کشمیر کې ترهګري د هند او پاکستان ترمنځ توده جګړه جوړوي؟

د اپریل د میاشتې په درویشتمه د هند تر لاس لاندې کشمیر د سیلګرۍ په مشهور ځای پهلګام کې د ترهګرو یوې ډلې د هند د نورو برخو نه راغلو سیلانیانو باندې برید وکړ.
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د اپریل د میاشتې په درویشتمه د هند تر لاس لاندې کشمیر د سیلګرۍ په مشهور ځای پهلګام کې د ترهګرو یوې ډلې د هند د نورو برخو نه راغلو سیلانیانو باندې برید وکړ.
وسلوالو په دوی کې د تذکرو په وسیله د هندو مذهب پورې اړه لرونکو سیلانیانو د هویت معلومولو نه وروسته په دوی ډزې وکړې او لږ تر لږه اته ویشت سیلانیان ووژل او ګڼ نور ټپیان شول.
پهلګام د پاخه سړک نه د نیم ساعت په مزل لرې پروت د شنو وښو او بوټو نه ډک داسې میدان دی چې چاپیره ترې د ځنګل نه ډک غرونه دي، نو ځکه ترهګر له خونړي برید وروسته په تښتیدو او پټیدو بریالي شول.
د دې خبر په خپریدو سره هند کې د قهر او نارامۍ نه د ډک عکس العمل یوه پراخه څپه خوره شوه. د هند مقاماتو، میډیا او سیاستوالو سملاسي پر پاکستان په دغه برید کې د لاس لرلو تور پورې کړ.
په کشمیر کې د ترهګرو برید په داسې وخت کې وشو چې د امریکا د ولسمشر معاون جي ډي وانس د هند په رسمي سفر بوخت و. د هند وزیراعظم نریندرا مودي سعودي عرب کې خپل رسمي سفر نیمګړی پریښود.
هغه د اپریل په درویشتمه نیټه خپل هیواد ته ستون شو او د راتګ سره سم یې د کابینې غړو او نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو سره په بیړنیو غونډو کې ګډون وکړ.

د دغو غونډو نه پس د هند حکومت سمدستي د پاکستان په ضد د سفارتي او سیاسي پنځو ګامونو د پورته کولو اعلان وکړ.
وړومبې ګام: هند له پاکستان سره د اباسین ( د سند دریاب) د اوبو د ګډ استعمال په باره کې هغه معاهده معطله کړه چې په ۱۹۶۰کې لاسلیک شوې وه.
دویم ګام: هند د لاهور او امرتسر تر منځ د دواړو هیوادونو په مرز پرته واهګه-اټارۍ دروازه وتړله. په دغه دروازه به نور هیڅ عبور او مرور نه کیږي.
دریم ګام: د جنوبي اسیا د هیوادونو ګډ سازمان سارک د تړون په اساس د یوبل اتباعو ته د ویزو د اجرا اسانتیا د هند له خوا د پاکستان د اتباعو په مخ وتړل شوه.
څلورم ګام: د هند په پلازمینه ډېلي کې د پاکستان په سفارت کې د پاکستان د وسله والو قواوو اړوند پوځي اتاشه ګان د هند له خوا نامطلوب اشخاص اعلان شول او هغوی ته په یوه اونۍ کې له هند د وتلو امر شوی دی. دې سره هند په پاکستان کې د خپل سفارت نه د خپلو پوځي اتاشه ګانو د بیرته غوښتو تصمیم هم اعلان کړ.
پنځم ګام: هند تصمیم ونیو چې پاکستان کې د هند د سفارت کارانو شمیره به، چې فعلن پنځه پنځوس دي، د مۍ د میاشتې تر وړومبۍ دیرشو ته ټیټه کړي. دا د دواړو هیوادونو تر منځ د سفارتي تعامل د محودولو په لوری یو مهم ګام دی.

د اپریل په څلرویشتمه پاکستان هم د خپل ملي مصونیت کمیټې غونډه د وزیراعظم شهباز شریف په ریاست کې وکړه.
د غونډې په اعلامیه کې راغلي چې هند ته د ترهګرۍ د صادرولو په باره کې په پاکستان باندې د هند تورونه بې اساسه دي. اعلامیه زیاتوي چې پاکستان د هند له خوا د اباسین (د سند دریاب) په باره کې د دواړو هیوادونو تر منځه د معاهدې معطلولو یو طرفه تصمیم غیرقانوني ګڼي او هغه ردوي.
په اعلامیه کې هند ته اختار ورکړې شوی چې د سیندونو اوبه د پاکستان د ۱۴ کروړو خلکو د ژوند اساسي اړتیا ده، پاکستان به د اوبو د منابعو دفاع وکړي. د هند له خوا د سیندونو د اوبو مخه نیول به د جنګ اعلان وګڼل شي او پاکستان به پوره قوت سره دې ګام ته ځواب ووايي.
پاکستان هم په اسلام اباد کې د هند په سفارت کې پوځي اتاشه نامطلوب کسان اعلان کړل او هغوی ته یې په یوه اونۍ کې د پاکستان نه د وتلو امر وکړ.
پاکستان د هند سره په مرز د واګه دروازې د تړلو اعلان وکړ او پاکستان ته په سفر راغلو هندی اتباعو ته یې امر وکړ، چې په درې ورځو کې له پاکستانه ووځي.
د دې نه علاوه پاکستان د خپل فضايي حریم نه د هند د هر قسمه الوتکو په تګ راتګ او تیریدلو بندیز ولګاوه.
د پاکستان د ملي مصونیت کمیټې په اعلامیه کې بل مهم ټکی دا دې چې پاکستان له هند سره د شمله معاهدې په ګډون د ټولو معاهدو د تنسیخ حق لري.

شمله معاهده په ۱۹۷۴کالکې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو او د هند وزیر اعظمې اندراګاندي تر منځ لاسلیک شوې ده او پکې هند په پاکستان دا خبره منلې وه چې دواړه هیوادونه به د کشمیر مسله خپل منځي مسله ګڼی او دا به په بین المللي فورمونو کې نه راوچتوي.
شنونکي وايي چې د هند په وزیراعظم نریندرا مودي باندې د خپل ګوند او هیواد د عامه افکارو له خوا دروند فشار دی چې هغه دې د ترهګرۍ په ځواب کې د پاکستان په ضد پوځي اقدام وکړي.
پاکستان هم د دغه قسمه ګامونو د ایسارولو او د ځواب ویلو تیاری نیسي. که دغه تهدید د واقیعت بڼه نیسي نو د هغه لپاره به د څه وخت ته اړتیا وي.
دا به کوم ناڅاپي جنګ نه وي او دواړه هیوادونه به خپل وسله وال ځواکونه، وسلې او مهمات مرزي سیمو ته انتقالوي، چې په دې کار کې به څه وخت لګي.
په بین المللي کچه د هیوادونو همدردي او پشتیباني لخ هند سره زیاته ده. علت یې دا دی چې هند یو لوی سیاسي او اقتصادي ځواک دی او بیا ترهګرو هلته بې ګناه سیلانیان وژلي دي.

د دې نه وړاندې د کال ۲۰۱۹د فرورۍ په شپږ ویشتمه په کشمیر کې دغسې یوه تروریستي برید ته د عکس العمل په پلمه هند د پښتونخوا د هزارې په بالاکوټ نومي ځاي کې یو هوايي برید کړې و او وروسته د دواړو هیوادونو د هوايي ځواکونو په ټکر کې پاکستان د هند د هوايي قواوو یوه الوتکه غورځولې وه.
د نریندرا مودي ګوند په ذکر شوي هوايي برید په اولسونو کې ستر محبوبیت تر لاسه کړی و او دوه میاشتې پس یې ټول ټاکنې په درانه اکثریت سره ګټلې وې، خو د دې وارې وضع زیاته سنګینه بریښي.
د هند میډیا له راپورونو داسې ښکاري چې د هند د برید هدف به د پاکستان دولتي ځواکونه وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه معاون وېنس دواړو مودي ته د همدردۍ ټیلفونونه کړي او د پشتیبانۍ ډاډ یې ورکړی دی.
