د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
تقریباً هر افغان هرځای چې له بل سره مخ شي،نو یوه پوښتنه به یې دا وي:
- چې څه به کیږي؟
ملامت نه دي. هغوی چې په وطن مېشت دي د ژوندي پاتېدا لپاره بدلون غواړي، د خپلو لوڼو او خویندو برخلیک ته یې زبون وهل شوی او له خپلو انساني حقونو محرومیت یې ژوند ورتریخ کړی.
وزګاري، لوږه او بلا نورې ربړې یې سرباری. بهرمیشتي هغه هم خپلې ستونزې لري. لویدیځمیشتی یې ښه مادي ژوند لري، خو لا هم په وطن پسې کړیږي او له ژورو خپګانونو څخه غواړي وطن ته وتښتي. د ګاونډمېشتو خو بیا بیخي بېړۍ غرقه ده. ټول بدلون غواړي، خو نه پوهېږي، چې بدلون څنګه راځي؟ څوک یې راولي؟ له چا یې باید تمه ولري؟
د بدلون لپاره ترهرچا لومړی د امریکا نوم یادیږي. دا هر ذهن ته رسیږي، چې امریکا دې په دنیا کې بدلونونه راولي. که څه هم بشپړ اکثریت بدلونونه یې چې راوستلي د زهرو حیثیت یې لرلی دی، وینې بهېدلي، جګړې شوي او بدې پېښې، خو ولې لاهم هرچا ته دا ذهن ته ورځي چې امریکا؟
د ټرمپ له بیا واک ته رسېدا سره ولې دومره پوښتنې راپورته کیږي، چې له افغانستان سره به څه کیږی؟
ولې ټول وارخطا دي؟
پر افغانستان واکمن مستبدین، د هغوی وسلوال فاسد تنظیمي مخالفان؟ لوستي او ان عام خلک؟ څه پېښه ده؟
البته دا فکر ګڼ مخالفان هم لري،چې ګواکې بیا دې بدلون راشي او دا بدلون دې امریکا راولي. مخالفان درې ډلې دي.
لومړۍ ډله هغوی دي، چې ګواکې امریکا ښه پېژني. د دوی استدلال دا دی، چې امریکا نوره افغانستان ته شا کړې ده او دا هېواد ورته چندان مهم نه دی، ځکه په دنیا کې تر دې نور مهم کارونه لري او خلک هسې بېځایه ورته په تمه دي.
دویمه ډله پر افغانستان د مستبدو واکمنو پلویان دي، چې امریکا ته سترګې په لار فکر ته د اشغال د بیا پیلېدا په سترګو ګوري، په بدو ادبیاتو یې غندي او هغوی ته پېغورونه ورکوي، چې امریکا ته سترګې په لاره دي او دا تمه یې خوب وخیال ګڼي. دوی لا دا باټه هم ورسره سرباری کړي، چې ګواکې امریکا دلته داسې ماتې شوې نهده، چې بیا به د راتللو غلطي کوي.خو دخندا وړ خبره دا ده، چې همدا واکمن مستبدین او پلویان یې هم هغو میلیونونو ډالرو ته د «آب حیات» په سترګه ګوري چې هره اونۍ پټې وښکاره له امریکا ورته راځي، همدوی هم چې واوري ټرمپ غواړي دا پیسې بندې کړي، ولړزیږي او د خپل مستعجل و مستبد واک بنسټونه لړزېدلي وویني او ژر دا چورت وروغورځيږي، چې څه به کوي؟ چېرته به ځي؟ د بهرنیو اړیکو متفکر ماغزه یې چیغې کړي، چې « مستر ټرمپ» ښه سړی دی او ګوندې له موږ سره ښه مناسبات جوړ کړي. د بهرنیو چارو سرکار یې نور ستومانه شو، هه که د امریکا سر ورخلاص کړي، چې له دوی سره ښه مناسبات یې په ګټه دي.
د امریکا له خوا د بدلون راوستلو درېیمه ډله مخالفان ملتپال او معقول سیاستوال یا شنونکي دي، چې ښې، عقلاني او پر منطق ولاړې خبرې کوي، خو طرحې وخبرې یې ډېرې عملي نهدي یا ښه ده ووایو ژر عملي کېدلای نهشي. د عاج په برج کې ناست دغه ملتپال روښانفکران وايي:
«هېڅ پیشو د خدای لپاره موږک نهنیسي» او امریکا هم په خپلو ګټو پسې ده، نه افغانستان او نه هم افغانان ورته مهم دي، که ګټه یې وه د افغانانو له پرېکړې و نظر پرته هرڅه کوي او که ګټه يې نه وه افغانان دې وژل کیږي، بېوزله دې وي، له ښوونې و روزنې دې محروم وي، په دوی یې څه؟
موږ ولې باید تل امریکا ته په تمه شو؟
ولې په خپلو خلکو د باور پر بنسټ یو ملي ځواک رامنځته نه کړو او ولې وطن له دننه جوړ نهکړو؟ تر کله به پردیو ته په تمه یو؟ د دغې درېیمې ډلې استدلال عالمانه او سم دی، خو د اورېدونکیو ورته زړه تنګیږي، پدرانه نصحیتونه ورته ښکاري او سخت غیرعملي ورته ایسي. خلک وايي: موږ پر سره اور ناست یو، بدلون ته سترګې په لار یو، همدا نن یا سبا.
خلک وایي: موږ درې نسله پرلپسې کار و زیار و روښانیتا و ویښتیا ته په تمه پاتېدلای نهشو، چې خلک په خپله د ځان په ګټه یو داسې بدلون راولي، چې خپلواک ولسواک نظام جوړ کړلای شي. د خلکو بل استدلال دا دی، چې د پاکستان و ایران په شان ګاونډی او نور دښمنان مو دغه حالت ته نهپرېږدي او « فیل در ګِل مانده را شاهفیل می باید کشید!»
