• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د دغه هېواد په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې تفرقه اچونکې ګڼلې دي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د دې هېواد په اړه د ډونالډ ټرمپ د سې شنبې د ورځې څرګندونې ناسمي، تفرقه اچونکې او بې ځایه ادعاوې وبللې. په اعلاميه کې ویل شوي، چې ټرمپ په فلسطين کې د اسراییل له لورې د اشغال، نسل وژنې او ويجاړۍ پړه پر ایران اچوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په یوې اعلامیه کې ویلي: «اسراییل د امریکا په استازولۍ فلسطين او دوه عربي هېوادونه اشغال کړي او نسل وژنې تر سره کوي او په لبنان، سوريه او یمن کې د ځکمنۍ بشپړتیا په نقض سره ترهګریز اقدامات تر سره کوي.»

په اعلاميه کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر په «پوره بې احترامۍ» سره ایران د دغو هېوادونو د ویجاړۍ مسوول ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ټرمپ د سيمې د واقعتونو په پټولو سره هڅه کوي، په غزه کې د نسل وژنې، په لبنان، سوریه او یمن کې د اسراییل جنایتونه له پامه وغورځوي.

په اعلاميه کې لیکل شوي:«د امریکا د ولسمشر تفرقه اچونکې خبرې د دې لپاره شوي، چې د ایران او عربو ګاونډيانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي او د امریکا په مستقیم رول سره د اسراییل جنایتونه پټ کړي.»

اعلامیه زياتوي، چې د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر دا ډول «سپکې خبرې» به د دوی په وړاندي په هېواد دننه او بهر ملي یووالي ته خنډ جوړ نه کړي.

ایراني چارواکي وايي، چې امریکا په تېرو کې هم د دوی د پرمختګ په وړاندې دسیسې جوړې کړي، تل يې د تحميلي جګړې ملاتړ کړی او پر ایران يې د اقتصادي بندیزونو له لارې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

ایران اوسمهال د امریکا له خوا تر سختو فشارونو لاندې دی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د خپلې دویمې دورې د بهرني سفرونو په لومړي تم ځای کې سعودي عربستان ته ولاړ او دا سفر د یو ستر دفاعي تړون د اعلان سره مل شو.
د سي‌اېن‌اېن شبکې د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د امریکا او سعودي تر منځ د ۱۴۲ مېلیاردو ډالرو په ارزښت د یوه تړون د لاسلیک خبر ورکړ.

په راپور کې زیاته شوې، چې دا تړون د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په توګه بلل شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هبت الله او احمد شرع پرتله؛ یوه ترهګر هېواد انزوا او بل له نړۍ سره وصل کړ

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د سوریې د لنډمهالې دورې ولسمشر احمد شرع ترمنځ د افغانانو په منځ کې د بېلابېلو بحثونو او څرګندونو لړۍ دوام لري. په ټولنیزو رسنیو کې روان بحثونه د دې دواړو څېرو پر سیاستونو، کړنو او نړۍوالو اړیکو تمرکز کوي.

له نړۍوالو سره د احمد شرع اړیکې

د ځینو افغانانو نظر دا دی چې احمد شرع په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. د خپلو خبرو له لارې یې د نړۍوالو پروړاندې یو مثبت تصویر وړاندې کړی دی.افغان خبریال ولي ارین پر خپلې اېکس‌‌پاڼې لیکلي «یوه ترهګر خپل هېواد له نړۍ سره وصل کړ او بل ترهګر د افغانستان په څېر هېواد تیاره انزوا ته یوړ.»

د رازمحمد شېرزاد په نوم د ټولنیزو چارو یوه بل فعال د سوریې د لنډمهالې دورې ولسمشر د سیاستونو ملاتړ کړی او د دغه هېواد د بندیزونو پر وړاندې د شرع چټکه مبارزه یې ستایلې ده. هغه لیکلي دي: «که څه هم موږ د سعودي عربستان او قطر پر مېلمه‌پالنې او تشریفاتو انتقاد وکړ، خو د سوریې د ولسمشر د سیاستونو پر وړاندې زموږ ملاتړ باید مستحکم وي.»