خو مسله دا ده چې دواړه هیوادونه په اتومي وسله سنبال دي او دا ویل ګران دي چې د دواړو هیوادونو تر منځه امکاني پوځي شخړه به تر کوم وخت د عنعنوی وسلو شخړې پورې محدوده پاتې شي؟ نو ایا د نړۍ زبرځواکونه به د امکاني اتومي جګړې د مخنیوي لپاره مداخله ونه کړي؟


په تېرو سلو ورځو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د یادونې او د امریکايي وسلو د بېرته اخیستنې پر ګواښ سربېره، د افغان کډوالو او ځانګړو ویزو غوښتونکو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی خو پر سراج الدین حقاني یې ۱۰ میلیون ډالري جایزه لغوه کړې ده.
۱. د لنډمهالي خونديتوب (TPS) لغوه کېدل؛ زرګونه افغانان له ایستلو سره مخامخ
د ټرمپ ادارې په خپلو لومړیو سلو ورځو کې د افغان کډوالو په تړاو د ولسمشر سخت دریځ بیان کړی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مکلافلین ویلي، چې د افغانستان او کامرون د زرګونو وګړو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت (TPS) لغوه شوی دی. د دې پرېکړې له مخې، تر ۱۴ زره زیات هغه افغانان چې له جګړو، ناورینونو یا نورو فوقالعاده حالاتو له امله یې موقتي خونديتوب ترلاسه کړی و، تر راتلونکې می میاشتې پورې له ایستلو سره مخ کېږي.
دا پرېکړه، چې د ټرمپ د ادارې د پراخو کډوالضد اقداماتو یوه برخه ده، د بشري حقونو د فعالانو او کډوالۍ ملاتړو اندېښنې پارولې دي.
د TPS پروګرام په اصل کې هغو کډوالو ته کار ورکوي چې د خپلو هېوادونو حالاتو له امله بېرته ستنیدل ورته خطرناک وي.
۲. د بشري مرستو بندول او د بشري مرستو له لېست څځه د افغانستان ایستنه
په داسې حال کې چې ټرمپ د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د بېړنیو خوراکي مرستو شپږ پروګرامونه بېرته فعال کړي، افغانستان د دې مرستو له لېسته لرې ساتل شوی. دا هېوادونه لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او اکوادور دي.
تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د مرستو ځنډ تایید کړی و، د دې دلیل یې دا یاد کړی و چې مرستې به د طالبانو له لوري ناوړه وکارول شي. دا دریځ، چې ټرمپ پیاوړی کړی، څرګندوي چې د هغه په لید کې طالبان نه یوازې یو دښمن نظام دی، بلکې هر ډول تعامل ورسره باید بند شي.

۳. د بګرام هوايي اډې پر سر انتقادونه؛ چین ته د تسلیمۍ تورونه
ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ د سلو ورځو په جریان کې د کانګرس د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې ته د وینا پر مهال وویل، که هغه د بایډن پر ځای ولسمشر وای، نو له افغانستان څخه به یې ځواکونه ایستلي وای؛ خو بګرام هوايي اډه به یې نه پرېښوده.
نوموړي پر بایډن سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې بګرام "د چین له اټومي تاسیساتو یوازې یو ساعت واټن لري" او د دې اډې پرېښودل ستره ستراتېژيکه تېروتنه وه. ټرمپ چین د اډې په "اشغال" هم تورن کړ، سره له دې چې طالبانو دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې بګرام د دوی تر واک لاندې دی.
ټرمپ ادعا وکړه چې د بایډن د "احمقانه" پرېکړې له امله، له افغانستان نه د وتلو لپاره د کابل هوایي ډګر انتخاب د ۲۰۲۱ کال د اګسټ خونړۍ چاودنې لامل شو، چې پکې ۱۳ امریکايي سرتېري او لسګونه افغانان ووژل شول.
طالبانو پخوا هم دا ادعاوې رد کړې وې چې ګواکې بګرام د چین لاس ته ورغلی. د دوی په وینا، دغه ډول څرګندونې بېاساسه دي او یوازې د امریکا دننه د سیاسي اهدافو لپاره کارول کېږي. خو د واقعیت بله څنډه دا ده چې طالبانو له چین سره بېساري اړیکې جوړې کړې دي، چین د طالبانو د واکمنۍ له پیله تر ټولو مهم ډېپلوماتیک شریک پاتې شوی، چې نه یوازې یې د دوی استازي په رسمیت پېژندلي، بلکې په لوړه کچه اقتصادي اړیکې یې هم ورسره پیاوړې کړې دي.
چینایي پانګهوال دا مهال د افغانستان د کانونو په سکتور کې تر نورو بهرنیو شرکتونو فعال دي، او بیجینګ هڅه کوي چې د «یو کمربند، یو سړک» پروژې له لارې طالبانو ته اقتصادي تنفس ورکړي.
که څه هم چین غواړي د طالبانو له واکمنۍ ګټه پورته کړي، خو بېجینګ هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د چین ضد وسلهوالو ډلو له فعالیتونو څخه پاکه وساتي.
۴. د "ملګرو" او "دښمنانو" تر منځ توپیر؛ له طالبانو سره د مرستو مخالفت
ټرمپ یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو ورکولو مخالفت کړی دی. نوموړي ویلي: "موږ د خپلو ملګرو ملاتړ کوو، نه د دښمنانو"، او د بایډن ادارې ته یې په اشاره وویل، چې طالبانو ته یې سترې مالي سرچینې پرېښي.
ټرمپ همداراز وویل چې د بایډن له لوري افغانستان ته پرېښودل شوي وسایل، پیسې او شتمنۍ، د طالبانو د واک د غځېدو او پیاوړتیا لامل شوي دي.
۵. پر سراج حقاني د جایزې لغوه کول
په تېرو سلو ورځو کې داسې یو لړ پېښې هم شوې، چې ښيي د امریکا او طالبانو ترمنځ تعامل نه یوازې دوام لري، بلکې یوه نوي فصل ته داخل شوی. د دې تحولونو تر ټولو څرګنده نښه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د هغه د نږدې خپلوانو پر سر د اعلان شویو جایزو لغوه کول دي. دا پرېکړه، چې یوازې څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې یو امریکايي یرغمل شوی د طالبانو له بنده خوشې شو، د واشنګټن د نوې پالیسۍ نښه بلل کېږي.

۶. امریکايي یرغمل شوي؛ د مفاهمې نوې دروازه
د مارچ په وروستیو کې زلمي خلیلزاد، چې لا هم د طالبانو له ځینو مشرانو سره نږدې اړیکې لري، د ټرمپ د حکومت د زندانونو د سلاکار اډام بوایلر سره یو ځای کابل ته سفر وکړ. یاد امریکايي پلاوي وتوانېدل، چې جورج ګلزمن نومی امریکايي سېلاني له بنده خوشې کړي. درې ورځې وروسته جایزې لغوه شوې. یواځې څو ورځې وروسته، بل امریکايي یرغمل فی ډیل هال هم خوشې شو. دا تسلسل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندي تبادلو ترشا د پټو تفاهماتو نښه ښيي.
۷. د ګواښونو له لېسته د افغانستان وتل
د امریکا د ملي استخباراتو کلني راپورونه، چې له اوږدې مودې راهیسې یې افغانستان د ترهګرۍ د ګواښونو د مرکز په توګه ښودلی و، سږکال له بېسارې چوپتیا سره مل و. نه یوازې د طالبانو نوم له راپور وتلی، بلکې افغانستان هم هېڅ ځای ذکر شوی نهدی. دا په داسې حال کې ده، چې تېرو کلونو کې افغانستان د داعش - خراسان د حملو مرکز بلل شوی و او د طالبانو پر سیاسي کړنو هم نیوکې شوې وې.
۸. پر افغانستان د لس سلنې تعرفې وضع
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه بنسټیزه تعرفه وضع کړه او د دې ترڅنګ يې د هېواد پر لويو سوداګریزو شریکانو اضافي تعرفې ولګولې. د هغو هېوادونو په نوملړ کې چې پر صادراتو یې ۱۰ سلنه تعرفه لګول شوې، د افغانستان نوم هم شامل دی.
