اسحاق ډار د امنیت شورا غونډو کې د ګډون لپاره امریکا ته روان دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به راتلونکې اوونۍ امریکا ته سفر وکړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشرتابه تر چتر لاندې د پاکستان له خوا تنظیم شویو مهمو غونډو کې به ګډون وکړی.