د طالبانو او نړۍوالو اړیکې

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندازاده په هکله د یو شمېر افغانانو څرګندونې جالبې دي.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار د طالبانو د مشر پر سیاستونو نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان نړۍوال شناخت له هغې لارې شونې دی چې د اسلامي اصولو او د ارزښتونو په چوکاټ ګې له نړۍوالو سره تعامل وشي. د هغه په وینا، طالبان باید پر هغو اصولو ټینګار وکړي، چې د افغانستان په ګټه وي، نه دا چې یوازې د سیاسي فشار لاندې معاهدې ترسره کړي.

ډېر افغانان د طالبانو پر سیاستونو په ځانګړې توګه د نړۍوالو اړیکو او د دغه رژیم د رسمیت پېژندنې په برخه کې بې‌باوره ښکاري. هغوی ټینګار کوي چې طالبان باید د هېواد د خلکو د ګټو لپاره کار وکړي او له بهرنيو فشارونو سره په هوښیارۍ چلند وکړي.

د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعال رحیم سکندر وايي، طالبان باید خپل اصول وساتي او د اسلامي نړۍ پر ارزښتونو ټینګار وکړي، ځکه چې د افغانانو لپاره د خپلو اصولو پر بنسټ ژوند کول اړين دي.

په ټولنیزو رسنیو کې دغو څرګندونو وروسته تر هغې زور واخیست، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.

د دې ترڅنګ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره ولیدل.

د اروپايي ټولنې تر تړون لاندې؛ سویس د کډوالۍ محدودولو لپاره نوې لارې چارې ګوري

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د سویس حکومت اعلان وکړ چې غواړي له اروپايي اتحادیې سره د همکارۍ د نوې هوکړې له مخې، د اړتیا په صورت کې له اروپايي ټولنې د ازاد تګ راتګ حق محدود کړي.

دا پرېکړه په هغو شرایطو کې عملي کېدای شي چې که خالصه کډوالي، له پولې تېرېدونکي مزدوران، بیکاري یا د ټولنیزو خدماتو اخېستنه له ټاکلي حد زیات شي.

دا پرېکړه داسې مهال ده، چې سویس د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له اروپايي اتحادیې سره د اقتصادي همکاریو یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه، چې اوس هم د تصویب اوږده بهیر ته اړتیا لري.

د کډوالۍ د محدودولو لپاره دا نوې لاره د «حفاظتي مادې» تر عنوان لاندې وړاندې شوې، چې سویس ته دا صلاحیت ورکوي څو د اړتیا په صورت کې، د اروپايي کډوالو جریان تنظیم کړي.

د سویس د کډوالو وزیر بیټ یانس وویل، « حفاظتي ماده پر دېوال د اور وژنې د وسيلې په څېر ده، چې کله اور ولګېږي، خوشاله یې یې چې شته او ژر یې کارولی شې».

د رویټرز د رپوټ له مخې، په پلان کې دا هم راغلي چې که سویس دا ماده فعاله کړي، موضوع به د سویس او اروپايي اتحادیې یوې ګډې کمیټې ته ولاړه شي. که توافق ونه شي، نو دا به محکمې ته وړاندې شي.

سویس، چې د اروپايي ټولنې شتمن هېواد بلل کېږي، په تېرو دوو لسیزو کې د نفوس په چټک زیاتوالي کې د کډوالۍ رول تجربه کړی. همدغې چټکې ودې د ښي اړخو ګوندونو له خوا د کډوالۍ پر ضد د سختو مقرراتو غوښتنه زیاته کړې.

د سویس د کډوالۍ د ریاست سکرتر وینچنزو ماسکیولي وویل، د حکومت د پلان له مخې، له ۲۰۰۲ کال راهیسې باید دغه حفاظتي ماده لږ تر لږه ۸ ځله فعاله شوې وای.

