• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین وايي، «هوښیار» ټرمپ به د اوکراین جګړې ته د حل یوه لاره راوباسي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۳ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو «هوښیار او تجربه لرونکي» سیاست‌وال په توګه یاد کړ.

ولادیمیر پوتین وویل، چې امریکا سره خبرو اترو ته چمتو دی او ښاغلی ټرمپ به د اوکراین جګړې ته د حل یوه لاره بیامومي.

پوتین د امریکا پر اوسني ولسمشر جو بایدن نیوکه وکړه، چې د ټرمپ حکومت ته یې یو لړ «اضافي ستونزې پیدا» کړې او دا یې هم وویل چې، ښايي د ټرمپ په راتګ سره د مسکو او واشنګټڼ اړیکي ښه شي.

ټرمپ ژمنه کړې، چې د اوکراین جګړه به « په ۲۴ ساعتونو» کې پای ته ورسوي.

هغه د خپلو ټاکنیزو سیالیو په ترڅ کې څو ځلې له دې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه، چې ایا اوکراین به په جګړه کې بریالی شي او که څنګه.

پوتین د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو د سرمشریزې په څنډو کې چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې پر ډونالد ټرمپ شویو دوو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو لپاره دوه ډېرې «سختې ازموېنې» تېرې کړې.

پوتین وویل، چې «د ټاکنیزو منډو ترړو په ترڅ کې د ټرمپ پر ضد له غیر متمدنه لارو چارو» څخه کار واخیستل شو او دا یې وښوده چې د منتخب ولسمشر سر او ژوند په امن کې نه دی.

داسې ښکاري چې پوتین په دغو بې پایه ستاینو سره غواړي د ټرمپ سره د تودو اړیکو یو نوی باب پرانیزي.

کرملین داسې فکر کوي، چې جمهوري غوښتونکي او د ټرمپ پلویان د اوکراین د خاورې په یوې برخې د روسیې د ولکې پلویان دي او د روسیې د سټراتیژۍ سره همغږي دي چې وايي په اوکراین کې دې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

پوتین یو ځلې بیا اوکراین ته ګواښ وکړ، چې پوځ به یې د بالیستیک نوي توغندي وکاروي چې تېره اونۍ یې پر اوکراین توغولي و.

هغه خبرداری ورکړ، چې پوځ به یې د دغو توغندیو په توغولو سره به د اوکراین پوځي تاسیسات او مهم وزارتونه په نښه کړي.

پوتین خپلو تېرو شرطونو ته په اشارې سره وویل، که اوکراین له ناټو ټلوالې سره له غړیتوبه تېر شي او د اوکراین په څلورو ختیځو ولایتونو کې د روسیې واکمني ومني؛ نو جګړه به ختمه شي.

دغه شرطونه په تېر کې کي‌یف رد کړي وو؛ خو ځیني لویدیځ چارواکي له هغې ډلې د ټرمپ استازي اوکراین ته ویلي، چې د زلینسکي حکومت د سولې لپاره بله هېڅ لاره نه لري، پرته له دې چې له ځینو نیول شویو سیمو تېر شوی نه وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د حزب الله د وسله والو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۴ GMT+۰

څلورو جګپوړو لبناني چارواکو ویلي، چې د حزب الله د وسله والو مړي لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي او دغه ډله باید خپل مړي ښخ کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپول له مخې، درېیو لبناني سرچینو د مخکینیو نا راپور شویو داخلي اټکلونو له مخې لیکلي چې حزب الله په دې باور دی چې په ۱۴ میاشتنۍ جګړې کې ښایي د وژل شویو وسله والو شمېر څو زرو ته ورسیږي، چې ډېری یې د سپټمبر په میاشت کې د اسراییل په عملیاتو کې وژل شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې د ایران له ملاتړه برخمنې دغې ډلې ښايي تر ۴ زره کسان له لاسه ورکړي وي. لبناني چارواکو ويلي، چې تر اوسه په دغو جګړو کې ۳ زره او ۸۰۰ کسان وژل شوي، مګر په دې شمېر کې د ملګي او پوځي کسانو توپیر نه دی شوی.

د حزب الله پر وړاندې د ننګونو په اړه رویټرز له ځینو کسانو سره خبرې کړي چې ځینو یې د دغو حساسو مسلو په اړه د خبرو کولو له امله له نوم اخیستلو څخه ډډه کړې.

د حزب الله یو جګپوړي سیاستوال حسن فدا الله رویټرز ته ویلي، چې لومړیټوب به یې خلک وي.

هغه وویل: «بې پناه خلکو ته پناه ورکول، د نړیدلو ودانیو پاکول، د شهیدانو تدفین مو لومړیتوب دی او په بل پړاو کې د بیارغونې لپاره پلان موجود دی.»

د اسراییل پوځي عملیاتو تر ډېره حده د حزب الله په شیعه میشتو سیمو راټول وو، چیرې چې د دوی ملاتړي سخت ځپل شوي دي.