د امریکا د حکومت د تعرفو د جدول له مخې، افغانستان ته د امریکا د صاداراتو پر توکو ۴۹ سلنه ګمرکي تعرفه تطبیقېږي.
د ۲۰۲۴ کال لپاره د امریکا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ټول ارزښت ۳۴ میلیونه ډالره اټکل شوی.
د امریکا د ځانګړي سوداګریز استازي د دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا صادرات افغانستان ته ۱۱.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۷۶.۹ سلنه (۳۸.۲ میلیونه ډالر) کموالی ښيي.
له بلې خوا، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۱۳.۲ سلنه (۲.۶ میلیونه ډالره) زیاتوالی ښيي.
د همدې دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د ۲۹.۷ میلیونه ډالرو سوداګریز زیاتوالي (Trade Surplus) پر ځای، امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د ۱۱.۱ میلیونه ډالرو سوداګریز کسر (Trade Deficit) ته رسېدلې ده.
ډونالډ ټرمپ په یو بې ساري اقدام کې پر خپلو ټولو سوداګریزو شریکانو تعرفې ولګولې او ویې ویل، چې دا چاره به د امریکا د بیا راژوندۍ کېدو په معنا وي.
۹. ټرمپ له افغانستانه وسلې غوښتي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار - وار په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو موضوع راپورته کړې، د جاپان له لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا سره په لیدنه کې ټرمپ وویل، د امریکا هدف باید دا وي چې د نړۍ تر ټولو غښتلی پوځ ولري او له دې نظره، په افغانستان کې د وسلو پرېښودل یوه "احمقانه پرېکړه" وه.
ټرمپ ادعا وکړه چې د جو بایډن ادارې له خوا له افغانستان نه د ځواکونو غیرمسوولانه وتل نه یوازې وسلې له منځه یووړې، بلکې د امریکا نړۍوال اعتبار یې هم ټیټ کړ. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان پرېښودل د ده د دورې له لاسته راوړنو سره تضاد لري، چیرې چې نوموړي د پوځ بیا رغونه خپله اساسي پروژه بلله.
د ټرمپ د خبرو له تودو ټکیو یو هم دا و چې په افغانستان کې پاتې وسلې به له طالبانو بیرته اخلي.
هغه ویلي و، چې که طالبان دغه تجهیزات ونه سپاري، نو مالي بندیزونه به پرې ولګوي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبان دغه تجهیزات "غنیمت" بولي او ټینګار کوي چې دا د یوې پټې معاملې نتیجه نه، بلکې د جګړې محصول دی.

سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بېرته راګرځېدو سره د هغه لومړنۍ ۱۰۰ ورځنۍ تګلاره یو ځل بیا څرګندوي چې د افغانستان او طالبانو په اړه یې دریځ تر پخوا سخت، محتاط او حسابشوی دی.
د لنډمهالي خونديتوب د لغوه کېدو له پرېکړې نیولې، تر بشري مرستو بندېدو، د بګرام پر سر نیوکو، او د "دوستانو" او "دښمنانو" ترمنځ کرښو ترسیم پورې، ټرمپ هڅه کوي چې ځان د امریکا د "ملي امنیت" ریښتینی محافظ وښيي، خو دا لاره د زرګونو افغانانو لپاره له ناورین ډکه ده.
په ورته وخت کې د سراجالدین حقاني پر سر د جایزې لغوه کېدل، امریکايي یرغملو خوشې کېدل او د استخباراتي ګواښونو له راپورونو د افغانستان ایستل، ښيي چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ یوه پټه، خو فعاله مفاهمه روانه ده، داسې مفاهمه چې شاید د سیاستوالو له ویناګانو ډېره ژوره او عملمحوره وي.
په ټوله کې که څه هم ټرمپ ځان د طالبانو مخالف ښيي، خو د ځینو اقداماتو تر شا د تعامل دروازې پرانیستې ساتل شوې برېښي.

د اپرېل په ۲۲مه ترغرمې وروسته د هندي کشمېر د پهلګام پر سیلانیو برید کې تر ۲۶ اوښتي ګرځندوی ووژل او یو شمېر نور ټپیان شول. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پرېښود راستون شو او په یوه امنیتي ناسته کې یې پاکستان ته په غوسه ګوته وڅنډله.
دا هرڅه د څو ساعتونو په لړ کې پېښ شول، پاکستان خپل پوځي چمتووالی لوړ کچ ته ورپورته کړ.
دا چې د دې پېښې جزیات څه دي، وروسته به یې رسنۍ روښانه کړي، خو پر پاکستان د هند غوسه د وړاندوېینې وړ وه. ځکه څه موده پخوا هند په صراحت وویل: «هرځای چې ترهګري پېښیږي، خامخا یې لکۍ په پاکستان پورې غوټه وي.»
د هند پېښه او له پاکستان سره یې نوی ټکر له نړۍوالو سترو پېښو سره بېاړیکو نه ده. د پاکستان ورځ تر بلې پراخېدونکی بحران، د منځني ختيځ پېښې، د اوکراین د جګړې وروستي پرمختګونه، د ایران له اټومي اړخه د بېوسلې کولو جدي هڅې، د امرېکې نړۍوالې مانورې او په تېره بیا یې د تعرفو اقتصادي جګړه دا ټول سره غوټه دي.
په زړه پورې دا ده، چې د امريکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ایله څو شپې وړاندې د کشمیر تر پېښې په هند کې و. د هندیانو دغه زوم په هندوستان کې یوه ډېره متفاوته وینا وکړه او هند یې خپل تر ټولو نږدې سیاسي، امنیتي، ستراتېژيک او اقتصادي شریک وګاڼه.
وېنس هندي لومړی وزیر مودي یو فوقالعاده انسان ګڼلی دی. داسې ښکاري، چې هندوستان به له ځانګړیو لویو اقتصادونو څخه وي، چې د امریکا له اقتصادي جګړې څخه به لږ(یا هېڅ) زیان ویني. وېنس په خپله وینا کې له هند سره د مصنوعي ځيرکتیا په تکنالوژي خبرې وکړې او له تاوده هرکلي یې مننه وکړه. له دې خوږې یارانې څه ساعتونه وروسته په کشمیر کې وینې وبهېدې او هندوستان هم خپل زړه په پاکستان تش کړ.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ به کومه جګړه پېښه شي، که نه؟
هم هو او هم نه!
کوم کلاسیک تعریف چې موږ یې له جګړې لرو، چې یو هېواد دې د بل په وړاندې پوځ و لښکر وباسي او جګړه دې وشي، د داسې یوې جګړې و یرغل چانس کم دی او ان ویلی شو چې نهشته، خو د نوې زمانې له پېژندنې سره سمه د پاکستان په وړاندې د هندستراتيژیکه جګړه عملاً پیل شوې ده. هند اعلان وکړ، چې پاکستاني ډیپلوماتان په تېره پوځي اتشې به وشړي او خپل هغه به راوغواړي، د سندهـ تاس تړون له مخې به له هند څخه پاکستان ته په بهېدونکیو سیندونو کې د اوبو بهیر بند کړي، پاکستاني وګړي باید ژرترژره هند پرېږدي او د واګې و اتاري بندرونه به بند کړي. پاکستان چې همدا اوس په کوم اقتصادي، سیاسي وضعیت کې دی، په وړاندې یې تردې ګواښمنه و خطرناکه جګړه بله پېلېدلای نهشي.
پاکستان ښايي د خپل ټول عمر په ترڅ کې همدا اوس له کمزوري نړۍوال پرستیژ څخه برخمن دی، د هند وروستي بندیزونه و غوسه د پاکستان دغه نړۍوال حیثیت نور هم له منځه وړي. موږ په داسې زمانه کې یو، چې اوس هر زورور که له کمزوري څخه خپل حقونه ترلاسه کول وغواړي، په نړۍ کې داسې سازمان یا هېواد نهشته، چې مخه یې ونیسي، په بله وینا د نړۍ په نوي نظم کې د منځګړیتوب سیاسي فرهنګ له منځه تللی دی.
