د یلدا شپه؛ د اریایي قومونو کلتوري، تاریخي او ټولنیز میراث

یلدا شپه، چې د ډسمبر په ۲۱مه یا ۲۲مه نمانځل کېږي، د کال تر ټولو اوږده شپه ده او د اریایي تمدن یو له مهمو کلتوري مراسمو څخه ګڼل کېږي.

یلدا شپه، چې د ډسمبر په ۲۱مه یا ۲۲مه نمانځل کېږي، د کال تر ټولو اوږده شپه ده او د اریایي تمدن یو له مهمو کلتوري مراسمو څخه ګڼل کېږي.
دا شپه په ځانګړي ډول په ایران، افغانستان، تاجکستان، هند او نورو سیمو کې د ګډو دودونو او رسمونو له لارې نمانځل کېږي. یلدا نه یوازې د طبیعت د یوې ځانګړې پېښې سمبول دی، بلکې د تاریخ، کلتور او ټولنیزو ارزښتونو یوه ژوره نښه هم ده چې د اریایي قومونو د ګډ میراث استازیتوب کوي.
د یلدا تاریخي او مذهبي ریښې
د یلدا شپه لرغونی تاریخ لري او د اریایي وګړو د ژوند د طبیعي څارنې او فلسفي تفکر یوه ځانګړې نښه ده. په لرغوني فارس کې، دا شپه د تیارو د واکمنۍ وروستی حد او د ورځې د رڼا د بیا واکمنۍ پیل ګڼل کېده. د زردشتي دین او مهرپرستۍ په عقایدو کې، د یلدا شپه د خیر او شر د تقابل سمبول وه، چیرته چې رڼا د خیر او تیاره د شر استازیتوب یې کاوه.
مهرپرستان، چې د لمر او رڼا عبادت یې کاوه، د دغې شپې نمانځنه د ورځې اوږدېدو او د لمر د واکمنۍ د بیا پیل په توګه کوله. د دغو عقایدو اغېزې یوازې په فارس کې محدودې نه وې پاتې؛ بلکې په هند، افغانستان، تاجکستان او نورو سیمو کې هم د ورته طبیعي مراسمو او عقایدو څرګندې نښې په کې لیدل کېږي.
د یلدا کلتوري ارزښت او دودیز مراسم
د یلدا شپه د اریایانو د کلتور یوه مهمه برخه ده او په ځانګړي ډول د کورنۍ د یووالي او ګډو خوشالیو د نمانځنې لپاره ځانګړې ګڼل کېږي. په دې شپه، د کورنۍ غړي یوځای راټولېږي، ځانګړي خواړه خوري، زړې او تاریخي کیسې اوري او د شاعرانو شعرونه لولي.
د یلدا دودونه د مختلفو سیمو په کلتور کې:
ایران
په ایران کې د یلدا شپه د کورنۍ د ټولو غړو د راټولېدو لپاره ځانګړې ده. د دې شپې لپاره ځانګړي خواړه لکه هندواڼه، انار، او وچې مېوې خوړل کېږي. هندواڼه د یلدا شپې د رڼا او ګرمو ورځو سمبول ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې انار د ژوند او بیا زېږېدو نښه ده. د حافظ شعرونو لوستل او د فال اخیستل د یلدا د مراسمو یوه مشهوره برخه ده.
افغانستان
په افغانستان کې د یلدا شپه چې د څېلې شپه هم ورته ویل کیږي په ځانګړي ډول د زاړه نسل د کیسو اورېدلو او د کورنۍ د خوښیو په فضا کې تېرېږي. د دې شپې لپاره دودیز خواړه لکه هندواڼه، انار، مميز، او کجورې ځانګړی اهمیت لري. خلک د خپلې کورنۍ د مشرانو درناوی کوي او زاړه دودونه ژوندی ساتي.
تاجکستان
په تاجکستان کې، د یلدا شپه د خوړو ځانګړي ډولونه لکه وچې مېوې او انارو د خوړلو سره لمانځل کېږي. د دې تر څنګ، د محلي شاعرانو شعرونه لوستل کېږي، او کورنۍ په ګډه د خوښیو فضا جوړوي.
هند
که څه هم په هند کې د یلدا شپه په ځانګړي ډول نه نمانځل کېږي، خو د اریایي تمدن اغېزې د هند په مذهبي او کلتوري مراسمو کې څرګندې دي. د هندوانو د «مکر سنکرانتي» جشن، چې د لمر او ورځې د اوږدوالي اهمیت په اړه دی نمانځل کیږي، چې د یلدا شپې سره ډېر ورته والی لري.
یلدا شپه او ټولنیز ارزښتونه
یلدا د کورنۍ د اړیکو د پیاوړتیا او د انساني اړیکو د بیا ژوندي کولو یوه غوره نښه ده. په دې شپه کې د نسلونو تر منځ اړیکې ټینګېږي؛ زړې کیسې، فولکلور او حکایتونه روایت کېږي، او د کلتوري میراث ارزښت په ګډه سره نمانځل کېږي. دا شپه د ټولنې د یووالي او د ګډ ژوند د ارزښتونو په درک کې مهمه ونډه لري.
یلدا په معاصر ژوند کې
سره له دې چې معاصر ژوند په ډېرو برخو کې بدلون موندلی، د یلدا شپه لا هم د فارس ژبو او اریایي کلتورونو لپاره ځانګړی ارزښت لري. نن ورځ، خلک د ټولنیزو رسنیو له لارې یو بل ته د یلدا مبارکۍ لیږي، د دغې ورځې ځانګړي هنرونه او ډیزاینونه جوړوي، او د خپلو دودونو په نمانځلو کې د نوي ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.
پایله
د یلدا شپه د اریایي قومونو د ګډ کلتوري او تاریخي میراث یوه روښانه نښه ده. دا شپه یوازې د یوې طبیعي پېښې نمانځنه نه ده، بلکې د ګډو ارزښتونو، یووالي، او د هیلو او بیا پیل سمبول هم بلل کیږي. د ایران، افغانستان، تاجکستان، هند، او نورو اریایي تمدنونو لپاره، یلدا د ګډو خوشالیو، د کورنۍ د مینې، او د تاریخي پیوستون د بیا تازه کولو یو مهم فرصت دی. یلدا موږ ته دا درس راکوي چې د ژوند تیاره شېبې د یوې روښانه ورځې د پیل زېری راکوي او د انساني اړیکو، کلتوري ارزښتونو او ګډو هیلو ساتنه د هر نسل مسؤلیت دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