کاناډا وايي اسراییل په غزه کې د خوړو ناورین د سیاسي فشار په توګه کاروي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د کاناډا د بهرنیو چارو نوې وزیرې انیتا انند د چارشنبې په ورځ اسراییل تورن کړ چې په غزه کې د خوړو کموالی د فشار د وسیلې په توګه کاروي او ټینګار یې وکړ چې باید له حماس سره د اوربند لپاره هڅې دوام ومومي.

انند، چې نوی ماموریت یې د سې شنبې په ورځ پیل کړ، وویل، « موږ نه شو کولای چې خواړه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ومنو، تر ۵۰ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي. دا ډول چلند د منلو نه دی».

هغې زیاته کړه چې کاناډا د دوه‌دولتي حل ملاتړ کوي او دغه دریځ ته دوام ورکوي.

اسراییل له مارچ میاشتې راهیسې غزه تړلې ده او د اوربند له ناکامېدو وروسته یې خپل نظامي عملیات بیا پیل کړي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، تر اوسه له ۵۲،۹۰۰ زیات کسان وژل شوي او مرسته رسوونکې ادارې وایي، غزه د قحطۍ له ګواښ سره مخ ده.

اسراییل بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي حماس مرستې غلا کوي او خلکو ته یې نه رسوي.

ټرمپ له سوریې وغوښتل چې له اسراییل سره اړیکې عادي کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل د لومړي وزير بنيامين نتنیاهو هغه غوښتنه، چې پر سوریې دې بندیزونه نه لرې کوي، رد کړه او له الشرع څخه یې وغوښتل چې اسراییل سره اړیکې عادي کړي.

دا څرګندونې ټرمپ د سعودي-امريکا د پانګونې فورم پر مهال وکړې، چې د سې شنبې په ورځ په رياض کې ترسره شو.
د اسراییلي رسنيو د راپور له مخې، نتنېاهو تېره مياشت واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال له ټرمپ څخه غوښتي و چې د سوریې پر وړاندې دې امریکایي بندیزونه، نه لرې کوي.

یوه اسراییلي چارواکي ویلي چې دا غوښتنه د امنيتي اندېښنو له امله شوې وه.

د نتنېاهو دفتر تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د فاکس نیوز راپور له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوريې غوښتنه کړې چې د بنديزونو د لرې کېدو په بدل کې دې له اسراییل سره خپلې اړيکې عادي کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سوريې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره د يوې تاریخي ناستې پر مهال وکړې.

د سپينې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ټرمپ پر الشرع غږ وکړ چې له اسراییل سره اړیکې عادي، بهرني وسله‌وال له سوريې وباسي، د داعش د بیا راپاڅیدو مخه ونيسي او په شمال ختيځ کې د داعش بنديانو ساتنه پر غاړه واخلي.

په شمال ختيزه سوريه کې نژدې ۱۰ زره داعش وسله وال بنديان دي، چې د امريکا له ملاتړه برخمن کردي ځواکونو (SDF) يې ساتنه کوي. دا مهال نژدې ۱۴۰۰ امريکايي سرتېري هم په سوريه کې د داعش پر ضد ځای پر ځای دي.

ټرمپ له ریاض نه دوحې ته لاړ

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سعودي عربستان نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د غوي پر ۲۴مه دوحې ته ورسېد.

هغه د سعودي عربستان له سفر وروسته چې تازه یې بشپړ کړی ، دوحې ته تللی.

ټرمپ به په دوحه کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او نورو لوړپوړو چارواکو سره رسمي لیدنې ترسره کړي.

ترمپ په ریاض کې د محمد بن سلمان په ګډون د سوریې له لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع سره وکتل او وبې ویل، چې د یوه نوي پیل لپاره پر دمشق بندیزونه لرې کوي.