د خیبر پښتونخوا په چارسده کې ناڅرګندو وسلهوالو دوه ښوونکې په ډزو وژلې

ناڅرګندو وسلهوالو د خیبر پښتونخوا ایالت د چارسدې په پړانګ هدېره سیمه کې دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي. ځایي پولیسو ویلي، چې دغه دواړه مېرمنې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وې. د پولیسو په وینا؛ د یادې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.





