• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبرپښتونخوا کې افغان کډوال: طالبان چمتو نه دي چې مونږ د افغانانو په توګه ومني

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې مېشتو افغان کډوالو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د مارچ تر ۳۱مې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرورګرام لغوه کړي. دغه کډوال وایي، چې طالبان دوی د افغانانو په توګه نه مني.

دوی ادعا کوي، چې د دوی درېیم نسل په پاکستان کې مېشت دی او په کابل کې د طالبانو ادارې په ښکاره د افغانانو په توګه د دوی له منلو انکار کړی.

د کډوالو یوه مشر حاجي ملک مجاهد شینواري ډان ورځپاڼې ته وویل، دوی ان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره خپل هېواد ته نه شي تللای.

هغه ادعا وکړه، چې ډېری افغان کډوال د پاکستان کمپیوټري شناختي کارډونه لري او په لویو ښارونو لکه اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او پېښور کې کاروبار کوي.

هغه وويل: "د اخراج د مهالوېش په ټاکلو سره د کډوالو ستونزو ته رسېدل غیر عادلانه دي."

د نوموړي په وینا، ډېری کډوال پاکستاني مېرمنې لري، په داسې حال کې چې د دوی ماشومان په محلي ښوونځیو او کالجونو کې زده کړې کوي.

هغه پر کابل هم غږ وکړ، چې له اسلام اباد سره دې "ښې" اړیکي وساتي تر څو په پاکستان کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ نه شي.

ښاغلي شینواري وویل، په افغانستان کې له ۱۹۸۰ کال راهیسې سیاسي او اقتصادي ثبات رامنځته شوی نه دی، نو له همدې امله د کډوالو راتلونکی پکې ښه نه دی.

هغه وویل: "موږ د موجوده ناڅرګندتیا له امله اندېښمن یو."

هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د اعتبار وړ اسنادو سره کډوالو ته په هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د افغان کډوالو په اړه د مرکزي حکومت پرېکړه په خیبر پښتونخوا کې د تطبیق وړ نه ده او دوی افغان کډوالو بېرته لېږلو ته نه مجبوروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو جبري اېستل کېدو د کډوالۍ نړۍوال سازمان اندېښمن کړی

۲۶ کب ۱۴۰۳ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۰
•
خبرخونه

په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې موتیا مسکون د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه کاري ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زوره د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له حوالې راغلي،‌ د کډوالۍ نړۍوال سازمان پلان لري چې له پاکستانه د اېستل کېدونکو کډوالو لپاره پر ډیورنډ کرښه اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ څو اغېزمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې له بېرته راستنېدونکو سره به اړینې نغدي او غیر نغدي مرستې هم وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په دغه ناسته کې د کډوالو په برخه کې د اېټالیا وروستۍ مرسته ستایلې او د کډوالو تر څنګ د داخلي بې‌ځایه شويو سره یې د ملګرو ملتونو بشري مرستې مهمې بللې دي.

د طالبانو دغه وزیر ویلي، د ګاوڼدیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اېستل کېدو مسلې په کور دننه د مرستو رسونې بهیر ټکنی کړی دی.

هغه ټینګار کړی، چې کډوالو ته د ځانګړو ښارګوټو د جوړولو په برخه کې باید ورسره اړوند بنسټونه مرستې او همکارۍ وکړي.

دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او ایران حکومتونو تازه پرېکړې کړې؛ څو له خپلو هېوادونو څخه مېلیونونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) نېټې پورې په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د پاکستان سره ثبت د اې سي سي کارتونو لرونکو کډوالو ته وخت ورکړی؛ څو له دغه هېواده ووځي.

یاد هېواد ګواښ کړی، که تر ټاکل شوې نېټې کډوال ستانه نشي؛ نو دوی به یې پر وړاندې امنیتي اقدامات وکړي.

هم‌مهاله په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیس کور په کور ګرځي او هره ورځ لسګونه کډوال د حاجي کمپ په نوم د کډوالو یو پنډغالي ته لېږدوي.

په اسلام اباد کې هغه کډوال چې د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو د پناه غوښتنو لپاره مېشت دي او د ویزو مودې یې پای ته رسېدلي ورته خبرداری ورکړل شوی؛ څو د مارچ میاشتې تر پایه پورې له اسلام او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.

په‌ پاکستان کې د امریکا هغه افغان متحدین چې د پناه غوښتنې قضیې لري شمېر یې نږدې ۲۵زره کسانو ته رسېږي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، د هغه کډوالو پر اېستلو هم غور کوي چې امریکا یې د پناه غوښتنلیکونه رد کړي یا ځنډولي دي.

د پاکستان حکومت بیا په خپل وروستي اقدام کې د ملګرو ملتونو د (POR) کارت لرونکو د مېشتېدو موده تر راتلونکي یوه کاله پورې وغځوله؛ خو ناقانونه کډوالو ته یې خبرداری ورکړ، چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.

