• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې د تېلي نباتاتو د پروسس او غوړیو یوې تولیدي فابریکې په فعالیت پیل وکړ

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د ننګرهار په شيخ مصري صنعتي ښارګوتي کې د يوه افغان پانګه‌وال په دوه ميليونه امريکايي ډالرو پانګونې سره د «المعيار»په نوم د تېلي نباتاتو د پروسس او غوړيو توليدي فابريکې فعاليت پيل کړ. دغه فابريکه په ۲۴ساعتونو کې د دوه سوه ټُنه نباتاتو د پروسس وړتيا لري او ترې تېل او غوړي تولیدېږي.

د دغې کارخونې مسوول نقیب‌الله احساس وايي، دوی له سويابينو، زغر، لمرګلي، کنوله او نورو بوټو څخه تېل او غوړي توليدوي او خام مواد يې په کور دننه برابرېږي.

نوموړی وايي، له دې سربېره د چرګانو صنعتي فابريکو ته هم خام مواد برابروي او اړتيا نشته چې له ګاونډيو هېوادونو وارد شي او همداراز یې ژمنه وکړه، چې راتلونکي کال ته به لس زره بزګرانو ته د سويابينو اصلاحي شوي تخم او کيمياوي سرو زمينه هم برابره کړي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې رييس محمد ولي محسن د تېلي نباتاتو زياتوالي، تخنيکي او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او همداراز یې ژمنه وکړه، چې د بزګرانو او مالدارانو پياوړتيا لپاره به تمويل کوونکي پيدا کړي، څو د خوړو، کرنې، مالدارۍ او د دې برخې محصولاتو په برخه کې هېواد پرځان بسيا شي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړی په دغې کارخونه کې سل کسان په مستقيم او زرګونه نور په غېر مستقيم ډول کار کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکه) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

طالبانو په یاده شل کلنه دوره کې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو د ورانولو او همداراز د نظامي کاروانونو د ډب کولو په موخه په لاس جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او لا هم د هېواد په هره سیمه کې دغه ماینونه پاتې دي او کله نا کله د سیمې خلک یې قربانیان وي.

د راپورونو له‌مخې، د ماین پاکۍ موسسې هم په ډېرو لوړو قراردادونو سره د طالبانو دغه د ژېړو بوشکو ماینونه کشف او بیا یې شنډوي.

تازه د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، چې د ماین پاکۍ له یوې موسسې سره یې په همکارۍ د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې ۸ بوشکه‌يي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو د کموالي په موخه د میدان وردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست د ایریا ماین پاکۍ موسسې په همکارۍ د ولایت په سطحه ګرځنده تخنیکي ټیمونه موظف کړي، څو په پاتی سيمو کې د چاودېدونکو توکو له امله د احتمالي پېښو رامنځته کېدو خطرونو کم کړي.»

له دې سره سم، د دوشنبې په ورځ د ماین پاکۍ یوې بلې موسسې د ارزګان د مرکز ترینکوټ د دیکلنګي سیمه کې دوه نور ورته بوشکه‌يي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

په ورته وخت کې د لوګر د مرکز په ابچکان او بیدک کلیو کې هم ناچاوده ورته توکي کشف او شنډ کړای شوي دي.

په ارزګان کې کشف شوی بوشکه‌يي ماین
100%
په ارزګان کې کشف شوی بوشکه‌يي ماین

د طالبانو یادې ادارې له ولس څخه غوښتي، چې د هر ډول مشکوک يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې ژر تر ژره اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي، څو اړین اقدامات ترسره شي.

د افغانستان باراني موسم د باران له کمښت سره پیل شوی دی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د امریکا له حکومت سره تړلې «له وخته وړاندې د قحطۍ شبکې» وېب‌پاڼه ښيي، چې سږکال په افغانستان کې د باران موسم له نورمال کچې څخه کم باران، د تودوخې لوړې کچې او د خاورې د ټیټ رطوبت سره پیل شوی دی.

دغه راپور خبرداری ورکوي، چې دا وضعیت کولای شي په پرله‌پسې شپږم کال کې د بېلابېلو کرنیزو فصلونو په ځانګړي ډول د غنمو د کموالي لامل شي.

