
د ترکیې پولیسو له خوا د بې اسناده کډوالو د نیولو او اېستلو په دوام د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۴۱ افغان کډوال په چاناک قلعه ښار کې ونیول. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې دغه کډوال د ایواجیک په ساحل کې په یوه کښتۍ کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د شمالي اژه سمندرګي ساحلي ګارډ د ایواجیک سیمې له ساحله په کښتۍ کې د افغان کډوالو یوه ډله نیولې ده.
دغه کډوال زندانونو ته لېږدول شوي او د هغوی د ایستلو بهیر پیل شوی دی.
د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې په ټول هیواد کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پیژندلو، نیولو او شړلو لپاره د دوی ګډ عملیات دوام لري.
د پولیټیکو او شپېګل په څېر د رسنیو وروستۍ موندنې ښیي، چې افغان او سوري کډوال په ترکیه کې د اخراج په مرکزونو کې وهل شوي او ځورول شوي دي.
د ترکیې حکومت په زندانونو کې د ناوړه چلند تورونه رد کړي دي.

طالبانو ته نږدې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د طالبانو حکومت د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې خپل یو شمېر هغه جنګیالي او قوماندانان نیولي چې د "ټي ټي پي" لیکو ته افغان جنګیالي جذبوي.
د دې سرچینې په خبره، په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د دې ډلې استخباراتو خپل یو شمېر جنګیالي له دې امله نیولي چې افغان طالبان یې پاکستان او قبایلي سیمو ته د جګړو لپاره بېول.
سرچینه وایي، د دې نیونو په لړ کې د خوست ولایت استخباراتو په مندوزیو ولسوالۍ کې د سنګري په نوم یو مشهور طالب قوماندان هم نیولی دی.
د سنګري په اړه ویل کیږي چې د طالبانو جنګیالي یې د ټي ټي پي او نورو پاکستان ضد وسله والو ډلو لیکو ته جذبول.
طالبان د تشخیص لپاره بایومټریک کاروي
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو استخبارات د ټي ټي پي په لیکو کې خپل بایومټریک شوي جنګیالي نیسي.
سرچینې وویل، "طالبانو خپل اکثریت جنګیالي بایومټریک کړي. د استخباراتو ریاستونه خپل هغه جنګیالي نیسي چې ګوتې یې په بایومټریک کې راووځي".
په دې وروستیو کې د طالبانو ګڼ شمېر جنګیالي چې له دې ډلې ناراضه شوي او یا د یادې ډلې د تصفیې کمیسیون د پلټنو په بهیر کې له دندو لرې شوي، د مفتي نور ولي په مشرۍ د پاکستان د طالبانو تحریک او حافظ ګل بهادر ډلې سره یوځای شوي دي.
په دې جنګیالیو کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزني او میدان وردګو ولایتونو طالبان شامل دي چې یو شمېر یې د پاکستان له پوځ سره په نښتو کې وژل شوي.
یادې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی او د طالبانو حکومت د اسلام اباد له فشارونو د ځان خلاصي په موخه د خپلو بایومټریک شویو جنګیالیو او سرګروپانو پر نیولو لاس پورې کړی.
سرچینه وایي، " د طالبانو د حکومت یو شمېر مشران د ټي ټي پي له ډېرېدونکي جنګي ځواک نه هم اندېښمن دي ځکه هر طالب چې ناراضه شي مفتي[نورولي] ته ورځي".
د ټي ټي پي لاربلده همکاران
د طالبانو د جلب او جذب پر "یاغي" مسوولانو سربېره هغه کسان هم د طالب استخباراتو تر تعقیب لاندې دي چې له پاکستاني جنګیالیو سره د لاربلدو په توګه ملتیا کوي.
سرچینې له نومښودنې پرته وویل، چې هر پاکستانی جنګیالی پر ډیورنډ کرښه د ۸۵۰ افغانیو په بدل کې اړول کیږي او هر همکار لار بلده کس ته ټي ټي پي د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ معاش ور کوي.
په سرحدي پوستو کې نوي طالبان
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د روان کال په لومړیو کې د خوست، پکتیا او پکتیکا په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د کندهار، غزني او وردګو ولایتونو اړوند طالبان ځای پرځای کړي چې ظاهرا یې هدف د داعش د نفوذ مخنیوی ګڼل کیږي، خو په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دغو جنګیالیو د ګومارنې یوه موخه د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو څارل دي.