لږ ترلږه دوه لسیزې کیږي، چې هند و پاکستان د دوو دوښمنو هېوادونو په توګه په دوښمنۍ کې دوه سره بېلې و متفاوتې ستراتيژۍ په مخ وړي دي. پاکستان ټول پام پوځي پړسوب او د نیابتي ډلو روزلو ته اړولی، د وسلوالو افراطیونو په روزنه، تولید، تجهیز، تسلیح او جنګولو یې تمرکز کړی او د خپلو ګاونډیو هند و افغانستان په وړاندې یې د باروتو ډېرۍ جوړې کړې دي، د عقیدوي اېډیولوژیکو باروتو داسې خطرناکې ډېرۍ چې په پاکستان دننه کې یې د چاودېدو ګواښ تر هربل وخته اوس ډېر پېښېدونکی دی. د پاکستان تر ټولو لوی ستراتيژيک ځواک د دغه هېواد پوځ هم اوس په خورا بد او ویشلي حالت کې دی، ځکه خورا ژور په سیاسي سیالیو او رقابتونو کې ښکېل دی، بلوڅ بېلتونغوښتونکیو په پاکستان کې اور بل کړی او پاکستاني طالبانو هم په پښتونخوا کې د پاکستان واکمنو ته ځمکه د اور په بټۍ بدله کړې ده. پاکستان نړۍ ته د دې تمثیل هم کوي، چې له افغانستان څخه ګواښل کیږي.د بلوڅو او پښتنو ملتپال ځواکونه په شدت سره له پاکستان څخه د بېلتون سیاسي هڅې کوي او د دغو دوو لویو ولسونو ترمنځ ملي سیاسي شعور په چټکۍ وده کوي. پاکستان پوروړی دی او دودیزو سنتي سیاسي ګوندونو یې خپل نفوذ، نفوس، محبوبیت او اغېز بایللی. د ترټولو ځواکمن ګوند مشران یې د زندان په زنځیرونو کې پراته دي.
هند په داسې وخت کې پاکستان ته خښمیږي، هغه هند چې له څو لسیزو په تېره بیا له ۲۰۰۰ کال راوروسته یې ټول پام په اقتصادي وده متمرکز کړی او دا دی اوس یې ځان د اسیا په دویم او نړۍ په تر ټولو چټکو وده کوونکیو او لویو اقتصادونو کې درولی دی. هند په تکنالوژي، د بشري ځواک په روزنه، د ولسواک نظام په ټینګښت کې لوی ګامونه پورته کړي او له اقتصادي، فرهنګي او ملي هماهنګو هڅو سره یې زبرځواکونه ځان ته رامات کړي دي، له چین سره یې اړیکي رغولي او داسې یوه سټېژ ته رسېدلی، چې اوس پاکستان د ځان سیال نهبولي. تېرې دوه لسیزې د پاکستان په وړاندې د هند د ستراتيژيک صبر کلونه وو. پاکستان ډېره هڅه وکړه، هندوستان یوې ځوروونکې جګړې ته راکش کړي. ګڼې افراطي ترهګرې ډلې یې ورته وروزلې، الوتکې یې وتښتولې، خپل لوی ترهګر یې په یرغمل نیونه کې ترې راخلاص کړل، د ممبيي په تاجمحل هوټل کې یې خونړی برید وکړ او په کشمیر کې یې دوامداره جګړو ته لمن ووهله، خو هندوستان ورسره ځان ښکېل نه کړ. هندوستان ځان له دننه د پیاوړي کولو کار ته دوام ورکړ. هندوستان د نوې زمانې نبض پېژندلی و، پوهېده چې په یویشتمه پېړۍ کې وروستۍ خبره اقتصاد او تکنالوژي کوي، نه وسلې او سرتیري. د هندوستان ستراتيژیک صبر ښه پایله لرله، دا دی نن پاکستان زارۍ کوي، چې د کشمیر له پېښې سره کوم تړاو نه لري، خو هند یې نه مني او که څه هم ښايي کومه پوځي جګړه به پېښه نه شي، خو پاکستان به له هغې اقتصادي ستراتيژيکې جګړې سره چې همدا اوس پیل شوې ده په خورا سختۍ ځان وژغورلای شي.
د نړۍ نوې پېچلې لوبې ښيي، چې د نیابتي افراطي ډلو د مصرف تاریخ تېرشوی دی. هغه وسله چې پاکستان يې په تولید او کارولو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ کاروباري و. د نړۍ نوی وضعیت داسې دی، چې د سړې جګړې د زمانې دغه ورپاتې میراث – چې یو مهال یې د لنګې غوا په شان رالوشله – نور د شیدو په ځای زهر ورکوي او د نیابتي جګړو په کار کې امریکا و لویدیځ پاکستان ته د غولانځې په ځای ښکرونه اړم کړي دي.
د کشمیر له پېښې وروسته به د بلوڅو پاڅون نوي اړخونه ومومي، ښايي دوی یو بل پړاو وړاندې ولاړ شي او د بلوچستان ازادي اعلان کړي. په پښتونخوا کې به هم دغه د خرپ و ترپ روانه جګړه نوي ابعاد ومومي او ښايي ملتپال ګوندونه به نور نو د پاکستان تر چتر لاندې خپلو حقونو ته د رسېدلو خوبونه هېر کړي. د چین د پانګونې لاس لا پخوا ترې ختلی دی، پاکستان له اقتصادي کړکېچ څخه تر اقتصادي سقوط پورې رسېدلای شي، په تېره بیا که هندوستان له تخنیکي پلوه وکړای شي، چې د ستراتيژيکو سیندونو اوبه مهار کړي. له دې سره به د پنجاب او سېند کرنیزې ځمکې په وچو بیدیاوو بدلې شي. د بلوچستان او پښتونخوا د کانونو او اقتصادي سرچینو لوټ تالان خو ځکه له ګڼو خنډونو سره مخ دی، چې په دغو سرچینو وروستۍ لګول شوې بولۍ یې له خورا کلک او کرکجن غبرګون سره مخامخ شوه.
اقتصادي راتلونکې د اسیا په مرکزیت څرخیږي او د اسیايي اقتصاد دوه لوی زبرځواکونه چین و هندوستان دي، پاکستان نور نو له دې معادلې څخه وتلی دی. هغه څه چې په تولید کې یې پاکستان تخصص لري، نور بازار نه لري او هغه په افراطي استخباراتي مدرسو کې پوځي ډلې دي، چې نور نو نه امریکا ته په درد خوري او نه هم روسان ورڅخه ډاریږي. دوی په سیمه کې یو د بل په وړاندې د سیالیو نوي ابزار لټوي.
یوازینی بخت چې د پاکستان په برخه دی، د جبهې شا (افغانستان) دی. په افغانستان کې په ملي شعور سمباله واکمني نهشته او په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي واکمن یې لا هم په خپل جمعي لاشعور کې له دغه هېواد سره ایډیولوژیکه همدردي لري، خو د دې په وړاندې د افغانستان د ولس او ملت ټولیزه کرکه او د دوښمنۍ احساس به پاکستان ته دا موقع ورنهکړي، چې له خپلو دغو روزل شویو واکمنو څخه په سخته ورځ کې ګټه پورته کړي.
د سیمې نوی کړکېچ مخ په پراخېدو دی او د هند و پاکستان وروستۍ مخامختیا نوي تګلوري ورکوي. په راتلونکیو ورځو کې به ولیدل شي، چې د اور دغه نړۍواله کړۍ څنګه رابشپړیږي او د اسیا جنوب ته څه ورکولای او څه ترې اخیستلای شي. د ستراتيژیکو پولو بدلون پېښېدونکی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د ځینو مشرانو او د پاکستان د مهمو چارواکو څرګندونو ته که نظر واچول شي، د پاکستان او طالبانو تر منځ زرګري ناندرې روانې دي. د دوی تر منځ اړیکې کله ښې او کله خرابې ښکاري.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې ایا د طالبانو له ټولو خواوو سره د پاکستان اړیکې په ستراتیژيکه توګه په ریښتیا هم خرابې شوي او یا د دوی اختلاف تکتیکي بڼه لري؟
د دې ترڅنګ په تېرو دوو کلونو کې پاکستان د جهادي ډلو پخوانیو مشرانو او د دوی د دویم نسل لوبغاړو سره چې د طالبانو په ضد سیاسي، مدني او یا مسلحانه فعالیت کوي، پخوانې اړیکې لا نورې هم تقویه کړي او د دې حلقو ځینې کسان یې پاکستان ته په پټه او ښکاره بللي دي. د پاکستان استخباراتو، د دوی سره په ترکیه او دوبۍ کې هم غونډې کړې دي. دلته پر دې بحث نه کوو چې همدې ډلو او افرادو به د جمهوریت په وخت کې چیغې وهلې چې طالبان پاکستانیان دي او اکثره پښتانه مشران یې له پاکستان سره د اړیکو پر لرلو تورنول، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته دا په ډاګه شوه چې هماغه کسانو چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد ډېرې چیغې وهلې، هغوی د پاکستان اصلي پرزې وې چې د جمهوریت په داخل کې یې د دغه نظام پر ضد او د پاکستان په ګټه فعالیتونه کول.