په هر صورت اصلي کیسه دا ده، چې په نړیوالو بدلونونو کې د امریکا نقش دومره مهم دی، چې یوازې افغانستان نه، بلکې د نړۍ ګڼ هېوادونه یې هر سیاسي- ستراتيژیک حرکت ته بوڅ او په څو ناست دي، چې ودریږه امریکا کې څه پېښيږي؟
افغانستان خو د اوکراین له جګړې رانیولې، د منځني ختیځ، چین، روسیې، منځنۍ اسیا او ان جنوبي اسیا له پېښو سره تړلی هېواد دی، نو په لویو نړیوالو سیاستونو کې چې هربدلون راځي، خامخا به یې افغانستان هم له اغېز څخه په امن نه پاتیږي. افغانستان خو یو کمزوری او بیچاره هېواد دی، د امریکا بدلونونو ته لا اروپايي ځواکمن هېوادونه هم په اندېښنه ناست وي. د اروپايي هېوادونو تلویزیوني چینلونو د ډونالد ټرمپ د تاجپوشي ( لوړې) مراسم بشپړ او مخامخ خپرول، د هغه پر هرې وینا او هرې خبرې یې تحلیلي مکثونه کول، لوی لوی شنونکي یې کېنولي وو، چې د ټرمپ دا خبره څه مانا؟ او دا اقدام به یې په اروپا څه اغېز وکړي؟ پوښتنه رامنځته کېږي، چې په دې زورورو هېوادونو کې د امریکا دومره نفوذ او اغېز څه مانا؟
اروپایان ښه پوهیږي، چې د اوکراین جګړه د دوی جګړه نه ده او له تاوان پرته یې هېڅ ګټه نهشته، خو بیا هم سلګونه میلیونه ډالر(!) پکې لګوي او له روسیې سره په ډغرو کې یې هم د خپل اقتصاد بېخ و اېست او هم یې اوکراین له اده باده خلاص کړ.دا ولې؟
په اروپايي هېوادونو کې کیڼاړخي سیاستوال او عام خلک پوښتي، چې دا د امریکا جګړه ده، موږ ولې پکې ښکېل یو؟
په سوریه کې څه پېښيږي؟ د سوریې جګړه او بدلونونه د امریکا په خوښه روان دي. عراق، ایران او د افریقا شمال و ګڼ عربي هېوادونه د امریکا د بدلونونو هر ویښته څاري او هرې اشارې سره یې خپل برخلیک تړلی بولي. ایا دا له ځانه د پردیتوب، پرځان نه باور او په پانګواله امریکا بېځایه تکیه ده، که له نړیوالو پېښو سره ریالیستیک چلند؟
هغوی چې امریکا پېژني او د همدې پېژندنې له مخې وايي: افغانستان ورته مهم نه دی، باید افغانان پخپله خپل غم وخوري.کله یې چې وپوښتې : که داسې ده نو ولې یې هره اونۍ میلیونونه ډالر خپلو دښمنانو (؟!) ته راروان کړي دي؟ایا ریښتیا د مستبدو واکمنو په ژبه « ماته شوې او ړنګه شوې امریکا اوس له ډاره اسلامي امارت ته جزیه ورکوي» ؟ ولې د واکمنو له ۹۹٪ مخالفت او شکایتونو سره سره له یوه ناڅرګنده ادرس څخه د نجونو ښوونځي تړلي دي؟ بیا نو دغه امریکاپېژندونکي هم حیران شي او ځواب نهلري.
د امریکا پېژندل شوی ځانبللی «استازی» او د دوحې د کرغېړن تړون نوښتګر، پرته له دې چې کوم رسمي مکلفیت ولري، لا هم له خپل سفري بکس سره په هوایی ډګرونو کې راڅرګندیږي، واکمنو ته نصیحتونه کوي او کله یې له ایران سره کار وي او کله هم له پاکستان و عمران خان سره. په منځ منځ کې نارې کړي، چې:
- « د افغانستان وروستی فصل لا کښل شوی نه دی او امریکا چې څه کرلي لا یې رېبلي نه دي»
دا فصل کوم فصل دی؟ او څه به لا رېبل کیږي و کرل کیږي؟
د ټرمپ له لوړې سره سم د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ولې وارخطا دی او دا ګڼي، چې امریکا به یو ځل بیا په افغانستان کې د خپل محدود (!) پوځي حضور لپاره هڅه کوي او دا د روسیې لپاره مهمه خبره ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ولې کابل ته راروان دی؟ پاکستان ولې په قبایلي سیمو کې اور بل کړی او د دنیا ترهګرې ډلې ورته په شوق راروانې دي، چې دلته بیا د ځان لپاره ځالې جوړې کړي؟ القاعده له نویو حالاتو څنګه الفایده پورته کوي او داعش ورځ تر بلې چاغیږي؟ د کورمې و پاړه چنار د سني و شیعه پښتنو جګړې ولې زیاتیږي او په ټوله پښتون مېشته سیمه کې د دې پېچلیو او خونړیو جګړو لګښتونه څوک ورکوي؟ ایا ریښتیا امریکا له سیمې و افغانستان څخه لاس اخیستی دی؟
کیسه دا ده، چې نړیوال سیاست، اقتصاد او امنیت په چټکۍ سره د نړیوالتیا Globalization په کړۍ کې راڅرخي، هماغسې چې د دنیا له هرګوټ څخه تاسو خپل یو خواخوږی په څو ثانیو کې اورئ او مخامخ یې په سکرین وینئ، هماغسې چې د څو ډيجیټلي نومرو په کېکاږلو په چین کې ځان ته جامې اخلئ او څو ورځې وروسته مو د کور مخ ته رارسیږي، هماغسې چې په اندونیزیاو مالیزیا و سینګاپور کې کار کوئ، خو ناست په کوم عربي هېواد کې یاست، همدغسې د نړۍ سیاسي، اقتصادي و امنیتي پېښې ستاسو برخلیک ټاکي.د اوکراین جګړې ته امریکا بېړه لرله، د دوحې تړون یې وکړ،افغانستان یې یوې مستبدې ډلې ته وروسپاره او اته میلیونه افغانان یې له هېواده تبعید کړل،د دې پېښو اړیکه یوازې د نړیوالتیا همدغه زمانه له عقل سره جوړولای شي او بس.
