د سکوت چیغې؛ افغان مېرمنې وایي کله به یې غږ واورېدل شي؟

خالد سییر
خالد سییر

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې پر ښځو لګېدلو پراخو بندیزونو د هغوی رواني روغتیا له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. له زده‌کړو، کار، ورزش او تفریح څخه محرومې شوې ښځې ځانونه زندانیان احساسوي او د ځوانو نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې هڅې ورځ تر بلې ډېرېږي.