• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي: په پاکستان کې یوه ځانګړې کړۍ د وضعیت کړکېچنولو هڅه کوي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اعلان وکړ چې په پاکستان کې یوه ځانګړې کړۍ د افغانستان-پاکستان اړیکې ګډوډوي او د سیمې وضعیت کړکېچنوي. متقي ټینګار وکړ چې افغانستان له خپل سرحد او هوايي حریم څخه دفاع کوي او د سرغړونو په وړاندې لازم اقدامات شوي دي.

متقي د یکشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې د پاکستان له ولس او ملکي حکومت سره د دوی اړیکې ښې دي خو په پاکستان کې یوه ځانګړې کړۍ د وضعیت خرابولو هڅه کوي.

هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو چارواکو د سرحدي او فضایي سرغړونو په غبرګون کې اقدامات کړي او د شپې انتقامي عملیاتو کې هدف ترلاسه شوی دی.

متقي زیاته کړه چې قطر او سعودي عربستان غوښتنه وکړه چې جګړه ودرول شي او افغانستان جګړه د همدې غوښتنې په نتیجه کې درولې ده.

امیرخان متقي وویل، «موږ ښې اړیکې غواړو، له ټولو سره زموږ د خبرو دروازې پرانېستې دي او د ټولې سیمې د امنیت غوښتونکي یو. ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي». نوموړي زیاته کړه چې که څوک دا نه غواړي، د افغانستان خلک او حکومت به یې مقابله کوي.

نوموړي وویل، چې د افغانستان خلک له ټولو اختلافونو سره د بهرني قوت پر وړاندې یوځای دریږي.

متقي وویل، طالبانو چې دومره ستر افغانستان کنټرول کړی، د پاکستان پوځ ولې خپلې سیمې نه شي کنټرول کولای. نوموړي زیاته کړه، ډیورنډ کرښه، چې شاوخوا ۲،۵۰۰ کیلومتره غځېدلې، له پخوا راهیسې داسې سیمه ده چې بهرنی واک پرې کم اغیز لري او هیڅ قدرت هم نه ده کنټرول کړې.

نوموړي زیاته کړه، « تاریخ ښيي چې دا سیمه د زور په وسیله نه شي کنټرول کېدای، یوازې د پراخې پالیسۍ او ریښتینو مذاکراتو له لارې کېدای شي ثبات ته ورسېږي».

هغه وویل، چې پاکستان له ستر پوځي ځواک، پرمختللې ټکنالوژۍ او استخباراتي شبکې سره سره لا هم د دې سیمې په کنټرول کې له ستونزو سره مخ دی اوشخړه له کرښې شاوخوا زر کیلومتره د پاکستان خاورې کې دننه روانه ده، چې مسوولیت یې ډېر د پاکستان پرغاړه دی.

د متقي په وینا، دا منل ستونزمن دي چې وسله والې ډلې ۵۰۰ کیلومتره د پاکستان خاورې ته ننوځي، په ازاده توګه فعالیت وکړي او بیا له کشف کېدو او نیول کېدو پرته بېرته راووځي.

هغه پر پاکستاني پوځ د وینې تولو تور ولګاوه او ویې ویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پوله لري، خو له هغوی نه هیڅ شکایت نه شته، نو ښکاره ده چې دوی باید خپلې ستونزې پخپله اوارې کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

متقي ادعا کړې چې افغان ښځې او نارینه له خپلو ټولو حقونو برخمن دي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نوي ډیلي کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې ښځې او نارینه له خپلو ټولو حقونو برخمن دي او د هیچا حق تر پښو، نه لاندې کېږي. نوموړي تایید کړه، چې په ډیلي کې د نوموړي خبري غونډې ته یوازې محدود شمېر خبریالان غوښتل شوي وو.

امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ، د تلې ۲۰ مه، په نوي ډیلي کې د یوي خبري غونډي پرمهال ومنله چې د دې ډلې د سفارت د کارکوونکو له لوري د جمعې ورځې په خبري غونډه کې ځینو خبریالانو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

امیرخان متقي وايي: «زموږ ملګرو داسې فکر کړی و، چې یوازې باید هغه کسان ګډون وکړي، چې بلنه ورکړل شوې، نو ځکه محدودیت رامنځته شوی و. نوره کومه خاصه پریکړه نه وه شوې.»

متقي وايي، د جمعې ورځې خبري غونډې ته محدود خبریالان راغوښتل شوي وو.

نوموړي زیاته کړه:«زموږ تخینکي ټیمونو له محدودو خبریالانو سره رابطه کړې وه، او هغوی یې راغوښتي وو. یوازې راغوښتل شویو خبریالانو ګډون وکړ، د نورو لپاره تصمیم نه و نیول شوی. داسې ښکاره شول، لکه ځینې خبریالان چې منع شوي وي».

