په بدخشان کې د بېروج کان د یوې برخې د نړېدو له امله درې کارګران ووژل شول

د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د بېروج کان د یوې برخې د نړېدو له امله درې کارګران ووژل شول.

د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د بېروج کان د یوې برخې د نړېدو له امله درې کارګران ووژل شول.
د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، پېښه هغه وخت د اشکاشم ولسوالۍ په سفیداورینګ سیمه کې وشوه، چې کارګران په یاد کان کې په کار کولو بوخت و.
د دوی په خبره، مړي د خاورو له لاندې اېستل شوي دي.

د کردانو ډلې «پي کې کې» چې د ترکیې حکومت پر وړاندې یې له ۴۰ کلونو راهیسې مبارزه کړې، اعلان کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحل کېږي.
د ترکي تلویزون ټي ار ټي د راپور له مخې؛ دغه اقدام د دغې ډلې د زنداني مشر عبدالله اوجلان لهخوا د دغه سازمان د منحل کېدو له غوښتنې وروسته وشو.
دغه ډله په ترکیه، اروپايي ټولنه، انګلستان او امریکا کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
دغې ډلې د خپلې مبارزې په پیل کې د کردانو لپاره د یوه خپلواک هېواد د جوړولو موخه لرله، چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د ازبکستان هېواد له لوري د مرسته شویو کرنیزو توکو یوه جوپه بلخ ولایت ته رسېدلې او په حیرتان بندر کې طالبانو ته سپارل شوې ده.
دغه وزارت په یوه خپور کړي خبر کې ویلي، چې دغه مرستندویه جوپه نن په حیرتان بندر کې د ازبک چارواکو لهخوا د یاد وزارت مسوولینو ته سپارل شوې ده.
د ازبکستان هېواد له لوري په رارسېدلې دغه جوپه کې چې له ۲۰ ټنو ډېره ده؛ د اصلاح شویو تخمونو په ګډون نور کرنیز توکي هم شامل دي.
د دغه وزارت د غلو دانو برخې مشر مصباح الدین مستعین ویلي، ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې ازبکستان د افغانستان سره د ګرنیزو ماشینونو په برخه کې هم مرسته وکړي.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولادیمیر زېلېنسکي ته د پوتین د مستقیمو خبرو د وړاندیز د منلو سپارښتنه وکړه، د اوکراین ولسمشر وویل چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د کریملین له مشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو موافقه وکړي.
پوتین هم د شپې مهال یوه ټلویزیوني وینا کې د دې وړاندیز وکړ، چې روسیه او اوکراین باید د مې میاشتې په ۱۵مه د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې مستقیمې خبرې وکړي.
خو دا روښانه نه ده، چې پوتین به پخپله شخصاً حاضر شي او که نه.
زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین انتظار کوم. هیله لرم دا ځل روسان پلمې و نه لټوي.»
دا وړاندیز څو ساعته وروسته له هغې وشو، چې د اروپا لویو قدرتونو د شنبې په ورځ له پوتین څخه وغوښتل، چې پرته له قید و شرطه دې ۳۰ ورځنی اوربند ومني، که نه نو له "سترو" بندیزونو سره به مخ شي.
دا دریځ په اوکراین کې د ټرمپ استازي، کیت کیلګ هم د یکشنبې په ورځ تایید کړ.
زېلېنسکي هم ویلي و، چې اوکراین خبرو ته چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې مسکو د ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند توافق باوجود، حکومتي سرچینو څرګنده کړې چې سندور عملیات تر اوسه پای ته نه دي رسیدلي. هند ویلي، چې د سند د اوبو تړون له سرحدي تروریزم سره تړاو لري او تر هغه به لغو وي چې پاکستان د هند پر ضد تروریزم نه وي ختم کړی.
د یکشنبې په ورځ، د هند صدراعظم نریندرا مودي د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر، د دفاع وزیر راجنات سینګ، د ملي امنیت مشاور اجیت دوول، د دفاعي کارکوونکو مشر جنرال انیل چوهان، د هوايي ځواک مشر ای پي سینګ، د سمندري ځواک مشر دینهش کمار تریپات او د اردو مشر جنرل اپندر دویدي سره په نوي ډیلي کې ناسته کړې ده.
د سرچینو له مخې، صدراعظم نریندرا مودي له خپلو پوځونو غوښتنه کړې چې د هر پاکستاني ناوړه اقدام په وړاندې مناسب ځواب ورکړي.
هغه ویلي، سندور عملیات پای ته نه دي رسیدلي، د هند ځواب ورکولو کې یو نوی معیار رامنځته شوی چې د سرحدي تروریزم په وړاندې قوي او ډاډمن دی».
د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، سرچینو ویلي چې که پاکستان برید وکړي، هند به په زیات ځواک سره ځواب ورکړي او که پاکستان ودریږي، هند به هم ودریږي.
نوی ډیلی له اسلام اباد سره یوازې د پوځي عملیاتو د مشرانو د عمومي خونې له لارې خبرې کوي او سرچینې وایي چې بله کومه موضوع د بحث وړ نه ده.
سرچینه وايي، « د سند د اوبو تړون له سرحدي تروریزم سره تړاو لري. دا تړون به تر هغه لغو وي چې پاکستان د هند پر ضد تروریزم نه وي ختم کړی».
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې روسیه به د کییف له خوا د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د وروستي وړاندیز په اړه فکر وکړي.
نوموړي دغه خبرې د مې په ۱۰مه له سی اېن اېن سره په مرکه کې وکړې.
زېلېنسکي او اروپایي مشرانو د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ غوښتنه کړې، چې روسیه د مې په ۱۲مه نېټه د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند سره موافقه وکړي.
که چېرې روسیه دا وړاندیز رد کړي، اروپا او امریکا به په سختو بندیزونو ځواب ورکړي.
د اوربند د وړاندیز په اړه پیسکوف وویل: «موږ باید د دې په اړه فکر وکړو . دا نوي پرمختګونه دي. موږ خپل دریځ لرو.»
پیسکوف د اروپا له خوا د زیاتېدونکي فشار په اړه زیاته کړه: «اروپا په حقیقت کې زموږ سره په ښکاره ډول مخ کېږي او موږ ورسره عادت شوي یو.»
پیسکوف دا هم یادونه وکړه، چې مسکو د "منځګړیتوب هڅو" ستاینه کوي، مګر زیاته یې کړه چې په روسیې فشار راوړل خورا بې ګټې دي.