دغه طالبان د خوست ولایت د علیشیر، ځاځي میدان او ګوربزو ولسوالۍ په سرحدي امنیتي پوستو کې په دندو ګومارل شوي.
سرچینه وایي، چې دې چارې کومه ګټه نه ده کړې ځکه وزیرستاني طالبان په هلمند، کندهار او ارزګان کې د افغان طالبانو په لیکو کې د جګړې پراخه سابقه او ملګري لري.
یاده سرچینه زیاتوي چې" برعکس دوی له ټي ټي پي او نورو بهرنیو جنګیالیو سره له کرښې په اوښتو او د نښتې پرمهال دفاع کې همکاري کوي".
هغه څه چې پوره دوه لسیزې پاکستان د افغانستان د جمهوري نظام پر وړاندې کول، اوس خپله اسلام اباد ورسره مخ دی.
د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکي په دې باور دي، چې د ټي ټي پي د کنټرول په برخه کې پر افغان طالبانو د اسلام اباد فشارونو پاموړ پایله نه ده ورکړې او د طالبانو دغه نوی ګام هم ښایي اسلام اباد قانع نه کړای شي.
سرچینه وایي، د طالبانو حکومت هیله درلوده چې د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د کاري مودې په پای ته رسېدو له ټي پي سره د خبرو اترو په تړاو ددغه هېواد د پوځ په پالیسۍ کې بدلون وویني، خو د پاکستان د پارلمان د نوې مصوبې له مخې د پوځ د رییسانو د کاري مودې غځولو طالبان له دې اړخه نهیلي کړي دي.
منیر د روان میلادي کال د جنوري پر ۲۵مه طالبانو ته د خبرداري په ډول وویل چې اسلام اباد د هرڅه ځارولو ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، " کله چې د پاکستان د یوه وګړي د امنیت او خوندیتوب خبره وي، ټول افغانستان ترې ځارولی شي".
د پاکستان اوسنی لوی درستیز له ټي ټي پي سره د خبرو اترو د مخالف کس په توګه شمېرل کیږي او پوځ ته نږدې رسنۍ دې ډلې ته په دې وروستیو کې د "خوارجو" اصطلاح کاروي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د زلمي خلیلزاد د استعفا غوښتنه کړې وه.
هغه مهال والټز په ایکس کې لیکلي وو چې "د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، خلیلزاد باید استعفا وکړي."
د ۲۰۲۱ کال داګست په میاشت کې، مایک والټز د زلمي خلیلزاد او د دوحې د تړون په لاسلیک کې د هغه د رول په اړه د لانګوار ژورنال د خبریال یادښتونه خپاره کړي وو.
دغه خبریال لیکلي و چې زلمي خلیلزاد "د پاکستان او طالبانو او القاعدې د اتحاد په اړه کانګرس ته دروغ ویلي."
نوموړي د زلمي خليلزاد ځينې يادښتونه ياد کړي و، چې د طالبانو په اړه د خليلزاد متضاد دريځونه ښيي.
دغه خبریال د خلیلزاد له قوله لیکلي، لومړی دا چې پاکستان اوس یو دولت دی چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. "په دې کې شک نشته چې د پاکستان پوځ او د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای د حقاني شبکې ملاتړ کوي."
دغه خبریال لیکلي چې خلیلزاد په ۲۰۱۶ کال کې ویلي و: «دا څرګنده ده چې د پاکستان پوځ او ای ایس ای طالبانو ته پټنځایونه برابروي، چې یو افراطي سازمان دی چې القاعده ته پناه ورکوي. نو ځکه د طالبانو او القاعدې اړیکې دوام لري.»
خو د لانګوار ژورنال ورځپاڼې لیکلي، چې خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو د پیلولو پر مهال ویلي، چې طالبان به د "ترهګرۍ پر وړاندې" تضمین ورکړي او پاکستان به د دې تضمینونو ملاتړ وکړي.
د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه د مایک والټز په ټاکلو سره، زلمی خلیلزاد هغه یو "ځواکمن او هوښیار" شخص بللی او ویلي یې دي چې ښاغلي والټز په "زړورتیا" د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې وه.