په ورته وخت کې امیرخان متقي په افغانستان کې د ښځو د ازادیو ته په اشاره ادعا وکړه، چې په افغانستان کې ښځې او نارینه له خپلو ټولو حقونو برخمن دي او د چا حق تر پښتو نه لاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، « که څوک له کومې ستونزې سره مخ کېږي هغوی کولی شي له محکمو او عدلي ادارو سره خپلې ستونزې شریکې کړي.»

د متقي په خبري غونډه کې د ښځینه خبریالانو د ګډون مخنیوي له امله ښځینه خبریالانو او د هند د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي پر حکومت سختې نیوکې وکړې او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د طالبانو د یاد چلند په اړه غبرګون وښيي.

طالب چارواکی: دیوبند مدرسه د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم ستر دیني مرکز بللی

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې دیوبند مدرسه نه یوازې دا چې د سیمې په کچه معتبر دیني مرکز دی، بلکې د افغانستان مخکينیو حکومتونو هم دې مدرسې ته د ستر علمي مرکز په سترګه کتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دیوبند فکري او مذهبي اغېز نه يوازې د افغان علماوو او شرعي علومو په طالبانو کې ژورې ريښې لري، بلکې د پخوانيو افغان حکومتونو له نظره هم دیوبند ته د معتبر علمي مرکز په سترګه کتل شوي دي.

ذاکر جلالي دې مدرسې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورتګ ته په اشارې سره لیکي: «په ورته وخت کې دواړه هېوادونه کولای شي د دیوبند د دې اړیکې له لارې د دوه اړخيزو اړيکو په فرهنګي او فکري ډګر کې يو نوی باب پرانیزي».

د تاريخي اسنادو له مخې د پاکستان تر جوړېدو مخکې د افغانستان ډېر طالبان د دیني زده کړو لپاره دیوبند مدرسې ته تلل.

شواهد ښيي، چې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د افغان طالبانو لپاره د دیوبند مدرسه کې ځمکه رانیولې چې اوس هم په (باب ظاهر) سره یادېږي.

دغه ډول محمد ظاهر شاه د دې مدرسې د یوه عالم دوه اثار (کابلی تفسیر) او (سیرت النبي) له اردو ژبې څخه په پښتو او دري ژبو وژباړل او د دې کتابونو لیکوال ته یې نغدي انعام هم ورکړ.

شنونکي وايي، چې د هند حکومت د مسلمانانو مدرسې په ځير سره څاري او د افراطیت مخه یې نیسي. باورونه دا دي، که د تېر جمهوریت پر مهال افغان طالبان د زده کړو لپاره دیوبند ته استول شوي وای، په پاکستاني مدرسو کې به د افغانستان پر ضد نه روزل کېدای او اوس به افغانانو له ديني ادرس څخه هم ملي روایت درلودای.

حبیب الرحمان حکمتیار: طالبان مالیزیا ته د ګلبدین حکمتیار د سفر مخنیوی کوي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار وايي، چې طالبان ګلبدین حکمتیار ته د خپلو ګوندي کسانو او نورو ولسي خلکو سره د لیدنو، فعالیتونو او ان د درملنې لپاره له بهر سفر کولو مخنیوی کوي. هغه وايي: «کله چې ځینې وايي پر طالبانو باید باور ونه‌کړئ، رښتیا وايي.»

حبیب الرحمان حکمتیار د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، طالبان په داسې حال کې چې په بهر کې له مېشتو ګوندي مشرانو او سیاستوالو غواړي چې هېواد ته راوګرځي او ګواکې هلته یې امنیت تضمین دی، خو بیا هم بهر ته د ګلبدین حکمتیار له سفر څخه مخنیوی کوي.

نوموړی وايي، طالبان له ولس سره د حکمتیار له لیدنو هم وېره لري او همداراز زیاتوي، که په بهر کې مېشت د نورو ګوندونو مشران او سیاستوال افغانستان ته لاړ شي، نو د حکمتیار په څېر به د هغو لیدنو، فعالیتونو او ان سفر کولو ته اجازه ورنه‌کړل شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د زړه دوه والونه تنګ شوي و او په کابل کې یې عملیات وشول.

هغه ته نږدې کسان وايي، د ګلبدین حکمتیار او د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم تر منځ زړه اشنايي ده او څو میاشتې مخکې د هغه د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او په وینا یې طالبانو له ګلبدین حکمتیار سره د لیدنې اجازه نه‌ورکوله، خو «د ممانعت بدو پايلو ته په پام سره اجازې ته اړ شول.»

حکمتیار ته د نږدې کسانو په وینا، ګلبدین حکمتیار غوښتل د ښې درملنې په موخه مالیزیا ته ولاړ شي او په همدې موخه له طالبانو یې د سفر اجازه وغوښتل شوه، خو طالبانو له ۴۰ ورځو وروسته داسې ځواب ورکړ، «تداوي دلته وكړئ مصارف به یې موږ دركړو.»

