• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نورستان او بامیان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱ کس مړ او ۸ نور ټپیان شوي دي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۱

په نورستان او بامیان ولایتونو کې په دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او د شپږو سیلانیانو په ګډون ۸ نور ټپيان شوي دي. لومړۍ پېښه نن د نورستان د وایګل ولسوالۍ اړوند په اپراشتال سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او په یاد موټر کې سپاره ۶ سیلانیان ټپيان شوي دی.

په نورستان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

له دې سره سم، د دوشنبې ورځې په مازدیګر بیا د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ کې په تبرقول کوتل کې په ورته پېښه کې ۱ کس مړ او یوه ښځه او یو ماشوم ټپيان شوي دي.

په بامیان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مسوولینو په وینا، د یاد موټر چلوونکی نیول شوی او دمګړۍ په توقیف کې دی.

د یادولو ده، چې په افغانستان کې ډېری ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په میدان وردګ او بغلان ولایتونو کې ۵ کسان په دُرو ووهل

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۱
طالبانو په میدان وردګ او بغلان ولایتونو کې ۵ کسان په دُرو ووهل
100%

د طالبانو سترې محکمې په میدان وردګ او بغلان ولایتونو کې ۵ کسان د «لواطت او د جعلي اسنادو» د جوړولو په تور د یو شمېر خلکو په حضور کې په ۳۹ او ۲۰ دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې مسوولینو د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې ۳ کسان د لواطت په تور نن (دوشنبه د زمري ۱۳مه) د یادې ولسوالۍ د ابتداییه محکمې په انګړ کې په ۳۹ دُرو ووهل او هر یو یې په ۳ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم کړي دي.

له دې سر سم، په بغلان کې هم دوه کسان د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نن د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ابتداییه محکمې په انګړ کې په ۲۰ دُور وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، یاد دوه کسان په شپږ- شپږ میاشتو تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.

اوکراینۍ بې‌پيلوټه الوتکو د روسیې پر ولګاوګراډ سیمه برید کړی

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱
اوکراینۍ بې‌پيلوټه الوتکو د روسیې پر ولګاوګراډ سیمه برید کړی
100%

اوکراینۍ بې‌پيلوټه الوتکو د روسیې پر ولګاوګراډ سیمه برید کړی، چې له امله یې د روسیې په سوېل کې د برېښنا مزي پرې شوي او د اورګاډي په تم‌ځای کې اور لګېدلی دی.

د دغه برید له امله په سیمه کې د څو سیمه‌ییزو اورګاډو سفرونه ځنډېدلي او ولګاوګراډ ښار هوايي ډګر هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوی دی.

خو د ولګاوګراډ والي اندري بوچاروف بیا ويلي، چې اورګاډي ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې دوی تېره شپه ټولټال ۶۱ اوکراینۍ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

شهباز شریف: موږ د اسراييل له‌خوا د اقصی جومات وروستۍ بې احترامي غندو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۱
شهباز شریف: موږ د اسراييل له‌خوا د اقصی جومات وروستۍ بې احترامي غندو
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن دوشنبه (د زمري ۱۳مه) پر اېکس پاڼه ليکلي، چې پاکستان د اسراييلي پوځیانو له‌خوا د اقصی جومات وروستۍ بې‌احترامي او یرغل غندي.

نوموړي ویلي، د دغه جومات سپکاوی د ټولې اسلامي نړۍ د احساساتو پر وړاندې تېری دی.

شهباز شریف زیاته کړې، چې دغه ډول کړنې د اشغال کړۍ پراخوي، کرکه راپاروي او د سولې شونتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي.

هغه يو وار بيا په فلسطین کې پر بېړني اوربند او سولې ټینګار کړی.

عمران خان: له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۵۰ GMT+۱
عمران خان: له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړو
100%

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی، باید ښې اړیکې ورسره ولرو او ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.»

هغه دارنګه د پاکستان په خلکو غږ کړی، چې (د اګست پر۵مه نېټه) دې د ريښتنې خپلواکۍ لپاره پاڅون وکړي.

عمران خان د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د «استعمار» تر دورې بد ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه پاڅون به (د اګست د ۱۴مې) په شان اړین وي.

هغه دارنګه د خیبر پښتونخوا له سر وزیر علي امین ګنډاپور هم غوښتي، چې د پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون باید په هیڅ یوې سیمه کې پوځي عملیات ونه شي.

د ټرمپ لوړپوړي سلاکار هند تورن کړ، چې د روسیې د جګړې مالي ملاتړ کوي

۱۳ زمری ۱۴۰۴ - ۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۱
د ټرمپ لوړپوړي سلاکار هند تورن کړ، چې د روسیې د جګړې مالي ملاتړ کوي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه لوړپوړي سلاکار د یکشنبې په ورځ پر هند تور ولګاوه، چې د روسیې څخه د تېلو پېرلو له لارې د اوکراین پر ضد جګړه تمویلوي.

د ټرمپ د سلاکار د دفتر مشر سټیفن مېلر وویل: «دا د منلو وړ نه ده، چې هند له روسیې څخه تېل پېري. هغه زیاته کړه، چې هند له روسیې څخه ساوخوا د چین په اندازه تېل پېري.

هندي چارواکو له دې خبرداري سره، سره ويلي، چې دوی به له روسیې څخه تېلو اخیستلو ته دوام ورکړي.

امریکا د جمعې په ورځ پر هندي محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې. ټرمپ ګواښ کړی، که روسیه له اوکراین سره سوله و نه کړي؛ پر هغو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه تعرفې لوړې کړي، چې له روسیې څخه تېل پېري.