د پاکستان د ځمکنیو، هوايي او بحري قواوو د ګډ استخباراتي سازمان ای ایس ای د پخواني رئیس متقاعد جنرال فیض حمید محاکمه په رسمي توګه په یوه پوځي محکمه کې د دسمبر په یوولسمه نیټه پیل شوه.
د دې خبرې اعلان د پوځ د عمومي مناسباتو د شعبې په یوه خبر پاڼه کې شوی او وايي چې په فیض حمید درې تورونه لګیدلي دي؛ وړومبی دا چې هغه په سیايی فعالیتونو کې برخه اخستي ده، د قانون له مخې د وسله والو قواوو غړي په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه شی اخیستی.
دویم دا چې هغه دولتي اسرار افشا کړي او دریم دا چې د ای اېس ای د رئیس په توګه هغه له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې ده او د یوه سړي په کور یې حمله کړې او ډیره دارايي یې ورنه چورکړې ده.
د پوځ په خبر پاڼه کې دا هم راغلي وو چې د کال ۲۰۲۳د مۍ د میاشتې په نهمه نیټه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د پوځ په مرکزونو باندې شویو بریدونو کې د فیض حمید د نقش په باره کې پلټنې روانې دي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې فیض حمید د اوسني کال د اګست د میاشتې په دیارلسمه نیټه د لوی درستیز عاصم منیر په امر بندي شوی وو.

فیض حمید د ۲.۱۹ نه تر ۲.۲۱ پورې درې کاله د ای اېس ای رئیس پاتې شوی، له هغه نه پس یې د پیښور او د بهاولپور د کول اردوګانو د کوماندان په توګه وظیفه کړې ده.
په کال ۲۰۲۲ کې چې د پاکستان د پوځ اوسني لوي درستیز جنرال عاصم منیر دغه منصب ته ترفیع ومونده، نو فیض حمید د خپل ماموریت د رسمي میعاد د پای ته رسیدو نه څو میاشتې وړاندې تقاعد وغوښت، ځکه چې هغه هم د لوی درستیز څوکۍ ته کاندید و او له عاصم منیر سره یې کلکه سیالي لرله.
خو وزیر اعظم شهباز شریف په فیض حمید باندې عاصم منیر ته په څو وجوهاتو ترجیح ورکړه چې په دې لیکنه کې به وروستو د هغو وجوهاتو توضیح وشي.
هسې خو پاکستان کې د کاغذ په مخ اساسي قانون شته او ورسره پارلمان، تفصیلي قانوني نظام او محاکم وجود لري، ټول ټاکنې کیږي او سیاسی ګوندونه په مرکز او ایالتونو کې حکومتونه جوړوي، خو د دې سره موازي د قانون نه ماورا د جنرالواکۍ بالقوه دولتي نظام شته، چې په عمل کې د دولت دارۍ د واک او اختیار غټه ونډه په لاس کې لري.
ای اېس ای تشه تر ټولو ځواکمنه استخباراتی شبکه نه ده، د دې په څنګ کې هغه د پوځ د سیاسي څانګې په توګه کار کوي، هغه زیاتره سیاسي ګوندونه جوړوي، ماتوي او هم یې اداره کوي.
په ټول ټاکنو کې درغلي کوي، سیاسي ګوندونو ته حکومت ورکوي او چې ورسر وران شي نو پرځوي یې.
د پاکستان په پوځي نظام کې پنجاب پوره هژموني لري، په خصوصیت سره د اردو په زعامت کې پنجابیان تل مطلق اکثریت لري، چې په دې د کول اردو کوماندانان، د ای اېس ای رئیس او لوی درستیز ګډون لري.
نن سبا خو د هوايي قواوو او د بحري قواوو لوی درستیزان هم پنجابیان دي، ځکه په دې ساحه کې ټولې سیالۍ د دوي په خپلو مینځو کې وي.
اسلام اباد سره جوخت د شمالی پنجاب د چکوال د ولسوالۍ اوسیدونکې او د یوې عادی کورنۍ پورې اړه لرونکی فیض حمید په ۲۰۱۷کې د برید جنرال په توګه د هغه وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په ای اېس ایکې په یوه مهمه چوکۍ نصب کړ.

دا هغه وخت وو چې جنرالواکۍ د هغه وخت برحال وزیراعظم او د پنجاب د یوه مخور سیاست مدار نواز شریف نه راضي نه و او د هغه د ایسته کولو پلان یې جوړ کړی و او فیض حمید ته یې د دغې پروژې د متصدي توب مسولیت وسپاره.
په ۲۰۱۷کې نواز شریف د ستری محکمې په امر، چې تر شا یې جنرالواکی وه، د وزیراعظمۍ نه برطرف شو . د کال ۲۰۱۸په ټول ټاکنو کې ای اېس ای په لوی لاس او په بربنډه توګه په انتخاباتو کې درغلي وکړه.
په مرکزی اسمبلۍ یا ولسی جرګه کې او د پنجاب او پښتونخوا په اسمبلیو کېیې د مسلم لیګ د نواز شریف ګوند ته ماتې ورکړه او د عمران خان ګوند یې په زور بریالی کړ.
چې عمران خان وزیراعظم شو، نو هغه او جنرال باجوه د جنرال فیض حمید د خدمتونو په بدل کې هغه د ای اېی اس رئیس وټاکه.
په دې ډول په عمل کې بادشاهي د جنرال باجوه او فیض حمید لاسونو ته ورغله. د پراخ واک تر لاسه کولو په نتیجه کې فیض حمید کې زیاته جاه طلبی راغله او او ماجرا جویانې یې پیل کړې.
باجوه او فیض دوه دوه نیم کاله د عمران خان سره ډیر خواږه تیر کړل، خو بیا په ځینی مسلو د باجوه او عمران تر مینځ شخړې پیدا شوې؟
فیض د عمران سره ډیر نزدې شوی و او عمران غوښتل چې په کال ۲۰۲۲ کې چې کله باجوه تقاعد کیږي، نو فیض حمید به د هغه ځای ناستی شي، خو باجوه د تقاعد نه وړاندې له نواز شریف او اصف زرداري سره جوړه وکړه او په پارلمان کې د سلب اعتماد له لارې یې عمران خان برطرف کړ.
نواز شریف په هیڅ قیمت فیض حمید ترفیع ته نه پریښود، ځکه چې هغه یې د عمران ښی لاس ګاڼه او په عاصم منیر یې کلک لاس ایښی وو، وجه یې دا وه چې عاصم منیر د ۲۰۲۴په ټول ټاکنو کې د نواز شریف د ګوند سره مرسته وکړه.