د دغو کسانو په وینا، طالبان له حزب اسلامي سره دوښمني پالي او حزب د خپلو «غلطو تصرفاتو» پر وړاندې ستر خنډ او ګواښ ګڼي او طالبانو د حکمتیار د کور او دفتر مخې ته د جاسوسۍ او نظارت پوسته جوړه کړې او هر څوک چې هغه ته ورځي، په پوښتنو او ګروېږنو سره یې زړه توري کوي.

حکمتیار ته نږدې کسان خبرداری ورکوي: «که امریکا بیا پر افغانستان برید وکړي، دا ځل به د هغو شمېر ډېر لږ وي چي د طالبانو تر بيرغ لاندې د امريكا مقابلې ته زړه ښه كړي؛ له دې وروسته به طالبان د ټولو مجاهدينو مخصوصاً د حزب اسلامي د مجاهدینو له ملګرتيا محروم وي.»

طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په کابل کې د ګلبدین حکمتیار هستوګنځای چې د تېر جمهوري نظام له‌خوا ورکړل شوی و، بېرته واخیست او د حکمتیار اړوند ټلویزیون یې هم بند کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله هم له ورته برخلیک سره مخ دي او پر لیدو کاتو یې له محدودیتونو سربېره بهر ته د سفر لپاره په ډېرې سختۍ سره اجازه ورکول کېږي.

متقي په سفارت کې د افغانستان د ملي بیرغ په لیدو خپله لاره بدله کړه

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ډيلي په سفارت کې له خبري ناستې وروسته له سفارت څخه د وتلو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ د ودانۍ په دروازه کې ولید، نو هغه او د طالبانو د پلاوي غړو خپله لار بدله کړه، څو خبریالان له ملي بیرغ سره د دوی انځور وانخلي.

که څه هم د امیرخان متقي سفر لا هم پای ته نه دی رسېدلی، خو له ډېرو اړخیزو اغېزو سره مخ شوی دی.

له دې وړاندې د بامیان د بودا مجسمې سره د هغه د خبري غونډې انځور خپرېدل او د ښځينه خبریالانو له شتون پرته خبرې غونډې ترسره کېدل سخت غبرګونونه راپارولي وو.

سرچینو ویلي، چې په ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د امیرخان متقي د خبري ناستې په تالار کې د طالبانو بیرغ نه و، خو د طالبانو پلاوي له ځان سره د کابل نه خپل بیرغ وړی و او هغه یې له بکس نه را واېسته او د بهرنیو چارو وزیر مخې ته یې پر مېز کېښود.

یاد اقدام د ډیپلوماتیکو اصولو څخه سرغړونه ګڼل شوې ده.

هند ته د امیرخان متقي سفر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

له دې وړاندې د هند د اپوزیسیون مشر د دغه هېواد لومړی وزیر تورن کړ، چې د طالبانو پر وړاندې یې د هندي ښځو ملاتړ نه دی کړی.

پاکستان د هند او افغانستان د ګډې اعلامیې په تړاو خپل اعتراض طالب سفیر ته وسپاره

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او هند د ګډې اعلامیې چې د امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر له لیدنې وروسته د جمعې په ورځ (د تلې ۱۸مه) خپره شوه، د ځينو برخو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سربېره خپل اعتراض په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر ته سپارلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د هند او افغانستان په ګډه اعلامیه کې «جمو کشمیر» د هند خاوره بلل شوې، په داسې حال کې چې د یادې سیمې اوسېدونکي د خپل مشروع حق یعنې د ځان ارادیت لپاره مبارزه کوي.

له دې سره سم، پاکستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هغه څرګندونې هم رد کړې، چې ګواکې «ترهګري» د پاکستان داخلي ستونزه ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو وايي، اسلام‌اباد هغه شواهد او معلومات له افغانستان سره شریک کړي چې «فتنه خوارج او فتنه هندوستان» ترهګرو ډلو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د فعالیتونو او دا چې د ځانګړو کړیو ملاتړ هم له ځانه سره لري، ښکارندويي کوي.

پاکستان په ټينګار سره ویلي، چې د ترهګرۍ د کنټرول مسوولیت پر پاکستان اړول، د افغانستان د لنډ مهالي حکومت له اوږو څخه د سیمې د سولې او ثبات د ساتنې مسوولیت نه‌شي لرې کولای.

اعلامیه کاږي، پاکستان د یوه سوله ییز او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی او په همدې موخه پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ، اقتصاد او ټرانزیت په برخو کې هر ډول ممکنه اسانتیاوې برابرې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو او ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.

پاکستان همداراز له طالبانو غوښتي، چې د دغه هېواد د امنیت په برخه کې ورسره همکاري وکړي او په عملي اقداماتو سره دې اجازه ورنه‌کړي، چې افغان خاوره د «فتنه خوارج او فتنه هندوستان» د ترهګرو له خوا د پاکستان پر ضد وکارول شي.

سره له دې چې طالبانو لا تر اوسه د پاکستان دغو تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په وار-وار ویلي، چې په پاکستان کې امنیتي ننګونې د دغه هېواد داخلي ستونزه ده او همداراز یې په ډاګه ویلي، هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې نشته او هېڅ فرد او یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.