د داود خان د جمهوریت له دورې نه راېدیخوا، پاکستان تل کوښښ کړی چې په افغانستان کې بېلابېلې ډلې تقویه کړي. همداراز، د دغو ډلو د کنټرول لپاره یې هرې ډلې ته بله متضاده ډله په دې خاطر تقویه کوله چې که یوه ډله د پاکستان د اهدافو او قومندې نه سرغړونه وکړي، نو بله ډله باید په خپل لاس کې ولري تر څو د هغوی د سرغړونې مخه ونیسي. د بېلګې په توګه د مجاهدینو په منځ کې یې پاکستان ته نږدې او لرې ډلې او قوماندانان درلودل. دطالبانو په منځ کې هم خپل کسان او ګروپونه لري. د طالبانو په مخالفو ډلو او ګروپونو کې هم خپل کسان لري. پاکستان بېلابېلو ډلو ته دانه په دې خاطر ورکوي چې دوی کنټرول او د اړتیا په صورت کې ترې کار واخلي. دا چې د همدې ډلو څومره مشران او وفاداره غړي پاکستان ووژل، بندیان او بېعزته یې کړل، خو بیا هم دا ډلې او د دوی مشران د تېر تاریخ نه د عبرت درس نه اخلي او اوس هم د پاکستان نوکرې ته په اډه کې ولاړ دي. مهم پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان اوس هم د افغانستان په مسله کې د پخوا په شان پرېکنډه رول لری که نه؟
د سړې جګړې په دوران کې د امریکا متحدهایالاتو او پاکستان اړیکې په ستراتیژيکي توګه ښې وې ځکه لوېديځ غوښتل چې د شوروي اتحاد پر وړاندې یو کلک کمربند جوړ کړي تر څو د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ مخه په منځني ختیځ او سوېلي اسیا کې ونیسي. شوروي اتحاد په سوېل او سوېل لوېدیځ کې ترکیه، ایران، پاکستان اوعراق تر منځ د سینتو تړون جوړ کړ چې انګلستان د دغه ټړون غړی و، خو د امریکا متحده ایالات یې همکار غړی و. له چین سره هم هغه وخت د امریکا متحدهایالاتو اړیکې د پینګ پانګ ډېپلوماسۍ په ذریعه ښه شوې وې تر څو د شوروي اتحاد مخه ونیسي.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل او نفوذ پر وړاندې چې کله د مجاهدنیو ډلې تقویه شولې، چین، لویدېځو هېوادونو د امریکا د متحدهایالاتو په مشرښ او همداشان مهم عربي هېوادونه لکه سعودي عربستان او مصر، د مجاهدینو ډلو تر شا ودرېدل او د شوروي اتحاد پر وړاندې یې د ماشي عملیات(Operation Mosquito) پیل کړل. ماشی چې چیچل وکړي بیا یې ځای نه معلومېږي او الوځي، نو ځکه یې ګوریلایي جګړو ته د ماشي د عملیاتو نوم ورکړې و.
مجاهدینو ته په لومړي سر کې له مصر څخه روسي کلاشینکوفونه او راکټ لینچرې ورکول کېدلې ځکه لوېدیځ نه غوښتل چې خپله سلا په دې جګړه کې وکاروي او د کابل حکومت او شورویانو ته د افغانستان په جګړه کې د مداخلې ثبوت په لاس ورکړي. لوېدیځوالو داسې وانمود کوله چې مجاهدینو اکثره دا سلاوې په جګړه کې د کابل د حکومت او شوروي اتحاد د پوځیانو نه نیولې دي. د لوېدبځ میډیا به هم ویل چې مجاهدین د غنمیت په وسلو جګړه کوي.
د پاکستان حکومت یوه برخه له دې وسلو څخه د ځان لپاره بېلوله ترڅو خپل پولیس او پوځ پرې مسلح کړي او په بدل کې یې د هغوی زاړه ټوپکونه لکه سر پوښ (303) او امریکايي غیر اتومات ۱۰ ډزي ټوپکونه مجاهدینو ته ورکول. وروسته چین هم چینایي کلاشینکوفونه، اتومات لس ډزي او سکر بیست مزایل مجاهدینو ته ورکول. په اخره کې ستنګر او بلو پایپ مزایل هم مجاهدینو ته ورکړل شول. څومره چې شوروي اتحاد د پرمخ تللو سلاګانو لکه ګن شپیپ هلیکوپترونو، سکاډ او لونا مزایلو، کلاکوف او نوره پرمخ تللې وسله په تدریجي توګه زیاتوله، هماغسي مجاهدینو ته هم د پرمختللو وسلو اکمال ډېرېده تر څو په افغانستان کې د جګړې تعادل او دوام وساتي. لوېدیځ په دې پوهېده چې په اوږدمهال کې د افغانستان جګړه پخواني شوروي اتحاد ته په لوړه بیه تمامېږي او ماتې خوري.
دا چې پاکستان همیشه دوه مخی سیاست لوبولی یا Double Game پالیسي مخې ته وړه، چې هم یې د لوېدیځ، چین او عربو مرستې تر لاسه کولې، خو له بله اړخه یې پاکستان افراطي ډلې هم تقویه کولې او بیا یې دا ډلې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره په سیمه او نړۍ کې کارولې تر څو له هرې خوا نه امتیاز واخلي. پاکستان بالاخره د نړۍ د ترهګرۍ په ځاله بدل شو او د بېلابېلو ملکونو د افراطي ډلو مرکزونه په پاکستان کې و. د پاکستان د دغه پالیسې له امله، د لوېدیځ په ګډون، عرب او چین هم پر خپل ځان بې بېباور کړل او د پاکستان له ستراتیژيکې ملګرتیا نه اکثره هېوادونه په شا شول.
کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، هغه وخت پاکستان بیا هم دوه مخې سیاست پيل کړ. له یوه اړخه یې د امریکا او ناټو سره ملګرتیا او همکاري کوله، خو له بله اړخه یې پاکستان بیا د طالبانو ملاتړ هم کاوه چې امریکایي لیکوال، Steve Coll په خپل کتاب، Directorate Sکې په دې اړه پوره معلومات ورکړي. پاکستان امریکا او ناټو قواوې ته هوایي هډې په خدمت کې ورکړې وې او هم یې د کراچۍ له لارې د ناټو د اکمالاتو لپاره زمینه مساعده کړې وه. په دې توګه، پاکستان په مېلیاردونو ډالره تر لاسه کړل.
د وخت په تېرېدو سره د امریکا اړیکې له پاکستان سره له ستراتیژيکې ملګرتیا څخه په راکړه ورکړه، Transaction Relationship بدل شو. د راکړې ورکړې اړیکې لکه مزدوري داسې ده چې د پيسو په بدل کې د امریکا لپاره یو کار تر سره کاوه او هغوی به ورته یو څه پیسې ورکولې. پاکستان لکه د پخوا په شان د امریکا ستراتیژيک پارټنر یا ملګری پاتې نه شو چې د افغانستان د جوړېدو او ورانېدو د هرې پروژې نه په مېلیاردونو ډالره تر لاسه کړي دي.