نړیوالتیا د ننني انسان لپاره ډېرې ګټې لري. په دې کې شک نهشته او ښايي د ګټو د بیانولو لپاره یې کتاب کتاب خبرې وشي، خو زهرجن تاوانونه یې هم کم نهدي. په ټولنیزو اړیکو ښکلی انسان یې له ډیجیټل مخاطبانو سره دومره ښکیل کړ، چې خپلوان خو لا څه چې پلار و مور و زوی و خور و ورور هم د « های و بای» اړیکه لا سره پاللی نهشي. انسانان یې په دردناکه توګه په خپل بانکي اکاونټ او هوښیار تیلیفون پورې تړلي دي. په سیاست کې هم داسې رواني Psychological لوبې روانې دي، چې د ټولې دنیا پېښې له امریکا سره تړل کیږي. دا یو ډول سیاسي - رواني اعتیاد دی. که د چا د څپلۍ بند وشکیږي، هم باید امریکا وښکنځي او که څوک وغواړي خپل بچي ته نوې څپلۍ واخلي هم یوځل سهار د امریکا په اړه خبرونه اوري، چې په دنیا کې څه روان دي؟ او ایا دغو پېښو به د ماشومانو د څپلیو په قیمت اغېز کړی وي که نه؟
نن سبا چې هرافغان بل افغان وپوښتي: څه به پېښیږي؟نو هغه معقول ځواب یې دا دی، چې په موږ چې هرڅه کیږي له بهره کیږي، خو علاج او حللاره یې کورنۍ او افغاني ده، باید سره یو شو.
مقابل لوری خامخا ورته وایي:
خو که څوک مو پرېږدي، لا هم نیابتي جګړې په نړۍ کې د زبرځواکونو ترمنځ د سیالیو، دښمنیو او مخالفتونو اصلي وسیلې دي او موږ د نیابتي جګړو سرچینه یو.
ټرمپ ویلي:
امریکا به نوره په جګړو کې ښکېله نه شي! ریښتیا یې ویل: ځکه ترهغو چې نیابتي ډلې ټپلې – خبرې یا ناخبرې – د امریکا د ګټو لپاره جنګیږي یا جنګول کیږي، تر هغو به امریکا دې ته اړتیا ونهلري، چې مخامخ په نورو نړیوالو جګړو کې ښکېل شي.
په دې منځ کې موږ چېرته یو؟ څومره هوښیار یو؟ څومره له هرڅه خبر یو؟ څومره د خپل برخلیک د بدلون لپاره په ملي یووالي او ګډه اراده سنبال یو؟ او د خپل حالت د بدلون لپاره څه کولای شو او څه نه؟ د دغو پوښتنو ځوابول یو ملي بنډار (دیسکورس = ګفتمان ) غواړي. څوک به یې راپیل کړي؟ څه وخت؟ دا هرڅه باید ځواب شي.
د جنورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې د ولسمشر په توګه د تحلیف له مراسمو وروسته ډونالډ ټرمپ خپلې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ اعلان کړې او سمدستي یې کارونه پیل کړل. ټرمپ د ولسمشر په توګه د دندې پیلولو سره چې کوم اجرایوی اوامر صادر کړل، له هغو یو هم امریکا ته له بهره د مهاجرت پروسو ځنډول دي.
دغه اجرایوي امر د لسو زرو نه زیاتو هغو افغانانو امریکا ته د تګ مخه ونیوله چې د مهاجرت ټول حقوقي کارونه یې خلاص شوي وو. په دوی کې ۱۶سوه داسې کسان هم وو چې د سفر لپاره یې د الوتکو ټکټونه هم اخستي وو. په دوی کې زیاتره داسې خلک دي چې له خپلو کورنیو سره د یو ځاې کیدو لپاره امریکا ته درومي او له دوی سره پخوا د امریکا حکومتونو د مهاجرت ژمنې کړې وې.
شان وان ډایور، چې امریکا کې د افغانانو د میشته کیدو د کمپاین موسس دی په یوه مرکه کې ویره څرګنده کړې ده چې د دغه تصمیم په نتیجه کې به د هغو زرګونو افغانانو ژوند په خطر کې ولویږي چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره دندې ترسره کړې وې.
د افغانانو د راوستلو کمپاین له خوا په یوه مطبوعاتي بیان کې ویل شوي دي چې دا تصمیم به په نړیواله کچه د امریکا پر زعامت باور ته زیان ورسوي او په راتلونکي کې به له امریکا سره د لاس یو کوونکو زړونه ټکني کړي.
پیسې د وسلو په بدل کې
ولسمشر ټرمپ دا اعلان هم وکړ چې امریکا به په راتلونکې کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته ډالر په دې شرط ورکوي چې هغوی هغه وسله امریکا ته بیرته ورکړي کومه چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو په وخت کې پاتې شوې وه.
په ۲۰۲۲ کې د امریکا د دفاع وزارت له یوه رپوټ سره سم له افغانستان څخه د امریکايي پوځ د عودت په وخت هلته د پاتې کیدونکې وسلې ارزښت اووه میلیارده ډالره وو. اوس اولسمشر ټرمپ وايي چې د امریکا له خوا له افغانستان سره مالي کومک به د امریکايي وسلو له راستنیدو سره مشروط وي.
