ذبیح الله مجاهد وایي ۱۲ نیم میلیارده افغانۍ د ټول هېواد معلولانو او یتیمانو ته ورکړل شوې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې دې ډلې تېر کال یوازې د خپلو لیکو د بریدګرو یتیمانو، کونډو او معلولینو کورنیو ته ۱۲ میلیارده افغانۍ ورکړې دي. مجاهد وايي، چې په ټول هېواد کې له دوی سره ۶۵۳ زره ۳۶۵ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت دي.