سرچینې: د اسلام اباد پولیسو د شپې ناوخته شاوخوا ۳۰ تنه افغانان له خپلو کورونو نیولي دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰

له اسلام اباده سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې پولیس د شپې ناوخته په ۲:۳۰ بجو ګلبرګ ګرین ښارګوټي ته ورغلي او شاوخوا ۳۰ تنه افغانان یې له خپلو کورونو نیولي دي.

د سرچینو په وینا، پولیسو ځیني هغه کډوال هم له ځانه سره وړي چې قانوني ویزې یې لرلې.
سرچینو زیاته کړې، پولیسو دوه موټره له کډوالو ډک کړل او له ځان سره یې یوړل.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو او بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

سرچینه وړاندې وایي، د پاکستان پولیس وخت ناوخت د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان له ځان سه بیايي چې ځیني یې بیا د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روان کال د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت ورکړی و، چې لوېديځو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو په تمه دي.

خو تېره شپه پولیس د همدې کډوالو کورونه ته ورغلي، چې د لوېدیځو هېوادونو ویزو ته په تمه دي.

له بل پلوه په پاکستان کې افغان کډوال اسامه وایي، چې د ویزو د تمدید په برخه کې له خورا ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، ویزې یې په خپل وخت نه تمدېدېږي او د ویزو موده یې یوې میاشتې ته راکمه شوې چې له امله یې په ویزو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او د ویزو په تمدېد کې ځنډ د دوی د نیولو لامل کېږي.

له بل پلوه تازه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په حاجي کمپ کې شاوخوا ۱۴۰ کډوال بند پاتې دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په تېرې یوې اونۍ کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال په راولپنډۍ ښار کې نیول شوي دي.

اېټالیا په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان سره ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان خبر ورکړی، چې د اېټالیا حکومت ورسره له ګاونډیو هېوادونو د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ په موخه ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته کړې؛ څو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره بشري مرستې چمتو کړي.

دغه مالي مرسته د اېټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې له لارې ترسره شوې او تمرکز یې پر هغو کسانو دی، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته مرستې ته اړتیا لري.

دغه مرسته داسې مهال ترسره شوې، چې ایران او پاکستان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو لپاره خپل پراخ پلانونه پلي کوي.

د بشري مرستو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې دا ګام به د افغانستان پر پولو او هغو ولایتونو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی؛ بشري ناورین لا ډېر کړي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، دغه ۱۲ میاشتنۍ پروژه به د اسنادو نه لرونکو ستانه شویو افغانانو بشري، روغتیایي او د خوندیتوب اړتیاو ته رسېدنه وکړي چې تمه کېږی له ۲۵زره ډېرو زیانمنو کسانو سره به په کې مرسته هم وشي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اېټالیا دغه مرستې به له پاکستان او ایران څخه ستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو اتو مرکزونو کې ووېشل شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د دغه مرستو پر مت به دوی د راستنېدونکو کډوالو د معلوماتو خوندیتوب او ثبت سېسټم هم پیاوړی کړي.

په افغانستان کې کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میا پارک ویلي:« له اېټالیا سره زموږ دوامداره همکاري خورا ارزښتمنه او حیاتي ده. موږ په پر دغو مرستو د زرګونه بېرته راستنېدونکو افغانانو لاسنېوی وکړو».

هغه زیاته کړې، د اېټالیا د دغه مرستو پر مټ به وکولای شي چې د بېرته راستنېدونکو سره په بېړنیو او ننګوونکو حالاتو کې لازمې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړې: « پر دغو مرستو به اسانتیاوې رامنځته کړو؛ څو د نورو کډوالیو او بې‌ځایه کېدو مخه ونیسو».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي چې ۶۷ سلنه یې په زوره له بېلابېلو هېوادونو اېستل شوي دي.

دغه سازمان وایي، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۴۲۹ زره زیانمنو ستانه شویو کسانو ته بشري مرستې رسولې دي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د ملګرو ملتونو سره ثبت کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

په پلازمېنې اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول کېدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي دي.

پاکستان او ایران یو له هغو هېوادونو دي، چې مېلیونونه کډوال پکې مېشت دي او په دې وروستیو کې یې د افغان کډوالو اېستل کېدو په موخه تر ټولو جدي تګارې پلي کړي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو پر دغو دواړو هېوادونو غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او له جبري اېستلو دې ډډه وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان له ترکیې غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې خپلې سختې پالیسۍ بېرته واخلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د درملنې له خدماتو د یوه افغان کډوال له محرومېدو وروسته له ترکیې غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې خپلې سختې پالیسۍ بېرته واخلي او سمدستي د کډوالو لپاره د طبي خدماتو لاسرسی تضمین کړي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د دغه افغان کډوال د پناه غوښتنې له ردولو وروسته د هغه د دیالیز خدماتو ته لاسرسی پرې کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، دغه ۲۹ کلن افغان کډوال چې په شکرې ناروغۍ او د لیدلو په ستونزه اخته دی، د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته د درملنې له خدماتو بې‌برخې شوی دی.