که څه هم ولسمشر ټرمپ په دې باره کې زیات جزئیات نه دي ښکاره کړي، خو شنونکي وايي چې ټرمپ د ولسمشر بایډن د حکومت له خوا په ۲۰۲۱ کې د امریکايي پوځونو د راایستلو په انتظام او له هغه وروسته په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته د میلیاردونو ډالرو د ورکولو پالیسۍ انتقاد لري او هغه دغه پالیسي له سره ترتیبول غواړي، خو د نوې پالیسۍ تفصیل تر اوسه جوت شوی نه دی.
څیړونکي دا هم وايي چې په افغانستان کې د امریکا د پاتې وسلو د راستنولو مساله خورا پیچیده او جنجالمنه ده ځکه چې دغه وسلې طالبانو پر خپلو ځواکونو سربېره نورو وسله والو ډلو ته هم ډالۍ کړې دي او یا یې پر هغوی پلورلې دي.
د پاکستان حکومت څو څو واره ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي ) او بلوڅ جنګیالي دغه امریکایۍ وسلې پاکستان کې په خپلو بریدونو کې کاروي، نو ایا اوس به د دغو وسلو بیرته راټولول ممکن وي ؟ او که ممکن نه وي نو بیا به د امریکا عکس العمل څه وي؟ د دې پوښتنو ځوابونه به د وخت په تیریدو سره جوتیږي.
چین، روسیه او طالبان
پر دې سربیره له چین او روسیې سره د ولسمشر ټرمپ د حکومت د مناسباتو نوعیت به هم د امریکا او افغانستان په مناسباتو بې اغیزې نه وي.
د مثال په توګه که د امریکا او چین تر مینځ تجارتي جنګونه زور بیامومي، نو په هغه صورت کې به ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د چین سرمایه ګزارۍ د مخنیوي لپاره خپل پوره وس وکړي او په دې موخه به پر طالبانو فشار راولي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې د افغانستان له ستراتیژکې جغرافیا سره سره د دغه هیواد په طبیعي زیرمو هم د ابرقدرتونو او د ګاونډیو هیوادونو نظر دی او هر څوک هغه په ارزانه بیه تر خپل انحصار لاندې راوستل غواړي.
البته که د امریکا او چین مناسبات زیات خړ پړ نه شي او په دوی کې څه نه څه مفاهمت وجود ولري نو د دې په نتیحه کې به په یوریشیا کې یو نسبي ثبات مینځ ته راشي، چې د دغې سیمې له نورو هیوادونو سره سره به د افغانستان په ګټه هم واوسي. همداراز که د اوکراین جنګ بند شي او د امریکا او روس تر مینځ شخړې کمې یا ختمې شي نو دغه پرمختګ به هم د ټولې یوریشیا د ثبات لپاره مثبت عامل اووسي او افغانستان به هم ترې ګټه پورته کړای شي.
ټرمپ؛ ایران او پاکستان
ایران د افغانستان نږدې ګاونډی هیواد دی. په خپل تیر حکومت کې هم ولسمشر ټرمپ پر ایران فشار سوا کړی و. له ایران سره یې د اتومي وسلو په تړاو تړون ختم کړی و او په ایران یې کلک اقتصادي او مالي بندیزونه لګولي وو. د کال ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې امریکا د ایران یو مشهور جنرال قاسم سلیماني په عراق کې د ډرون په برید کې وژلی و.
پوښتنه دا ده چې دا ځل به دټرمپ په حکومت کې د امریکا او ایران مناسبات په داسې حال کې کوم شکل غوره کوي چې لږه موده وړاندې د اسراییل او ایران له خوا په یوه بل پوځي بریدونه شوي او ویل کیږي چې ایران د اتوم بم جوړولو پروژه په مخ بیولې ده ؟ که څه هم افغانستان به د امریکا او ایران په شخړه کې نیغ په نیغه کوم نقش ونه لري خو بیا هم که د ایران او امریکا ترمینځ پوځي ټکر کیږي نو هغه به د جوخت ګاونډي هیواد په توګه افغانستان لپاره بې اغیزې نه وي.
د پاکستان اوسنی حکومت په دوو وجوهاتو په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ د حکومت په راتلو وارخطا دی.
لومړۍ وجه د پاکستان له دودیز حریف هند او د دغه هیواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د ټرمپ تاوده مناسبات دي. د پاکستان حکومت په دې خبره خورا زړه بدی و چې د ولسمشر ټرمپ د تحلیف په مراسمو کې هند ته په رسمي توګه بلنه ورکړل شوې وه او د هند د بهرنیو چارو وزیر ته په مراسمو کې ټرمپ ته مخامخ څوکۍ کې ځای ورکړل شول و. د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر خپله لومړنۍ لیدنه د هند د بهرنیو چارو وزیر سره وکړه خو د پاکستان حکومت کې هیچا ته په مراسمو کې د ګډون رسمي بلنه نه وه راغلې.
د پاکستان یو سیاستمدار بلاول بوټو زرداري او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ټرمپ له لوړې وروسته د خوښۍ په غونډو کې په شخصي توګه په پیسو د ټکټ په اخستلو ګډون وکړ خو د امریکا د نوي حکومت له هیڅ یوه غړي سره یې لیدنه ونه کړای شوه. د پاکستان حکومت بل په دې یریږي، چې په زندان کې ناست پخوانی لومړی وزیر عمران خان په امریکا کې پیاوړې لابي لري او دوی له دې امکان نه ویره لري چې د دغو لابي ګرانو د زیار په نتیجه کې به د ولسمشر ټرمپ حکومت پر پاکستان فشار واچوي چې عمران خان له زندان نه خوشی کړي.
د طالبانو مشروعیت او دوام ته زیان: که چېرې د جرمونو نړۍواله محکمه د دغې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د نیولو حکم وکړي نو د محکمې د نیولو حکم به د طالبانو مشروعیت سخت زیانمن کړي او دا ډله به په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د بشري حقونو ضد ډله په رسمي ډول ونومول شي.