والټز او خلیلزاد دواړه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي.
خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا پخوانی استازی و چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړ.
مایک والټز د طالبانو مخالف او د جوبایډن د حکومت منتقد دی.
طالبان د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره تازه اړیکو ته هیله من دي او غواړي د افغانستان بانک کنګل شویو څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنیو ته لاسرسی ومومي. د طالبانو د قطر دفتر رییس بلومبرګ ته وویل، چې دوی له ټرمپ غواړي دې غوښتنې ته ځواب ووايي.
شاهین په امریکا کې د افغانستان بانک کنګل شویو څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمنیو په اړه وویل، « موږ غواړو چې د افغانستان بانک ټولې کنګل شوې زیرمې له کنګل حالته و اېستل شي او بېرته موږ ته وسپارل شي.»
شاهین زیاته کړې، چې « موږ د ټرمپ له دولت سره د نویو اړیکو په لټه کې یو او د ټرمپ له دولت نه غواړو چې دې غوښتنې ته ځواب ووايي».
بلومبرګ وايي، روښانه نه ده چې له واشنګټن سره د اړیکو د ښه والي په تړاو د طالبانو هیلې څومره واقعي دي.
ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو له طالبانو سره د لومړي هوکړه لیک په چارو کې منځګړتوب وکړ او خپل د بهرنیوچارو وزیر مایک پمپیو یې له طالب مشرانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره دوحې ته ولېږه.
خو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو نامطلوب وتل د ټرمپ په ټاکنیزو منډو ترړو کې څو ځله مطرح شوي.
د بلومبرګ د رپوټ له مخې، ټرمپ تازه په افغانستان کې پخوانی پوځي او د پنټاګون سلاکار مایک والټز د خپل نوي امنیتي سلاکار په توګه غوره کړی چې د طالبانو په تړاو د راتلونکي دولت پر دریځ اغیز پرې ایستلای شي.
له متحده ایالتونو سره د طالبانو نورمالې اړیکې دې ډلې ته توان ور کوي چې د خپل ګوښه حکومت د نړیوال رسمیت لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
امریکا او د هغې لویدیزو ملاتړو طالبانو ته له دې وړاندې په ډاګه کړې چې د نړیوال تعامل لپاره باید د بشرحقونو په تړاو ځواب ووايي او دا ډاډمنه کړي چې په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله وده نه کوي. خو برعکس په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن شوی او طالبانو پر ښځو لا ډېر بندیزونه لګولي دي.
د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کړې او د افغانستان د واکمنانو په توګه یې د طالبانو له رسمیت پېژندنې ډډه وکړه.
بایډن وروسته هوکړه وکړه چې د کنګل شویو زېرمو درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالر په سویس کې د افغانستان خپلواک صندوق ته ولیږي او نیمې نورې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته بېلې کړي.
د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني شاوخوا ۹ نیم میلیارده ډالره کیږي، چې ډېره برخه یې د نیویارک د پانګو په فدرالي بانک او پاتې نوره د سویس په بانکونو کې ساتل کېده.
وال سټريت ژورنال ويلي، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایک والټز د خپل ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی. والټز ۲۷ کاله د امریکا په پوځ او ملي ګارد کې دنده ترسره کړې او له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.
مایک والټز په افغانستان کې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د امریکا له پوځ او ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او د افغان ځواکونو د مشاور په توګه دندې ترسره کړې.
والټز د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني سره د ترهګرۍ ضد مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې، چې هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو کې ښکېل و.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د امریکا په حکومت کې یو پیاوړی چارواکی وي، چې په امریکا کې د ډېرو لوړ پوړو دولتي چارواکو برعکس د هغه ټاکل د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا نه لري.
د تېر کال په سلواغې میاشت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی و، هغه ویلي و چې طالبان د القاعدې او داعش په ځپلو کې بریالي شوي، چې ښاغلي والټز پرې نیوکه وکړه او ویې وویل: «د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره په بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناک او لویه تېروتنه ده.»
مایک والتز دا مهال د امریکا د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی دی او د ډونالډ ټرمپ کلک ملاتړی دی.

