• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په هنګو کې وسله‌والو د پولیسو پر پوستې برید کړی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت په هنګو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې درې پولیس وژل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، چې وسله‌والو له یوه غره څخه د قاضي تالاب د پولیسو پر پوستې برید وکړ.

په دغه پېښه کې د وسله‌والو د مرګ ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۴

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي ارزګان کې د انارو له ۶۶۹ هکټاره باغونو څخه څه باندې ۶زره ټنه حاصلات راټول شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

په ارزګان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي، چې روان کال په یاد ولایت کې د انارو له ۶۶۹ هکټاره باغونو څخه ۶۴۶۹ ټنه انار راټول شوي دي.

د ارزګان یو شمېر بڼوالو ويلي، که څه هم د تېرکال په پرتله د انارو حاصلات ډېر و، خو د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار شتون نه لري او د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

په ورته مهال د یاد ولایت د کرنې ریاست مسولینو ویلي، چې د ارزګان د انارو حاصلاتو ډېره برخه په خپله ارزګان کې په مصرف رسېږي او لږ برخه یې کندهار ته له لېږدول کېدو وروسته هند او پاکستان ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولي لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړلې دي او طالبانو د افغانستان د وچې او تازه مېوو صادراتو لپاره له ازبکستان سره هوکړې کړې دي.

سرچینې: ناڅرګندو ډرون الوتکو په خېبرپښتونخوا کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰
100%

سرچینې وایي، چې نن ماښام شاوخوا شپږ بجې ناڅرګندو ډرون الوتکو د خېبرپښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ جبار میلې په سیمه کې د داعش پر دوو مرکزونو برید کړی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې په دغو ودانیو کې د عبدالحکیم توحیدي، ګل نظیم او صدیق یار په نوم د داعش خراسان څانګې یو شمېر مهم غړي مېشت وو. د معلوماتو له مخې، یادو کسانو په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو په ترسره کولو کې لاس درلود.

د یادولو ده چې په دې پېښه کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه لا پوره معلومات نشته.

شاهدانو همداراز ویلي، چې ډرون الوتکې له برید وروسته د افغانستان لوري ته تللي او تېره شپه هم په همدې سیمه کې الوتکې ګرځېدلې.

ویل کېږي، چې د برید پر مهال د پاکستاني ځواکونو له خوا پر ډرون الوتکو د درنو ماشینګڼو ډزې هم شوې دي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

منظور پشتین: پاکستان ترهګري نه ختموي ځکه ترهګري د دوی تر ټولو لوی کاروبار دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي، «په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ وروستی تاوتریخوالی او پوځي عملیات د پښتنو پر وړاندې د منظمې نسل‌وژنې دوام دی». پشتین وايي، «پاکستان ترهګري نه ختموي ځکه ترهګري د دوی تر ټولو لوی کاروبار دی».

منظور پشتین په خواله رسنۍ فیسبوک لیکلي چې د شنبې شپه په مرکزي کورمه ولسوالۍ کې د مېلې پر مهال د پاکستاني پوځ په برید کې د دوو کورنیو پنځه کسان وژل شوي دي.

د ده په وینا، دجنوبي وزیرستان د اعظم ورسک په کژه‌پونګه سیمه کې هم پر یوه کور د پوځ د برید له امله یوه ښځه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې نن په باجوړ کې د پوځ له لوري په خښو شویو ماینونو درې کم عمره پښتانه ځوانان وژل شوي، او په ډېره اسماعیل خان کې هم د یو بل تن د سر پرې کولو راپورونه ترلاسه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي چې «دا پېښې یوازې خبرونه نه، بلکې د پاکستاني ریاست او پنجابي استعمار له لوري منظم ظلم دی»

هغه زیاتوي چې د پاکستان رسنۍ، پارلمان او قضايي نظام د پوځ تر اغېز لاندې دي او له همدې امله د دې ډول پېښو په اړه غلي پاتې کېږي.

پشتین وايي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نوم لاندې د بې‌ګناه خلکو وژنه دوام لري، خو پوځ دا ادعا کوي چې وژل شوي کسان «ترهګر» وو. د ده په وینا، د دې وضعیت پر وړاندې د خلکو خاموشي د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي.

د پي ټي ایم مشر هغو خلکو ته هم اشاره وکړه چې ځانونه پښتانه معرفي کوي خو دده په وینا، د پوځ دریځ پیاوړی کوي او د پښتنو د قربانیو په اړه چوپ پاتې کېږي.

منظور پشتین له ټولو پښتنو غوښتنه کړې چې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره یو موټی شي او د هر ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.

نوموړي په پای کې ویلي چې باور لري پښتانه به په راتلونکي کې د یو ملت په توګه د دې ظلم پر وړاندې قوي او ګډ دریځ خپل کړي.

پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو بندیدو سخت زیان ور رسولی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰
100%

پاکستاني سوداګرو په پېښور کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نشنل ګوند مسوولینو سره کتلي او له افغانستان سره یې د سوداګریزو لارو د پرانېستل کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سوداګرو د جرګې غړو نن د چار شنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره کتلي او له افغانستان سره د لارو خلاصیدو په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله ورته سخت زیان اوښتی دی او ټولې لارې دې ژر تر ژره پرانېستل شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سوداګرو ته له خپله اړخه د لارو د خلاصیدو په برخه کې د هلو ځلو په تړاو ژمنه ور کړې ده.

بل خوا د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د لارو بندیدو په غبرګون کې پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړې دي او وايي، چې د لارو بندیدو سره تر ټولو ډېر زیان د پاکستان عامو خلکو ته اوښتی دی.

نوموړي پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې کړکېچ دې د خبرو له لارو حل کړي.

میا افتخار ویلي:« موږ افغانستان او پاکستان ته وایو اول او ښه حللاره داده، چې مذاکرات وکړئ، بیا قطر او ترکیې ته وایو، چې تاسې د خبرو ضمانت کړی دی، په کار ده چې ضمانت سر ته ورسوئ او اوسنۍ ستونزه حل کړئ. چې ستونزه حل شي، بیا به لارې او سوداګري هم پرانېستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

د راپورونو له مخې، د لارو بندیدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې ناڅرګندو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان ولسوالۍ په اعظم ورسک سیمه کې وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي. د سیمې خبریالان وايي، چې تر اوسه د دواړو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې او ځايي پولیس یې په اړه پلټنې کوي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو کسانو د وژلو مسوولیت هم پرغاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده، چې سیمه ییزو خبریالانو خبر ورکړی، چې د یادې ولسوالۍ په غونډاګ سیمه کې وسله والو د سرحدي ملیشو پر یوې پوستې برید کړی او د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو او حکومتي ځواکونو د توپونو د ډزو له امله د سیمې خلک له سیمې نه وتلو ته اړ شوي دي.