په افغانستان کې د سوېل ختیځ او سوېل په سیمو کې د باران کچه د منځنۍ اندازې په پرتله تر ټولو ډېره ټیټه ده. یوازې په سوېل ختیځ کې دوه ولایتونه د منځنۍ کچې ته نږدې باران لري.

د راپور له مخې، دا معلومات د ناسا، د امریکا د ملي سمندري او اتموسفیر ادارې (NOAA) او د کلفورنیا پوهنتون د اقلیم د بدلون د تحلیل مرکز د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوي دي. راپور ښيي، چې د اکټوبر له میاشتې تر نومبر پورې په ډېرو ولایتونو کې د کښت لپاره کافي رطوبت نه شته او وضعیت د مناسب پیل لپاره مناسب نه دی.

کارپوهان وايي، چې اوسني شرایط د «سړې ال نینا» سره تړاو لري، دا هغه هوایي پېښه ده، چې معمولا په افغانستان او منځني اسیا هېوادونو کې د باران د کمښت لامل کېږي.

وړاندوینې ښیي، چې دا وضعیت به تر فبروري میاشتې پورې دوام وکړي او بیا به عادي حالت ته راشي.

د راپور له مخې، د اکټوبر او نومبر میاشتو کې د باران کچه د منځنۍ اندازې څخه ټیټه ده، چې د تېرو میاشتو د خاورې ټیټ رطوبت سره یوځای د ژمي د باراني غنمو د کرنې پر بهیر اغېزه کړې ده. برعکس، د ژمي اوبو لرونکې غنمو لپاره بیا وضعیت ښه دی او تمه کېږي چې د ژمي اوبو لرونکې غنمو د کرنې ساحه به شاوخوا په منځنۍ کچه وي.

د دغه بنسټ په وینا، دوامداره وچکالي کولی شي د میلیونونو خلکو د خوړو خوندیتوب باندې نور فشار هم راوړي.

راپور ټینګار کوي، چې د خلکو د ژوند لپاره د سخت زیان د مخنیوي په موخه اړینه ده چې په راتلونکو میاشتو کې د باران کچه په دقت سره وڅارل شي او په زیان‌منونکو سیمو کې د مرستې لپاره پلان جوړ شي.

افغانستان یو داسې هېواد دی، چې اقتصاد یې په پراخه کچه په کرنې او کلنيو بارانونو پورې تړلی دی.

طالبان له پاکستان سره د سوداګرۍ تر پرېکون وروسته: پر وارداتو تکیه کول مو تل محتاج ساتي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په هېواد کې د درملو د سترو تولیدي فابریکو له مسوولینو سره لیدنه کې وویل، پر وارداتو تکیه کول هېواد محتاج ساتي، خو پر کورنیو تولیداتو تکیه کول بیا اقتصادي خپلواکي رامنځته کوي.

طالبانو له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د پاکستان له پوځ سره تر مخامخ نښتو او همداراز د پاکستان له لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دروازو له تړل کېدو وروسته له پاکستان سره هر ډول سوداګري او په ځانګړې توګه د کم کیفیت له امله پر پاکستاني درملو په بشپړ ډول بندیز ولګاوه.

په دې لړ کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د درملو د سترو تولیدي فابریکو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل: «پر وارداتو تکیه کول مو تل محتاج ساتي،خو پر داخلي تولید تکیه مو اقتصادي خپلواکۍ ته رسوي.»

د نوموړي په وینا، له کورنیو تولیدي توکو استفاده کول په هېواد کې دننه د پانګې د راګرځېدو لامل کېږي او ورسره: «د کار زمینې برابرېږي او هم د کیفیت، مصونیت او مناسب قیمت تضمین کوي.»

حمدالله زاهد همداراز له یادو درمل جوړوونکو سره ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د هغو توکو واردات منع کړي، چې کورنۍ تولیدي فابریکې یې د بازار اړتیا پوره کولای شي.

په دې غونډه کې د څلورو درمل جوړوونکو کارخونو مسوولینو وویل، کارخونې یې په عصري ماشینرۍ او نوې ټکنالوژۍ سره سمبالې دي او دمګړی د اړتیا وړ ۲۱۷ډوله درمل تولیدوي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په هېواد کې د درملو تولیدوونکو فابریکو شمېر ۱۱۰څخه ډېر شوی او له ۶۵۰ قلمو څخه زیات درمل تولیدوي.