فیض حمید په اخري وخت کې خپل د ای اېس ای د دورې د نفوذ نه په استفادې سره د یوه جنګ سالار غوندې کارونه وکړل تر څو چې د عاصم منیر د ترفیع مخه ونیسي، تر دې چې کله عاصم منیر لوی درستیز وټاکل شو او فیض حمید تقاعد وکړ.
ویل کیږي چې د هغه نه وروسته هم فیض د عمران سره پټه ملګرتیا وکړه او تلاش یې وکړ چې په اردو کې د ننه د عاصم منیر په ضد کودتا برابره کړي خو دغو تلاشونو ماتې وخوړو او په دغه پروسه کې د فیض حمید او د عاصم منیر تر مینځه کلک مخاصمت وزیږید.
اوس داسې ښکاری چې په راتلونکو څو اونیو کې به پوځي محکمه فیض حمید مجازات کړي. په دې کې د اعدام، عمرب بند یا د څو کلونو بند کیدای شي.
په دې وخت کې عمران خان او فیض حمید دواړه بندیان او په مشکلاتو کې دي، خو که د کوم سیاسي تحول په نتیجه کې عمران د بند نه ازاد شو نو هغه به فیض حمید ته د نجات ورکولو نه ډډه ونه کړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د ټولنې په اړه د بهرنیانو له څو ناسمو کلیشهيي انګېرنو څخه یوه دا ده، چې ګواکې افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده او د ټولیزې ربړې و کړکېچ لامل یې همدا دی. دغه ناسمه انګېرنه په سوریه کې د پخوانیو یاغیانو او د نویو واکمنو ډلمشر ته هم ور رسېدلې ده.
احمد الشرع (ابومحمد الجولاني) د ۲۰۲۴ کال د دسامبر په ۱۸ مه نېټه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې « ایا سوریه به په افغانستان بدله شي؟» وویل:
« دا دوه هېوادونه ډېر توپیر سره لري او بېل بېل دودونه لري. افغانستان یوه قبیلهيي ټولنه ده، خو په سوریه کې بېلابېل ذهنیتونه شته. موږ د ښځو په زدکړو باور لرو.»

ما په یوه بله مقاله کې هم کښلي وو، چې پخپله سوریه هم له بدوي ژوند څخه د اموریانو او بیا ارامیانو، هیتیانو، اکدیانو، سومریانو او نورو قبایلي پړاوونو تمدن ته ورسوله او د دغه قبایلي اړیکو فرهنګي ارزښتونه تر نن پورې د سوریايي مدنیتونو د ویاړ وړ میراثونه ګڼل کیږي.
اړوند مقاله دلته ولولئ: د تاریخ یوه بله پاڼه؛ سوریه او افغانان
په دې کې شک نهشته چې په افغانستان کې قومونه او قبایل شته، په ځینو سیمو کې یې قبیلهيي کوډونه لاهم دود دي، څه سیمې له قبایلي وضعیت څخه په راوتلو دي، ګڼې سیمې له فرهنګي پلوه ښاري شوې او قبایلي کوډونه یې ورو ورو پریښي دي، خو د قبایلي فرهنګ میراثونه د ارزښتونو په شان پالي.
دا د مدنیت په مزله کې د بشريت د تکاملي مختګ یو طبیعي پړاو دی، چې تقریباً ټولې ټولنې یې تېروي.
په نړۍ کې به د رومن، سلاویانو، ژرماتیکو (ژرمن)، فرانکانو، انګلو- ساکسونانو، سکیمو، سکاندینیایانو او لسګونو نورو قبایلي پړاوونو پر بنسټونو د نوي اروپايي تمدن د جوړېدو حکایت پرځای پرېږدو، چې همدا اوس لا د نړۍ تر ټولو ستره دیموکراسي (هیندوستان) یوه ترټولو ګڼقبیلوي ټولنه ده، چې لاهم قبیلوي پوړونه / کاستونه په کې ژوندي دي، خو هم د نړۍ یو چټک وده کوونکی اقتصاد دی او هم د نړۍ ستره سیکولره ولسواکي.
د بډای او ښیښه یي خلیج عربان لاهم بدوي قبایل دي او نړۍ له قبیلویت یا قبیلوي میراثونو ډکه ده.
له قبایلي پړاوونو څخه مخ په موډېرنو ارزښتونو لکه ښاریتوب، ولسواکي، بشري حقونو، ټولنیز نیاو، انسانپالنه، نړیوالتیا او نورو تهګام په ګام مزل د ټول بشریت ګډه هڅه و تجربه ده او دغه تکامل د بشریت طبیعي ځانګړنه بلل کیږي.
بشرپېژندونکي فکر کوي، چې له طبیعت څخه لرې کېدل انسان رنځوروي، تکنولوژي او صنعتي ژوند نهلیسم ته لار هواروي، ځکه خو بشر باید خپله تاریخي حافظه هېره نه کړي او په ټولیزه ناخوداګاه کې د قبیلوي ژوند فوسیلونه د فرهنګي ارزښتونو په شان خوندي وساتي.
نو پر دې بنسټ قبایلیت نه پېغور دی، نه د تمدن ضد ښکارنده او نه هم یوازې د افغانانو او افغانستان ځانګړنه.
په افغانستان کې د ویښتیا او روښانتیا یو پیغام باید دا وي، چې قبایلیت سم و پېژنو. دا د انګریزي ښکېلاک یوه دوښمنانه دسیسه وه، چې افغان قبایل یې په دې نامه نړۍ ته وحشي، روستهپاتې او نهسرهیوکېدونکي ګڼل، چې ګواکې قبایلي ژوند له تمدن څخه لرې ساتلي دي. حال دا چې په پټه ښه پوهېدل او موږ هم پوهېږو، چې دغو قبایلو په تاریخ کې لوی لوی تمدنونه رامنځته کړې دي. باختر، ګندهارا، بامیان، هډه، باګرام، بګرام، تیکسلا، اراکوزیا، هيتومنت، ساکستان و همداسې یې پسې درشماره په لسګونو روښانه و زرین تمدنونه د همدغو قبایلو نیکونو رامنځته کړي و تجربه کړي دي.
د افغانستان حاکمیتونه تل عرفي وو. جرګې او لویې جرګې یې د بومي ولسواکۍ تر ټولو غوره موسسې ګڼل کېدې او ان تر نن پورې لا بېسیاله دي. د افغانستان په نومهالي (معاصر) تاریخ کې دوه لویې ټولواکمنۍ ( هوتکي و دراني) دواړه د خلکو په ټولیزې (جمعي) ارادې و مخامخ رایې جوړې شوې دي.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه، په اروپا کې تر موډېرنو فیمینیستي غورځنګونو مشره ده. کله چې په افغانستان کې «ارشادالنسوان» خپرېده (مارچ ۱۹۲۱) ښايي په نړۍ کې به یوازې ښځو ته د ځانګړې شوې خپرونې تصور لا نه و زېږېدلی. په افغانستان کې د معارف نهضت او د ښځو تعلیم، د ښځو سپورت، کار، په کابینه کې غړیتوب، پارلمان ته ټاکنې و ټولنیز فعالیت که په نړۍ کې له لومړنیو نه وي، نو په سیمه کې خو تر ټولو نورو ګاونډيو ټولنو مخکښ دي. دا به ومنو، چې د افغانستان عرفي واکمنۍ د دې هېواد په قبایلي نظم کې ریښه لرله. خو دا هم نه هېروو، چې کله د اماني روښانه واکمني و د مشروطه نهضت بهیر د یوه ارتجاعي پاڅون په پایله کې راوپرځول شول او عصري قانونمنده نظام له منځه ولاړ، همدا قبایل وو، چې پاڅون یې وکړ او افغانستان یې وژغوره. بېرته یې د مشروطیت، اساسي قانون، متمدن نظام، ښوونځي، پوهنځي، برېښنا، د مشروطیت لسیزې، اخبار و ګوندي سیاست سره اشنا کړ.

