طالبانو د تلې په ۷مه په ټول افغانستان کې د انټرنېټ په ګډون هر ډول مخابراتي اړیکې پرې کړې، خو له ګڼو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو شاوخوا ۴۸ ساعته (د تلې په ۹مه) وروسته بېرته انټرنېټ او مخابراتي سیستم په ضعیفه بڼه فعال کړ. تر هغې وروسته بیا طالبانو پر ځینو ټولنیزو رسنیو محدودیتونه ولګول او دمګړۍ په افغانستان کې له ويپياېن پرته ټولنیزې رسنۍ په سمه توګه نه کارول کېږي.
د طالبانو له دغو پرېکړو څه باندې یوه اونۍ وروسته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې په دې تړاو غبرګون وښود. دغو کارپوهانو ویلي، په افغانستان کې پر انټرنېټ وروستي محدودیتونه سره له دې چې د لومړي بشپړ بندیز په څېر نه دي، خو طالبان غواړي عامه رسنۍ هم کنټرول کړي.
دوی وايي، «موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره [انټرنېټ ته] بشپړ لاسرسی فعال کړي او له هغو محدودیتونو ډډه وکړي چې له مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د سر غړونې لاملکېږي.»
طالبانو له تېرې سېشنبې (د تلې ۱۵) راهیسې پر یو شمېر مشهورو ټولنیزو رسنیو لکه، فېسبوک، اېکس او ټیکټاک محدودیتونه لګولي دي. په افغانستان کې د انټرنېټ کارکوونکي هم له دغه وضعیته شکایت لري او وايي، اوس انټرنېټ ډېر ضعیفه شوی او د ويپياېن په وسیله ټولنیزې رسنۍ په ډېرې سختۍ سره کارولی شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د انټرنېټ او مخابراتو بندول د کار، روغتیا او زدهکړو په څېر بنسټیز بشري حقونه سخت زیانمنوي او په اوسني وضعیت کې دغه چاره تر ډېره د بېوزلۍ، بېکارۍ او د خوړو د ناامنۍ کچه لوړوي.
د دوی په وینا، د مخابراتو او انټرنېټ په وسیله د اړیکو پرې کېدل او یا هم محدودېدل سوداګریز فعالیتونه زیانمنوي او د افغانستان پر نازک اقتصاد هم منفي اغېز کوي.
دغه کارپوهان زیاتوي، «ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنېږي، ځکه ډېری یې د زدهکړې، انلاین کاروبار، سوداګرۍ او ټولنیزو اړیکو لپاره پر انټرنېټ تکیه دي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز خبرداری ورکړ چې د انټرنېټ او مخابراتو بندېدل یا محدودېدل د بشرپاله مرستو بهیر هم زیانمنوي، ځکه دغه محدودیتونه له هغو ټولنو سره د مرستې مخه نیسي چې د طبیعي افتونو یا جبري ستنېدنو له امله اغېزمن شوي دي.
د دوی په باور، د مخابراتو او انټرنېټ بندېدل او یا هم محدودېدل به د دې لامل شي چې د بشري حقونو مدافعین او خپلواکه خبریالان چې دمګړۍ هم له سختو محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي، د هېواد د حالاتو د مستندولو په برخه کې بې وسه شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې، «هر هغه هڅه چې د افغانانو غږ چوپوي، نه یوازې د جرمونو د عاملینو د حسابورکونې مخه نیسي، بلکې د بشري حقونو د سرغړونو د دوام زمینه هم برابروي.»