• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ ښار کې شاوخوا ۳۷ زره ماشومان د پوليو ضد واکسین څخه پاتې شوي دي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې سږکال د پوليو ضد د دویم ملي کمپاین په ترڅ کې له ۳۷ زره زيات ماشومان د پوليو ضد واکسین څخه پاتې شوي دي. جيونيوز راپور ورکوي، چې په کراچۍ کې له ۲۰ لکه او ۶۶ زرو څخه زياتو ماشومانو ته پوليو واکسين ورکړل شوي.

د پاکستان روغتيايي مسولينو ویلي، چې د کراچۍ په ګډون په ټول سند کې له ۳۹ زره څخه زيات ماشومان له واکسين څخه پاتې دي.

روغتيايي مسولين وايي، چې د ۲۷ لکه ماشومانو لپاره یې د واکسین د ورکړې هدف ټاکلی و.

د مسولينو په خبره، په سند کې د پولیو ضد کمپاین پر مهال له ۸۸ لکه څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شوي، په داسې حال کې چې په دغه سیمه کې د هدف له مخې باید له یو کروړ څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي وای.

د پاکستان روغتيايي چارواکو ويلي، چې د پوليو ضد درېيم ملي کمپاين به د مې له ۲۶ څخه پيل د جون تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

د دوی د معلوماتو له مخي، چې د همدې کمپاین پر مهال به په ټول پاکستان کې ۴۰ مېليونه ماشومانو ته د پوليو ضد واکسین ورکړل شي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هېوادونه دي، چې د پولیو وایرس له امله اغېزمن دي او د دغه ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې پکې د امنیتي ګواښونو او د واکسینونو په اړه د ناسم پوهاوي له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کابل اسلام‌اباد ته ډاډ ورکړی چې د هند او پاکستان جګړه کې به ډيورنډ کرښه سوله ییزه پاتې شي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱

پاکستان ټوډې ویب پاڼې د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۲مه) خبر ورکړی، چې په کابل کې د طالب چارواکو او پاکستاني ډېپلوماټانو ترمنځ په ناسته کې طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې د پاکستان او هند ترمنځ روانو ترینګلتیاوو پر مهال به ډيورنډ کرښه سوله‌ییزه وساتي.

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د چین د استازي یُو شیاویونګ په ګډون له افغان چارواکو، په ځانګړي ډول د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره درې‌ اړخیزه خبرې وکړې چې موخه یې د سیمې همکاري پیاوړې کول و.

په دې ناسته کې سیاسي او اقتصادي اړیکې او همداراز افغانستان د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت سره یوځای کول مهم بحثونه و.

حقاني د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر ارزښت ټینګار وکړ او همداراز د پاکستان او چین استازو د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم ولیدل، چې هغه پاکستان ته د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ.

دواړو خواوو د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) افغانستان ته د غځولو او د سوداګرۍ د پراخوالي په اړه هم خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي او د څو ورځو نښتو وروسته لنډ مهالی اوربند رامنځته شوی، چې دواړه خواوې هند او پاکستان په یو بل د اوربند د سرغړونو تورونه پورې کوي.

د پاکستان پـوځ وايي هیڅ هندی پیلوټ یې نه دی نیولی

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۱

د پاکستان د پوځ وياند برید جنرل احمد شريف چودري وايي، چې پاکستان د "بنيان مرصوص" عملياتو په ترڅ کې هیڅ هندی پيلوټ نه دی نيولی.

په ټولنيزو رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې پاکستان د عملياتو پر مهال یو هندی پیلوټ یا پیلوټه نیولي.

د پاکستان د پوځ وياند وويل: «هیڅ هندی پيلوټ زموږ په ولکه کې نه دی».

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، نوموړی وايي، چې د پاکستان هوايي ځواک د هندي هوايي ځواکونو درې رافیل الوتکې او په ټوله کې پنځه جنګي الوتکې ویجاړې کړې دي، خو هند تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته د ۹۰ میلیونه ډالرو امونه استوي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۸ GMT+۱

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د مېوې فصل لپاره د خپل ام صادرات د مې میاشتې پر ۲۵مه پیل کړي، چې هدف یې د ۹۰ میلیونه ډالرو عاید ترلاسه کول دي. دغه ام افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او د نړۍ نورو هېوادونو ته استول کیږي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د امو د صادراتو نېټه تایید کړې ده، چې د صادراتو د پالیسۍ له مخې ټاکل شوې او د اړوندو ادارو ترمنځ له مفصلو مشورو وروسته نهایی شوې ده.

