حماس وایي، اسراییل ته یې د دوو یرغمل شویو کسانو مړي سپارلي

د حماس وسلهوالې ډلې د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۸مه) اسراییل ته دوه هغه جسدونه سپارلي، چې تر یرغمل کېدو وروسته په غزه کې وژل شوي وو. دغه مړي په داسې حال کې سپارل شوي، چې لا هم پر غزې د اسراییل هوایي او ځمکني بریدونه دوام لري.




