طالبانو له جرم پرته د نجونو د زدهکړو مدافع او دیني عالم بشیراحمد حنفي نیولی دی

د دیني عالم مولوي بشیراحمد حنفي د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښټو ته منلې، چې نوموړی له مصر نه تر راستنېدو یوه ورځ وروسته د طالبانو استخباراتو نیولی. د حنفي د کورنۍ غړي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، هغه له ۸ ورځو راهیسې د هلمند د مرکز په لښکرګاه زندان کې دی.
