• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې سخته ګرمي او د برېښنا بې‌عدالته وېش؛ طالبان له ځانګړي امتیازه برخمن دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

په ننګرهار کې د دوبي سختې ګرمۍ خلک له فزیکي او رواني فشار سره مخ کړي، خو د طالبانو ادارې اړوند چارواکي د شپه‌و ورځې برېښنا له ځانګړي امتیازه برخمن دي. دې توپيري وضعیت د عامو خلکو سختې نیوکې راپارولي او د بې‌عدالتۍ احساس‌یې ژور کړی دی.

ښاریان شکایت کوي چې ورځ تر بلې هوا ګرمیږي، برق ورک دی، نه یخچال لري، نه پکي چلېږي، او نه هم د اوبو پمپونه کار کوي. د ښار ګڼو سیمو کې له ډیرې مودې راهیسې بریښنا یوازې یو یا دوه ساعته راځي، خو د دولتي دفترونو، چارواکو استوګنځایونو او امنیتي تاسیساتو ته پرله‌پسې او بې‌وقفې برېښنا ورکول کېږي.

د ننګرهار یو تن اوسېدونکي حشمت سیدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « زما عمر له اویا واوښت، ما داسې ګرمي کله نه وه لېدلې. نه اوبه یخي دي، نه یخچال کار کوي، ماشومان ژاړي. خو چارواکي ایرکنډیشن ته ناست وي.»

د جلال اباد ښار د دریمې ناحیې اوسېدونکې ناجیه چې د څلورو ماشومانو مور او پخوا یې په یوه دولتي ښونځي کې دنده لرله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: « موږ شپې په چت باندې تېرې کړو، مچان، ګرمي او دوړې،له ډیرې ګرمۍ د ماشومانو په بدن دانې راوختې. خاوند مې ویل چې طالبانو ته ۲۴ ساعته برق ورکول کېږي. نو زموږ حق څه شو؟ موږ ولې انسان نه ګڼل کېږو؟».

بلخوا له تېرې ورځې راهیسې په خواله رسنیو کې د ننګرهار برېښنا ریاست مشر د دفتر یو انځور لاس په لاس کېږي چې په کې لیدل کېږي د نوموړي په کار ځای کې دوه ایرکنډیشنونه لږېدلي دي. په داسې خال کې چې د جلال اباد ښار اوسېدونکي د اړتیا وړ برېښنا نلري.

ګل حلیم چې پر دواړو پښو معیوب دی، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « زه په وجود ۵۰ سلنه فلج یم. یخچال نه لرم چې درمل مې یخ وساتم،کولر لرم خو برق نشته، زما ژوند ته څوک اهمیت نه ورکوي. خو د رییس دفتر کې دوه ایرکنډیشنه لګېدلي، دا خو ظلم دی.»

د برېښنا نشتون او په ټولنیزو رسنیو د بریښنا ریاست د رییس خپرو شویو انځورونه چې د خپل دفتر لپاره یې دوه قوي ایرکنډیشنه نصب کړي دي. د ولس غوسه راپارولې ده.

یو شمېر ښاریان وایي چې د طالبانو لخوا د ولس پر ژوند لوبې روانې دي، که چېرې دا وضعیت دوام وکړي نو د ولس زغم ماتېږي او ممکن ولسي غبرګونونه راوټوکېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

روسیه: له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو دروازې پرانیستې دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو له کابل سره د اقتصادي، انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او کلتوري همکاریو پراخ فرصتونه ویني، تر څنګ یې د افغانستان د نوي سفیر د اعتبار لیکونو د سپارلو پر مهال د اړیکو ژورتیا مهمه بللې.

د افغانستان نوی سفیر ګل حسن تېره ورځ مسکو ته ورسېد او نن یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو ته اعتبار لیکونه سپارلي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې په اړه ویلي، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

روسي چارواکو ټینګار کړی چې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ، د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې پراخ فرصتونه شته، چې کولی شي د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې د خلکو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا لپاره، د ښوونې او روزنې، کلتور او ورزش برخو کې د همکاریو ژورول ارزښت لري.

روسیه له تېرو څو کلونو راهیسې هڅه کوي له افغانستان سره د غیر سیاسي، خو ستراتیژیکو همکاریو زمینه پراخه کړي، او دا لیدنه د همدې هڅو یوه مهمه برخه بلل شوې ده.

