ځانګړی راپور

د مخکني حکومت معلول سرتېری وايي، د طالبانو له ناسم چلند او سخت غربت څخه ځورېږي

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د محمد علي‌خېل په نوم د مخکني جمهوري نظام یو معلول سرتېری چې دواړو پښې او لاسونه یې د ماین په چاودنه کې پرې شوي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د طالبانو د ناسم چلند تر څنګ له بې وزلۍ څخه سر ټکولی دی.

دغه ۳۲ کلن ځوان نهه کاله وړاندې د (۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۱مه) نېټه د هلمند‌ په سنګین ولسوالۍ کې له خپلو همسنګرو سره د طالبانو پر یو ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شو او د ژوند ستړې یې پېل شوې.

دغې پېښې د هغه بدن نیمګړی کړی، دوه لاسونه او دوه پښې یې پرې شوي دي.

تر دې پېښې پنځه کاله وروسته هغه واده وکړ، چې د «بي بي زهرا او مقدس» په نومونو دوه لوڼې هم لري.

دی اصلآ د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو اوس مهال د کابل په یوه څنډه کې کرایي کور کې مېشت دی.

هغه د خپل غربت ځپلي ژوند تر څنګ د طالبانو د ځینو غړو له ناسم چلند څخه هم ځورېږي.

د جمهوریت دغه پخواني سرتیري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «چهارصد بیستر ته دوه ځله لاړم، هلته دوه ځله طالبانو زه بې عزته کړم او راته یې وویل چې ځه تداوي دې نه کېږي.»

د محمد په وینا، د طالبانو له دغه ډول کړنو څخه سخت ځورېږي او ان د معلولینو د ثبت کارت سره سره ورته کلنی معاش هم نه ورکول کېږي.

د دغه پخواني سرتېري په خبره، ډاکټرانو ورته ویلي، چې هر کال باید د هډوکو د ودې له امله عملیات وکړي، خو په شخصي توګه د داسې درملنې توان نه لري.

نوموړي وویل، د طالبانو ملي دفاع وزارت ته هم د درملنې په موخه عارض شوی، خو هغوی رټلی او د «نه ځواب» یې ورکړی دی.

د هغه په خبره: «ماته یې وویل، چې له دفتره ووځه، هر څه چې کوې خپله یې وکه. مونږ ستاسو لپاره د علاج هېڅ نه لرو.»

د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې یوازی دغه سرتېری نه دی، چې له ورته برخلیک سره مخ دی بلکې د پخواني جمهوري نظام سرتېري اوس په هېواد کې له سختو کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي.

دا پخوانی سرتېری هیله لري، چې د مصنوعي لاسونو د لګولو په برخه کې ورسره همکاري وشي.

هغه وایي، په هند کې ورته د مصنوعي لاسونو د لګیدو اسانتیاوې شته، خو دی یې په شخصي توګه توان نه لري.

معلولین د فقر په لومړۍ کرښه کې

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د معلومات له مخې چې «۶۳۹سوه زره کسان» معلولین، کونډې او یتمیان ورسره ثبت دي.

بلخوا د نړۍوالو بنسټونو معلومات څرګندوي، چې په افغانستان کې نږدې «۱.۸میلیونه» معلولین او معیوبین ژوند کوي.

د طالبانو حکومت هم د مخکني جمهوري نظام په څېر د معلولینو او معیبینو لپاره د نغدي مرستو بهیر جاري ساتلی دی، خو په دې برخه کې د نا انډولۍ راپورونه هم شته.

ویل کېږي د پخواني جمهوري نظام ثبت سرتېرو د معلولیت معاشونه د طالبانو له لوري کم شوي او برعکس د طالبانو د معلولو جنګیالیو یا د یتمیانو معاشونه بیا لوړ شوي دي.

محمد علي‌خېل هم له دغې ستونزې شکایت کوي او نیوکه کوي، چې له تېر یوه نیم کال راهیسې یې د خپل معلولیت هېڅ ډول مالي امتیازات نه دي ترلاسه کړي.

د طالبانو شکنجې، وژنې او زندان

له دې ور هاخوا طالبان د پخوانیو افغان سرتېرو شکنجو، وژنو او زنداني کیدو لړۍ هم جاري ساتلې ده.

د راپورونو له مخې د افغانستان په بېلابېلو زندانونو کې دا مهال زرګونه پخواني افغان سرتېري پرته له کوم معلومې قضیې بندیان دي.

څه موده وړاندې په ننګرهار کې د جمهوري نظام پخوانیو امنیتي ادارو نږدې ۲۰۰سوه منسوبینو شکایت کړی و، چې په زندان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

همدا راز په پکتیکا، پنجشیر، خوست، کاپیسا، بدخشان، کابل او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو سلګونه سرتېري له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې وژلي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو سازمانونو هم په هېواد کې د‌ پخوانیو امنیتي کارکونکو او سرتېرو ژوند د اندېښنې وړ بللی دی.

هم مهاله طالبانو په افغانستان کې د معلولانو د ملاتړ ټولنه هم لغوه کړې او فعالیتونه یې ورته په ټپه ودرولي دي.

پر کابل واکمنې ډلې د مخکني جمهوري نظام پر مهال ځمکني ماینونه خښول چې له کبله یې د پخواني نظام د سرتېرو تر څنګ عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مخکني جمهوري نظام سرتېري شکایت کوي، چې خپلو پخوانیو نظامي مشرانو او قوماندانانو په ډاګه پرېښي.