نړۍواله ټولنه به د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو څخه لا پسې ډډه وکړي او هغوی به په نړۍوالو اړیکو کې لا منزوي شي.
سیاسي فشار زیاتېدل: د طالب مشرانو د نیولو احتمالي حکم به پر هغو هېوادونو فشار لا زیات کړي چې له طالبانو سره تعامل لري. چې ښکاره بېلګې یې ګاونډي هېوادونه دي. دوی به اړ شي چې خپلې اړیکې محدودې کړي او که اړیکې وساتي، د نړۍوالې ټولنې له نیوکو سره به مخ شي.
اقتصادي اغېزې: دا ډول احتمالي حکم به د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي، ځکه چې د طالبانو حکومت به له لا زیاتو بندیزونو سره مخ شي. د نړۍوالو مرستو بندېدل به د بشري بحران کچه لا لوړه کړي.
د طالبانو داخلي مشروعیت کمزوری کېدل: که د نیولو غوښتنه عملي هم نه شي، د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نړۍوالو تورونو شتون به د دوی پر داخلي ملاتړ هم اغېز وکړي، ځکه چې ډېر افغانان د دوی د کړنو مخالف دي.
د بشري حقونو وضعیت ښه کېدل: د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه به د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې یو روښانه غبرګون وي، چې دا به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه کولو لپاره هڅوونکي ګامونه وي او هم به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د نړۍوالې ټولنې یوه روښانه تګلاره هم اعلان شوې وي.
طالبانو ته ورپېښ زیانونه
که څه هم د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال یوازې د ملا هبت الله او شیخ حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده، خو د عملي کېدا په صورت کې دا غوښتنه او راتلونکې احتمالي پرېکړه طالبانو ته یو شمېر زیانونه هم پېښوي.
د سفر محدودیت: د طالبانو مشران به د نیولو د وېری له امله بهرنیو هېوادونو ته سفر ونه شي کولای او د دوی سیمه ییز او نړۍوال فعالیتونه او تعاملات به لا رامحدود شي.
د پټ نړۍوال او سیمه ییز ملاتړ له لاسه ورکول: هغه هېوادونه چې په محدود ډول له طالبانو سره تعامل لري؛ لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان، به د نړۍوالو فشارونو له امله د خپلو اړیکو بیا ارزونه وکړي، چې دا چاره طالبان په مطلق ډول منزوي کولی شي.
پوځي فشار زیاتېدل: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د ملا هبت الله او شیخ عبدالحکیم د نیولو امر صادر کړي او په ورته وخت کې په افغانستان کې په افغانستان کې سرغړونې په همدې ډول روانې وي؛ نو د نیولو حکم به نړۍوالو ځواکونو ته یو قانوني اساس برابر کړي چې د طالبانو پر مشرانو نظامي عملیات ترسره کړي او یو ځل بیا به بهرنیو ځواکونو ته افغانستان ته د تګ دلیل په لاس ورشي.
د کورنیو مخالفتونو زیاتېدل: که چېرې د د جرمونو نړۍواله محکمه د نیولو غوښتنه ومني؛ نو د طالبانو په دننه کې به اختلافات زیات شي، ځکه چې ځینې مشران به د خپلو مشرانو د کړنو او نړۍوالو فشارونو مسوولیت پر دوی ور واچوي، چې غوره بېلګه یې سراج الدین حقاني او یو شمېر کابل مېشتي طالبان دي چې غواړي له غرب سره یو څه تعریف شوی تعامل رامنځته کړي.
د بین الافغاني مذاکراتو ټکني کول: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه مني؛ نو د نیولو حکم به د مذاکراتو په پروسه کې د طالبانو ګډون نور هم ستونزمن کړي، ځکه چې نړۍواله ټولنه، افغان سیاستوال او نور مرستندویه اړخونه به له دوی سره د خبرو لپاره لږ چمتووالی وښيي.
که طالبان د دغو هېوادونو په خاوره کې حضور ولري، نو د نیولو لپاره به یې عملیات ترسره شي.
د ځانګړو ځواکونو عملیات: نړۍوال ځواکونه؛ لکه د ملګرو ملتونو ځانګړي ځواکونه یا د ناټو ځواکونه که معلومات ترلاسه کړي چې یاد دوه طالب مشران په کوم ځای کې دي نو کولی شي د نیولو لپاره مستقیم عملیات ترسره کړي.
بندیزونه او محدودیتونه: نړۍواله ټولنه به د بندیزونو له لارې طالبان مجبور کړي چې خپل مشران تسلیم کړي.
د اقتصادي فشارونو او د بهرنیو اړیکو محدودیتونو په مرسته به طالبان منزوي شي.
د سیمهییزو هېوادونو فشار: ګاونډي هېوادونه؛ لکه پاکستان او ایران، چې د طالبانو پر سیاستونو اغېز لري، د احتمالي نیولو د حکم په عملي کېدو کې کلیدي رول لوبولی شي.
دا هېوادونه د نړۍوالو بندیزونو له وېرو سره مخ دي، نو اړ به شي چې له نړۍوالې جزایي محکمې سره همکاري وکړي او که چېرې نړۍوال ځواکونه مداخله کوي ښايي استخباراتي چوپړ ورته برابر کړي.
طالبانو ته د نږدې سرچینو په باور، د ملاهبت الله یو مهم شرط دادی، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې ددې ډلې له خوا پر افغانانو د لګېدلو محدودیتونو او فرمانونو پر وړاندې به د امریکاپه شمول هېڅ بهرنی هېواد مداخله نه کوي. د هغه طبیعت او دریځ ته په پام، په افغانستان کې د امریکا استخباراتي حضور ته اجازه ورکول به اسانه پرېکړه نه وي.