د افغانستان ستونزه قبایلیت نه ده. بلکې هغه څه چې په افغانستان کې پېښیږي، د یوې نړیوالې استخباراتي سیالۍ تیاره میراثونه دي، چې افغانستان یې پرلپسې قرباني دی.
ښاغلی احمدالشرع او نور دې وپوهیږي، چې د افغانستان قبایل، د افغانستان فرهنګ او د افغانستان ټولنه هیڅکله د پوهنې او په تېره بیا د ښځینهوو د پوهنې پرخلاف نه ده. ان چې په افغانستان کې د خلکو په زړونو کې روښانه معتدل اسلام هم له دې سره کومه ستونزه نه لرله. د دې ادعا د ثبوت لپاره په افغانستان کې له قبیلوي او عقیدوي پلوه په تر ټولو ځانساتې سیمه لوی کندهار کې د ۱۳۳۰- ۱۳۴۰ – ۱۳۵۰ کلونو د پوهنې تاریخچه وګورئ، هلته د نجونو د ښوونځیو سویه و سلیقه وارزوئ، هلته له پوهنې سره د کورنیو مینه و علاقه وګورئ، بیا به د خپلې پوښتنې ځواب ترلاسه کړئ.
د افغانستان قبایلي، نیمه قبایلي او ښاري سیمو په خورا طبیعي او نورماله بڼه تکامل کاوه، افغانستان د عصري او متمدن ژوند تجربې په ارامۍ او خوښۍ راخپلولې، تر دې چې د ساړه جنګ په پلمه د برېژینسکي دکتورینو د افراطیت پروژه پاکیستان ته په ټيکه ورکړه او په میلیونونو ډالرو، پونډو او ریالو یې د افغانانو د مغزمینځلو او تکفیر کارخانې پرې ودانې کړې.
اوسني واکمن د نجونو د زدکړو د مخنیوي لپاره هېڅډول دیني یا فرهنګي استدلال نهلري. دوی پخپله هم وايي، چې د نجونو زدکړې فقط بندې دي، دا چې ولې؟ موږ خپله هم نه پوهیږو؟ ځکه نه په دیني لحاظ ورته استدلال لري او نه هم په فرهنګي.تر دې لا خواشینونکې دا ده، چې دوی په دې برخه کې استدلال هم منع کړی دی. دوی وايي د نجونو د زدکړو لپاره استدلال یعني مخالفت او مخالفت یعنې کفر.
په اسلام کې د نجونو د زدکړو د مخنیوي لپاره دلایل نه لري، ځکه په ټوله اسلامي نړۍ کې بلځای داسې بندیز نهشته. پر افغانستان واکمن د احمدالشرع ډلې بریا ته خوښ وو، چې ښايي دوی ته ورته تیاره قوانین به حاکم کړي، خو د احمدالشرع روستي پېغور پرځای کېنول او ورویېښووله چې په اسلام کې داسې څه نهشته.
خبره پاتې شوه د افغاني فرهنګ ( چې واکمن په غلطه ورته فرانسوي اصطلاح «کلتور» کاروي) ، په فرهنګ خو اول دوی پوهیږي نه، ځکه فرهنګپوهه پخپله یو عصري علم دی او دوی د عصري علم مخالف دي. دویم دا چې دوی ګوري همدغه قبایلي، مسلمان او پر خپلو فرهنګي ارزښتونو ټینګ افغانان په تېره یوه پېړۍ کې هرکله چې ورته موقع ورکړل شوې او نیم و نیمکله ثبات و امنیت یې لرلای په ډېره تنده او حرص یې د خپلو بچو زدکړو ته ملا تړلې ده. وچه ډوډۍ یې خوړلې، خو لور او زوی یې ښوونځي و پوهنځي ته استولی. د پکتیا هغه سپینږیری چې خپلې لوڼې یې په بایسکل هره ورځ ښوونځي ته بوولې د یوې قبایلي سیمې بېلګه ده.
ښاغلی احمدالشرع دې خبر وي، چې د افغانستان تر سقوط روسته اته میلیونه افغانان ولې له خپل وطن څخه وتلي دي؟ که سمه سرشمېرنه وشي، ښايي د وتلیو سمه نیمايي برخه یې د هغو سیمو وي، چې هلته لاهم قبایلي ارزښتونه واکمن دي، دوی ولې وتلي؟
ټول به درته ځواب ووايي: ځکه زموږ بچیانو په تېره بیا لوڼو په افغانستان کې د زدکړو امکانات له لاسه ورکړل. د سوریې خلک به له جګړو او د بشاراسد له مستبد رژیم څخه ویرې کډوال کړي وي، خو میلیونونه افغانان – چې ښاغلی شرع یې قبایلي ټولنه بولي – په ښوونځي و پوهنځي پسې د کډوالۍ رنځ ګاللی دی.
فرهنګي ښکارندې په تاریخي حافظه او مخینه کې ریښې لري، حال دا چې په افغانستان کې له ښوونځي و پوهنځي او د نجونو له زدکړو سر دوښمني ایله نیمه پېړۍ مخینه لري، چې د لویدیځ فکري مرکزونو د پاکیستان دیوبندي مدرسو ته د داسې زهرجن مخنیوي حکم ورکړی دی. دلیل یې هم دا دی، چې د دوی په غوښتنه باید افغان مېرمنې په سیمه کېد دوی د سیالانو په ضد وړیا ځانمرګي وزیږوي او یوه ژوندۍ، خوشاله، بافرهنګه او ویاړلې ټولنه د افراطیت او وحشت دوزخ ته ورټېلوهی.
د نړیوالو په ذهنیتونو کې باید دغه غلطې کلیشې ړنګې کړای شي او دا په یوه ژوندي بحث بدله شي، چې که افغانانو د پاکیستان د استخباراتي مدرسو تکفیري طلسم ورمات کړ، نړۍ به وګوري، چې د همدې قبایلي، نیمه قبایلي او ښاري افغانانو ټولنه څومره او څنګه د خپلو بچیانو، په تېره بیا لوڼو، له زدکړو، کار او ټولنیز فعالیت سره لیونۍ مینه لري.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

