سوداګرو ته د طالبانو خبرداری؛ د توکو د بیو د لوړولو په صورت کې به قانوني چلند ترسره شي

په ننګرهار کې د طالبانو د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي ولایتي کمېسیون د جلالاباد ښار په نانواییو او د اوړو او غوړیو په پلورنځیو کې د نرخونو او وزنونو ارزونه کړې ده. دوی سوداګرو او هټیوالو ته خبرداری ورکړی، چې که د توکو بیې لوړې کړي، ورسره به قانوني چلند وشي.



