• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند د افغانستان په ګډون د سویلي اسیا هېوادونو د مخابراتي مقرراتو غونډه کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۸ GMT+۰

دې هندو ځايي رسنۍ وايي، د هند د مخابراتو د تنظیم ادارې په نوي ډیلی کې د مخابراتي مقرراتو په اړه د سویلي اسیا هېوادونو د غونډې کوربه توب وکړ. په دې درې ورځنۍ غونډه کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه یو پلاوي هم ګډن کړی و.

په دې غونډه کې د طالبانو ترڅنګ د سریلانکا، بوتان، پاکستان، مالدیف او نیپاله هېواد استازو کډون کړی و.

د هند ځايي رسنۍ دې هندو په رپوټ کې راغلي، چې په کلنۍ شورا کې حاضرو طالب چارواکو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه خږ د سیمه ایزو همکاریو د سویلي اسیا ټولنی «سارک» ۷ نورو هېوادونو مخباراتي ادارو مسوولینو په دې غونډه کې خبري کړي دي.

د دوی د رپوټ له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مخابراتو د تنظیم د ادارې (اترا) رییس سید برات شاه اغا ندیم، د مخابراتو د څار او کنټرول رییس صبغت الله اندړ او د پروټوکول غړی روح الله ریحان په دې غوڼده کې کډون کړی و.

څو ورځې وړاندې کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې د مشر جې پي سینګ وروستی سفر له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو د مخ پر ودې پرمختګونو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو ورځو کې جي پي سنګ او د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې جلا جلا کتنې وکړې چې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د طالبانو قطر دفتر ته هر کال ۱۲۰ میلیونه ډالره بودجه ور کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۶ GMT+۰

د سي آی اې پخوانۍ مامورې سارا ادمز د طالبانو په تړاو د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او وایي، واشنګټن ددې ډلې د قطر دفتر ته هره میاشت ۱۰ میلیونه ډالر ور کوي او د اونیزو بشري مرستو تر څنګ هرځل، ۴۷ میلیونه ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم ترلاسه کوي.

نوموړې وایي، چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ نږدې اړیکو ته په پام، دا بودجه په غیر مستقیم ډول القاعده او د هغې امریکاضد دریځونه پیاوړي کولای شي.

سارا ادمز استدلال کوي چې له القاعدې او په دې ډلې پورې تړلو جنګیالیو او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تثبیت سره سره دې ډلې ته ۱۰ میلیونه ډالره میاشتنۍ بودجې د طالبانو مشرتابه پیاوړې کړې ده.

ادمز د القاعدې د مشرانو او طالب مشرانو ترمنځ کورنیو اړیکو او خپلمنځي ودونو ته په پام وايي، چې ددې ډلې ملاتړ ګواښناک دی.

هغه وایي، د ملا برادر لور ملا یعقوب ته او د ملا یعقوب خور حمزه بن لادن ته ناسته ده.

نوموړې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز کړی، چې د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر ۱۱مې په څېر یوې بلې پېښې له رامنځته کېدو وړاندې له طالبانو سره پر مرستو بیا کتنه وکړي.

د سي آی اې دغه پخوانۍ ماموره په ۲۰۲۱ کال کې له افغان ځواکونو د امریکا هوایي، تسلیحاتي او تدارکاتي ملاتړ کمېدو ته په اشاره وايي، دې چارې د طالبانو بري ته لاره يرانېسته اوپایله دا شوه، چې افغانستان د بن لادن کورنۍ او اړوندو جنګیالیو په پوځي مرکز بدل شي.

ادمز پر خپل اېکس لیکلي، «موږ نه یوازې افغانستان طالبانو ته په لاس ورکړ، بلکې بن لادنانو ته مو وسپاره».

دغه پخوانۍ امریکايۍ ماموره وايي، چې طالبان له ترهګرۍ سره مبارزه کې له واشنګټن نه منظمه بودجه اخلي خو په بدل کې یې هیڅ «عملي معلومات» نه دي وړاندې کړي.

سارا ادمز وايي، کابل ته په اونۍ کې د ۴۰ میلیونو ډالرو برعکس چې خلکو ته ویل کیږي، ۸۷ میلیونه ډالر استول کیږي ، چې د پخوا په پرتله دوه برابره شوي. هغه وايي، دې دا خبرې ډاګیزې کړې دي او دا یې هم د کانګرس غړو ته ویلي، چې څه ډول له دې مرستو نه ۱۱۰ میلیونه ډالره په افریقا کې د القاعدې جنګیالیو ته رسېدلې دي.

سارا ادمز له دې وړاندې هم د روان کال د اګست میاشتې په وروستیو کې په «ریزیلېنټ» خپرونه کې ویلي و، چې طالبان له امریکا نه د بشري مرستو تر څنګ هرځل، ۴۷ میلیونه ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هم ترلاسه کوي.

طالبانو په غزني کې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع» اړیکو په تور په دورو وهلي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۹ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او نارینه د «نامشروع» اړیکو په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي.

د طالبانو له لوري په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزاګانو ورکولو په دوام د یادې ډلې سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د (لړم۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې یوې ښځې او یو نارینه ته د «نامشروع» اړیکو په تور په عام محضر کې سزا ورکړې.

د طالبانو سترې محکمې په خپرپاڼې کې لیکلي، چې ښځه یې ۳۹ دورې وهلې او پنځه کاله بند سزا یې ورکړې ده.

همدارنګه یو نارینه یې هم د یوه کال بند سزا تر څنګ ۳۹ دورې وهلی دی.