طالبان وايي چې روسیه به د دوی حکومت په رسمیت وپېژني

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د روسيې سفیر دیمیتري ژیرنوف له امیر خان متقي سره په لیدنه کې د روسیې د حکومت پرېکړه اعلان کړې چې له مخې به یې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د روسیې په تړاو دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم طالبانو د روسیې له خوا د رسمیت پېژندنې اعلان کړی و.

د یادې موضوع په تړاو د روسیې حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ازبکستان ولسمشر افغانستان ته د وارداتي برېښنا د ډېرولو ژمنه کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره کتلي او پر دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي. د طالبانو د سرچینو په وینا، د ازبکستان ولسمشر ویلي چې افغانستان ته به د واردېدونکې برېښنا اندازه زیاته کړي.

د طالبانو د ریاست‌ الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري نن پنجشنبه د ( چنګاښ ۱۲مه)په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیتي، برېښنا او د اوسپنې پټلۍ د پروژو پر پراختیا خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې «اوس مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري له یو میلیارد ډالرو اوړي. په ناسته کې هیله ښودل شوې چې دا کچه دوه میلیارده ډالرو ته لوړه شي».

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ملا برادر له ازبکستان سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې او د ازبکستان له ولسمشره یې وغوښتل چې د منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته د افغاني توکو د لیږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، « ازبک ولسمشر د افغانستان امنیتي او اقتصادي پرمختګونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې هېواد یې چمتو دی څو د اوسپنې پټلۍ، نساجۍ، سیمنټو، د تېلو د تصفیې، مالګې استخراج، او الکترونیکي حکومتولۍ په برخو کې پانګونه وکړي».

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د ازبکستان ولسمشر ویلي افغانستان ته به د واردېدونکې برېښنا اندازه زیاته کړي او د صادراتو، ویزو، بانکي انتقالاتو او ترمذ سوداګریز مرکز د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دواړو لوریو د همکارۍ د لا پراختیا لپاره د ګډو کاري ګروپونو پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) د ۱۷مې سرمشریزې په غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته تللی دی.

قطر وايي، د افغانستان د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان په اړه د دوحې پروسې د کاري ډلو په غونډه کې د افغانس‍تان د سولې، ثبات، ملي پخلاینې او دولت جوړونې پر هڅو ټینګار کړی دی.

د قطر رسنیو راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان په اړه د دوحې پروسې د کاري ډلو په غونډه کې چې طالب پلاوی هم ور بلل شوی و، د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله هم ګډون کړی.

دغه غونډه چې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړی نېټه ترسره شوې ده، د قطر استازي پکې د افغانستان د سولې، ثبات، ملي پخلاینې او دولت جوړونې پر هڅو ټینګار کړی دی.

فیصل بن عبدالله ویلي:« د قطر دولت بشپړ چمتووالی لري، چې له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار ته دوام ورکړي، څو افغانستان ته تلپاتې سوله راشي او افغان ملي ادارې پییاوړې شي، چې د خلکو هیلو ته ځواب ووايي.»

د افغانستان په اړه دغه غونډه د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په مشرۍ جوړه شوې وه او د ۲۹ هېوادونو استازو پکې د مخده توکو پر وړړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحثونه کړي دي.

طالبانو ویلي، چې په یاده ناسته کې د دوی هڅې ستایل شوې او د مرستو ژمنې ورسره شوې دي.

په قطر کې څه باندې ۱۵۰۰ افغانان امریکا ته د تګ په تمه بند پاتې دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د افغان ایواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد یوه بنسټ مشر شان ون ډایور تازه پر خپل اېکس لیکلي چې امریکا څه باندې ۱۵۰۰ افغان جګړه ییز متحدان د قطر په دوحه کې په یوه کمپ کې له ۱۶۴ورځو راهیسې بند ساتلي دي.

نوموړي ادعا کړې چې « ولسمشر ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر روبیو زموږ له ۱۵۰۰ زیات افغان جنګي متحدین او د هغوی کورنۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې په هغه کمپ کې، چې د مدیریت چارې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر غاړه دي، له ۱۶۴ ورځو راهیسې بند ساتلي دي».

هغه همدا راز سپارښتنه کړې چې دغه کسان باید په خوندي ډول امریکا ته ولیږدول شي او تود هرکلی ترې وشي.

واک ته له بیا رسېدو سره سم ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان په ورکولو سره امریکا ته د ورتلونکو افغانانو د تګ چارې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې خو د شاوخوا پنځو میاشتو په تېرېدو لاهم دغه لړۍ بېرته نه ده پیل شوې.