۵۰ کلن مایک والټز خپلې پوځي او سیاسي تجربې په خپل یوه کتاب «جنګي ډیپلوماټ: له واشنګټن څخه تر افغانستان پورې د شین خولي سرتیري جګړې» کې خپرې کړې دي.
والټز له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې کوي او دغه بهیر یې «شرموونکی» بللی دی.
هغه د تیر کال په مئ میاشت کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته دا هم وویل چې طالبان د پخوانیو افغان سرتیرو وژلو او ځورولو ته دوام ورکوي.
دغه امریکايي چارواکي د تېر کال په وږي میاشت کې فاکس نیوز ته ویلي و چې په افغانستان کې القاعده د طالبانو د حکومت او د امریکا د تجهیزاتو په مرسته یو ځل بیا را ژوندۍ شوې او د «بن لادن خوب» یې پوره کړ.
مايک والټز زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه به په راتلونکي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راستانه شي.
له کندهار څخه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د برېښنا د پیسو د نه ورکولو له امله پر ۲۲ فابریکو برېښنا بنده کړې ده. د سرچینې په خبره، په دغو فابریکو کې شپږو هغو له کلونو راهیسې د برېښنا پیسې نه وې ورکړې.
د سرچینې په خبره طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د یادو فابریکو د برېښنا د پرې کولو چارې پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي، که څه هم طالبانو تر دې وړاندې فابریکه لرونکو ته ویلي و، چې له اوسنیو بېلونو سره خپل پخواني پورونه هم په قسطونو خلاصولی شي، خو یادې ډلې اوس دغو کسانو ته ویلي، چې باید خپل ټول حسابونه او پورونه خلاص کړي.
له کندهار څخه سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دغه راز ویلي، طالبانو اوسمهال ان پر هغو فابریکو برېښنا بنده کړې، چې یوازې دوه ورځې وړاندې یې بېلونه راغلي و.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار ولایت کې د طالبانو د برېښنا حوزوي رياست مطبوعاتي مسوول بیا د دغې ډلې تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې د هغو ۲۲ فابریکو میټرونه قطع شوي، چې تعرفه یې رهایشي وه، خو د برېښنا استفاده په سوداګریزو ځایونو کې کېدله.
نوموړي ویلي، چې له دغو فابریکو څخه د اوو فابریکو د برېښنا مزې له دې امله پرې شوي، چې د میټرونو د ستونزو تر څنګ یې له دوو دورو څخه زیات د برېښنا بېلونه نه وو ورکړي.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د برېښنا حوزوي رياست مطبوعاتي مسوول همداراز زیاته کړې ده، چې ځایي مسوولانو تېره اونۍ د فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې له دوی څخه په جدي توګه غوښتي و، چې خپل مخکیني حسابونه ژر تر ژره خلاص کړي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د سرچینې په خبره، فابریکه لرونکو باید په څلورو قسطونو کې خپل پورونه خلاص کړي وای، خو په دې وروستیو کې فابریکه لرونکو و نه شو کړای خپل پورونه خلاص کړي.
د راپورونو له مخې، ډېری دغه فابریکې د یخ د تولید په برخه کې فعالیتونه لري.

په کندهار ولایت کې اوسمهال شاوخوا ۴۰ فابریکې فعالې دي، چې ډېری یې بیا د طالبانو د حکومت په رامنځته کېدو سره جوړې شوي دي.
طالبانو په داسې حال کې د برېښنا د بېلونو د ورکړې په برخه کې فشارونه زیات کړي، چې د دغې ډلې تر واک لاندې برېښنا شرکت ویلي، چې که د جمهوري نظام پخواني چارواکي او سیاستوال د برېښنا د لګښتونو له درکه خپل پورونه ور نه کړي، د دوی کورونه او شتمنۍ به ضبط کړي.
د یاد شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر وویل، چې د تیر نظام پر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکانو ۱۳ میلیارده افغانۍ د برېښنا پورونه پاتې چې تر اوسه یې نه دي ورکړي.
د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې د برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې ۶۸۱ میلیونه ډالره پورونه یې راغونډ کړي دي.
دغه پیسې ډیری له پخوانیو سیاستوالو، شرکتونو او سوداګریزو او صنعتي کمپنیو راټولې شوې وې.