د مزدورۍ په ګټه پاکستان نه شي کولای خپل اقتصاد او پوځ د پخوا په شان تقویه او نور مصارف پرې کړي. همدا علت دی چې د پاکستان پورونه د ۲۰۲۴ز کال د جون په میاشت کې ۲۴۵ میلیارده ډالرو ته ورسیدل او د پاکستان ریزرف تقریبا درې میلیارده ډالرو ته راټیټ شو حال دا چې د پاکستان نفوس د افغانستان شپږ چنده دی خو د افغانستان ریزرف اوه میلیارده ډالره و. د پاکستان دا قرض هره میاشت زیاتېږي ځکه د دوی لګښتونه ډېرېږي او عاید کمېږي.
له همدې کبله پاکستان په اوسني وخت کې دسخت امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او پاکستان د ډېرو کلونو راپدېخوا نور د هند سال هېواد نه دی او نه هند پاکستان ته د خپل سیال په سترګه ګوري، خو هند یوازې غواړي چې پاکستان له شر څخه ځان لرېياو پاکستان په افغانستان کې لګښتونه وساتي. پاکستان د پخوا په شان د افراطي ډلو د مخنیوي په نوم پروژې اوس په امریکا، چین او عربو باندې نه شي خرڅولای او دا لاندې دلایل لري.
افراطي ډلې اوس په پاکستان باندې د پخوا په شان متکي نه دي او خپلې اړیکې یې په سیمه کې جوړې کړې دي. د بېلګې په توګه د مجاهدینو او طالبانو د ملاتړ په دوره کې طالبانو او مجاهدینو د دنیا سره او دنیا هم د دوی سره اړیکې نه درلودې نو هر څه د پاکستان په واسطه تر سره کېدل. د جنرال ضیاالحق یو شرط امریکا ته همدا و چې مجاهدینو ته به د امریکا مرستې یوازې د پاکستان د لارې تر سره کېږي او مستقیمه مرسته به نه کوي ځکه دوی بیا کنټرول له لاسه ورکوي.
په ۲۰۰۱ کال کې هم د دنیا او سیمې هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو یوازنۍ چینل د پاکستان له لارې و، خو کله چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې پرانیستل شو، امریکا، عربو او هم نورو هېوادونو لکه روسیې او چین هم له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې او اوس د طالبانو استخباراتي شبکه له ډېرو استخباراتي شبکو سره مسقتیمې اړیکې لري او د پاکستان نفوذ د دوی په منځ کې د پخوا نه ډېر کم شوی دی. دا په دې مانا نه ده چې پاکستان اوس هم د طالبانو په منځ کې خپل اشخاص او ګروپونه نه لري، خو پر طالبانو د پخوا په شان بشپړ کنټرول نه لري.
اوس پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو ځینو مخالفینو سره چې په ملي ارزښتونو باور نه لري، د ډیورند فرضي کرښه ورسره مني، او د لر پښتنو حمایت نه کوي، اړیکې نیسي او هغه تقویه کوي ترڅو پاکستان وکړې شي چې په راتلونکې کې هم د افغانستان په مسایلو کې دخیل او کنترول ولري.
البته د پاکستان دغه زړه پالیسي چې افغانان سره په قومونو، سمتونو او ژبنیو اړیکو وویشي او بیا خپل کنټرول وساتي، په لاندې دلایلو د ناکامې سره به مخامخ کیږي.
لومړی: پاکستان په دنیا او سیمه کې د پخوا په شان ستراتیژيک ملګري نه لري چې د پاکستان پروژې په لوړه بیه واخلي تر څو پاکستان وکړې شي چې خپل پوځ او اقتصاد پرې تقویه کړي.
دویم: د طالبانو په ګډون افراطي ګروپونه او ډلې یوازې د پاکستان د چینلونو له لارې خپل فعالیت نه کوي او د دوی اړیکې په نړۍ او سیمه کې پراخې شوې دي.
درېیم: پاکستان د داخلي امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی او فکر نه کوم چې امریکا او یا بل هېواد د پاکستان د بقا لپاره پانګونه وکړي ځکه پخوانۍ ستراتیژیکه همکاري له دوی سره نشته. د پاکستان امنیتي وضعیت په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې ورځ تر بلې خرابېږي او د پاکستان نه د بېلتون غوښتنې مبارزه پیاوړې کېږي. د امنیت او سیاسي بې ثباتې سره اقتصادي وضعیت د پاکستان ورځ تر بلې خرابیږي او پاکستان تولیدي اقتصاد فلجېږي. په سیاسي لحاظ، پاکستان د پخوا په شان قوي سیاسي مشران نه لري او د عمران خان او پيټياېم مشران بندي کول، د سیاسي بې ثباتې یوه مهمه نښه ده.
څلورم: د پاکستان پوځ د پخوا په شان یو مقدس ارګان په پاکستان کې نه دی. د پاکستان د پوځ مشران په غټه کچه فساد کې دخیل دي او جنرالان یې اوس لوی سرمایه داران دي. د پوځ ښکته طبقه د پاکستان د پوځ د مشرانو دا فساد ګوري او هغوي لکه د پخوا په شان خپلو جنرالانو هر امر چې څنګه لازم وي، نه عملي کوي او ښکته طبقه هم په فساد کې د مشرانو سره دخیله ده.
پنځم: د ټولنیزو رسنیو او د پاکستان د پوځ سره د سیاسي ډلو د مخالفت له امله د پاکستان ولس او سیاسیون اوس ټول پوهیږي چې د پاکستان پوځ د غلطو پالیسیو له امله، پاکستان د ژور کړکېچ او ناورین سره مخامخ دی. څومره چې اقتصاد ورځ تر بلې خرابیږي، هماغومره د پوځ نه د پاکستان د ولس کرکه زیاتېږي. همدا علت دی چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر په تازه څرګندونو کې په دې خبره ډیر تاکید کړې چې د پاکستان د وجودي فلسقې په اساس باید د پاکستان نسلونو ته د پاکستان د موجودیت فلسفه وپېژندل شي که نه د پاکستان بقا له خطر سره مخامخ ده. لکه شرقي پاکستان، بنګلهدېش چې د پاکستان نه د پوځ او سیاسیونو د ناسمو پالیسیو له امله جلا شو، همداسې د دې وېره هم شته چې بلوچستان او خېبرپښتنونخوا هم یوه ورځ نه یوه ورځ له پاکستان جلا شي. په همدې خاطر، پاکستان اوس د طالبانو په عوض د طالبانو له مخالفو سره چې د افغانستان د هویت او د افغانستان د تمامیت مخالف دي، اړیکې ټینګې کړیدي تر څو په افغانستان کې داسي قوي حکومت رامنځته نشي چې بیا د پاکستان د بقا لپاره خطر وي.
شپږم: د افغانانو هغه ډلو او ځینو په نامه سیاسي څېرو باندې چې پاکستان اوس پانګونه کوي، هغوی د پخوا په شان په افغانستان کې نفوذ نه لري او د دغه ډلو مشران اکثره چاق شوي او د جنګ قوه نهلري. د پاکستان دا هلې ځلې هم د اوبو د زګ په شان هلې ځلې دي. همدا علت دی چې کله د پاکستان خاص استازی کابل ته او کله ترکیې ته منډې وهي. کله ځینې مشهوره فاسدې څېرې اسلاماباد ته دعوت کوي او له هغوی سره عکسونه اخلي چې وښایي پاکستان د طالبانو مخالفان تقویه کوي. پاکستان د ځینو په نامه له له افغان سیاسیونو سره اړیکې پخوا په پټه ساتلې، خو اوس علني د دوی سره عکسونه اخلي خو دا عکسونه اخیستل کومه ګټه نهلري.
د پورته دلایلو په اساس، پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د پخوا په څیر رغنده او مهم رول نه لري. دا ښه خبره ده چې د افغانانو ځینو په نامه سیاسي څېرې چې د پاکستان نه دانه خوري، ورځ تر بلې رسوا کیږي او د هغوي خپل نفوذ د افغانانو په منځ کې له لاسه ورکوي. په افغانستان کې هر مثبت او یا منفي بدلون چې راځي، د پاکستان نقش او نفوذ به د پخوا په پرتله ډیر کمرنګې وي. البته دا مهمه ده چې هغه افغانان چې ملي روحیه لري، سره متحد شي او خپله مبارزه په داخل او بهر کې منسجمه کړي. د عکسالعملي سیاست نه تېر شي او په ستراتیژیکه توګه د یو بل سره کار او یو بل حمایه کړي. که انسجام نه وي، په پراګنده توګه مبارزه به د افغانستان وضعیت نور هم د خرابې خوا ته یوسي.
