د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر: له دغه ولایت څخه تر ټولو ډېر صادرات افغانستان ته کېږي

د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر محمد کوهګرد وايي، د روان کال په اوو وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت د ماهیرود ګمرک له لارې د صادراتو ارزښت څه باندې ۳۰۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی او د ایران په ۷۰ ګمرکونو کې تر نورو افغانستان ته ډېر صادرات شوي دي.




