ای اېف جې: روان ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ای اېف جې) وایي، روان کال د خبریالانو لپاره "تر ټولو خونړی کال" و چې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ای اېف جې) وایي، روان کال د خبریالانو لپاره "تر ټولو خونړی کال" و چې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون په وینا، د دغو خبریالانو نیمایي یې په غزه کې وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون سرمنشي ویلي، که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو کسانو شمېره د ۲۰۲۳کال پرتله کمه شوې؛ خو بیاهم روان کال د خبریالانو لپاره یو خونړی کال یاد شوی دی.په ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېره ۱۲۹ تنه وه.د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۵۵ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.دغه فدراسیون وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۳۸ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.د دغه فدراسیون سرمنشي وویل، چې په غزه کې "ډېری خبریالان" په قصدي ډول په نښه شوي دي.د ای اېف جې د شمېرو له مخې، د وژل شویو خبریالانو شمېر د بې پولې خبریالانو پرتله خورا لوړ دی.تر دې وړاندې د فلسطین د بشري حقونو یوه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې یوازې په تېرې نومبر میاشت کې په غزه کې ۱۸ خبریالان د اسراییلي ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۹۲ خبریالان وژل شوي دي.