• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رجب طیب اردوغان له پاکستان او افغانستان څخه وغوښتل چې اوربند وساتي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر د شنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر سره کتنه کې له اسلام‌اباد او کابل څخه وغوښتل، چې شوي اوربند ته دوام ورکړي. اردوغان ټينګار کړی: «په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.»

رجب طیب اردوغان همداراز هیله څرګنده کړه، چې د ترکیې په منځګړیتوب روانې خبرې اترې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تلپاتې ثبات لپاره مثبتې پایلې ولري او ډاډ یې ورکړ، چې انقره به له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې ترکیه او پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعت کې د لا زیاتې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

هغه په غزه کې د اوربند د ساتلو پر اهمیت هم له ټينګار سربېره په ډاګه کړه، چې دغه مساله باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په جدي توګه وڅارل شي.

اردوغان او شریف د نړۍ له یو شمېر نورو مشرانو سره د اذربایجان د بریا د ورځې په مراسمو کې د ګډون لپاره باکو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وايي، په استانبول کې د پاکستاني پلاوي له لوري د همکارۍ د نشتوالي او «غېرمسولانه چلند» له امله د نومبر د ۶مې او ۷مې ناستې پایله ور نه‌کړه.

دوی له ترکیې او قطر څخه د منځګړیتوب لپاره مننه کړې او بیا یې ټینګار کړی، چې افغان خاوره هېڅوک د بل هېواد پر ضد نه‌شي کارولی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر: له دغه ولایت څخه تر ټولو ډېر صادرات افغانستان ته کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۲ GMT+۰
د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر: له دغه ولایت څخه تر ټولو ډېر صادرات افغانستان ته کېږي
100%

د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر محمد کوه‌ګرد وايي، د روان کال په اوو وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت د ماهیرود ګمرک له لارې د صادراتو ارزښت څه باندې ۳۰۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی او د ایران په ۷۰ ګمرکونو کې تر نورو افغانستان ته ډېر صادرات شوي دي.

محمد کوه‌ګرد د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) له یوې ایرانۍ رسنۍ په مرکه کې ویلي، د تېر کال د همدې مودې پر تله د سوېلي خراسان د ماهیرود له ګمرکونو د صادراتو په کچه کې ۱۱۸ سلنه ډېرښت راغلی او شاوخوا ۹۷ سلنه صادرات افغانستان ته شوي دي.

د نوموړي په وینا: «افغانستان ته په صادراتي توکو کې وسپنې، سیمان، ډیزاین شوې یا سرې شوې خښتې، هګۍ، سبزیجات، فعال کاربن او زعفران شامل دي.»

کوه‌ګرد زیاتوي، له افغانستان وروسته پاکستان د سوېلي خراسان لپاره د صادراتو اصلي مقصد ګڼل کېږي.

د سوېلي خراسان د ګمرکونو مدیر وايي، د سوېلي خراسان د ګمرکونو له لارې په ټرانزیټ کې هم د پام وړ ډېرښت راغلی او په وینا یې: «په تېرو اوو میاشتو کې د ۸۴۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ټرانزیټ شوی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې پر تله د ۷ سلنه ډېرښت ښکارندويي کوي.

د یادونې وړ ده، چې د سوېلي خراسان ولایت د ایران په ختیځ او له افغانستان سره په ګډه پوله کې موقعیت لري او دغه ولایت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو د مراوداتو په برخه کې مهم رول لري.

دغه ولایت له افغانستان سره ۳۳۱ کیلومتره ګډه پوله لري او له څه مودې راهیسې منځنۍ او سوېلي اسیا ته د صادراتو په برخه کې په مهم ټکي بدل شوی دی.

د ترکیې په ساکاریا ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۲ GMT+۰
د ترکیې په ساکاریا ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي
100%

د ترکیې پولیسو د ساکاریا په ښار کې د یوې لارۍ د تعقیب پر مهال شاوخوا ۲۴ افغان کډوال نیولي دي، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل. د لارۍ چلوونکی هم د کډوالو د «غېرقانوني» لېږد په تور نیول شوی او عدلي ادارو ته معرفي شوی دی.

د ساکاریا پولیسو نیول شوي افغان پناه‌ غوښتونکي د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکز ته انتقال کړي دي.

ټاکل شوې، چې له اداري چارو وروسته به دغه پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته واستول شي.

پولیسو د پرون ورځې په دوو جلا عملیاتو کې هم ۲۴ افغان پناه‌ غوښتونکي په ساکاریا او کارادنیز ښارونو کې نیولي وو.

په دې وروستیو کې په ترکیه کې د افغان پناه‌ غوښتونکو د نیول کېدو پېښې زیاتې شوې دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس نږدې هره ورځ یو شمېر افغانان نیسي.

د ترکيې د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي، چې د روان کال له پیل راهیسې په بېلابېلو ښارونو کې له ۳۰ زرو څخه ډېر افغان پناه‌ غوښتونکي نیول شوي دي.

په ترکیه کې د نیول شویو پناه‌ غوښتونکو په ډله کې افغان وګړي تر ټولو زیات دي.