سرخوښه یاغیان له وینې تویېدو پرته پلازمینې ته ننوځي، ولسمشر په الوتکه کې؛ یو مبهوت بهرنی ملاتړی د خپلو ځواکونو د اېستلو لپاره له یاغیانو سره په خبرو لګیا؛ په دې میاشت کې د سوریې سقوط له درې کاله وړاندې افغانستان سره ورته والی لري.
په دواړو حالتونو کې د حکومتي ځواکونو ماته ناڅاپي او یومخیزه وه.دا لا معلومه نه ده چې د اسد د وسلو له زېرمو، چې زیاتره یې د شوروي او روسیې جوړې وسلې دي، څومره د "هیئت تحریر الشام" یاغیانو لاس ته ورغلې دي، په داسې حال کې چې تېره اونۍ د اسراییل هوايي بریدونه د دغو زېرمو د ډېرې برخې پر له منځه وړو متمرکز وو، چې جنګي کښتۍ، جنګي الوتکې او وسله تونونه پکې شامل دي.
داموضوع لا پیچلې کوي، چې نورې وسلې هم کېدای شي له هغو روسي سرتیرو او کرایه شویو جنګیالیو پاتې وي، چې له خپلو اډو څخه د تېښتې په حال کې وو. دا اډې د طرطوس او لاذقیې له لویو روسي اډو څخه بهر وې، چې اوس له هغه ځایه د سرتېرو او تجهیزاتو د منظم ایستلو هڅې روانې دي. یوه خبره څرګنده ده: له لسیزو نړیوال ملاتړ وروسته دواړو رژیمونو د تمویلوونکو هېوادونو د ورکړل شویو وسلو او مهماتو غرونه پرېښودل، خو د دوی له سقوط څخه کوم ملاتړی ډېر زیانمن شو؟ امریکا که روسیه؟

په روسۍ وسلو سمبال سوریايی پوځ
د روسیې-سوریې د وسلو اړیکې د سړې جګړې له وخت راهیسې هغه مهال پیل شوې چې شوروي اتحاد د خپل ستر پوځي صنعتي کمپلکس په مرسته الوتکې، ټانکونه، توپونه او توغندي خپلو متحدو هېوادونو ته لیږدول. د سټاکهولم نړیوالې سولې څېړنیز انستیتوت د معلوماتو له مخې، له ۱۹۵۰ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې د سوریې د ټولو وسلو د وارداتو ۹۴ سلنه برخه د شوروي وسلو تشکیلوله.
سوریې د ۱۹۶۷ او ۱۹۶۳ عرب-اسراییل جګړو پر مهال د وسلو او تجهیزاتو پراخ زیانونه ولیدل. خو له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې شوروي د حافظ الاسد ځواکونه بیا سمبال کړل. دوی سوریې ته ۲۰ بم غورځوونکې الوتکې، ۲۵۰ جنګي الوتکې، ۱۱۷ چورلکې، ۷۵۶ ځان خوځوونکي توپونه، ۲۴ سوه د پلیو ځواکونو جنګي وسایط، دوه زره او ۵۵۰ ټانکونه، لږ تر لږه ۷،۵۰۰ ټانک ضد توغندي او له له ۱۳ زرو څخه زیات ځمکهوا توغندي ورکړل.

