د اوکراین د سولې طرحه؛ کرملېن وایي، د ټرمپ استازی مسکو ته سفر کوي

د کرملېن د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې د لومړني تړون له مخې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وېټکاف به راتلونکې اونۍ مسکو ته سفر وکړي. هممهاله راپور ورکړل شوی، چې د امریکا د پوځ وزیر ډن ډرېسکول به په راتلونکو ورځو کې د سولې خبرو د تعقیب لپاره اوکراین ته سفر وکړي.