له سویلي لبنان څخه یوه مېرمن حوا له خپلې کورنې سره چې د حزب الله لپاره جنګیږي وویل: «یو ورور مې لرلو چې شهید شوی، لیور مې په پیجر برید کې ټپي شو او زما ګاونډیان او خپلوان ټول یا شهیدان دي یا ټپیان او یا هم ورک دي.»

حوا زیاته کړه: «غواړو شهیدان مو راټول او ښخ کړو. موږ غواړو خپل کورونه بیا جوړ کړو.» حوا تر هغې خپل کلي کې پاتې شوې وه، چې اسراییل د سپټمبر په میاشت کې مجبوره کړه چې کلی پریږدي.

د اسراییل بریدونو له یو میلیون څخه ډېر خلک بې ځایه کړي، چې ډېری یې د هغو سیمو دي چیرې چې حزب الله واک لري.

د لبنان یو لوړ پوړی چارواکی چې د حزب الله له فکر سره اشنا دی وایي، چې دوی به د خلکو د بیرته رستنولو او د خپلو کورونو په بیا رغولو باندې متمرکز وي. هغه وویل: "چې حزب الله د یو ټپي انسان په څیر دی. ایا یو ټپي اسنان راپورته کیدلی او جنګیدلی شي؟ زخمي انسان جوړیدلو ته لېواله وي."

دغه چارواکي تمه درلوده چې حزب الله به له جګړې وروسته د یوې پراخې پالیسۍ بیاکتنه وکړي او د ټولو لویو مسلو لکه اسراییل، د هغه وسلې او د لبنان داخلي سیاست په اړه به له سره غور وکړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر: غزه کې جګړه هغه وخت پای ته رسیږي کله چې خپلو موخو ته ورسیدږو

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

په لبنان کې د اوربند په رامنځ ته کیدو سره یو شمېر هېوادونو د غزې تړانګه کې د ورته موافقې د عملي کیدو غوښتنه کړې ده. خو د اسراييل د بهرنيو چارو وزير ګيدون سعار ټينګار کړی، چې د غزې جګړه به يوازې هغه وخت پای ته رسيږي چې اسراييل خپلو موخو ته ورسيږي.

سعار د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) وویل، چې د اسراییل په اهدافو کې د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د دې ډاډ ترلاسه کول چې دا ډله به د غزې تړانګه بیرته نه نیسي، شامل دي.

هغه ټینګار وکړ، چې اسراییل په غزه کې د ملکي وګړو د ژوند د کنټرول اراده نه لري او زیاته یې کړه: "موږ باور لرو چې سوله حتمي ده، مګر د توهماتو پر بنسټ سوله نه شي ترسره کیدی."

نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې لیکلي، چې د حماس چارواکي په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کولو او له مصر سره په ګډه پوله د فیلاډلفیا په دهلېز کې د اسراییل د حضور د دوام په اړه خبرې کوي.

د دې ورځپاڼې په وینا، حماس تمه درلوده چې د ایران نیابتي ځواکونه به اسراییل مجبور کړي چې د حماس د شرایطو په چوکاټ کې اوربند ومني، خو د یحی سنوار له مړینې وروسته څرګنده شوه چې تهران له اسراییل سره د مخامخ جګړې په لټه کې نه دی.

نيويارک ټايمز د فلسطيني او امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې په لبنان کې د اوربند تر عملي کېدو مخکې هم حماس دې ته چمتو و، چې د يحيا سنوار تګلاره پرېږدي او په غزه کې يوې هوکړې ته ورسېږي.

نيويارک ټايمز د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې ممکن د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنیاهو په تمه دی، چې د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول سپينې ماڼۍ ته ننوځي او بيا له حماس سره د معاملې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د لبنان ورځپاڼې الاخبار هم راپور ورکړی، چې تمه کیږي د مصر یو اطلاعاتي پلاوی به د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ په اتمه) اسراییل ته لاړ شي چې په قاهره کې د غزې په تړانګه کې د جګړې د درولو لپاره چمتو شوی هر اړخیز پلان اسراییلي چارواکو ته وړاندې کړي.

په دې پلان کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول، غزې تړانګې ته د بشري مرستو زیاتولو او اسراییلي یرغمل شویو ته د درملو د استولو وړاندیزونه شامل دي.

د اسټرالیا سنا له ۱۶ کلونو د کم عمره کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو د نه کارولو طرح تصویب کړه

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د اسټرالیا سنا د پنجشنبې په ورځ د ۱۶ کلنو څخه د کم عمره کسانو له خوا د ټولنیزو شبکو پر کارولو د بندیز لګولو طرحه تصویب کړه. دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې دا ډول قانون تصویبیږي.

دا طرحه د استرالیا په سنا مجلس کې د ۱۹ مخالفو رایو په مقابل کې په ۳۴ موافقو رایو سره تصویب شوه. دا قانون به لږ تر لږه د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره پلي نشي.