یوازنۍ لار چې په کراتو کراتو مو تکرار کړې، هغه د اساسي قانون په چوکاټ کې د یو بل منل او د قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته کېدل دي. دا نظام که هر څومره ژر رامنځته شي، دا د افغانستان او د ټولو افغانانو په خیر ده. د افغانستان د انزوا حالت چې دنیا یې په رسمیت نه پېژني، بانکي سیستم فلج وي او هره ورځ په سلګونو افغانان له هېواد نه وځي، دا حالت د افغانستان او افغانانو په ګټه نه دی. د نفې او انحصار سیاست نه پخوا کار کړی او نه اوس ګټه لري. کله چې ولس ته مراجعه وشي، ولس پخپله ښه پرېکړه کولای شي او هغه کسان چې د ملي ارزښتونو په ضد دي، هغوي پخپله له صحنې څخه لرې کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې عمران خان اعلان وکړ چې هغو افغان کډوالو ته د پاکستان تابعیت ور کوي، چې په پاکستان کې زیږیدلي، خو جنرالانو دغه تصمیم رد کړ، ځکه که عملي وای نو په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبان له پاکستان نه د کابل واکمنۍ نیولو ته لاړل، د دوی د اکثریت په جیبونو کې به پاکستانۍ تذکرې پرتې وای.
د تیرو څو کلونو په څیر سږ کال کې هم د پاکستان جنرالواکۍ له خوا د افغان کډوالو د په زور ایستل کیدو لړۍ یو ځل بیا روانه شوې ده،.
که څه هم په تیرو کلونو کې پاکستاني مقاماتو به په اصطلاح غیرقانوني میشتو افغانانو د ویستلو ډمامې غږولې خو اوس تجربې دا خبره زباده کړې ده چې دوی په نوم افغان کډوال پاکستان کې نه پریږدي او د اسنادو ذکر تش د یوې بې اساسه پلمې په توګه او د څارونکو سترګو ته د خاورو اچولو لپاره کوي.
د اسنادو قانونیت دوی ته هیڅ معنا یا ارزښت نه لري. د پاکستاني جنرالواکۍ د دغې پالیسۍ او عمل هر اړخ ډیر ناجایز، ظالمانه، غیرقانوني او غیرانساني دی.
د مثال په توګه په دې کډوالو کې داسې خلک شته چې د دیرشو، څلویښتو او حتا پنځوسو کالو نه پاکستان کې میشت دي، دلته یې کار روزګار کړی او یا څه وړوکی او یا غټ کاروبار یې کړی دی، خو د پاکستان د واکدارانو ضرب الاجلونه دوی ته موقع نه ورکوي چې خپل کاروبارونه یا حسابونه راټول یا خرڅ کړي. په دې کډوالو کې هغه خلک هم شته چې اوس تازه په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدلو نه وروسته کډوال شوي دي، ځینې په دوی کې داسې کسان هم دي چې په پخواني نظام کې یې دندې لرلې او افغانستان ته بیرته ستنیدل د هغوی سلامتي په خطر کې اچولی شي خو پاکستاني واکداران د دې خبرو هیڅ پروادار نه دي.
هغه جینکۍ چې تر اوسه یې پاکستان کې مکتب ویلی دی اوس دغه چانس له لاسه ورکوي او دا خبره د هغوی د میندو او پلرونو لپاره ډېره سخته ده خو چا ته یې وایې! د پاکستان پنجابي واکداران په دې خبرو غوږ نه ګروي، عادي افغان کډوالو سره خو د جنګي اسیرانو برخورد روان دی ولې نوي او زاړه پیسه دار افغان جنګ سالاران هیڅ مساله نه لري، د هغوی په قصرونو، پلازو او جایدادونو باندې په اسلام اباد او نورو ښارونو کې څوک غرض نه کوي.
که بنیادم پاکستان کې د افغان کډوالو د مسالو جرړو ته لاړ شي، نو تر ټولو اساسي کمبود هغه حقوقي تشه ده په کومه کې چې افغان کډوالو د تیرو پنځو څلویښتو کالونو راهیسې ژوند کړی دی.
د ۱۹۸۰ په لسیزه کې چې افغان کډوال د ډیورنډ په کرغیړنه کرښه تېر شول نو د هغه وخت پنجابي پوځي دیکتاتور جنرال ضیاالحق په چالاکۍ سره اعلان وکړ چې دغه کډوال مهاجر دي او د پاکستان وګړي انصار دي، فلهذا افغان کډوالو ته د هیڅ پاسپورټ، ویزې، کارت یا کوم بل قانوني سند اړتیا نشته.
دلته باید دا خبره هم په ګوته کړای شي چې پاکستان د مهاجرینو په باب د ژنیو د ۱۹۵۱ کنوانسیون نه دی امضا کړی او نه یې د کال ۱۹۶۷ پروتوکول امضا کړی دی او په دې برسېره پاکستان په داخل کې هم د کډوالو او یا د بې کوره شویو خلکو لپاره خپل کوم قانون نه لري.
جالبه دا ده چې د مهاجرت د بین المللي کنوانسیونونو او قوانینو جوړوونکو غربیانو هم په دې حقوقي تشه باندې تر اوسه کوم اعتراض یا تشویش نه دی ښکاره کړی. بهر حال پاکستان ته راتلونکی کډوال په ډېرو وجوهاتو د پاکستان لپاره د پراخې ګټې سبب وګرځېدل، د دغو کډوالو لپاره د ۱۹۸۰ په لسیزه کې په میلیاردونو ډالرو کومکونه راتلل چې د پاکستان د واکمنانو په لاس مصرفیدل. په دغو کومکونو کې که په سلو کې دیرش په کډوالو مصرفیدل نو اویا فیصده یې د پاکستاني افسرانو جیبونو ته تلل، ځکه خو د جنرال ضیاالحق، د جنرل اختر عبدالرحمن او د نورو جنرالانو کورنۍ په ډالرو کې میلیاردران دي.
په افغانستان کې د غرب په ګټه د نقش لوبولو او د افغان کډوالو د ساتلو په بدل کې غربي ابرقدرتونو پاکستان ته خپلې ذروي پروژې په مخ بوتلې او اتوم بم جوړولو اجازه یې ورکړه.د دې نه علاوه افغانانو ته د خپلو خپلوانو له خوا نه راتلونکو خارجي اسعارو او د افغانانو کاروبارونو د پاکستان اقتصاد ته ډېره ګټه ورسوله، خو پاکستانی جرنیلانو پوره په سپین سترګۍ سره دا ټولې ښېګړې هیرې کړې. دوی له افغان کډوالو څخه د ابرقدرتونو د جنګ خاشاک جوړ کړی او د دوی په وینو یې د ډالرو بوجۍ راوړې دي او یا یې د لکونو کډوالو په زور او بغیر د کوم پلان نه افغانستان ته شړلو په ذریعه په کابل باندې فشار اچولی دی او د انسانانو د ازارولو نه یې ډډه نه ده کړې.
د نړۍ په نورو برخو کې د مهاجرت د مسالې نهايي حل درې برخې لري: وړومبۍ برخه یې خپل اصلي هیواد ته داو طلبانه او باعزته عودت وي چې د درې فریقو یعنی د کوربه هیواد، د مهاجرو خپل هیواد او د یو این ایچ سي ار په مشورت تر سره کیږي.
