د حماس له خوا یرغمل شوی کس تر ازادېدو وروسته اسراییل ته ورسېد

د اسراییل پوځ تایید کړه، چې یرغمل شوی اسراییلي - امریکايي ادان الکساندر دوی ته سپارل شوی او اوس دغه هېواد ته رسېدلی دی.

د اسراییل پوځ تایید کړه، چې یرغمل شوی اسراییلي - امریکايي ادان الکساندر دوی ته سپارل شوی او اوس دغه هېواد ته رسېدلی دی.
حماس د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۲مه) په یوې بیانیه کې د الکساندر ازادېدو ته په اشارې سره د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل، څو په غزه کې د جګړو د پای ته رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.په عین وخت کې، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې بیانیه کې اعلان وکړ، چې دغه هېواد یوازې د الکساندر لپاره د "خوندي تېرېدو" د برابرولو موافقه کړې او د اسراییلي ځواکونو عملیات به په غزه کې د لا سختېدو په هدف دوام ومومي.د الکساندر کورنۍ بیا د ټرمپ، نتنیاهو او د ټرمپ له ځانګړي استازي استیو ویتکاف څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ټاکل شوې ده الکساندر په قطر کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) به نور تمدید نه شي. دا وضعیت به د ۲۰۲۵کال د مې په ۲۰ نېټه پای ته ورسېږي او د جولای په ۱۲مه به بشپړ ختم شي.
د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې د کورني امنیت وزیرې کریستي نویم په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور د TPS شرایط نه پوره کوي.
نوموړې وايي، ځیني TPS لرونکي کسان د درغلیو او امنیتي ګواښونو له امله تر څېړنو لاندې دي، نو د TPS ختمول د امریکا د ملي ګټو لپاره اړین دي.
د قانون له مخې، لږ تر لږه ۶۰ ورځې مخکې له دې چې د TPS موده پای ته ورسېږي، وزارت اړ دی چې له اړوندو امریکایي ادارو سره مشوره وکړي او د هغه هېواد وضعیت وارزوي، تر څو معلومه کړي چې د TPS د تمدید لپاره شرایط لا هم پر ځای دي که نه او که وي، نو څومره موده باید تمدید شي.
وزیرې نویم وویل: «دا اداره TPS بېرته خپل اصلي، موقتي هدف ته راګرځوي. موږ د خپلو همکارو ادارو سره یوځای د افغانستان وضعیت وڅېړه او دا پایله مو ترلاسه کړه چې افغانستان د TPS شرایط نه پوره کوي. هلته د امنیت وضعیت ښه شوی، اقتصاد یې باثباته شوی او نور داسې شرایط نه شته چې افغانان دې بېرته خپل هېواد ته ستانه نه شي. برسېره پردې دا پرېکړه د امریکا د ملي ګټو سره همغږې ده، ځکه زموږ ریکارډونه ښيي چې ځیني TPS لرونکي کسان د درغلیو او د عامه خوندیتوب او ملي امنیت ته د ګواښ له امله تر څېړنو لاندې دي. د TPS ارزونه د کډوالو د نظام د شفافیت د بېرته راوستلو یوه مهمه برخه ده.»
دا پرېکړه د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو (USCIS) له خوا د افغانستان د وضعیت د ارزونې پر بنسټ او له بهرنیو چارو وزارت سره په مشوره شوې ده.
د کورني امنیت وزیرې دا هم وویل، چې د امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه والي ته په کتو، افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستنول د هغوی شخصي امنیت ته ګواښ نه متوجه کوي. همدارنګه، دا پرېکړه وشوه چې افغانانو ته د لنډمهال لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو اجازه ورکول د امریکا د ملي ګټو خلاف ده.
د راپورونو له مخې، نږدې ۱۴ زره افغان کډوالو د ټي پي اېس (لنډمهالي خوندیتوب) پروګرام له مخې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، چې له دغې ډلې ډېر شمېر یې لا هم په دې باور دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خلیجي هېوادونو ته خپل سفر «تاریخي» وباله، ځکه چې هغه د خپل لومړي رسمي بهرني سفر لپاره سعودي عربستان ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زه نن سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته په یوه تاریخي سفر روان یم.»
تمه کیږي، چې د امریکا ولسمشر به د سې شنبې په سهار ریاض ته ورسېږي او منځني ختیځ ته به خپل درې ورځنی سفر پیل کړي، چې پکې قطر او متحده عربي امارات شامل دي.
له دې سره، ټاکل شوې چې ټرمپ به د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره هم د خبرو اترو لپاره وګوري.
