پاکستانۍ رسنۍ: په کورمه کې توري او بنګښ قبیلو تر نامعلومې مودې اوربند وکړ

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په کورمه ولسوالۍ کې د توري او بنګش قبیلو مشرانو د یوې لویې جرګې پر مهال تر نامعلومې مودې پر اوربند هوکړه کړې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په کورمه ولسوالۍ کې د توري او بنګش قبیلو مشرانو د یوې لویې جرګې پر مهال تر نامعلومې مودې پر اوربند هوکړه کړې ده.
د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې، په کورمه ولسوالۍ کې د توري او بنګش قیبلو د کورمې ولسوالۍ د کوهاټ برخې د پولیسو د مشر معتصم بالله شاه په مشرۍ جرګه کړې ده.
معتصم بالله شاه وايي، په دغه جرګه کې د شیعه او سني ډلو تر سلو زیاتو کسانو ګډون ګړی وو.
نوموړي رسنیو ته ویلي، چې د دواړو لوریو مشرانو په کورمه کې تر نامعلومې مودې پر اوربند هوکړه کړې ده.
د نوموړي په خبره په دغه جرګه کې دواړه لوري په دې سلا شوي، د جګړې له لارې د ستونزې حل ناشونی دی او د لسیزو اوږدې ستونزې د دایمي او دوامدار حل لپاره د دواړو لوریو اخلاص او باور ته اړتیا ده.
متعصم بالله شاه وايي: «يادو لوريو هم ژمنه وکړه، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي او د سيمې د سولې په موخه به په کورمه ولسوالۍ کې د بشپړې او تلپاتې سولې تر ټينګښت پورې به ناست وي او د سولې پيغام به خپلو سيمو ته رسوي.»
درې ورځې وړاندې د پښتونو قومي جرګه هم کورمې ته ولاړه او هلته یې د توري او بنګش قیبلو مشرانو سره کتلي وو.
د راپورونو له مخې، د توري او بنګش قبیلو په کورمه کې د امن لپاره د پښتونو قومي جرګې د هڅو ملاتړ کړی دی.


د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې راتلونکې اونۍ په پېښور کې سره راغونډ شي. نوموړي په اسلام اباد کې له تاوتریخجنو لاریونونو څو ورځې وروسته خپلو پلویانو ته د راټولیدو خبر ورکړی او وايي، د مدني نافرمانۍ غوځنګ پیلوي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د پنج شنبې په ورځ پر ایکس خپلو پلوان ته لیکلي؛ چې د ډيسمبر په ۱۳ د پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور ښار کې را غونډ شي.
پښتونخوا کې تحریک انصاف ګوند واکمن دی.
نوموړي د نومبر میاشتې د ۲۵مې په لاریونونو او د مۍ د ۱۴ نېټې تاوتریخوالي کې د وژل شویو پلویانو لپاره د فضايي پلټنو او له زندان د خپل ګوند د ټولو سیاسي کارکوونکو له د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
عمران خان وايي، د نومبر په ۲۵مه لاریونونو کې یې ۱۲ د مۍ میاشتې په ۹مه نېټه لاریونونو کې یې ۸ پلویان وژل شوي وو.
ښاغلی خان وايي:«که چیرې دا دوه غوښتنې ونه منل شي، نو د ډیسمبر له ۱۴ به د مدني نافرمانۍ غورځنګ پیل شي او حکومت به د هرډول پایلو مسول وي.»
خو حکومت د نومبر په ۲۵ مه لاریون په ترڅ کې د مرګ ژوبلې خبره ردوي او وايي چې د خان پلویانو د تېر کال د مۍ په ۹ مه پر پوځي تاسیساتو برید کړی و.
عمران خان د پنجشنبې په ورځ په دې تورن شو چې د مۍ د نهمې نیټې د بریدونو رهبري یې کوله، خو نوموړی دا تور ردوي.
د مۍ د نهمې نیټې لاریونونو رهبري کولو تور پر خان د لسګونو نورو تورونو له جملي وروستۍ تور دی او نوموړی د تېر کال له ورستیو په زندان کې دی.
ښاغلی خان او ګوند یې وايي، دا قضیې او تورونه د پوځ په امر له سیاست د نوموړي د لرې ساتلو لپاره لېګدلي دي، خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي.

د راتلونکې جنورۍ په شلمه ډونالډ ټرمپ د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه سوګند پورته کوي او په عملي ډول به د خپلې وظیفې چارې پیل کړي.
