• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوې میاشتې په اوږدو کې؛ د کندهار د معتادینو د درملنې په مرکز کې لس تنه مړه شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخواني نظامي مرکز کې، چې په نېشه روږدي کسان پکې ساتل کیږي، د روغتییايي امکاناتو او په کافي اندازه د روغتيايي پرسونل د نشتوالي له امله په تېره یوه میاشت کې لس کسان مړه شوي دي.

سرچینو د چارشبنې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۱مه افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې د طالبان په کندهار ښار او ولسوالیو کې په نشه روږدي کسان تر نیولو وروسته دغه مرکز ته چې درمل، مسلکي روغتیا پالان او کافي خواړه نه لري، د درملنې لپاره انتقالوي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«دا روغتون نه دی بلکې زندان دی، هیرویینان د سختو دردونو له امله مړه کیږي او د هغوی جسدونه له دې مرکز څخه دباندې غورځول کیږي. سلګونه کسان دلته بندیان دي، نه سمه دوا ورکول کیږي، نه سمه ډوډۍ ورکول کیږي.»

دغه په نشه روږدي کسان د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخوانې نظامي مرکز کې ساتل کیږي. دغه مرکز د تېر جمهوري نظام پرمهال د نظامي زده کړو لپاره جوړ شوی و.

سرچینې وايي، په نشه د روږدو کسانو په دغه مرکز کې د روغتون په ډول هېڅ اسانتیاوې نشته او د زندان بڼه لري.

100%

د کندهار له عامې روغتیا ریاست څخه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافي درمل او روغتیا پالان نه شي چمتو کولای، چې له دې امله په هره اونۍ کې له دوو څخه تر دریو پورې په نشه روږدي کسان په دغه مرکز کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې په نوم دغه مرکز کې له اتو سوو څخه ډېر کسان ساتي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په کندز کې یې ۵۰۳ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه را ګرځولې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېده ګۍ ځانګړې محکمې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په حلقه کول سیمه کې له څیړنو وروسته پریکړه وکړه چې دغلته څه باندې ۵۰۳ جریبه ځمکه دولتي ده او باید د دولت ملکیت وګرځول شي.

یاد وزارت نن چهارشنبه « د چنګاښ۱۱مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې « د امارتي زون د ځانګړې محکمې دغه پریکړه د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د ۱۷مې مادې له مخې کړې ده».

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، محکمې د اسنادو، املاکي دفترونو او اړوندو ادارو له څېړلو وروسته دا پریکړه وکړه چې یاده ځمکه باید د غصب مخنیوي کمیسیون ته وسپارل شي، څو له هغوی سره د ځمکو په بانک کې ثبت او په قانوني ډول ترې استفاده وشي.

په خبره پاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو د پالیسۍ له مخې ، د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته راګرځولو لړۍ په ټولو ولایتونو کې په چټکې روانه ده او د همدې هدف لپاره په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په هر ولایت کې تخنیکي پلاوي هم ټاکل شوي دي.

پاکستان د سیپېک تر چتر لاندې له افغانستان سره سوداګري پراخوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د پاکستان د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان د ترانسپورټ وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره د سیمه ییزې سوداګرۍ او ترانسپورټي دهلېزونو پراختیا ته ژمن دی.

عبدالعلیم خان ویلي، چې پاکستان د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز له لارې د لویو لارو په برخه کې پرمختګ کړی او غواړي دغه پرمختګ د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخولو لپاره وکاروي.

نوموړي د شانګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې ویلي:«پاکستان غواړي له افغانستان او ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د دغه هدف لپاره نوې سوداګریزې لارې او دهلېزونه رامنځته کوي، چې کولی شي د پاکستان د اقتصاد د ملا تیر جوړ کړي.»

د پاکستان د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزیر د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د ریل پټلۍ پروژه د سیمې د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دی.

عبدالعلیم خان ویلي:«د سیمې پرمختګ یوازې د دوه اړخیز باور، همکارۍ او عصري شبکو له لارې ممکن دی.»

نوموړي ژمنه کړې ده، چې پاکستان به افغانستان او نورو هېوادونو سرره د نښلوونکي ترانسپورټي سیستم پر جوړولو کار ته دوام ورکړي.

طالبانو دایکندي کې سلمانیو ته له «غیر اسلامي موډلونو» د ډډې کولو سپارښتنه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دایکندي ولایت د سلمانيانو له مسوولینو سره په تازه ناسته کې د اسلامي اصولو د تطبیق لپاره نوې لارښوونې کړې دي. طالبانو له سلمانیو غوښتي چې له «غیراسلامي موډلونو» ډډه وکړي.

په دې ناسته کې د یاد وزارت استازو ټینګار کړی چې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي د پردیو فرهنګونو په ترویج سره د اسلامي ټولنو ارزښتونه او هویت زیانمن کړي. د دوی په باور، دا فرهنګي یرغل باید د اسلامي اصولو په تطبیق سره دفع شي.