درې فرانسوۍ مېرمنې د ترهګریز برید د پلان جوړونې په تور نیول شوې دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۰
درې فرانسوۍ مېرمنې د ترهګریز برید د پلان جوړونې په تور نیول شوې دي
100%

د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ اعلان کړی، درې مېرمنې چې عمرونه یې شاوخوا ۲۰ کالونو پورې دي په پاریس ښار کې د ترهګریز برید د پلان جوړونې په تور نیولي دي.

چارواکو ویلي، د دغو مېرمنو څېړنې د اکتوبر له ۱۰مې نېټې څخه پیل شوې دي، او دا د څو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې ښځې د ترهګرۍ په تور نیول کېږي.

د فرانسوۍ ورځپاڼې «لوپاریزین» د راپور له مخې، یوه مشکوکه مېرمن چې په ټېک ټاک خواله رسنۍ کې د مستعار نوم «بی» چې شاوخوا ۲۰زره تعقیبوونکي یې لرل د جهادي افکارو ملاتړ یې کاوه.

د څېړنو له مخې، نیول شویو مېرمنو د انلاین خبرو پر مهال د وسلو، ځانمرګي کمربندونو او د کنسرتونو بریدونو یادونه کړې وه.

دغه نیونې د ۲۰۱۵کال د نومبر د ۱۳مې د خونړیو بریدونو چې په کې ۱۳۰ تنه وژل شوي وو،د لسم تلین له نمانځنې سره هم‌مهاله شوې دي.

فلسطیني وسله والو د یو بل یرغمل شوي کس جسد اسراییل ته وسپاره

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۰
فلسطیني وسله والو د یو بل یرغمل شوي کس جسد اسراییل ته وسپاره
100%

د فلسطین اسلامي جهاد وسله والې ډلې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د یو بل اسراییلي یرغمل شوي کس جسد وسپاره.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ، د پیژندنې له مرحلې وروسته تایید کړه چې, ورسپارل شوی جسد د یوه اسراییلي وګړي«لیور روداف» دی.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، یو تابوت چې د یرغمل شوي کس پاتې شوني پکې وو د سره صلیب له لارې په غزه کې اسراییلي امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

اسلامي جهاد یوه وسله واله ډله ده چې د حماس سره متحده ده. دوی دا کسان د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د ۷مې په برید کې یرغمل نیولي وو، چې د غزې جګړې لامل شو.

د اوربند د تړون له مخې، حماس ټول یرغمل شوي اسرایلیان چې د نږدې ۲۰۰۰فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یې په غزه کې د اسراییلو له برید راهیسې ساتلي وو، وسپارل.

طالبان د کندهار د ښوونځیو هغه زده کوونکي چې کم ديني پوهاوی لري مدرسو ته لېږدوي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۰
•
عبدالله همیم
طالبان د کندهار د ښوونځیو هغه زده کوونکي چې کم ديني پوهاوی لري مدرسو ته لېږدوي
100%

د کندهار د پوهنې په ریاست کې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې یاد ریاست تر راتلونکو څو ورځو پورې د کندهار په ټولو ښوونځیو کې د دیني زده کړو ازموینه پیلوي او ټول هغه زده کوونکي چې دیني معلومات او پوهاوی یې کم وي له ښوونځيو څخه مدرسو ته لېږدوي.

یادې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په ښوونځیو کې د دیني معلوماتو د کچې معلومولو ازموینه تر راتلوونکو څو ورځو پیلیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه زده کوونکي چې دیني معلوماتو کچه یې کمه وي هغوی به له ښوونځي څخه مدرسې ته ولېږدول شي.

سرچینه زیاتوي، چې په یاده ازموینه کې د لومړي، دوهم، درېیم او څلور ټولګیو کم عمره زده کوونکي هم استثنا نه دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دیني معلوماتو د کچې معلومولو دغه ازموینه د نجونو په ښوونځیو کې هم اخېستل کېږي.

100%

د کندهار د پوهنې ریاست څخه سرچینه وايي:«په ښوونځیو کې د دیني معلوماتو ازموینه د کندهار د علماوو د شورا په وړاندیز او مشوره اخیستل کېږي. موږ تېره ورځ غونډه لرله او وویل شول چې باید په ټولو ښوونځیو کې باید ازموینه پیل شي. د پوهنې ریاست د ښوونځیو مدیرانو ته شفاهي امر کړی دی، چې د ازموینې لپاره چمتوالی ونیسي.»

پر همدغه مهال بیا یو شمېر کورنۍ د کندهار د پوهنې ریاست د یادې پرېکړې په اړه اندېښنه لري او وايي چې په دې کار سره به یې اولادونه له عصري زده کړو څخه محروم شي.

د احسان الله په نوم د کندهار ښار یو اوسیدونکی وايي:«اوس خو د ښار په هره کوڅه کې یو مدرسه ده او تر ښوونځیو مدرسې ډیرې دي. طالبان که دا کار په هر نیت کوي، نو په ښوونځيو کې دې د دیني علومو لپاره تکړه ښوونکي وګماري، که دوی ماشومان له ښوونځي څخه اخراج کړي او مدرسه کې یې شامل کړي، نو بیا به د دې ماشومان راتلونکي څه وي؟ دومره ملایان او قاریان به موږ څه وکړو؟.»

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم طالبانو په پوهنتونو او دولتي ادارو کې د دیني علم کچې معلومولو په موخه ازمویني اخیستي دي.