• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې د محرم د عزادارۍ خیمې ټولې کړې او بیرغونه یې څیرلي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو امنیتي ځواکونو تېره شپه د هرات ښار د جبرئیل سیمې د عزادارۍ خیمې راټولې کړې او بیرغونه یې څیرلي دي، چې له امله یې نښته رامنځته شوې. په پېښه کې درې تنه ژوبل شوي او شاوخوا ۱۵ نور طالبانو نیولي دي.

سرچینې وايي، دا پېښه د شپې ۱۰ بجې د ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو د محرم د خیمو د راټولولو هڅه وکړه. طالبانو ادعا کړې چې یادې خیمې له ټاکل شویو ځایونو بهر جوړې شوې وې.

عیني شاهدان وايي، د خیمو د راټولولو پر مهال خلکو پر طالبانو نیوکې وکړې، چې وروسته په نښته واوښتې او د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.

د هرات د ولایتي شورا یوه پخواني غړي ویلي، چې په دې پېښه کې درې تنه ژوبل شوي او طالبانو ۱۵ تنه له ځان سره وړي دي.‌

طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ښيي چې طالبان د عزادارۍ خیمې تخریبوي او هوايي ډزې کوي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو امر کړی و یوازې هغه خیمې او غرفې چې د جوماتونو ترڅنګ درول شوې وي، باید فعالې پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې ځایي خلک وايي، یادې خیمې هم له مخکې ټاکل شویو سیمو کې درول شوې وې، خو وروسته له کابل څخه نوی امر راغی.

د شیعه علماوو د شورا مشر محمد اسماعیل احمدي په یوه غونډه کې له خلکو غوښتي چې ارام پاتې شي او زیاته کړې یې ده چې د حل لپاره له چارواکو سره خبرې روانې دي.

بل‌خوا د طالبانو د امر بالمعروف رسیس عزیزالرحمن مهاجر ویلي، د محرم مراسم باید یوازې په هغو ځایونو کې وشي چې طالبانوله مخکې ټاکلي.

تېر کال هم د محرم پر مهال د هرات په جبرئیل سیمه کې ورته پېښې شوي وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر د اذربایجان له لومړي وزیر نه په باکو کې د طالب سفیر د منلو غوښتنه کړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان له لومړي وزیر علي اسدوف سره په لېدنه کې د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه په دغه هېواد کې د افغان سفارت د ډیپلوماتیک حضور لوړولو او په رسمي ډول د طالبانو د سفیر منلو غوښتنه کړې ده.

د دې ډلې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا عبدالغنې برادر اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي.

ملا برادر له اذربایجاني لومړي وزیر سره په لېدنه کې په باکو کې په رسمي ډول د دې ډلې د سفیر د منلو غوښتنه کړې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي چې ملا برادر په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه په باکو کې د افغانستان د سفارت د ډیپلوماټیک حضور د لوړولو او د اذربایجان له لوري په رسمي ډول د طالبانو د سفیر منلو غوښتنه وکړه.

ملا برادر له اسدوف څخه د نفت او ګاز د استخراج او پروسس، اوسپنې پټلۍ شبکو په پراختیا، د لمریزې او بادي برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې تر څنګ د سیمه ییز اتصال په برخه کې د لاجوردو دهلېز د فعال ساتلو او په دې تړاو د شته ستونزو د حل غوښتنه هم کړې ده.

خبرپاڼه وايي، د اذربایجان لومړي وزیر له طالبانو سره د ایکو سازمان له لارې د دواړه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو پراختیا ته لیوالتیا ښودلي او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په برخو کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د اذربایجان د لومړي وزیر علي اسدوف له قوله لیکل شوي:«د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره دې ګډ اقتصادي کمېسیون بیا فعال کړل شي. د لاجورد لار زموږ له لومړیتوبونو څخه ده، په دې اړه د ښکېلو هېوادونو د ترانسپورت وزیرانو په کچه د ترسره شوې ناستې د پرېکړو عملي کولو ته ژمن یو.»