د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغه ډله له داعش خراسان سره لاس او ګرېوان ده او ملاهبت الله ته د خپلو مشاورینو له خوا ویل شوي چې د امریکا له استخباراتي مرستې پرته د داعش خراسان کنټرولول به دې ډلې ته ستونزمن وي.
خو ددغو مرستو څرنګتیا د ملاهبت الله لپاره تر ټولو ستره پوښتنه ده. ظاهرا هغه له دا ډول همکارۍ سره مخالف دی، خو د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او استخباراتو-استخباراتو ترمنځ همکاریو په تړاو ښايي ستونزه ونه ویني. د ایمن الظواهري مرګ او په کابل او اماراتو کې د امریکايي او طالب استخباراتي چارواکو لیدنو ته په کتو، دا ډول همکارۍ په تېرو درې نیمو کلونو کې هم موجودې وې.
یو کابل میشتی افغان سیاستوال د یوه طالب چارواکي له خولې وايي، « موږ له امریکا سره پر استخباراتي حضور کومه ستونزه نه لرو خو دا حضور باید یوازې د امنیتي مسایلو لپاره وي».
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمرداودزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان مستقیم ارتباط غواړي او په دې ارتباط کې به د ملا برادر پرځای، خپله ملاهبت الله صحنې ته راګرځي.
عمر داودزی په دې باور دی چې ملا هبت الله د ملا برادر پرځای له امریکا سره د خبرو اترو لپاره ځان را وړاندې کول غواړي
د داودزي په باور، له امریکا سره ددوحې هوکړه ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړې او ټرمپ یوازې هغه پېژني، خو دا ملا هبت الله نه شي زغملای او غواړي د ټرمپ او کندهار ترمنځ د خبرو اترو یوه مستقیمه اړیکه رامنځته شي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « دویمه خبره دېخوا ملاهبت الله ته مهمه ده، له امریکا سره د خبرو لپاره ملابرادر ناست و، توافق نامه ورسره ملا برادر امضا کړه او ټرمپ ملا برادر پېژني».
داودزي ددواړو خواوو د غوښتنو په تړاو وویل، چې « دوی به ورته وايي زموږ داخلی کارو کې به کار نه لرئ او امریکا به ورته وايي چې منطقوي مسایلو کې به تاسې د امریکا ملاتړ کوئ او له امریکا سره به په ډېرو مواردو کې په یوه خط اوسئ».
امریکا دمګړۍ په کابل کې سفارت نه لري او له طالبانو سره خپلې ټولې خبرې ددوحې له لارې پرمخ وړي.
سي اېناېن د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پنټاګون د چارواکو له قوله ولیکل، چې متحده ایالتونو د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت امریکايي مرسته شوي تجهیزات طالبانو ته پرېیښي دي
داودزی دا د بن لادن د سپارنې په تړاو د امریکا او د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر دریځونو ته ورته بولي او وايي، « دا هغې نقطې ته خبره ودریږي لکه د ملاعمر [پرمهال]، که د مرستې په بدل کې امریکایانو ته وسلې سپاري، نو دا د طالبانو حیثیت ته صدمه رسیږي، که نه یې سپاري بیا دا هغه سړي [ټرمپ] ته بهانه جوړیږي چې بیاورپسې نور قدمونه واخلي».
ټرمپ تر راتلونکو دریو میاشتو پورې د امریکا هر ډول مرستې بندې کړې، چې په دې کې له افغانستان سره بشري مرستې هم شاملې دي، خو هغه په خپلو خبرو کې د مرستو بشپړ بندښت ته اشاره نه ده کړې، چې ښيي طالبانو ته به دا مرستې د « راکړې ورکړې» په بڼه بېرته پیلیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي د یوه طالب او امریکايي بندي له تبادلې وروسته وویل، چې په امريکا کې د ټرمپ ادارې د کار له پيل سره داسې اټکل کېږي چې دواړې خواوې به لازيات پرمختګونه ولري. هغه وویل، «دا تبادله نه يوازې له دې زاويې اهميت لري، چې يو افغان ازادېږي او له خپلې کورنۍ سره يو ځای کېږي؛ بلکې له دې اړخه هم پام وړ پرمختګ دی، چې د طالبانو او متحده ايالتونو ترمنځ د تماس چينلونه پرانيستي دي او دواړه لوري کولای شي نور ګټور مذاکرات هم په خپلو کې سره ولري».
د خبرو اترو د لېوالتیا په تړاو یوه ځايي طالب چارواکي راته وویل، چې « د شېخ صاحب مبارک خپل زوی په دې لاره کې فدایی کړی او هغه له اسلامي شریعت څخه په هېڅ صورت نه تېریږي، خو په امنیتي مسایلو او دوه طرفه همکاریو باندې د خبرو کولو لپاره لېوالتیا لري».
بین الافغاني خبرې اترې څومره ممکنې دي؟
طالبانو د امریکا ددې غوښتې په اړه چې د دوحې تړون پر اساس د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شي، تر دې دمهچندان علاقه نه ده ښودلې. په کندهار او کابل کې د طالبانو مشران له افغان سیاسونو سره د حکومت تقسیم او یوه نوي اسلامي حکومت جوړولو ته چمتو نه دي او نه هم په دې اړه د بحث لپاره چمتووالی لري.
په کابل کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کډون یو شمیر افغان سیاستوال د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي. له دغو افغان سیاسیونو سره اوس هم له بېلابېلو لارو امریکايي ډېپلوماټان اړیکې لري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له نړیوالو استازو سره په ناستو کې بار بار دا یادونه کړې، چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې باید پیل شي.دغه خبرې اترې ددوحې تړون یوه اصلي او مهمه برخه ګڼل کیږي، چې طالبانو تر اوسه اعتنا ورته نه ده کړې.
یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتي چې د جلاوطنه افغان سیاسیونو په راوستلو او پخلاینه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي، خو خپله د کرزي دفتر دغسې رپوټونه تر اوسه نه دي تایید کړي.پخواني ولسمشر له افغانستان څخه بهر ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل خو د کرزي ټینکار دا دی، چې له پخلاینې او بین الافغاني خبرو پرته له افغانستان څخه وتلي افغان سیاسون بېرته د طالبانو د اوسنیو شرایطو پر اساس وطن ته راتلل نه غواړي.
عمر دادوزي د سیاسي جوړجاړي په تړاو وویل، چې « سیاسي جوړجاړی او د سیاسي مذکراتو پیل کېدل یا هم د سیاسي پروسې پیل کېدل دا ورته مهمه ده، ځکه دا د سیاسي پروسې عواقب د حقوق بشر بهبود دی، زه فکر کوم داسې یو حالت راتلونکی دی».
د کرزي د بین الافغاني خبرو غږ ته تر اوسه طالب مشرانو مثبت ځواب نه دی ورکړی خو ګڼ سیاسیون په دې باور دي چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت به پر طالبانو فشار راوړي چې د دوحې تړون پر اساس د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل او یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو ته لاره پرانیزي.
د جنوري پر۲۰مه ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره په داسې حال کې سپینې ماڼۍ ته ننوت، چې سملاسي یې پر طالبانو د امریکا د نغدي مرستو کڅوړې بندې کړې او له طالبانو یې د امریکايي وسلو د بېرته اخستلو خبرداری ورکړی. خو د پېښو دغه ټول پرمختګ او تحلیل داسې مهال دی، چې د افغانستان په تړاو د ټرمپ حکومت سیاست تر اوسه لا نه دی په ډاګه شوی.
تازه یو انځور د ایران د حکومت له خوا د نږدې سرچینو له لارې خپور شوی، چې پکې د ایران د پوځ ځانګړي ځواکونه د امریکا د M4 ټوپکونو په زیات شمېر کې کارول ښودل شوي دي. که څه هم د دې وسلو دقیقه منبع معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په باور، د دې وسلو اصلي پلورونکي طالبان دي.
که فرض کړو چې د ښاغلي ټرمپ ټولې خبرې سمې او د امریکا د محرمو اسنادو پر بنسټ دي، ایا ممکنه ده چې دغه وسلې بېرته امریکا ته راوګرځول شي؟ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمهییزو او نړۍوالو ترهګریزو ډلو لپاره یو خوندي او له کنټرول څخه بهر جنت ګرځېدلی دی. ټولې دغه ډلې د خپلو اړیکو او وړتیاو له مخې دغو وسلو ته لاسرسی لري او د دې وسلو یوه مهمه برخه د طالبانو له کنټرول څخه وتلې ده.
د هغه وضعیت په نظر کې نیولو سره چې زه پرې پوهېږم، حتا که امریکا وغواړي او طالبان هم دې معاملې ته چمتو شي، د پورته یادو شویو دلایلو له امله د دغو وسلو او تجهیزاتو انتقال ممکن نه دی. په ورته وخت کې که حتا په ډېر خوشبینانه حالت کې ټول شرایط برابر شي، د دې وسلو او تجهیزاتو راټولول او انتقال وخت او بودیجې ته اړتیا لري.
زما په باور، د دې وسلو د ترلاسه کولو حل لاره یوازې یو خیال نه دی، بلکې باید د استبداد او ترهګرۍ زړه، یعنې د طالبانو رژیم په نښه شي. د یوه ځواکمن او قانوني دولت په جوړولو سره، چې د خلکو د رایو پر بنسټ او د یو مسوول او غیرمتمرکز جوړښت په لرلو سره رامنځته شي، د دې وسلو د ناوړه استفادې ټولې لارې بندې شي او دغه وسلې بیا د قانون پلي کولو او د عامه امنیت د تامین لپاره وکارول شي.
دلته د افغانستان او د چین د مرز اوږدوالی ۹۲کیلومتره دی.
دا سیمه د ۱۷۶۳ کال نه په رسمي توګه د افغانستان برخه پاتې شوې ده. البته د دې اوسنۍ جغرافیا شکل په ۱۸۹۳ کې د ډیورنډ د کرغیړنې استعماري کرښې په نتیجه کې جوړ شوی او یوه برخه یې په هغه وخت کې په هند اشغال لرونکي بریتانوي استعمار نیولې وه.
په شمال کې واخان دهلیز د تاجکستان د ګورنو بدخشان سیمې سره لګي او جنوب کې واخان د پښتونخوا له چترال سره او د پاکستان د کنټرول لاندې د کشمیر د پخواني ریاست د ګلګت-بلتستان سیمې سره په جغرافیايي توګه لګیدلی دی او همدارنګه د هند د کنترول لاندې کشمیر هم دې سره جوخت پروت دی.
د سیندونو سرچینه
له واخان پنج او پامیر سیندونه سرچینه اخلي او بیا امو ترې جوړېږي
د پنج او د پامیر سیندونه له واخان دهلیز نه سرچینه اخلي او بیا وړاندې د د دغو دواړو سیندونو په یو ځاې کیدو سره د امو سیند جوړیږي.
په واخان دهلیز کې د اوسیدونکو شمیر تر شلو زرو کسانو شاوخوا اټکل شوی او په دوی کې د پامیري، واخي او کرغیز ژبې ویونکي ګډون لري.
د قراقرم، همالیه او هندوکش غرونه د واخان دهلیز نه چاپیره دي، ځکه دې ځای ته د نړۍ بام هم ویل کیږي.
د خپلې سختې یخې هوا او مشکلې غرنۍ جغرافیا په وجه په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان سیاسي اړی ګړی او جنګونو په دې سیمه څه خاص اغیز کړی نه و، خو دا وار په ځانګړو وجوهاتو د داخلي او خارجي سیاسي لوبغاړو پام واخان دهلیز ته اوښتی، چې پرې ځان پوهول اړین دي.