یاد وزارت له سلمانیو وغوښتل چې له «غیراسلامي ماډلونو» ډډه وکړي او اسلامي احکامو ته ژمن واوسي.

دغه ډول محدودیتونه په داسې حال کې وضع کېږي چې د هېواد په ډېرو برخو کې خلک له وړاندې د بیان او فکري ازادۍ او ظاهري انتخابونو له محدودیت سره مخ دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د محتسبینو له خوا د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې د روزنیزو پروګرامونو د پیل ژمنه شوې.

که څه هم طالبان دا هڅې د اسلامي هویت د ساتنې لپاره اړینې بولي، خو منتقدین یې وايي چې دا ډول اقدامات د ټولنې پر طبیعي تکامل، فردي ازادیو او فرهنګي تنوع منفي اغېز کوي.

روسیې یوځل بیا طالبان په ترهګرۍ ضد جګړه کې خپل «واقعي متحدین» وبلل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۱

په داسې حال کې، چې رپوټونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ښکارندويي کوي، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، چې طالبان په نړیواله ترهګرۍ ضد جګړه کې د روسیې متحدین دي. کابلوف وايي، د تروریزم د مرکزونو له‌منځه وړو لپاره باید د طالبانو ملاتړ وشي.

کابلوف د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان د کاري ګروپونو د ناستو په څنډه کې تاس خبري اژانس ته وویل، چې « په دې مشخصه قضیه کې، طالبان زموږ واقعي متحدین دي او موږ باید د هغوی هر اړخیز ملاتړ وکړو، څو د نړیوال تروریزم هر ډول مرکزونه له‌منځه یوسي».

کابلوف دا هم ویلي چې د روسیې او طالبانو ترمنځ همغږي "په بېلابېلو کچو او معناوو" کې شته او د روسیې مشرتابه د افغان حکومت له‌خوا د روسیې د سفارت امنیت ته ځانګړې پاملرنه مناسبه بولي.

کابلوف په افغانستان کې د ترهګریز ګواښ په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « زموږ د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د روسیې د امنیت شورا همکاران د هغو ترهګرو ډلو په اړه خبرې کوي چې په یو وخت کې په افغانستان کې د ناټو تر څارنې لاندې میشتې وې او طالبانو لا هم د اپوزیسیون په توګه له هغوی سره جګړه کوله. دا نیوکه پر افغان [طالب] چارواکو نه ده».

د کابلوف د سپیناوي دغه څرګندونې د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د روسیې د امنیت شورا د چارواکو له وروستیو څرګندونو سره هممهاله دي، چې منځنۍ اسیا ته له افغانستان میشتو ترهګرو ډلو نه د ور پېښو ګواښونو په اړه پکې اندېښنې ښودل شوې.

کابلوف زیاته کړې ، چې « په دې ځانګړې قضیه کې، دوی زموږ متحدین دي، چې موږ یې باید په هره معنا ملاتړ وکړو څو د نړیوالې ترهګرۍ ټولې کوچنۍ ځالې په بریالیتوب سره وځپي».

د مسکو او کابل ترمنځ د امنیت په برخه کې د همغږۍ په اړه پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وویل: « موږ ډېره ښه همغږي لرو، دا په مختلفو مفاهیمو، په مختلفو کچو کې رامنځته شوې ده».

په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم تاس ته ویلي چې د طالبانو اوسنی حکومت «د هغې دورې له مخې نه شي ارزول کېدای، چې کله دوی په جګړه کې وو».

هغه یادونه کړې، چې « طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په کورنۍ جګړه کې یوازې له یوې جبهې سره نه، بلکې له داعش سره هم جګړه کوله او اوس هم طالبانو له داعش سره بې‌ساری او سخت چلند کړی دی».

په دې وروستیو کې د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې تودې شوې او ددې ډلې یو شمېر پلاویو روسیې او ددغه هېواد خپلواکو جمهوریتونو ته پلاوي لیږلي او په یو شمېر غونډو کې یې ګډون کړی دی.

په روسیه کې د طالبانو سفیر خپله دنده پیل کړه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د روسیې لپاره د دې ډلې ځانګړي استازي او سفیر مولوي ګل حسن حسن نن چهار شنبه په رسمي توګه دنده پیل کړه.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، مولوي ګل حسن په مسکو کې د طالبانو د سفارت له ډیپلوماتانو او د سفارت له کارکوونکو سره لومړنۍ ناسته کړې ده.

یاد وزارت د روسیې له خوا د دې ډلې د سفیر منل اغېزناک ګام بللی او وايي، په دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړېکې لا پراخې او پیاوړې شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې په دوحه کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره د کاري ډلو له ناستې وروسته تاس خبري اژانس سره په خبرو کې روسیې ته د طالبانو د سفیر د ورتګ خبر ورکړی و.

کابلوف ویلي:« څنګه چې نوي سفیر اړین رسمي پروتوکولي مراحل بشپړ کړي، نو د خپل هېواد د بشپړ رسمي سفیر په توګه به دنده پیل کړي.»