• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د وروستیو اورښتونو له امله له ۲۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي، چې د جون میاشتې له ورستیو ورځو راهیسې په پاکستان کې د اورښتونو او سېلابونو له امله د ۹۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۲ کسان مړه شوي دي.

له دې ډلې ۱۲۳ کسان په پنجاب، ۴۰ په پښتونخوا، ۲۱ په سند، ۱۶ په بلوچستان او یو یو کس په اسلام اباد او جمو کشمیر کې مړه شوي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، د مړینې لاملونه په پراخه کچه توپیر لري،چې لږترلږه ۱۱۸ د کورونو د نړېدو له امله، ۳۰ د سیلابونو له امله او نور یې په اوبو کې د ډوبیدو، د بریښنا د ټکان او د ځمکې ښویدنې له امله مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا د اوکراین لپاره د پیټریټ دفاعي سیسټمونه جرمني ته لېږدوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

امریکا د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم یو بل نسل جرمني ته لېږدوي، ترڅو برلین د اوکراین لپاره د خپلو ژمنو په اساس دوه پیټریټ دفاعي سیسټمونه ژر ولېږدوي. دغه پریکړه د سویس له خوا د پیټریټ سیسټمونو د ځنډېدو وروسته شوې ده.

وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، امریکا به د پیټریټ هوایي دفاع سیسټم خپل راتلونکې نسخې د سویس پر ځای جرمني ته واستوي، تر څو برلین ته چانس ورکړي چې د اوکراین لپاره دوه پیټریټ سیسټمونو ژمنه پر وخت پوره کړي.

دا اقدام د امریکا د دفاع وزارت لخوا د اوکراین لپاره د وسلو رسولو په برخه کې یوه مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۷مه وویل چې هغه د اوکراین لپاره د اضافي پوځي مرستو ملاتړ کوي.

ټرمپ وروسته یو پلان وړاندې کړ، چې له مخې به ناټو او د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه د امریکا جوړې شوې وسلې د اوکراین لپاره واخلي.

پاکستان د هند لپاره خپل فضایي حریم یو ځل بیا د یوې میاشت لپاره وتاړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

پاکستان د هندي الوتکو پرمخ خپل فضایي حریم یو ځل بیا د اګست میاشت پورې بند کړ، له دې پرېکړې سره به د هند ټولو الوتکو ته د پاکستان هوایي حریم ته ننوتل منع وي.

د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې له خوا خبرداری خپور شوی، چې له مخې یې د هندي الوتکو پر وړاندې فضایي حدودو بندېدل یوه میاشت نور تمدید شوي.

ددغه خبرداري په اساس، د هند ټولې الوتکې به تر اګست ۲۳پورې د پاکستان فضایي حدود ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړه چې دغه بندیز یوازې د هند تجارتي طیارو پورې محدود نه دی، بلکه د هند په ملکیت کې اخیستل شوې پوځي او ملکي طیاري همپه دغه بندیز کې شاملې دي.

یاده دې وي چې د هندي الوتکو لپاره د پاکستان فضایي سرحدونه د ۲۳اپرېل راهیسې بند دي، او دا بندیز تر دې مخکې هم دوه ځله یوه یوه میاشت لپاره غځول شوې وو.

د بریتانیې یوه پوهنتون افغان لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د بریټانیا اېسېکس (Essex) نړۍوال پوهنتون افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه. دغه پوهنتون ویلي، ولي محمد نوري ته یې دغه دوکتورا د ستونزو پر وړاندې د مبارزې، د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېزناک نقش له امله ورکړې ده.

ولي محمد نوري ته د دغه افتخاري دوکتورا ورکړې په مراسمو کې د بریتانیا د پاچا د ځانګړي استازي په ګډون ګڼو نورو چارواکو هم ګډون درلود.

100%

د منډو دغه لوبغاړی چې اوس په لندن ښار کې ژوند کوي شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې په هلمند ولایت کې د یوې ماین چادونې له امله په سترګو معلول شو او تر اوسه یې د منډو په برخه کې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټلي دي.

