رویټرز: امریکایي سناتورانو د «مېټا» شرکت د درغلیزو اعلانونو د څېړنې غوښتنه کړې

دوو امریکایي سناتورانو جاش هاولي او ریچارډ بلومنتال له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د «مېټا» شرکت د درغلیزو اعلانونو څېړنه وکړي. دوی وایي، مېټا له جعلي، فریبورکوونکو او غېرقانوني اعلانونو ډېرې پیسې ګټي.