د نړۍ د یوه منل شوي زبر ځواک د سیاسي قدرت په راس کې د ولاړ رهبر په حیث د هغه د غوره کړیو پالیسیو اهمیت به تش تر امریکا محدود نه وي.
د هغه د سیاستونو اغیز به په ګړده نړۍ کې محسوسیږي، خو د اسیا په کومه برخه کې چې افغانستان، پاکستان ، ایران او نور هیوادونه پراته دي، دلته به د تاریخي، جغرافیايي او سراتیجیکو عواملو په وجه د امریکا په سیاست کې امکاني بدلونونه د نورو سیمو په مقایسه زیات اغیزناک وي.
د پاکستان او افغانستان د ضعیفو دولتي نظامونو په وجه امریکا تر یوې اندازې د دغو هیوادونو په داخلي چارو کې دخیله ده او د دوی اقتصاد، سیاسي سیستم او پوځي ځواک په تشکیل کې هم له ډیرې مودې راهیسې امریکا مهم نقش لوبولی دی، ځکه دلته سیاسي لوبغاړي او شنونکي د امریکا په سیاستونو کې راتلونکي بدلونونه ډیر په غور څاري، پښتو کې متل دی چې میږی ته پرخه هم باران دی.
که مونږ د افغانستان د ملي او ولسي ګټو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره په دې مسله فکر وکړو، نو په زغرده ویلی شو چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ګټه او د جو بایډن بایلات پخپله د افغانستان لپاره یو نسبي مثبت بدلون دی، ځکه جو بایډن له مودو مودو راهیسې د افغانستان او افغانانو په باره کې کلک منفي فکر او تعصب لرلی دی او په وار وار یې افغانستان ته سپکو سپورو ویلو نه خوند اخستی دی.
که د امریکا د ولسمشر د معاون او بیا د ولسمشر په حیث د هغه ویناګانې ولوستل شي، نو ډیر په ګرانه به په هغو کې د افغانستان او افغانانو باره کې د خیر خبره ومندل شي.
د دې خبرې مطلب هرګز دا نه دی چې ټرمپ به د افغانستان په باره کې د امریکا سیاست ته په اساسي توګه تغیر ورکړي او د افغانستان په ګټه به سیاست پیل کړي.
ټرمپ به هغه څه کوي چې د امریکا ملي ګټې او په خاصه توګه د غټو پانګه والو ګټې یې حکم کوي، خو دا توپیر به ضرور وي چې ټرمپ به په شخصي توګه د افغانستان په مقابل کې هغه عقده او تعصب نه لري چې بایډن درلود.
که څه هم له طالبانو سره د دوحې قراداد د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې امضا شوی و، خو د هغه د تطبیق پروسه د جو بایډن په دوره کې تر سره شوه.
د بایډن حکومت نه یوازې طالبانو ته په افغانستان باندې د هغوی د امارت تحمیلول اسان کړل، ورسره ورسره یې د هغوی سره د تعامل پروسه دوامداره او منظمه کړه.
د داعش پر ضد د مبارزې په نوم یې طالبانو ته د ډالرو د کڅوړو ورلیږل هیڅ یوه میاشت هم کنډو نه کړل.
د امریکا په تشویق اروپا او ځینی نوروسیمو کې بعضې هیوادونو د افغانستان سفارتونه طالبانو ته وسپارل، کیدای شي چې د دې ښیګړو په بدل کې طالبانو امریکا ته په ستراتیجیکو اړیکو کې داسې ګټه ور رسولې وي، چې مونږ ته معلومه نه ده، خو دا هم حقیقت دی چې د دریو کلونو نه زیات وخت کې طالبانو په افغانستان کې جینکۍ مکتبونو ته نه دې پرې ایښې.
په ښځو یې نه یوازې د کار، روزګار او ټولنیزو فعالیتونو دروازې تړلې، ورسره یې د ښځې د مخ په لیدل کیدو یا د هغې د غږ په اوریدل کیدو مطلق بندیز لګولی دی، چې دغه پالیسي اوس تر جنسیتي اپارتاید رسیدلې ده.
افغان ښځو د دغه جنسیتي استبداد په ضد په هیواد کې د ننه اوبهر ډیره په مېړانه مبارزه کړې ده، خو د بایډن حکومت د افغان ښځو د حقونو په غږ غوږ نه دی ګرولی.
هم دغه رنګه طالبانو د افغانستان د جمهوریت د دورې دولتي مامورین او په خاصه توګه د هغې دورې عسکر او صاحب منصبان په ګڼ شمیر وژلي دي، خو امریکا یا نورو غربي هیوادونه د طالبانو په ضد کوم ګام پورته کړی نه دی.