د واخان لرغونی تاریخ
له واخان که اوس د عصري سړک تېرېدو پلانونه دي، پخوا ترې ورېښمو لار تېره وه.
واخان دهلیز او د بدخشان دغه ټوله سیمه لرغونی تاریخ لري. دا د وریښمو د تجارتي لارې یو مهم تم ځای و، چې چینايي تاجرانو ته یې د هند د نیمه وچې، غربي اسیا او د مرکزي اسیا سره د تجارت لنډه لاره تشکیلوله.
اوس هم دغه دهلیز چین ته د جنوبي اسیا او د مرکزي اسیا تر مارکیټونو رسیدلولپاره غټ پوټنشیال لري او که دا وویل شي نو غلطه خبره به نه وي، چې د واخان دهلیز د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلوونکي پل حیثیت لري، چې د اسیا او اروپا تر منځه د ځمکني لوی پل لپاره د وړومبي ګام کار کولی شي.
د دغې سیمې په اهمیت د پوهیدلو لپاره د دې په یوه بل اړخ نظر اچول اړین دي او هغه په تیرو څو لسیزو کې په نړۍ کې د نوي اقتصادي زبرځواک په توګه اوڅارېدونکي قدرتمن هیواد چین د اقتصادي رشد پروسې ته کتل دي.
په ۱۹۷۸میلادي کال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو نه وروسته د شلمې پیړۍ تر پای او د یوویشتمې پیړۍ په اولو کې د چین د ټولنیز او اقتصادي رشد مرکزونه د دغه هیواد په شرق کې و، چې بیجنګ، شانګهای او ګوان ډونګ غوندې ښاري مرکزونو پکې زیات څرګند حیثیت درلود.
د دغو شرقي مرکزونو زیاتره اقتصادي ورکړه راکړه د شرقي اسیا له هیوادونو سره وه، خو په یوویشتمه پیړۍ کې چین د خپلو غربي ایالتونو لکه ژنجیانګ، قنګهای ، ګینسو او شانګسې غوندې سیمو ترقۍ ته خاصه پاملرنه وکړه.
دې سره چین په کال ۲۰۱۳کې خپل د جادې او کمربند ابتکار (BRI ) اعلان کړ، چې په دې کې له اسیا او اروپا سره سره د نړۍ د مختلفو برخو د وچو او بحري لارو په وسیله د تجارت او اقتصادي همکارۍ لپاره د وصل پراخه برنامه رابرسیره شوله.
د چین او پاکستان تر منځه د قراقرم د غرونو له لارې اقتصادي همکارۍ دهلیز ( CPEC ) د دغې برنامې مهمه پروژه ده، چې چین د بحرهند او غربي اسیا سره وصلوي.
د دې سره د واخان د دهلیز د پوټنشیال اهمیت لا زیات رابرسیره شو، ځکه چې دغه دهلیز د بي ار ای د پراخولو په لار کې مهم نقش لوبولی شي.
دلته څلور هیوادونه یعنې افغانستان، چین ، تاجکستان او پاکستان د یو بل سر ه جوخت دي او که د سیمې د هیوادونو تر منځه اړیکې نورمال شي، نو هند هم د واخان له لارې په اقتصادي همکارۍ کې برخه اخستلی شي.
د اقتصادي پوټنشال نه علاوه واخان دهلیز غټ جیو پولیتیک اهمیت هم لري. په افغانستان کې د ابر قدرتونو په منځ کې د هژمونستي شخړو په نتیجه کې زیږیدونکې اړۍ ګړۍ د چین د اقتصادي پراختیا په برنامه کې خنډ اچولی شي.
په دې لحاظ لکه چې د پخواني شوروي اتحاد او غرب تر منځه پخواني سوړ جنګ کې د خیبر او کوژکدرو او د سالنکونو د لارې کوم اهمیت لاره اوس د چین او امریکا تر منځ په نوي سوړ جنګ کې د واخان دهلیز او دې ته ورڅیرمه سیمې هم هغسې ځانګړی جیو پولیتیک اهمیت لري.
دا خبره هم باید له یاده ونه باسو چې د واخان نه چاپیره زیاتره نفوس مسلمانان دي. په پاکستان او افغانستان کې افراطي مذهبی جنګي ډلې د غربي چین او د مرکزي اسیا د بې ثباته کولو لپاره په افغانستان کې له زړو جګړو لاس ته راوړو تجربو نه استفاده کولی شي.
له طالبانو د پاکستان هیله
طالبان غواړي له واخان له چین سره تجارت ولري
د پاکستان پنجابي جنرالانو د واخان په دهلیز د ډیر وخته نه نظر لرلی او په افغانستان کې یې د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته د هغوی نه دا غوښتنه کړې، چې د واخان دهلیز یوه برخه دې پاکستان تهپه رسمي توګه په کرایه (Lease ) ورکړي، چې پاکستان له تاجکستان سرهاو له دغې لارې مرکزي اسیا سره نیغ په نیغه تجارت وکړي.
پاکستاني جنرالان فکر کوي چې هغوی له طالبانو سره په تیرو لسیزو کې کومه مرسته کړی ده اوس باید طالبان د هغو ښیګړو په بدل کې د تجارت دغه ستراتیجکه لاره پاکستان ته وسپاري.
که څه هم د افغانستان د اولسونو د سخت منفي عکس العمل له ویرې طالبانو دا کار نه دی کړی، خو دا نکته تر اوسه د پاکستان په ستراتیجیکه اجنډا کې موجوده ده، مګر پاکستان ته ورپیښه ګرانه مسله دا ده چې هغه به د چین او امریکا تر منځه په نوي سوړ جنګ کې کومې خوا ته ودریږي، ځکه چې یو خوا ډانګ دی او بل خوا پړانګ.