په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې په پیل کې د سوریې هوايي ځواک شاوخوا ۷۰۰ ثابتې چورلکې او الوتکې درلودې. د ځمکنيو ځواکونو په واک کې شاوخوا پنځه زره ټانکونه، څلور زره زغره وال ګاډي، ۳۴۰۰ توپونه، دوه زره او شپږ سوه ټانک ضد وسلې او شپږ سوه کشفي وسایط وو.
د دې وسلو ډېره برخه د یاغیانو پر مورچو او وروسته د داعش پر وړاندې سختې ښاري جګړې کې له منځه یووړل شوه. ازادو څېړونکو د عکسونو او ویډیوګانو په مرسته ثابته کړې چې د سوریې پوځ له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې لږ تر لږه درې زره او ۳۸۰ ټانکونه او زغره وال وسایط له لاسه ورکړي دي. د جګړې په بهیر کې روسیې د اسد ځواکونو ته د جنګي الوتکو، چورلکو، سلګونو ټانکونو او زرګونو ټانک ضد او د هوايي دفاع توغندیو مرستې ور کړې.خو څنګه چې په دې میاشت کې ولیدل شول، یوازې وسلې د رژیم پایښت نه شي تضمینولای.
دا لا معلومه نه ده چې د اسد رژیم څومره ټانکونه او زغره وال وسایط پرېښي دي. «اوریکس» د جګړې بله څارونکې سرچینه ده، چې له رژیم نه یې د تحریر الشام لاس ته د ورغلو تجهیزاتو رپوټ ورکړی دی. په دغو نیول شویو وسلو کې لږ تر لږه ۱۵۰ ټانکونه، له ۷۵ زیات توپونه، ۶۹ د پلیو ځواکونو جنګي وسایط او ۶۴ څوراکېټه ویشتونکې وسلې او هوايي ضدتوپونه شامل دي.
خو ممکن د تحریر الشام د وسلو زیرمتون د جګړې له پای ته رسېدو وړاندې لا ستر زیان لیدلی وي. تېره اونۍ د اسراییل پوځ په سوریه کې شاوخوا ۵۰۰ اهداف وویشتل او ادعا یې وکړه چې د اسد د رژیم ۷۰ او ۸۰ سلنه پوځي وړتیا یې له منځه وړې. د اسراییل پوځ ویلي،د دوی بریدونو د اسد د رژیم د توغندیو او نورو ستراتیژیکو وسلو ډېره برخه ویجاړه کړې، چې سکاډ، کروز او ځمکهوا توغندي، بې پیلوټه الوتکې، جنګي الوتکې، بریدګرې چورلکې او ټانکونه پکې شامل وو.
د روسیې مرسته شوې وسلې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو هم لوټ کړې دي. داسې رپوټونه شته چې «کورنیټ» ټانک ضد توغندي د سوریې له لارې لبنان ته رسېدلي دي.
د طالبانو په پرتله د سوریې د تحریرالشام لاسته راوړنې ډېرې مهمې وې. د امریکا د دفاع وزارت رپوټ ښیي چې د افغانستان له سقوط وروسته طالبانو ته د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات په لاس ورغلي دي.
خو د وسلو د شمېر پرتله کول یو لوی توپیر لري: روسیې ډېرې داسې وسلې له لاسه ورکړې چې اوس ورته اړتیا لري، په داسې حال کې چې امریکا خپلې زړې وسلې په افغانستان کې پرېښودې.

د تحریرالشام په پرتله د طالبانو بری څنګه و؟
د امریکا حکومتي څارونکو اټکل کړی چې طالبانو درې کاله وړاندې د لویدیز ملاتړي افغان حکومت له سقوط وروسته له۷ میلیارده ډالرو ډېر امریکایي تجهیزات ونیول. د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې رپوټ ښيي چې امریکا طالبانو ته د څلور اعشاریه ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت ځمکني وسایط او د ۹۲۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت پوځي الوتکې پرېيښي دي. د کانګرس لپاره په یوه ناډاګیز شوي رپوټ کې ویل شوي چې د هوايي برید ۹ زره او ۵۲۴ مهمات، ۴۰ زره وسایط، ۳۰۰ زره سپکې وسلې او یونیم میلیون مرمۍ پرېښودل شوې وې.
اوس طالبان خپله هوايي ځواک لري. د امریکا د حکومتي څارونکو د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې په یوه رپوټ کې راغلي: «د طالبانو له واک ته رسېدو شاوخوا دوه اونۍ مخکې، د دفاع وزارت د اسنادو له مخې د افغان هوايي ځواک په واک کې ۱۶۲ امریکایي ورکړل شوې الوتکې وې، چې له دې څخه ۱۳۱ د استفادې وړ وې.»، خو افغان پیلوټانو شاوخوا یوه برخه دغه الوتکې او چورلکې په وروستیو ورځو کې تاجکستان او ازبکستان ته یووړې. نورې ۸۰ الوتکې امریکايي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې له کاره وغورځولې. ځینې یې ښايي وروسته طالبانو بیا ترمیم کړې وي. په همدې وخت کې طالبانو د شوروي دورې له پاتې الوتکو کار اخستی څو سرتیري، پوځي او بشري توکي او د رژیم چارواکي پکې ولېږدوي.
د امریکا له وتلو وروسته افغانستان د وسلو د یوه ستر بازار په څېر شو. داسې رپوټونه شته چې امریکایي وسلې په کشمیر، پاکستان او غزه کې کارول شوې او دا وسلې به په راتلونکي کې حتمي په نورو جګړو کې هم ښکاره شي. کارپوهان ادعا کوي چې دا د تاریخ د لویو وسلو د انحراف یوه ستره پېښه ده.
خو د افغانستان او سوریې د وسلو د شمېر پرتله کولو تر شا یو مهم توپیر شته. روسیې داسې وسلې پرېښودې، چې اوس ورته ډېرې په کار دي، خو متحده ایالتونو په افغانستان کې خپل ډېر پرمختللي تجهیزات پرېنښودل. افغان ملي اردو او پولیس د داخلي امنیت لپاره ډیزاین شوي وو او زیاتره یې د امریکا په دویمو او درېیمو درجو تجهیزاتو سمبال وو، چې د یوه سپک وسلهوال پاڅون د مقابلې لپاره یې بسنه کوله. د امریکا ډېره وسله په داسې حال کې پرېښودل شوه چې انتقال یې ګران تمامېده او نظامي ارزښت یې دومره نه و چې دې هڅې ته یې ارزښت ورکړي. د ډېرو امریکایي وسایطو پرېښودل یا کباړ ارزانه تمامېدل.
بلخوا، روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې د اوکراین جګړې له پیل راهیسې زرګونه جنګي وسایط، الوتکې او حتا جنګي کښتۍ له لاسه ورکړې دي. رپوټونه وايي چې روسیې تر اوسه پورې شاوخوا اته زره او ۸۰۰ زغره وال جنګي ګاډي، له درې زرو ډېر ټانکونه او نږدې ۲۵۰ جنګي الوتکې او چورلکې له لاسه ورکړې دي. یوازې د اوکراین د اووډیویکا ښار د پنځو میاشتو جګړې په ترڅ کې روسیې شاوخوا ۳۰۰ ټانکونه له لاسه ورکړل.
حتا په یوه «جګړه ييز اقتصاد» کې هم د نویو وسلو تولید دغه زیانونه نه شي جبرانولای. د روسیې د شوروي دورې وسلې او مهمات خورا کم شوي، ځکه زاړه ټانکونه او زغره وال وسایط یې په جګړو کې استعمال کړي دي. د توپ چوړونې د توکو لپاره ماشینونه کم دي او دا ددې لامل شوی چې د توپونو بېرلونه په پراخه کچه بیا استعمال شي، چې دا د دونباس په خونړۍ جګړه کې خورا حیاتي مساله ده. رپوټونه وايي روسیه د ځینو ځانګړو وسلو له کمي سره مخ ده، چې ښايي د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د روسیې د جګړې وړتیا محدوده کړي.
برعکس، د طالبانو [لاس ته لوېدلي] اېم ۱۶ ټوپک او فورډ رینجر ګاډي داسې څه نه دي چې یوه جدي مخالف ته دې ستر ګواښ شي، خو د سوریې وسلو یوه واقعي پوځي وړتیا رامنځته کولای شوای. ډېری دا محاسبې اوس د اسراییلي بریدونو له امله فرضي شوې دي، ځکه اسراییل د سوریې پوځي اډې او تاسیسات په نښه کړي دي. د شمېر او د وسلو د ډولونو له مخې روسیې او په دمشق کې د هغې پخواني متحد په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو په پرتله، ډېر لوی زیان کړی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا ملاتړ نه کوي.
سرچینه: فارن پالیسي
لیکوالان: ګیل بارن ډولر او متیو سي. مای