د چهارشنبې په ورځ به د امریکا ولسمشر د خلیج همکارۍ شورا-امریکا سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ خپل ولس ته په یوه وینا کې وویل چې سندور عملیات د پاکستان مېشتو ترهګرو پر ضد یو تاریخي او ستراتیژیک ګام و او خبرداری یې ورکړ چې هند به د پاکستان راتلونکي هر حرکت څاري.
مودي په خپله وینا کې وویل: « سندور عملیات یوازې یو نوم نه دی. د مې پر شپږمه شپه او سبا نړۍ ولیدل چې هند څنګه د پاکستان دننه د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه وکړل».
ده زیاته کړه، دا عملیات دومره ژور وو، چې ترهګر یې حیران کړل: « ترهګرو دا خوب کې هم نه وو لیدلي چې هند به دومره ستر ګام واخلي. خو کله چې د ملت او وطن خبره راځي، هند پولادي فیصلې کوي».
د هند د لومړي وزیر په وینا، د بهاولپور او مریدکي په څېر سیمو کې د ترهګرو روزنیز مرکزونه چې نوموړي « د نړیوالې ترهګرۍ پوهنتونونه» وبلل، په نښه شول. مودي زیاته کړه، « د سپټمبر ۱۱مې پېښه که وي او که نورې سترې پېښې، له همدې مرکزونو سره یې تړاو او رېښې دي».
مودي وویل، چې په دغو بریدونو کې نه یوازې د ترهګرو ودانۍ، بلکې د هغوی حوصلې هم ویجاړې شوې.
هغه زیاته کړه، « د هغوی مشران، چې په پاکستان کې ازاد ګرځېدل او د هند پر ضد یې پلانونه جوړول، له منځه یووړل شول».
د هند لومړي وزیر پر پاکستان نیوکه وکړه چې د ترهګرو پر ضد د هند د همکارۍ پر ځای، یې پر هند بریدونه پیل کړل او ملکي ځایونه یې په نښه کړل.
مودي زیاته کړه، « د هند له دغو عملیاتو پاکستان وارخطا شو او په دې وارخطايي کې یې د ترهګرو خلاف د هند د همکارۍ پرځای پر هند بریدونه پیل کړل او پر ښوونځیو او مذهبي ځایونو یې بریدونه وکړل. دې کې خپله پاکستان بې نقابه شو او نړۍ ولیدل چې څنګه د پاکستان بې پیلوټه الوتکې او توغندي په اسمان کې له منځه یووړل او د پاکستان پر سینې یې بریدونه وکړل».
مودي پاکستان ته د خبرداري ډول وویل، چې ترهګري او دولت او وینې او اوبه یوځای پرمخ نه شي تلای.
مودي وویل چې هند په درېو ورځو د پاکستان په زړه کې د ترهګرو اډې کنډواله کړې.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان هر راتلونکی اقدام به تر سخت نظر لاندې وي، « د هند درې واړه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي».
مودي په دې جګړه کې پر خپلو وسلو او ځواکونو وویاړل او ویې ویل، چې هند خپلې وسلې وکارولې.
دا وینا داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان د جنرالانو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلې دي، او نړیوالې هڅې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دوام لري.
په داسې حال کې، چې د هند او پاکستان د پوځي عملیاتو رییسانو نن ماښام د وروستیو شخړو په اړه خبرې کړې دي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د هند پر وخت د شپې اته بجې خپل ولس ته ددې جګړې په اړه وینا کوي.
هندوستان ټایمز رپوټ ورکړی، چې تمه کیږي مودي د سندور عملیاتو او د جګړې د عواملو په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د پاکستان ایکسپرېس ټربیون وايي، چې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو رییسانو د تودې کرښې یا هاټ لاین له لارې خبرې کړې دي.
دا خبرې د وروستیو کړکېچونو په رڼا کې د یوه مهم پرمختګ په توګه ارزول کېږي.
پاکستان او هند د متحده ایالاتو په منځګړتوب د شنبې په ورځ د یو بشپړ او سملاسي اوربند اعلان وکړ، چې له مخې یې دواړو خواوو ته ډزبندي شوې.
د پاکستان د پوځ وياند برید جنرل احمد شريف چودري وايي، چې پاکستان د "بنيان مرصوص" عملياتو په ترڅ کې هیڅ هندی پيلوټ نه دی نيولی.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې پاکستان د عملياتو پر مهال یو هندی پیلوټ یا پیلوټه نیولي.
د پاکستان د پوځ وياند وويل: «هیڅ هندی پيلوټ زموږ په ولکه کې نه دی».
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړی وايي، چې د پاکستان هوايي ځواک د هندي هوايي ځواکونو درې رافیل الوتکې او په ټوله کې پنځه جنګي الوتکې ویجاړې کړې دي، خو هند تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.