طالبانو ویلي، چې د دغې لېدنې پرمهال د اذربایجان لومړي وزیر په یاد هېواد کې د افغان بندیانو د دوسیو د حل په برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) د ۱۷ مې سرمشریزې په غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی.

د طالبانو نوې سپارښتنه: شاعران دې خپل شعرونه د هبت الله له نوي قانون سره سم ولیکي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه نن په کابل کې په یوه غونډه کې له افغان شاعرانو وغوښتل چې خپل شعرونه د طالبانو د مشر له خوا توشیح شوي نوي قانون سره سم ولیکي. نوموړی وايي، دغه قانون د شاعرانو په ګټه دی.

مولوي خیرخواه نن چهارشنبه « د چنګاښ۱۱مه» په کابل کې د مشاعرو د تنظیم په تړاو د طالبانو د مشر د توشیح شوي قانون په اړه جوړ شوي سیمینار ته ویلي چې دغه قانون د شاعرانو په ګټه دی او شاعران باید خپل شعرونه د دغه قانون مطابق ترتیب کړي.

نوموړي په دې غونډه کې وویل چې « شاعران باید د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د هېواد د یووالي او د دښمن د سازشونو شنډولو لپاره د شعر له لارې خپل مسوولیت ادا کړي».

دغه غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د نارنج ګل په مشاعره کې د سختو نیوکو په غبرګون کې د مشاعرو د تنظیم لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه کړه.

سږ کال د غبرګولي میاشت کې د ننګرهار په نارنج ګل مشاعره کې د شاعرانو له انتقادي شعرونو وروسته د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه شفاهي امر له لارې په ټول افغانستان کې مشاعرې وځنډولې او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس یې له دندې لرې کړ.

په یاده مشاعره کې یو تن شاعر د طالبانو پر مشر په غیر مستقیم ډول سختې نیوکې وکړې چې د طالبانو جدي غبرګون یې راوپاروه.

په کابل کې یوه شاعر چې دوه شعري ټولګې یې چاپ شوې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر د نوې غوښتنې په اړه افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل، چې « که رښتیا ووایم زه خو اول په دې نپوهیږم چې دوی په دې نوي قانون کې څه ویلي، له خبرو خو یې داسې ښکاري چې یوازې باید د دوی صفت وکړو».

نوموړې زیاتوي، « نوې غوښتنه هم خندوونکې ده، اوس موږ ته یو انتخاب راپاتی دی، یا به له سره شعر نه لیکو او که یې لیکو نو هرو مرو باید د دوی ستاینه پکې وکړو».

نوموړی وايي، چې د هرې ورځې په تیرېدو په افغانستان کې فرهنګي سانسور مخ پر پراخېدو دی چې دا نه یوازې د افغانستان له فرهنګ سره لویه جفا ده بلکې په ټوله کې د افغانستان فرهنګ، کتلور او هنري ارزښتونو ته جدي زیان رسولی شي.

طالبانو د ښځو پر زده کړو، کار او نورو بندیزونو سربېره، موسیقي، هنري فعالیتونه او د ګڼ شمېر شمېر کتابونو واردول، خرڅلاو، چاب او بیا خپراوی هم بندکړي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: له نیول کېدو وروسته د افغان کډوالو راستنېدل د منلو وړ نه دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د افغان کډوالو د نیولو او ایران ته د بېرته راګرځېدو مساله دې د یوې منظمې پروسې له لارې تعقیب شي. نوموړی وايي، د افغان کډوالو د منظم مدیریت لپاره باید ټولې اړوندې ادارې په دې کار کې ښکيلې شي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني له قوله راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو نېول او بېرته راستنېدل دې له یوې هر اړخیزې پروسې څخه تېر شي.

اسکندر مومني وایي:«که غواړو چې افغان کډوال په منظم ډول اداره شي، نو باید ټولې اړوندې ادارې په دې کار کې ښکېلې شي. دا د منلو وړ نه ده، چې یوازې دې پولیس کډوال ونیسي او هغوی بېرته راستانه شي.»