د ټرمپ د معاملې کلتور په نظر کې نیولو سره دا تخمین کیدای شي چې د هغه حکومت به له طالبانو سره د تعامل په بدل کې څه نه څه څرګنده اقتصادي یا سیاسي بیعه ترلاسه کړې وای او دا هم امکان وو چې د طالبانو له خوا دوحې د معاهدې د محتویاتو څخه سرغړونې ته امریکا څه عکس العمل ښودلی وی او امکان دی چې د دې نه وروسته دغه کارونه صورت ومومي.
د پاکستان جنرالواکي هم د ټرمپ د واکمنۍ نه یو لړ تشویشونه لري. د دوۍ غټ تشویش د ټرمپ او د هند د صدراعظم مودي ترمنځه نزدې اړیکې او ټرمپ په اداره کې د هندي نژاد امریکایانو شتون دی.
د دوی بله ژوره اندیښنه د پاکستان لپاره د امریکا او چین سره د پاکستان په مناسباتو کې د توازن ساتلو د ناممکن کیدلو تر حده ګران کار په باره کې ده او دغه مشکل د امریکا او چین تر منځ د شدیدې سیالۍ په وجه نور هم ګران شوی دی.
د پاکستان اقتصادي وضع دومره خرابه او بحراني ده چې د نړۍ د ډیرو هیوادونو او مالي موسسو نه یې پورونه اخستي دي.
هغه د پښتو متل پری سمون خوري چې د اسمان لاندې یې کور دی نو په دوی باندې یې پور دی، ځکه پاکستان د چین او امریکا دواړو قرضو او کومکونو ته اړتیا لري، خو د زبر ځواکونو پورونه او کومکونه د مفتو مال نه دی. دواړه بیلې بیلې او د یو او بل سره مخالفې غوښتنې لري.
که څه هم د افغانستان نه دخپلو پوځونو د ایستلو نه وروسته امریکا د پاکستان خدماتو ته د په خوا غوندې اړتیا نه لري، خو د ولسمشر جو بایډن د پاکستان سره څه نه څه مناسبات ساتلي وو، ولې پاکستاني جنرالان د ټرمپ نه ځکه ویره لري چې ټرمپ مخکې نه مخکې ویلي، چې هغه به د هغو امریکايي جنرالانو سره حساب کتاب کوي، د چا د بې غورۍ په وجه چې د افغانستان نه د وتلو په پروسه کې امریکايي عسکرو تلافات لیدلی یا د یوه ابر قدرت په حیث د امریکا حیثیت ضرر لیدلی دی.
په دې ټولو پروسو کې پاکستان هم ډیر دخیل و، نو ځکه دوی هم د بازپرس ویره لري او بل غټ تشویش دا دی چې ټرمپ به د چین سره د پاکستان د مخ په ژوریدونکو ستراتیجیکو او اقتصادي اړیکو هم یو سلسله پوښتنې ولري، په خاصه توګه چې کله د چین او امریکا تر منځ اقتصادي جنګ زور واخلي او امریکا په چین یو شمیر بندیزونه ولګوي، نو پاکستان لپاره به وضع ډیره مشکله او پیچیده شي.
په اوسني وخت کې د پاکستان د حکومت تر ټولو سرسخت مخالف عمران خان په امریکا کې ډیر قوي لابیګران لري، نو دلته ویره موجوده ده چې که د لابیګرانو او پاکستانی دایاسپوره د کار په نتیجه کې ټرمپ د عمران خان د بند نه د خوشي کیدو غوښتنه وکړي، نو پاکستان به څه کوي ؟
لوي درستیز جنرال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف سعودي عربستان ته څو ځله شهزاده محمد بن سلمان ته د خواست کولو لپاره منډې وکړې چې هغه ټرمپ ته د پاکستان سفارش وکړي.
شهباز شریف په تیرو شپږو میاشتو کې د محمد بن سلمان لیدلو لپاره پنځه ځله سعودی عرب ته سفرونه کړي، چې د ټرمپ او پاکستان اړیکه ټینګه کړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

له کورمې ولسوالۍ څخه ځایي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له دوه میاشتې ځنډ وروسته دغلته انټرنېټي خدمتونه له سره پیل شوي؛ خو دوی وایي چې لا هم دغه شبکې د پخوا په څېر نه دي فعاله شوې او خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دغه خبریالان وایي، چې له پرون راهیسې ټولې تعلیمي ادارې هم پرانېستل شوي؛ خو د پاړه چنار او پېښور تر منځ لویه لاره او دا رنګه د خرلڅۍ دروازه هم د تګ راتګ لپاره تړلې پاتې ده.
