د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د خپل لبناني سیال په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ تهران ته د سفر بلنه نهوه منلې او پر ځای یې وړاندیز کړی و چې له ایران سره خبرې په درېیم بېپرې هېواد کې وشي.
نوموړي د دغه بلنې نه منلو لامل اوسني شرایط یاد کړي وو. تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نوموړي ته د تهران د سفر بلنه ورکړې وه.