سرچینې: په کابل کې د درملو بیې تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې همدا څو ورځې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، له پاکستان سره د لارو د بندېدو له امله په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې درمل کم شوي او بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوې او ناروغ لرونکي هم د درملو له کم کیفیت او د بیو له لوړېدو شکایت درلود.

د پنځو ولایتونو طالب مشرانو د ښې حکومتولۍ او همغږۍ په نوم ناسته وکړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د هبت‌الله اخوندزاده په حکم د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر ولایتونو طالب مسوولینو د همغږۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د طالبانو د فرامینو د پلي کېدو، د امنیتي چارو او د نشه‌یې توکو اړوند مسایلو په اړه خبرې وشوې. د معلوماتو پربنسټ، دا غونډه په پکتیا کې شوې ده.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهې عن منکر اړوند موضوعګانو، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي، د محکمو د پرېکړو د پلې کولو، ښوونې او روزنې او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې د یادو ولایتونو لپاره د طالبانو والیانو، امنیه قومندانانو، د منصوري قول اردو او اړوندو لواوو قومندانانو، د استخباراتو او د نظامي محاکمو رییسانو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو اوونیو کې د هېواد د زونونو په کچه د ښې حکومتولۍ او همداراز د همغږۍ په نوم غونډې ډېرې شوي او په ځینو دغه ډول غونډو کې له کابل څخه هم ځينې طالب چارواکي ګډون کوي.

لا تر اوسه په روښانه توګه نه‌ده مشخصه شوې، چې دا یوازې د همغږۍ غونډې دي او که هبت‌الله اخوندزاده غواړي د هېواد په ټولو برخو خپل نفوذ پراخ او طالب مسوولین اطاعت کولو ته اړ کړي.

ابراهیم صدر: نظامي مسوولین په رسمیاتو کې باید نظامي یونیفورم پر تن ولري

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال په کندوز کې د طالبانو له ملکي او نظامي مسوولینو سره کتنه کې وویل، نظامي مسوولین په رسمي وختونو کې باید نظامي یونیفورم پر تن ولري. دا په داسې حال کې ده، چې په دې برخه کې له سپارښتنو سره سره لا هم طالبان له یونیفورم پرته «دندې» کوي.

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي طالب مسوولینو سره په کتنه کې وویل: «نظامي مسوولین او مجاهدین په رسمي وخت کې باید نظامي یونیفورم په تن کړي او په رسمي وختونو کې خپلو دندو کې حضور ولري.»

یو شمېر هېوادوال وايي، لا تر اوسه هم د ناقانونه وسله‌والو او طالبانو تر منځ هېڅ توپیر نه‌شي کولی، ځکه دواړه وسله‌وال په شخصي جامو کې وسله په اوږه ګرځوي او دغه وضعیت خلک اندېښمن کړي دي.

ابراهیم صدر زیاته کړه، د نشه‌یې توکو پر وړاندې مبارزه یوازې د نظام د مسوولینو مسوولیت نه؛ بلکې د علماء کرامو او ټولو ولسونو ګډ مسوولیت دی.

طالب چارواکي تل د خپلې «بریا» راز د مشرتابه په اطاعت کې بولي او ابراهیم صدر هم یو ځل بیا ټینګار کړی: «د نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره د مسوولینو او مجاهدینو سپېڅلي نیتونه، د اوامرو اطاعت او له علماوو او ولسونو سره مجلسونه او د هغوی د ستونزو حل ډېر مهم دي.»

د کندوز د علماو شورا مسوول هم په دې غونډه کې د طالبانو تر منځ پر همغږۍ له ټینګار سربېره وویل، «مسوولیتونه امانت دي او د نظام د چارو د ښه ترسره کولو برخه کې باید یو له بل سره پوره همغږي او همکاري وکړو.»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد د زونونو په کچه د طالب چارواکو تر منځ د همغږۍ په نوم لیدنې ډېرې شوې دي.