خو د بښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې د پناه غوښتنې د ردېدو پر وړاندې د اعتراض له ثبتېدو وروسته باید د طبي خدماتو پرې کېدل موقتي ودرول شي.

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې دا کړنه د ترکیې له نړۍوالو ژمنو څخه ښکاره سرغړونه ده، چې د روغتیايي پاملرنې د لاسرسي حق هم په کې شامل دی.

دغه سازمان له ترکي چارواکو وغوښتل، چې د کډوالو په ځانګړي ډول د ناروغو او زیان‌منونکو کسانو د فزیکي وضعیت د لا خرابېدو څخه مخکې لازم اقدامات ترسره کړي او هغوی ته د طبي خدماتو لاسرسی تضمین کړي.

همداراز، د بښنې نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د ترکیې پر چارواکو د فشار او ملاتړ له لارې، د کډوالو بشري حقونه یاد او له هغوی ملاتړ وکړي.

د ترکیې حکومت په وروستیو کلونو کې د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او د پناه غوښتونکو حقونه یې محدود کړي دي.

افغان کډوال په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ۲۰۲۱ ز کال د اګست له تحول وروسته له افغانستانه وتلي، د ترکیې د کډوالۍ د سختو قوانینو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ترکیې د دې کډوالو لپاره د پناه غوښتنې پروسه ډېره محدوده کړې او ډېری غوښتنلیکونه ردوي.

د پناه غوښتنې د ردېدو تر څنګ، کډوال له اساسي خدماتو لکه روغتیایي پاملرنې او قانوني مرستو بې‌برخې کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان ترڅنګ د بشري حقونو نورې ډلې هم د ترکیې پر حکومت نیوکه کوي، چې کډوال، په ځانګړي ډول ناروغان او زیان‌منونکي کسان، له اساسي بشري حقونو څخه محروموي.

افغان کډوال یوازې په ترکیه کې نه، بلکې د ایران په شان هېوادونو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او د زده کړو په ګډون له روغتیایي او نورونو خدمتونو څخه محروم دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل؛ دغه لړۍ به مېلیونونو افغان کډوال اغېزمن کړي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د پاکستانۍ ورځپاڼې «پاکستان ډېلي» په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي او دغه پرېکړه به مېلیونونه هغه افغان کډوال اغېزمن کړي؛ چې ډېری یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو اعلان کړی، چې په کې له ناقانونه مېشتو بهرنیانو او د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو غوښتل شوي چې په خپله خوښه (د مارچ تر ۳۱مې پورې) له پاکستانه ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا (د مارچ په ۷مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیانو اېستل به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې پیل شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي، چې اوس‌مهال شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال په پاکستان کې د اې سي سي کارتونه لري.

د ښاغلي افریدي په وینا، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي افغانان هم مېشت دي چې د پی او ار کارتونه لري چې دوی اجازه لري د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

حکومتي سرچینو "پاکستان ډیلي" ته ویلي، چې د پي او ار کارت لرونکو کډوالو په اړه پرېکړه ممکن په درېیم پړاو کې وشي.

ولې پاکستان غواړي، چې کډوال وباسي؟

د پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د ناقانونه بهرنیانو اېستل اعلان کړل؛خو هغه مهال دغه پرېکړه یې د پاکستان د امنیتي ستونزو سره اړوند وبلله..

پاکستاني چارواکي وايي، چې افغانان اوس په دغه هېواد کې په بریدونو کې ښکېل دي.

سربېره پردې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د دوو لویو احتجاجي غونډو وروسته وویل، چې لسګونه افغانان د تحریک انصاف په لاریونونو کې د ګډون له امله نیول شوي دي.

د نومبر په میاشت کې نوموړي اعلان وکړ، چې ټول افغان اوسېدونکي به له اسلام اباد او راولپنډۍ وباسي.

له هغه افغانانو چې د امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ په تمه دي، هم غوښتل شوي چې د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي.

دغو پرېکړو دا روښانه کړه، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسي بدله شوې ده، چې د بدلون چانس یې ډېر کم دی.

په درېیو اونیو کې د ۸۰۰زره افغانانو اېستل

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، که د اې سي سي کارت لرونکي افغانان د مارچ تر ۳۱مې پورې نه له دغه هېواده وه وځي؛ نو د دوی د اېستلو لړۍ به د اپرېل په لومړۍ نیټې پیل شي.

د اې سي سي کارت لرونکو ډېری هغه کډوال دي، چې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

د دغو کډوالو له اېستنې سره ښایي، د طالبانو پر حکومت فشار زیات شي.

د طالبانو د حکومت دریځ څه دی؟

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د مارچ په شپږمه په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر عبید الرحمان نظاماني سره په یوه لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل، چې د کډوالو په مسله کې له زغم کار واخلي.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت د بېرته ستنېدو لپاره کډوال هڅوي؛ خو کوربه هېواد باید د کډوالو په جبري توګه اېستلو پرځای له یوې منظمې تګلارې کار واخلي.