• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ عربي قهوه و نه څښله

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۸:۱۵ GMT+۱

سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر رسېدو وروسته د هرکلي په مراسمو کې نوموړي عربي قهوه و نه څښله. ټرمپ د دې هېواد د ځانګړي او دودیزې مېلمستیا پر مهال چې پکې قهوه وړاندې کېږي، یوازې د قهوې پیاله په لاس کې ونیوله، خو هغه یې ونه څښله.

نیویارک ټایمز د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي: «ټرمپ قهوه نه خوښوي او رژیمي څښاکو ته ترجیح ورکوي.»
په دغه مراسمو کې د ټرمپ له ګډون وروسته داسې ویډیوګانې خپرې شوې، چې پکې ټرمپ خپله قهوه و نه څښله، یوازې یې پیاله په لاس کې نیولې وه.له هغه وخته چې ټرمپ د ملک خالد هوایي ډګر ته ورسېد تر هغه پورې چې په شاهي ماڼۍ کې رسمي لیدنه وشوه، دوه ځلې له هغه څخه په عربي چای او قهوې سره هرکلی وشو.دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۷ کال کې بیا ټرمپ سعودي عربستان ته په سفر کې عربي قهوه څښلې وه.د سعودي عربستان د سمبولیک کلتور یوه مهمه برخه هغه مېلمستیا ده، چې پکې عربي کافي په دودیز لوښي کې چې "دله" نومېږي جوړېږي او په وړو بې لاستو پیالو کې وړاندې کېږي.په دې دود کې که مېلمه ونه غواړي دویمه پیاله وڅښي، نو پیاله په نرمه توګه ښوروي څو خدمتګار ته نښه ورکړي او دا هماغه حرکت و چې بن سلمان له قهوه څښلو وروسته په هوايي ډګر کې وکړ.






ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ وايي چې پر سوریه بندیزونه ختموي او له ایران سره هوکړه کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په ریاض کې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.

نوموړي وویل، امریکا له سوریې سره د اړیکو عادي کولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

ټرمپ زیاته کړه چې د امریکا او سوریې د بهرنیو چارو وزیران به په دې اونۍ کې وویني.

ټرمپ د ایران په اړه وویل، چې « زه غواړم له ایران سره یوه موافقه وکړم څو نړۍ یو خوندي ځای شي».

هغه د سوریې د حکومت لپاره د بریا هیله څرګنده کړه.

ټرمپ وویل چې « شهزاده محمد بن سلمان ډېر سخت کار کوي زه فکر نه کوم چې هغه حتا د شپې ویده شي».

هغه زیاته کړه، چې د پاچا سلمان او شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ سیمه کې یو فوق‌العاده او ژور بدلون روان دی.

محمد بن سلمان: هیله من یو چې له امریکا سره د پانګونې فرصتونه یو تریلیون ډالرو ته لوړ کړو

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۶ GMT+۱

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د سعودي-امريکا د پانګونې فورم پر مهال چې په رياض کې جوړ شوی و، وويل چې «موږ له امريکا سره له ۳۰۰ ميليارده ډالرو زيات تړونونه لاسليک کړي دي».

نوموړي زياته کړه: «اوس مهال د سعودي عربستان اقتصاد په سیمه کې د امريکا تر ټولو ستر اقتصادي شريک دی».

هغه دا هم وويل: «سعودي عربستان له امريکا سره د ۶۰۰ ميليارده ډالرو پانګونې فرصتونو په لټه کې دی او هيله لرو چې دا اندازه يو تريليون ډالرو ته لوړه کړو».

د سعودي وليعهد زياته کړه چې امريکا د سعودي د عمومي پانګونې صندوق له مهمو هدفونو څخه ده.

100%

په دغه فورم کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د منځني ختیز راتلونکې له همدې ځایه پیلیږي او ریاض به د سوداګرۍ په یوه نړیوال مرکز بدل شي

خواجه اصف: د نریندرا مودي د واک ورځې د ګوتو په شمار پاتې دي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې «د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په کوردننه د پارلمان او بهر له سختو نیوکو سره مخ دی او د هغه ورځې د ګوتو په شمار پاتې دي». نوموړی وايي، «وروستۍ پرېکړه به د هند ولس کوي.»

ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ رسنۍ د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې خواجه محمد اصف دا څرګندونې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې او ویې ویل چې د هند او پاکستان ترمنځ هر ډول راتلونکی خبرې به یوازې هغه وخت ممکنې وي چې پر دریو اساسي موضوعاتو بحث وشي.

هغه ترهګري، د کشمیر لانجه او د اوبو شخړې هغه درې موضوعګانې یادې کړې چې د هغه په وینا باید له هند سره پرې خبرې وشي.

هند له دې وړاندې ویلي و، چې ددوی ترمنځ هیڅ خبرې اترې نشته.

اصف وویل، «پاکستان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او ناعادلانه تورن شوی».