سیمه ایز خبریال علي افضل افضال وایي: «چې د لویو لارو د بندېدو له امله د خوراکي توکو او تیلو د کمي له امله هر څه ګران شوي او کڼ خلک یې د اخیستو توان نه لري.»
په همدې حال کې په پاړه چنار کې د پولیسو یو مشر جاوید الله محسود خبریالانو ته ویلي دوی تمه لري چې د سولې د روانې جرګې له پرېکړې وروسته به لویې لارې خلاصې او د دایمي امن لپاره به لاره هواره شي.
تر دې څو ورځې وړاندې د سولې ۱۲۵ کسیزه جرګه سیمې ته رسیدلې او د دواړو غاړو سره دا مهال په خبرو اترو بوخته ده، دغې جرګې د کورمې اوسیدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د دایمې سولې تر ټینګېدو به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
په دغه جرګه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له صوبې څخه ګڼ مخور برخه لري چې په دوی کې د قومي مشرانو تر څنک دیني عالمان او د ځینو سیاسي ګوندونو استازي هم برخه لري

په اسلام اباد کې یوې محکمې یو ځلې بیا د دولتي سوغاتونو (توشه خانې) په پلور کې د بشرا بي بي د نیولو حکم کړی. بشرا بي بي، په اکتوبر میاشت کې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تحریک انصاف له پلویان سره لاریونونو ته راووته.
دغې محکمې د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ په ۱۵ مه) یو ځلي بیا ویلي چې عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴۰ ملیونو پاکستانۍ روپیو په ارزښت دولتي سوغاتونه پلورلي او درغلي یې کړې.
د ځینو پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ښایي د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان مېرمن بشرا بي بي د دویم ځل لپاره زندان ته ولیږل شي. بشرا بي بي تر دې وړاندې هم په همدغه تور نیول شوې او د اډیاله په زندان کې یې نهه میاشتې تېرې کړې وې. نوموړې د تېر اکتوبر په میاشت کې له زندانه خوشې شوې وه.
همدغه څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ګډون د ۹۴ تنو د نیولو امر کړی و.
دغې محکمې پر دوی تور پورې کړی و چې د تحریک انصاف ګوند پلویانو په وروستیو لاریونونو کې پر پولیسو مخامخ بریدونه کړي او د اسلام اباد او راولپنډۍ اوسیدونکو ته یې ستونزې رابرسېره کړې وې.
په هغو لاریونونو کې چې د نومبر په ۲۴ مه پیل شوې وې، د اسلام اباد په ډي چوک کې د نومبر میاشتې په ۲۶ مه نېټه د تحریک انصاف ګوند پلویانو او د پولیسو تر منځ د پېښ شوي اخ و ډب له امله د څلور پولیس ځواکونو په ګډون نږدې شل تنه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان شوي وو.
تحریک انصاف ګوند وایي چې په هغو لاریونونو کې د دوی شا و خوا شل کسه وژل شوي، په لسګونه ټپیان شوي او زرګونه نور پلویان یې نیول شوي او زندانونو ته لیږل شوي دي.

د پاکستان حکومت محمد صادق خان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه. صادق خان له۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی.
صادق د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر بېلابېلو څوکیو پاتې دی او د افغانستان په اړه پراخې تجربې لري.
هغه له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی او په بروکسل، بېجینګ او واشنګټن کې یې هم دندې ترسره کړې دي.
نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه له۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې هم دنده ترسره کړې ده.
پر دې سربېره هغه د ۲۰۱۴ کال له مارچ نه تر ۲۰۱۶ کال اکتوبر پورې د پاکستان د ملي امنیت اړوند ادارې د سکرتر په توګه دنده ترسره کړې ده.
دا ګومارنه داسې مهال ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې روسي او چینایي چارواکو کابل ته سفرونه درلودل او شپږ چینايي ډپلوماټان کندهار ته لاړل چې ددې ډلې له مشرتابه سره د اسلام اباد پیغام شریک کړي.
پاکستان له دې وړاندې ویلي و، چې په اوسمهالو شرایطو کې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
د همدې اونۍ په اوږدو کې په کابل کې د پاکستان سفیر د طالبانو ددفاع له وزیر مولوي یعقوب سره وکتل او ویل کیږي چې د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې د تېر په پرتله بدلونونه راغلي دي.