تازه به مو رسنیو کې لوستي وي چې واک ته د سوریې نوي رسېدلي رژیم اعلان کړی چې عسکر به یې د هیڅ سوریايي وګړي په شخصي حریم تېری نه کا.
دا امر چې د دې رژیم مرکزي قوماندانۍ خپور کړی خپلو عسکرو ته یې په ټینګار یادونه کړې چې " ان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو په لباس به کار نهلري، ځکه سوریایان یو متمدن ملت دی او د هر وګړي عزت او درناوی یې باید خوندي وي."
دا په ښکاره د یوې جنګ ځپلې سوریې لپاره ښه خبر دی، ځکه هغه ډله چې وړاندې په تاوتریخوالي، افراطیت او وژنو کې ښکېله وه؛ نن نسبتا نرمه پالیسي مخته وړي.
د هییت تحریر الشام ډله او ورسره یې ایتلافي ډلې دومره هم سپېڅلي نهدي، څومره چې رسنیو تبلیغ کړل. د دوی پخوانۍ کړنې، جګړه کې بری او راتلونکی سیاست یو جلا بحث دی.
په هر حال زما د لیکنې اصلي موخه د سوریې په څېر د یو بل جنګ ځپلي هېواد د وګړو وضعیت دی چې نن پرې خپله خاوره جهنم ګرځېدلې او ان د خپل لباس اغوستو واک و اختیار لاس کې نهلري.

ښکاره د سوریې جنګي ایتلاف هم لکه د افغانستان په څېر د بشار اسد د رژیم پر ضد بریا ته ورسېد. د دوی سیاست هم لکه په کابل کې د واکمنو شعار د اسلام بشپړ عملي کېدل دي؛ خو هغه چې دمشق کې وشول او هغه څه چې کابل کې روان دي؛ له یوه دین دوه تعریفه را پېژني.
هغه اسلام چې په سوریه کې حاکم شوی، زدهکړه روا بولي، د خلکو شخصي حریم ته درناوی د اسلام برخه ګڼي، د نجونو او ښځو لپاره په ټولو برخو کې اشتراک یو حتمي امر مني، ملي سرود په رسمیت پېژني، ملي بیرغ ورته د خپلې ډلې له بیرغ وړاندې د ملي ارزښت په توګه مطرح دی او لنډه دا چې ټول هغه اصول چې نننۍ متمدنه نړۍ یې لري؛ د سوریایانو لپاره یې غواړي.
بر عکس په کابل حاکم شوی اسلام بیا نور څه وايي. په دې اسلام کې ښځه مینځه یا غلامه ده چې د زدهکړې، کار، سیاست او ان تفریح حق نهلري، غږ یې محرم دی، مخ یې عورت او ان لاس لیدل یې د شهوت را پارېدو وسیله.
همدا ډول په دې اسلام کې هیڅوک د یوه طالب پر وړاندې د غږ پورته کولو حق نهلري، کار نهشي غوښتی، د اولاد لپاره د تعلیم غوښتنه یې د نظام ضد بغاوت یادېږي، په استخباراتي کړنو یې بحث کفر مطلق دی، د وطن د معدنیاتو په چور تالان یې نیوکه تخریب او په امیر خو یې نیوکه "بلا تشبیه"د پیغمبر په نبوت شک ښودل دي.
اوس جالبه دا ده چې له اسلامه د دې ګونو روایتونو راویان درګرده اخته دي له کابله د دمشق بریا ته نڅاوې کوي، انسان حیران شي چې واښه خوړونکي به هم په دومره تناقض کې ژوند وکا.؟
اصلي خبره دا ده چې په کابل واکمنو د افغانستان لپاره د اسلام هغه نسخه راوړې چې استخباراتي ده او په هغه قلم لیکل شوې چې رنګ یې د یوه لوی ملت وینې دي او د همدې ملت د انزوا او بربادۍ لپاره جوړ شوی دی.
دا نسخه د اسلام افراطي تعبیر دی چې قصدا او بې له کومې اسلامي مخینې او روایت د استخباراتو په خونو کې جوړ شوی او د افغانستان د لهمنځهوړو لپاره را انتقال شوی دی. هو با هو لکه د ګوډ او ړوند ملا اسلام چې د هر روښان فکره د وژنې حکم له ځان لري او هره هغه دروازه بندوي یا یې لهمنځه وړي چې د ابادۍ لپاره پرانستل کېږي.

