۱۱ تنه په بیلابیلو تورونو په دار ځړولي دي.

د دغو تازه په دار شویو دوو بندیانو د اعدام په اړه ایراني رسنیو او د ایران حکومت تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

واشګټن ټایمز: امریکا د افغانانو پر اېستلو او مېشتېدلو ۱۴ میلیارډه ډالره لګولي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۵ GMT+۰

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) له قوله خبر ورکړی، چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو د ژغورنې او په امریکا کې د بیا مېشتېدنې لپاره څه د پاسه ۱۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

د راپور له مخې، د دغو پیسو ډیره برخه د امریکا پوځ له لوري د افغانانو د اېستلو پر الوتنو، او امریکا ته له رسېدو وروسته په نظامي اډو کې د لسګونه زرو افغانانو د ځای پر ځای کېدو او همدارنګه له پوځي اډو څخه تر وتلو وروسته د افغانانو د بیا مېشتېدو په برخه کې لګول شوي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جوبايډن حکومت درې میلیارده ډالره افغانستان ته د بشري مرستو په توګه لیږلي دي.

سیګار په خپل وروستې درې میاشتني راپور کې ویلي، چې«امریکا د افغانانو لپاره تر ټولو ډیر مرسته کوونکی هېواد دی.»

واشکنټن ټایمز وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سره اوس سیګار په افغانستان کې د ګډوډ حالت په اړه د امریکا کړنې جدي څاري.

واشنګټن ټایمز د جان سوپکو له قوله لیکلي، چې په دغو پیسو کې ۸،۷ میلیارده ډالر امریکا ته د ورغلو افغانانو د ښه راغلاست او ۵،۳ میلیارډه ډالر د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره ځانګړي شوي وو.

واشنګټن ټایمز وايي، د سیګار ادارې مشر د ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې مشري په غاړه لري، خو نوموړي ویلي، چې په راتلونکي اوړي کې خپل دنده پای ته رسوي.

د سیګار د ادارې د تړلو په اړه جان سوپکو لیکلي: «د ادارې د تړلو لپاره زما وړاندیز د طالبانو د واک د جیو پولیټیک واقعیتونو او له افغانستان سره د امریکا د مرستو د کمولو په اړه څرګندونه کوي.»

نوموړي ویلي دي، چې دغه مسوولیت دې نور پلټونکي لکه د بهرنیو چارو وزارت پلټونکي په غاړه واخلي.

اوچا: د اقلیم بدلون په ناسته کې دې د اقلیمي بدلون د زیانمنو ټولنو لپاره بېړنی اقدام وشي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۱ GMT+۰

اوچا په اذربایجان کې د اقلیمي بدلون په ناسته کې له زیانمنو هېوادونو سره د بیړني اقدام په اړه ټینګار کړی او وايي، افغانستان د شین کوریزو ګازونو په کم تولید سربېره هم د اقلیمي بدلون د لسو زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی.

د راپورنو له مخې، افغانستان په دغې ډله کې شپږم ځای لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د دوشنبې په ورځ د (لړم۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړۍ د شین کوریزو ګازونو له ۰،۱ سلنې څخه په کم تولید سربیره هم د اقلیم د بدلون په وړاندې د نړۍ د لسو زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی.

اوچا په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په نړۍواله غونډه کې له زیانمنو هېوادونو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

دغې ادارې وړاندې لیکلي، چې د اذربایجان په باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په ۲۹مه ناسته کې دې د هغو ټولنو لپاره د بیړني اقدام اړتیا ده، چې د تودوخې لوړې درجې، د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي.

د اوچا د راپور له مخې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی.

بل خوا نن د اذربایجان په باکو ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلمي بدلون ناسته کیږي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په دغې ناسته کې په لومړي ځل د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د مشر مطیع الحق خالص په ګډون یو پلاوی ګډون کوي.

طالبان وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون ناستې ته استول شوی پلاوی به یې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې د نړۍوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون په برخه کې د شته مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلمي بدلون سره د عیارېدو او مبارزې په تړاو خپلې غوښتنې شریکې کړي.

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکه: د امریکا راتلوونکی حکومت دې له طالبانو سره جوړجاړی نه کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي. دوی پر طالبانو د هدفمندو بندیزونو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو تېره ورځ یکشنبه (د لړم ۲۰مه) په پاکستان کې د یوې راټولېدنې پر مهال د امریکا پر راتلوونکي حکومت او په ځانګړي ډول ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې له طالبانو سره دې جوړجاړی نه کوي او پر هغوی دې د دوی د ناوړه کړنو له امله هدفمند بندیزونه ولګوي.

دوی وايي چې طالبانو د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي او په څرګند ډول له بشري حقونو سرغړونه کوي.

دغو فعالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو لا هم هیڅ ډول ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري او باید پیاوړی نه شي.

دغې شبکې په خپله خبرپاڼه له ښاغلي ټرمپ غوښتي چې: «موږ د بشري حقونو، ښځو او د افغانستان د مظلومو خلکو په اړه اندېښمن یو، له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو کړکېچن او ناوړه وضعیت ته جدي پام وکړئ.»

د افغانستان د خلکو ازادۍ شبکې غړو له ډونالډ ټرمپ څخه په پنځو برخو کې غوښتنې کړې دي: «له طالبانو سره د تعامل پالیسي پایته ورسوي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ملاتړوکړي، په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز جبر سره د مبارزې ملاتړ دې وکړي، د بشردوستانه مرستو د ویش د بهیر نړۍواله څارنهدې وکړي او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره د نړۍوالو هڅو ملاتړدې وکړي.»

د دغې شبکې غړو ویلي، افغانې میرمنې چې په سیستماتیک ډول له ټولنې څخه ایستل شوې او له جنسیتي تبعیض سره مخ شوې، دوی د متحده ایالاتو د ټاکل شوي ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د امریکا راتلوونکی حکومت دې د افغانانو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.