د اسلام‌اباد سترې محکمې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ درېدو غوښتنه ونه‌منله

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسلام‌اباد سترې محکمې د ثبت‌شویو افغان کډوالو د جبري اېستلو د بندېدو غوښتنه ونه‌منله. نوموړې محکمې پنج‌شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت په سیاستونو کې مداخله نه‌کوي.

دا غوښتنه د کډوالو د ملاتړ اېتلاف یوه مدافع وکیل عمر اعجاز ګېلاني له‌خوا د پاکستان سترې محکې ته وړاندې شوې وه. ګیلاني غوښتنه کړې وه، چې تر هغې چې د دې قضیې په اړه وروستۍ پرېکړه نه وي شوې؛ د افغان کډوالو اېستل دې ودرول شي.

د اسلام‌اباد سترې محکمې قاضي انعام امین منهاس ویلي، چې محکمه د دغه هېواد د حکومت په سیاستونو کې مداخله نه‌کوي. د حکومت د سیاست له‌مخې؛ افغان کډوال باید د جولای تر ۳۰مې پورې خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې قضیه وروسته بلې نېټې ته ځنډول شوې ده.

د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو تر پیل وروسته، د پاکستان د بشري حقونو یو شمېر فعالانو او د محسن داوړ او فرحت‌الله بابر په ګډون د دغه هېواد د پارلمان د پخوانیو غړو یوه اېتلاف په محکمه کې د افغان کډوالو د جبري اېستلو د بندېدو غوښتنه کړې وه.

دا قضیه د دغه اېتلاف د مدافع وکیل عمر اعجاز ګېلاني له‌خوا مخته وړل کېده.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د نويو پاسپورټونو د ترلاسه کولو له ځنډني بهیر شکایت کوي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۱

په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان کډوال چې پاسپورټونه یې ورک شوي، په دغه هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له‌خوا د نویو پاسپورټونو ترلاسه کولو له ځنډني بهیره شکایت کوي.

دوی وايي، چې باید لږترلږه دوه میاشتې انتظار وکړي؛ په داسې حال کې چې د اېستلو یا بندي کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په اسلام‌اباد کې یو افغان خبریال چې نه‌غواړي نوم‌یې څرګند شي، وایي: «پشاور مور بازار ته د کار لپاره تللی وم، پولیسو مې اسناد وکتل؛ خو پاسپورټ مې نه و، ویې نیولم تر خوشې کېدو وروسته اوس له دوو میاشتو راهیسې د نوي پاسپورټ لپاره انتظار کوم. په پاکستان کې د افغانستان له سفارت مې هیله دا ده، چې دا چاره اسانه او چټکه کړي.»

طالبانو شاوخوا دوه کاله مخکې په پاکستان افغان کډوالو ته د نوي پاسپورټ د وېش چارې پیل کړې. ورپسې په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې هم هلته د مېشتو افغانانو ته دغه خدمتونه پیل شوي دي. په اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال د دغه سفارت له ځینو چارو خوښ دي؛ خو د ورک شوي یا نوي پاسپورټ د ترلاسه‌کېدو په برخه کې بیا له ځنډ سر ټکوي.

ورته مهال، په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرچینې هم د نوي پاسپورټ ترلاسه‌کولو ځنډ مني؛ خو وايي چې تر بایمټریک وروسته د افغانانو غوښتنلیکونه کابل ته لېږي او هلته تر ارزونې او چاپ وروسته بېرته د پوسټ له لارې اسلام‌اباد ته استول کېږي. سرچینې په کابل کې د پاسپورټ چاپېدل د ځنډ ستر لامل بللی دی.

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال بیا وايي، چې دا ځنډ دوی له خطرناکو شرایطو سره مخ کوي.

افغانان زیاتوي، هغه کسان چې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي؛ هر وخت د پاکستاني پولیسو د نیول کېدو، اېستلو یا بډې اخیستلو سره مخ وي.

پاکستان له تېرې څه مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ پاکستاني پولیس د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر کورونو چاپې وهي.

ډېری هغه کسان چې پاسپورټونه یې ورک شوي یا د پاسپورټ موده یې پای ته رسېدلې، د نوي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د سفارت دروازې ټکوي؛ خو دوی باید میاشتې میاشتې انتظار وکړي.