اوس د اسلام له دې روایت سره مبارزه د هغه ملت دنده ده چې د همدې اسلام پاکه نسخه یې د خپلو نېکونو په وسیله تر نورو لېږدولې وه. په دې مبارزه کې باید دا ملت د بلې هر تکیې پرته په خپل زور و قوت دا افراطي تعبیر مسخه کړي او وښيي چې افغانان د یوه با عظمته قوم په توګه د دې لارې پیروان نهدي.
اوسمهال د افغانستان خلکو ته په یوه وخت کې دوه مبارزې ور تر غاړې دي چې د افراطیت ور تر غاړه کېدونکی ځنځیر مات کړي او همدا ډول خپل راتلونکی نسل د اسلام د دې افراطي تعبیر له زدهکړې وساتي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا ملاتړ نه کوي.

د حقاني شبکې د جګپوړي غړي او د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني له وژل کېدو وروسته سراج الدین حقاني احمد حقاني د خپل پلار خلیل الرحمن حقاني ځای ناستی وټاکه. ملا هبت الله د مخکینۍ کوټې شورا په مشوره غواړي چې د حقاني شبکې د کورنۍ پر دې پرېکړه پښه کېږدي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال د خلیل الرحمن حقاني له ترور وروسته د هغه د ځایناستي لپاره د روانو هڅو په تړاو د طالبانو له څو باخبره سرچینو سره خبرې کړې دي.
د خلیل حقاني ځایناستی احمد حقاني څوک دی؟
احمد حقاني د حقانی شبکې د ترور شوي غړي خلیل الرحمن حقاني مشر زوی دی او د حقانی شبکې بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني وراره او ددې شبکې د اوسمهالي مشر او د طالبانو په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د تره زوی دی.
طالبان یې حافظ هم بولي. احمد حقاني دوه ځله له خپل ترور شوي پلار سره یوځای د پاکستاني استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
لومړی ځل په ۲۰۰۳ او دویم ځل په ۲۰۰۵ کلونو کې ونیول شو او بیا وروستی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستاني استخباراتو له زندان څخه ازاد شو.
د طالبانو سرچینې وايي، چې احمد حقاني د حقاني شبکې تر چتر لاندې په بریدونو کې برخه اخیسته، چې یو ځل په ټپي حالت کې د امریکایانو له خوا له نیول کېدو وروسته بګرام زندان ته انتقال شو. د سرچینو په خبره، احمد حقاني د حقاني شبکې د فدایي یا د ځانمرګو ګروپ مرستیال او ددې شبکې د مشر سراج الدین حقاني له نږدې کسانو کې شمېرل کېږي.
احمد حقاني د خپل ترور شوي پلار خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا د پلار ځایناستی وټاکل شو. سراج الدین حقاني د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي په حضور کې احمد حقاني ته د مشرۍ پګړۍ ور پر سر کړه.
حقاني شبکه له دې کار سره دا هڅه هم کوي، چې په خپله ډله کې قدرت نوي نسل ته انتقال کړي او هغه څوک رامخکې کړي چې په راتلونکي کې د سیاست په ډګر کې د حقاني شبکې او ددې کورنۍ استازیتوب وکړای شي.
د حقانیانو دا کار ددې ښودنه کوي چې دوی ته د کډوالو چارو وزارت لپاره د راتلونکي سرپرست ټاکل مهم دي او په کندهار کې ناست د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ښيي، چې احمد حقاني کولی شي د خپل پلار ځایناستی شي. دوی واردمخه کندهار ته خپل انتخاب په ډاګه کړی.
ملا هبت الله غواړی د حقاني شبکې واک کم کړي
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د کندهار وروستۍ غونډه د طالبانو د مشر ملاهبت او د حقاني شبکې تر منځ له ناندریو وروسته پای ته رسېدلې ده.
د کندهار په وروستی غونډه کې د حقاني شبکې غړي خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د مشر ملا هبت الله د وروستيو فرمانونو په ځانګړي ډول د طبي زده کړو په تړاو د وروستي فرمان په ښکاره مخالفت کړی.
د خلیل حقاني د جنازې مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په خپله وینا کې د خلیل الرحمن حقاني له مخالفت څخه پرده پورته کړه او ویې ویل چې د کندهار په وروستۍ غونډه کې یې د ملاهبت الله پر وړاندې په جرئت سره خپل نظر له ټولو څخه مخکې وړاندې کړ.
په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو مشر ملاهبت الله غواړي د حقاني شبکې ځواک راکم کړي او دغه ډله کمزورې کړي. ملاهبت الله دا یو فرصت ګڼي.
د طالبانو یو شمېر پلویانو د خلیل حقاني پرځای د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي محمد یوسف وفا، چې د ملا هبت الله له نژدې کسانو څخه دی، د ګومارنې تبلیغات پیل کړي، خو دا رپوټونه ډېر ژر د ځینو طالبانو له خوا رد شول او ځینو پر دې پرېکړې نیوکې وکړې.
د طالبانو رسمی ویاندویان په ځانګړي ډول له ملا هبت الله سره ناست په کندهار کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وروستي رپوټونه نه رد کړي او نه یې هم تایید کړي دي.
د طالبانو ځینې سرچینې وايي چې کندهار دا رپوټونه په لوی لاس خپروي څو د حقاني شبکې غبرګونونه معلوم کړي.
سرچینې زیاتوي ملاهبت الله هڅه کوي، چې لومړی د خپلې خوښې کس وګوماري او که ددې پرېکړ پر وړاندې غبرګونونه زیات ول نو بیا په دویم قدم کې هڅه کوي نه هم د خپلې او نه هم د حقانی شبکې په خوښه کس د وزارت سرپرست په توګه وګوماري.
دا به په راتلونکو ورځو کې په ډاکه شي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني تر منځ د کډوالو چارو وزارت د سرپرست ټاکلو پر سر د روانو اختلافاتو دا سلسله تر کومه ځایه رسیږي.