هغه ټینګار وکړ چې نړیوال باید د پاکستان دا هڅې وګوري. نوموړي زیاته کړې، چې د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د وروستیو پېښو د څېړنې وړاندیز لا هم پر مېز دی، خو پاکستان د خبرو اترو لپاره دا غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې یې رول په رسمیت وپېژندل شي.

هغه د کشمیر په اړه وویل، چې دا شخړه لا هم حل شوې نه ده او د هر ډول مذاکراتو برخه باید وي. همداراز، هغه د اندس د اوبو تړون ته اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دې تړون سیاسي کول به سیمه‌‌ییز ثبات له خطر سره مخ کړي.

خواجه اصف هند د ترهګرۍ په اوږدمهاله ملاتړ تورن کړاو ادعا یې وکړه چې د هند مداخله په کاناډا او امریکا کې هم ثابته شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې دا شواهد باید د خبرو پر مهال وړاندې شي.

د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند اعلان د مې پر ۱۰مه وشو، چې دواړه هېوادونه یې د جګړې له ژورې راوېستل. دا اوربند لومړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړ او وروسته د دواړو هېوادونو چارواکو تایید کړ.

خو له اوربند څو ساعته وروسته، د کنټرول کرښې دواړو خواوو کې بیا د ډزو تبادله وشوه او په سرینګر کې چاودنې وشوې، چې د اوربند د پایښت په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې.

د پاکستان د پوځ ویانداحمد شریف چودري، وویل چې پاکستان د اوربند غوښتنه نه ده کړې، بلکې هند د پاکستان له غبرګون وروسته د اوربند غوښتنه وکړه. هغه دا هم وویل چې د اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ جګړه "ناممکنه" او "بې‌مانا" ده.

له دې وړاندې نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې کله هند پر نورخان هوايي اډه ، چې د پاکستان د اتومي قوماندې مرکز ته نږدې پرته ده، برید وکړ، سپینې ماڼۍ مداخله وکړه او اوربند اعلان شو.

د ایلان ماسک په ګډون؛ د سعودي او امریکا د پانګونې ګډ فورم کې امریکايي پانګوالو ګډون کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱

د سعودي د ماليې وزیر محمد الجدعان او د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د سې شنبې په ورځ د سعودي-امریکا د پانګونې فورم په پیل کې یوه ګډه ناسته وکړه. بیسنټ تایید کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د اقتصاد پر بېرته پیاوړي کولو تمرکز کړی.

هغه ټینګار وکړ: « له چین سره د سوداګرۍ توازن د ټرمپ د ادارې لومړیتوب دی، موږ به هڅه وکړو چې د ستراتیژیکو سکتورونو لپاره له چین څخه ځان راټول کړو».

الجدعان د سعودي او امریکا د اړیکو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.

د سعودي ګزیټه د رپوټ له مخې، الجدعان وویل: «موږ د سعودي عربستان په تاریخ کې تر ټولو ټیټه بې‌روزګاري لرو».

هغه زیاته کړه: «په روزګار کې ستر بدلون راغلی، ښځې پیاوړې شوې دي او موږ هغه هدف ته رسېدلي یو چې غوښتل مو د ۲۰۳۰ کال تر پایه یې ترلاسه کړو، چې ۷ سلنه و».

په دې فورم کې د ټیسلا اجرایوي مشر ایلان ماسک، د امازون مشر اندي جاسي، د بلک راک مشر لري فینک او ډیویډ ساکس هم ګډون لري.

فینک د خپلې وینا پر مهال څرګنده کړه چې سعودي عربستان اوس د نړیوالو پانګونو لپاره یو مهم مرکز ګرځېدلی.

دا فورم به پر مصنوعي ځیرکتیا، تکنالوژیکي پرمختګونو او د سعودي او امریکا تر منځ د پانګونې پر موضوعاتو تمرکز وکړي.

ټرمپ د سعودي عربستان ولیعهد بن سلمان خپل "ملګری" وباله

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ رسمي خبرې اترې یو ساعت وړاندې د ریاض په الیمامه شاهي ماڼۍ کې پیل شوې. د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ په شاهي ماڼۍ کې بن سلمان خپل "ملګری" وباله او ویې ویل چې دواړو ښې اړیکې جوړې کړې دي.

ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې موږ یو بل ډېر سره خوښ کړي دي."

هغه د سعودي ولیعهد ته دا هم وویل: "موږ له کلونو راهیسې ښې اړیکې لرو."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "موږ هغه وخت ولیدل کله چې تاسو سپینې ماڼۍ ته راغلئ، زما ډېر ښه په یاد دي، زه د دې ځوان په لیدو ډېر متاثره شوی وم. دی ډېر ځوان او له خپل عمر څخه ډېر پوه و. زه فکر کوم شاید هغه وخت به ۳۱ کلن و، خو ډېر هوښیار و. زموږ اړیکې هلته سره نږدې شوې.»