په خوست او ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي

له خوست نه سیمه‌ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د المرې کلي په کنډو سیمه کې شوې ده.