دویمه برخه یې د یو این ایچ سی ار له خوا د هغو مهاجرو درېیم هیواد ته لیږدول وي چې په کومه خاصه وجه خپل هیواد ته بیرته نه شي تللی. د مهاجرینو د مسالې درېیمه برخه هغو مهاجرو ته د کوربه هیواد تابعیت ورکول وي څوک چې خپله تابعیت غواړي. خو پاکستان د بین المللي قوانینو او مقرراتو نه په سرغړونې سره د پورته ذکر شوي حل په ځای یوازې د کډوالو په جبر او بې عزتۍ سره د ایستلو پالیسي په مخ بیايي.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې په کال ۲۰۱۸ کې چې کله عمران خان د پاکستان د وزیر اعظم په چوکۍ کیناستو نو هغه اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت تصمیم لري هغو افغان کډوالو ته د پاکستان د تابعیت ورکولو لپاره ګام اوچتوي، چې په پاکستان کې زیږیدلي دي، خو جنرالانو دغه تصمیم رد کړ. علت یې دا و چې که چیرې دغه تصمیم عملی شوی وای نو په کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې چې کوم طالبان د پاکستان نه د کابل واکمنۍ نیولو ته لاړل، د دوی د اکثریت په جیبونو کې به پاکستانۍ تذکرې پرتې وې او په افغانستان باندې په غیرمستقیمه توګه د پاکستان پلانونه به بربنډ شوي وای.
د افغان کډوالو د پاکستان نه د جبري اخراج شا ته د پاکستانی جنرالانو وړومبۍ موخه دا ده چې دوی د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته افغان/پښتون تر ګونډې لاندې نیسي، هغه ځوروي، تحقیروي، په هغه باندې د الوتکو، ټانکونو او ډرونونو نه بمبارد کوي، څو چې په هغه باندې په زور د پاکستان بادشاهی ومني.
دویمه موخه دا کیدای شي چې په راتلونکي وخت کې پاکستان د افغانستان په ضد څه داسې نوی لوبه پیلوي چې هغه به په افغانانو کې ژوره کرکه او دښمني راوپاروي او داسې نه وي چې پاکستان کې میشت افغانان، ولو که دوی په سیاست کې دلچسپی نه هم لري، خو د پاکستان له خوا د افغان ضد ګامونو خلاف کوم منفي عکس العمل ونه ښایي، او دلته موجودیت یې کوم مشکل ایجاد نه کړي. که څه هم افغان کډوالو تر اوسه پورې نه د پاکستان په داخلي سیاست کې برخه اخیستې او نه یې کله د پاکستان امنیت کله متضرر کړی دی خو د پاکستان د جنرالواکۍ په خپل زړه کې غلا ده.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د بیان ازادي، د رسنیو فعالیتونه او د ښځو ونډه له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې ده. دا وضعیت نه یوازې د افغانستان د اساسي قانون له اصولو سره په ټکر کې دی؛ بلکې د نړۍوالو حقوقو په رڼا کې هم جدي سرغړونه ګڼل کېږي.
په دې تحلیل کې د نړۍوال عام قانون، بشري حقونو تړونونو او ځانګړو اعلامیو پر بنسټ دا ارزوو، چې طالبانو د بیان د ازادۍ په محدودولو سره کوم نړۍوال او عرفي قوانین تر پښو لاندې کړې دي.
د نړۍوال قانون مکلفیتونه او د افغانستان ژمنتیا
افغانستان د یوه هېواد په توګه باید یو شمېر نړۍوال قوانین، اعلامیې او کنوانسیونونه ومني، چې له امله یې په نړۍوالې ونډه کې موجودیت تضمینېږي.
دا چاره له لسګونو کلونو را په دېخوا را روانه ده؛ خو له بده مرغه د طالبانو په بیا ځل واک ته رسېدو سره یاد ټول مکلفیتونه تر پښو لاندې شوي دي.
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه (UDHR)
که څه هم دا اعلامیه د الزام وړ تړون نه ګڼل کېږي؛ خو د عرفي نړۍوال قانون حیثیت لري او د نړۍ ټولو دولتونو ته د تطبیق وړ ارزښت لري.
د دغې اعلامیې ۱۹مه ماده حکم کوي: “هر انسان د عقیدې او د هغې د اظهار حق لري، چې پکې له مداخلې پرته د نظر درلودو او د معلوماتو ترلاسه کولو او خپرولو ازادي شامله ده.”
خو طالبان بیا په افغانستان کې د انتقادي نظریاتو بیان مجازات کوي، رسنۍ یې سانسور کړي دي او د معلوماتو د خپراوي پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي، چې د یادې مادې ښکاره نقض دی.
د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال میثاق (ICCPR)
افغانستان د دغه تړون غړی دی او د دولتونو د تسلسل د اصولو له مخې، هر نوی واکمن یا نظام مکلف دی د تېر دولت له ژمنو سره وفادار پاتې شي.
د دغه میثاق ۱۹مه ماده وايي، چې د سرحدونو له پام پرته هر انسان د نظر او بیان ازادي لري او محدودیتونه باید قانوني، ضروري او مشروع هدف ولري.
خو طالبانو له شفاف قانون او قانوني دلایلو پرته د بیان ازادي محدوده کړې، چې نه ضروري ده، نه مشروع ده او نه هم متناسبه ده.
د ښځو پر ضد د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW)
افغانستان د دې کنوانسیون غړی پاتې شوی او د عرفي نړۍوال قانون له مخې، دولتونه د ښځو د برابر ګډون د تضمین مکلفیت لري.
د دغه کنوانسیون په اوومه ماده کې راغلي، چې ښځې باید د عامه ژوند، سیاست، رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو مساوي حق ولري.
خو په افغانستان کې بیا ښځینه خبریالانې له کاره شړل شوي، په رسنیو کې د هغوی پر غږ او څېرې بندیز لګول شوی او د هغوی پر اظهار نظر هم بندیزونه لګېدلي، چې د دې کنوانسیون ښکاره نقض دي.
د بیان ازادۍ ته د نړۍوال ملاتړ اصول
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تل ټینګار کړی، چې دولتونه مکلف دي، څو د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي؛ خو طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یاد ټینګار له پامه غورځولی دی.
د یونسکو اعلامیه پر دې ټینګار کوي، چې د رسنیو، ژورنالیستانو او د بیان ازادۍ ته مداخله باید د قانون له مخې، مشروع او متوازنه وي؛ خو طالبان نه یوازې دا چې اساسي قانون او مشروع نظام نه لري، په جبري ډول د بیان ازادي ګواښي.
په افغانستان کې طالبانو د خبریالانو د فعالیت لپاره خوندي چاپېریال نه دی برابر کړی، هغوی یې نیولي، شکنجه کړي او د ښځو ژورنالیستکي فعالیتونه یې منع کړي دي.
د معلوماتو د لاسرسي نړۍوال اصل
په نړۍ کې معلوماتو ته لاسرسی یو نړۍوال او مهم اصل دی، چې پالل یې د هر دولت دنده او مسوولیت دی.
د معلوماتو ترلاسه کول، شریکول او رسنیو ته لاسرسی، د یوه مسوول حکومت بنسټیز اصل ګڼل کېږي؛ خو طالبان انټرنټ بندوي، ټولنیزې رسنۍ فلټر کوي، د ټولنیزو رسنیو پر یو پوسټ هم د ټولنیزو رسنیوکارکوونکي شکنجه او زنداني شوي او معلومات د یوې ډلې تر کنټرول لاندې راولي، چې دا کار د نړۍوالو اصولو خلاف دی.
د مسوولیت اصل (State Responsibility)
د نړۍوال قانون له مخې، که یو دولت یا هغه څوک چې د دولت په ځای واک چلوي
(de facto authorities)، نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي، نو مسوولیت به یې پر همدې واکمن جوړېږي.
دا پکې شامل دي:
د سرغړونو مستند کول
د جبران مکلفیت
د نړۍوالو فشارونو منل
طالبان که څه هم په رسمي ډول د افغان دولت نړۍوال استازیتوب نه لري، خو د واک تمرکز او بشپړه ولکه د دې لامل شوې چې د دغه مسولیت وړ وګرځي.
پایله
دا مهال په افغانستان کې طالبان د نړۍوالو حقوقي مکلفیتونو په وړاندې په څرګند نقض مرتکب شوي دي.
هغوی نه یوازې د بیان د ازادۍ نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د ښځو پر بنسټیزو حقونو یې هم تېری کړی دی.
د دوی دا کړنې د نړۍوالو قوانینو، اعلامیو او کنوانسیونونو د نقض نمونې دي او نړۍواله ټولنه باید دا سرغړونې د حقوقي مسولیت له زاویې وڅاري، مستندې یې کړي او د فشار ټولې قانوني وسیلې پر طالبانو وکاروي.