پاکستان په نړۍ کې د امو څلورم لوی صادروونکی او شپږم لوی تولیدوونکی هېواد دی، چې هر کال شاوخوا ۱.۸۸ میلیونه میټریک ټنه ام تولیدوي.

له دې جملې نه شاوخوا ۶ تر ۷ سلنه، یا له۰.۱۳ څخه تر ۰.۱۶ میلیونه ټنه، نږدې ۷۹ هېوادونو ته صادریږي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د خلیج د همکاریو شورا هېوادونه د پاکستاني ام تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۷۵ سلنه صادرات همدې سیمې ته کېږي.

له دې ډلې امارات، افغانستان او ایران مهم واردوونکي دي او افغانستان منځنۍ اسیا ته د ام د لیږد یوه مهمه ترانزیتي لاره ګڼل کېږي. برسېره پر دې، بریټانیا او متحده ایالات هم د پاکستاني ام مهم بازارونه دي.

تېر کال پاکستان د ام له صادراتو څخه تر ۹۰ میلیونه ډالر زیات عاید ترلاسه کړ او سږ کال هم ورته هدف ټاکل شوی.

پاکستاني ام داسې مهال افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته استول کیږي، چې د افغانستان د میوو د فصل پرمهال هر کال پاکستان خپلې لارې پر افغان سوداګرو تړي، چې په میلیونونو ډالره زیان ور اوړي.

پاکستانۍ رسنۍ: سراج الدین حقاني پاکستان ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیت ډاډ ورکړی

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د باوري سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په ناسته کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به اسلام اباد ته هېڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.

یادې ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې دغه ژمنې په یوې درې اړخیزه غونډه کې چې د چین ځانګړي استازي هم پکې ګډون لاره؛ شوې دي.

د دغې ناستې موخه د درېیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

سراج الدین حقاني پاکستاني استازي ته ډاډ ورکړی، چې د هند او‌ او پاکستان په روانه کشاله کې دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له امنیتي وضعیت څخه ډاډمن اوسي.

راپور کې د حقاني له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د طالبانو له لوري چین او‌ پاکستان سره د متقابل درناوي او تفاهم په دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد او‌ په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد نه کارول کېږي.

یادې ورځپاڼې کابل ته د محمد صادق سفر بریالی بللی او ډاډ یې څرګند کړی، چې هلته یې د‌ پاکستان د امنیتي اندېښنو په تړاو ګټورې ناستې ولاړې کړې دي.

دا داسې مهال ده، چې پاکستان په وار وار طالبانو ته ګوته نیولې چې «ټي‌ټي‌پي» ته یې په افغان خاوره کې خوندي پناه ځایونه ورکړي دي.

تر دې څو اونۍ دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم کابل ته سفر کړی و او بیا یې هیله‌ څرګنده کړه، چې له طالبانو سره یې د سیمې او‌ پاکستان د امنیت په تړاو ګټور بحثونه کړي دي.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې نا امنۍ د اسلام اباد لپاره لوی سرخوږی ګڼل کېږي او د خپل باور له مخې غواړي، چې پر افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو مخه ډب کړي.

په کراچۍ بندر کې د تېلو وړونکو بېړیو بیا لنګر اچول پیل شوي دي

۲۲ غویی ۱۴۰۴ - ۱۲ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ له اوربند وروسته د کراچۍ په بندر کې د تېلو وړونکو بېړیو تګ راتګ عادي شوی دی. د معلوماتو له مخې، یوازې د یکشنبې په ورځ ۱۹ بېړیو په دغه بندر کې لنګر اچولی دی.

د کراچۍ بندر ادارې په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې، پکې ویلي چې بېړیو ته بیا اجازه ورکړل شوې چې د وارداتو او صادراتو مالونه بندر ته راوړي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، د ګمرک ادارې له‌خوا د کارګو معاینه هم بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د بندر د سرچینو له قوله خبر ورکړی، تمه ده چې له دوشنبې څخه د کیماړي ـ منوره ترمنځ کښتۍ هم بېرته د معمول مطابق فعالیت پیل کړي.

د بندر په اعلامیه کې راغلي، چې له ۱۹ بېړیو څخه د ۱۶ لکه ټنه سوداګریزو مالونو د لېږد بهیر روان دی.