اسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي د طالبانو له اخلال سره سره خپلې چارې جاري ساتي

په استرالیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې طالبانو د دغه سفارت د کونسلي خدماتو د ګډوډولو هڅې کړې دي. سفارت زیاته کړې، چې له دغو خنډونو سره سره به په استرالیا کې میشتو افغانانو ته خپل کونسلي خدمتونه په قوت سره جاري ساتي.