دغه لوړ پوړي ایراني چارواکي په ټینګار سره ویلي، چې کډوالو ته د ویزې ورکولو، د کډوالو د کار او ژوند شرایطو او د هغوی د بېرته ستنېدو ټولې چارې دې له پیل څخه تر پایه په یو واحد او منظم سیستم کې تعقیب شي.

نوموړي ویلي، چې د کډوالو سازمان لایحه د حکومت له خوا تصویب شوې او پارلمان ته لیږل شوې ده. مومني ویلي، په روان کال کې تردې مهاله شاوخوا ۴سوه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه افغانستان ته د شړلو عملیات پیل شوي دي.

دغه هېواد د تېرو څو ورځو په ترڅ کې لسګونه زره افغان کډوال د اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې په زور افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یوې میاشتې په اوږدو کې؛ د کندهار د معتادینو د درملنې په مرکز کې لس تنه مړه شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخواني نظامي مرکز کې، چې په نېشه روږدي کسان پکې ساتل کیږي، د روغتییايي امکاناتو او په کافي اندازه د روغتيايي پرسونل د نشتوالي له امله په تېره یوه میاشت کې لس کسان مړه شوي دي.

سرچینو د چارشبنې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۱مه افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل، چې د طالبان په کندهار ښار او ولسوالیو کې په نشه روږدي کسان تر نیولو وروسته دغه مرکز ته چې درمل، مسلکي روغتیا پالان او کافي خواړه نه لري، د درملنې لپاره انتقالوي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«دا روغتون نه دی بلکې زندان دی، هیرویینان د سختو دردونو له امله مړه کیږي او د هغوی جسدونه له دې مرکز څخه دباندې غورځول کیږي. سلګونه کسان دلته بندیان دي، نه سمه دوا ورکول کیږي، نه سمه ډوډۍ ورکول کیږي.»

دغه په نشه روږدي کسان د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په یوه پخوانې نظامي مرکز کې ساتل کیږي. دغه مرکز د تېر جمهوري نظام پرمهال د نظامي زده کړو لپاره جوړ شوی و.

سرچینې وايي، په نشه د روږدو کسانو په دغه مرکز کې د روغتون په ډول هېڅ اسانتیاوې نشته او د زندان بڼه لري.

100%

د کندهار له عامې روغتیا ریاست څخه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافي درمل او روغتیا پالان نه شي چمتو کولای، چې له دې امله په هره اونۍ کې له دوو څخه تر دریو پورې په نشه روږدي کسان په دغه مرکز کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې طالبان په نشه د روږدو کسانو د درملنې په نوم دغه مرکز کې له اتو سوو څخه ډېر کسان ساتي.

طالبان وايي په کندز کې یې ۵۰۳ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه را ګرځولې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېده ګۍ ځانګړې محکمې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په حلقه کول سیمه کې له څیړنو وروسته پریکړه وکړه چې دغلته څه باندې ۵۰۳ جریبه ځمکه دولتي ده او باید د دولت ملکیت وګرځول شي.

یاد وزارت نن چهارشنبه « د چنګاښ۱۱مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې « د امارتي زون د ځانګړې محکمې دغه پریکړه د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون د ۱۷مې مادې له مخې کړې ده».

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، محکمې د اسنادو، املاکي دفترونو او اړوندو ادارو له څېړلو وروسته دا پریکړه وکړه چې یاده ځمکه باید د غصب مخنیوي کمیسیون ته وسپارل شي، څو له هغوی سره د ځمکو په بانک کې ثبت او په قانوني ډول ترې استفاده وشي.

په خبره پاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو د پالیسۍ له مخې ، د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته راګرځولو لړۍ په ټولو ولایتونو کې په چټکې روانه ده او د همدې هدف لپاره په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په هر ولایت کې تخنیکي پلاوي هم ټاکل شوي دي.