طالبانو په خبرپاڼه کې د تورنې ښځې او تورن کس هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې پر یادو کسانو یې په عام محضر کې د سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه او ګڼ هېوادونه د طالبانو له لوري په عام محضر کې د بدني سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان په نږدې دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې پر خلکو د بدني سزاګانو په پلې کولو سره وايي، چې دوی پر خلکو شریعت پلی کوي.

د طالبانو تر واک لاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ یې پیل کړې. د یادې کونسلګرۍ له خوا په اېکس خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ به د لړم په ٢١مه نېټه پيل شي.

دغې کونسلګرۍ د يکشنبې په ورځ (لړم ۲۱مه) ليکلي: «د افغانانو د اړتياوو د پوره کولو په موخه په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا د پاسپورټونو د وېش بهير به د ١٤٠٣ کال د لړم په ٢١مه پيل شي.»

دغه خبریتا په داسې حال کې خپره شوه، چې هندۍ ورځپاڼې سنډې ګارډین راپور ورکړی، چې هند په پام کې لري د اکرام الدین کامل په نوم یو کس د طالبانو په استازیتوب د طالبانو تر واک لاندې په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د دویم جنرال کونسل په توګه ومني.

د راپور له مخې، ښاغلی کمیل په دې وروستیو کې په عادي پاسپورټ هند ته تللی دی.

په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۰مه) خپور شو، ویل شوي چې ډیلی له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو په برخه کې په یوه مهم ګام کې ښایي په هند کې د دغې ډلې استازی ومني.

د بشري حقونو سازمان حال وش: ایران د یوه افغان په ګډون دوه تنه اعدام کړل

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان حال وش وايي، چې د ایران حکومت تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۲۰مه) د دغه هیواد د زاهدان په زندان کې د یوه افغان په ګډون دوه بندیان په دار ځړولي. دغه سازمان ویلي چې ایران دغه افغان وګړی د «نشه‌يي توکو» په تور اعدام کړی.

په ایران کې د افغانانو د په دار کولو په دوام د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د ایران حکومت په زاهدان زندان کې یو افغان وګړی اعدام کړی.

د بشري حقونو دغه سازمان د اعدام شوي کس نوم «محمد نبي پوپلزی» یاد کړی او ویلي یې دي، چې عمر یې ۲۸ کاله و.

حال وش ویلي، چې د ایران حکومت په دې لړ کې یو بل بلوڅ وګړی چې د بلوچستان د زابل اوسیدونکی و هم په دار کړی خو پر هغه د تور په اړه یې څه نه دي ويلي.

روان لمریز کال په ایران کې د افغان وګړو په ګډون د اعدام سزا کچه تر پخوا ډېره لوړه شوې.

د ایران د بشري حقونو سازمان تیره پنجشنبه د (لړم ۱۷مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د ایران حکومت د درېیو افغان وګړو په ګډون د دغه هیواد په کرج کې ۱۱ تنه په بیلابیلو تورونو په دار ځړولي دي.

د دغو تازه په دار شویو دوو بندیانو د اعدام په اړه ایراني رسنیو او د ایران حکومت تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ایران کې د هغو بندیانو شمېر چې د «مخدره توکو قاچاق» په تورونو اعدام شوي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه او هر کال زیات شوی دی.

د ۲۰۲۲ پرتله، چې هغه مهال ۲۵۶ کسان د مخدره توکو په تور اعدام شوي، په ۲۰۲۳ کې ۸۴ سلنه زیاتوالی په کې راغلی او دغه شمېر ۴۷۱ ته لوړ شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۳ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي.

پر بشري حقونو د څار سازمان هم په ایران کې د اعدام سزا پر ډیروالي اندېښنه ښودلې او د دې سزا د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې.

واشګټن ټایمز: امریکا د افغانانو پر اېستلو او مېشتېدلو ۱۴ میلیارډه ډالره لګولي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۵ GMT+۰

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) له قوله خبر ورکړی، چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو د ژغورنې او په امریکا کې د بیا مېشتېدنې لپاره څه د پاسه ۱۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

د راپور له مخې، د دغو پیسو ډیره برخه د امریکا پوځ له لوري د افغانانو د اېستلو پر الوتنو، او امریکا ته له رسېدو وروسته په نظامي اډو کې د لسګونه زرو افغانانو د ځای پر ځای کېدو او همدارنګه له پوځي اډو څخه تر وتلو وروسته د افغانانو د بیا مېشتېدو په برخه کې لګول شوي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جوبايډن حکومت درې میلیارده ډالره افغانستان ته د بشري مرستو په توګه لیږلي دي.

سیګار په خپل وروستې درې میاشتني راپور کې ویلي، چې«امریکا د افغانانو لپاره تر ټولو ډیر مرسته کوونکی هېواد دی.»

واشکنټن ټایمز وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سره اوس سیګار په افغانستان کې د ګډوډ حالت په اړه د امریکا کړنې جدي څاري.

واشنګټن ټایمز د جان سوپکو له قوله لیکلي، چې په دغو پیسو کې ۸،۷ میلیارده ډالر امریکا ته د ورغلو افغانانو د ښه راغلاست او ۵،۳ میلیارډه ډالر د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره ځانګړي شوي وو.

واشنګټن ټایمز وايي، د سیګار ادارې مشر د ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې مشري په غاړه لري، خو نوموړي ویلي، چې په راتلونکي اوړي کې خپل دنده پای ته رسوي.

د سیګار د ادارې د تړلو په اړه جان سوپکو لیکلي: «د ادارې د تړلو لپاره زما وړاندیز د طالبانو د واک د جیو پولیټیک واقعیتونو او له افغانستان سره د امریکا د مرستو د کمولو په اړه څرګندونه کوي.»

نوموړي ویلي دي، چې دغه مسوولیت دې نور پلټونکي لکه د بهرنیو چارو وزارت پلټونکي په غاړه واخلي.