د ایران په سیستان او بلوچستان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال مړه شوي دي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان-خاش پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله پنځه افغان کډوال مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. په یاد ولایت کې د پولیسو مشر سردار احمد کرمي‌اسد ویلي، دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.