د دې قانون له پلي کېدو وروسته که ټولنیزې شبکې لکه ټیک ټاک، فیسبوک، اېکس، انستاګراماوسنپ چټپه سیستماتیک ډول له ۱۶ کلنو کم عمره ماشومانو لپاره د کاروونکي اکاونټونو د جوړولو مخه ونه نیسي، جریمه کېږي.

دا جریمه کیدای شي تر ۵۰ میلیون اسټرالیایي ډالرو (۳۳ میلیون امریکایي ډالر) وي.

د اسټرالیا د استازو مجلس د چهارشنبې په ورځ له ۱۶ کلنو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو د استعمال د بندیز لایحه د ۱۳ مخالفو رایو په مقابل کې په ۱۰۲موافقو رایو سره تصویب کړې وه.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز وویل، چې دا قانون د ټولنیزو رسنیو د "ضرر" سره د مبارزې لپاره اړین و، هغه ټکی چې ډیری کورنیو منلی دی.

البانیزي زیاته کړه: "دا یوه نړیواله ستونزه ده او موږ غواړو چې اسټرالیايي ماشومان یو رښتینی ماشومتوب ولري. موږ غواړو چې د میندو او پلرونو ذهن هم له دې اړخه ارامه وي."

هکرانو د یوګانډا مرکزي بانک څخه د سیسټم په هک کولو سره شاوخوا ۱۷ میلیون ډالر غلا کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د یوګانډا رسینو د پنجشنبې په ورخ (لېندۍ ۸مه) راپور ورکړی، چې هکرانو د دغه هیواد د مرکزي بانک سیسټم هک کړی او له دې سره یې ۱۶.۸ میلیونه ډالر چې شاوخوا ۶۲ میلیارده یوګانډايي شیلینګ کیږي، غلا کړي دي.

دغه هکران، چې د ویسټ ځان معرفي کوي، د یوګانډا بانک معلوماتي سیسټمونو ته یې لاسرسی موندلی او د دې میاشتې په پیل کې یې په ناقانونه توګه پیسې انتقال کړي دي.

د یوګانډا دولتي ورځپاڼې په یو راپور کې د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي، چې په سویل ختیځې اسیا کې میشتې دغې د هکرانو ډلې د غلا شویو پیسو یوه برخه جاپان ته استولې، خو بانک توانیدلی چې د غلا شویو پیسو نیمایي برخه بیرته راوګرځوي.

د دغه سایبري برید په ځواب کې ولسمشر یوري موسویني د څیړنو امر کړی.

د یوګانډا مرکزي بانک او پولیسو په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په یوګانډا کې د مخابراتي شرکتونو په ګډون بانکونه او نور د مالي خدمات وړاندې کونکي په مکرر ډول د سایبري بریدونو لاندې راغلي، خو چارواکي وايي، چې ځینې بانکونه په عامه توګه د داسې پیښو په تاییدولو کې زړه نازړه دي.

د یوګانډا تر ټولو لوې خپلواکې ورځپانې ډیلي مانیټر راپور ورکړی، چې ممکن غلا کې د بانک داخلي کسان هم ښکیل وي.

د انلاین مانیټر د راپور له مخې: «امنیتي ادارې له دې سره د داخلي دندې په توګه چلند کوي، دا د یوګانډا بانک، د مالیې وزارت د خزانې ریاست او د عمومي محاسبې دفتر ترمنځ د همکارۍ پایله وه.»

منظور پشتین: د استعماري ریاستي نظام ظلم اوج ته رسیدلی

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په اسلام اباد کې د تحریک انصاف پر غړو د پاکستان د حکومت برید غندلی او وايي، چې دولتي دستګاه د ولس مظلومیت د بري په توګه نمانځي خو دا کړنې به ددوی د ماتې او بد پای لامل شي.

پشتین د پي ټي ای لاریونونو ته د پوښښ ور کوونکي خبريال مطيع الله جان تښتول غندلي او له خبریالانو سره یې خپل پیوستون ښودلی.


منظور پشتین چې له اوږدې مودې وروسته یې پر خپل اېکس پیغام خپور کړی وايي، چې «خلک په ظلم او له واک څخه په ناوړه استفادې سره نه شي غلي کېدای».


نوموړي زیاته کړې « هرڅومره چې دا ظلمونه کوي هغومره به يې د زوال ورځې کمې وي، په دې شرط چې بېلابېلې ولسي کړۍ د دوی پر وړاندې مبارزه کې خپل مورال لوړ وساتي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي».

د عمران خان په غوښتنه راغوښتل شوی لاریون او پرلت په اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له مرګ ژوبلې سره مل پای ته ورسېد. په دغه لاریون کې ګڼ کسان وژل شوی او ټپیان دي، خو حکومت یې د نړیوالو غبرګونونو له ویرې تراوسه کره شمېر نه دی ډاګیز کړی.