• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره په مرمۍ ضد واسکټ کې د وزلوبې نندارې ته تللې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۰

په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچ پوهار د وزلوبې نندارې پرمهال ویلي، چې وزلوبه د افغانستان د بډایه کلتوري میراث ښکلی انځور وړاندې کوي. نوموړې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره یوځای د نندارې په ځای کې ده، خو په انځورونو کې ښکاري چې مرمۍ ضد واسکټ یې اغوستی.

ورونیکا بوسکوویچ پوهار، چې په دغو مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي، د ترکیې، قطر او نورو هېوادونو له ډیپلوماټانو سره په یوه کتار کې لیدل کیږي، مرمۍ ضد واسکټ اغوستی دی.

طالبان وايي، چې افغانستان په دې وروستیو کې له امنیتي اړخه خوندي ځای دی، خو د پوهار مرمۍ ضد واسکټ ښيي چې ډيپلوماټان لا هم ځانونه خوندي نه انګیري.

ورونیکا بوسکوویچ پوهار د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د وزلوبې د نندارې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د کلتوري میراث له عظمت څخه اغېزمنه شوې او دا یې د افغانانو د یوموټي توب نښه ګڼلې ده.

د افغانستان د وزلوبې اووم پړاو سیالۍ د کابل په یکه توت سیمه کې پیل شوې دي او ټاکل شوې یوه اونۍ نورې هم وغځیږي.

ورونیکا بوسکوویچ پوهار په دې وروستیو کې د طالبانو له مشرانو سره په مجلسونو او ناستو کې په لویدیزه جامه کې را څرګندیږي.

هغه شپو خولۍ پر سر کوي، ځانګړی لباس اغوندي، خو په ډېرو انځورونو کې په مرمۍ ضد واسکټ کې لیدل کیږي، چې د اروپايي ټولنې نښان پرې لګېدلی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان له کونړ سیند څخه درونټې بند ته اوبه لېږدوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د اقتصادي کمېټې د تخنیکي کمېټې په ناسته کې له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې مسیر څخه د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو د انتقال وړاندیز تایید شوی او د نهايي تصمیم لپاره ددې ډلې اقتصادي کمیسیون ته راجع شوی دی.

دغه وړاندیز د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د لیندۍ میاشتې پر ۲۴مه وړاندې شوی دی.

یاد معاونیت وايي، چې په دې غونډه کې له کونړ سینده د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې له مسیر څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز تر هراړخیز تخنیکي بحث وروسته د تایید وړ وبلل شو او د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوی دی.

د طالبانو چارواکو ویلي، له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو د انتقال په عملي کېدو سره به د ننګرهار ولایت د ډېری کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي او کرنیز تولید به زیات شي.

همدارنګه، په دې غونډه کې د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې، چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د پروژې په اړه هم بحث شوی.

یاد معاونیت وايي، د دې پروژې د لا کره ارزونې لپاره یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې هراړخیزې څېړنې و کړي او خپل رپوټ د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په کینیا کې د ظاهر قدیر دویمه محاکمه تر راتلونکې فبرورۍ میاشتې ځنډېدلې ده

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د کینیا په نایروبي کې د نوموړي د محاکمې بهیر د راتلونکي کال تر فبرورۍ میاشتې ځنډول شوی دی. د قدیر د کورنۍ په وینا، د عبدالظاهر قدیر د خلاصون په تړاو د طالبانو هڅو تر اوسه نتجه نه ده ورکړې.

د عبدالظاهر قدیر کورنۍ نن سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه وویل، چې محکمه د هغه د دویمې محکمې د ځنډېدو په اړه څه نه وايي، خو دوی پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې محاکمه ځنډول کېږي.

د کورنۍ یو غړي یې وویل:« په لومړیو کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د عبدالظاهر قدیر خلاصون کې به هڅې کوي خو تر اوسه یې موږ ته کوم مثبت احوال نه دی راکړی.»

د نایروبي محکمې ته د عبدالظاهر قدیر د وړاندې کولو راتلونکې نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې خو په لومړۍ محاکمې کې پرېکړه وشوه، چې نوموړی امریکا ته وسپاري.

د لومړی محکمې پرېکړه د هغه د مدافع وکیل له خوا رد شوې وه او د محکمې د دویمې ناستې دایرولو غوښتنه یې کړې وه.

عبدالظاهر قدیر د اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.

د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي و، چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

داسې رپوټونه خپاره شوي ول ، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د ور سپارلو غوښتنه پکې شوې.

د طالبانو مشر وايي سختو معلولانو ته یې د موټر پېرنې د لګښت ورکولو فرمان ور کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو مشر په کندهار کې یوه درې ورځني سیمینار ته په خبرو کې ویلي، چې ددې ډلې د شهیدانو او معلولانو وزارت ته یې د سختو معلولانو په تړاو یو «فوق العاده فرمان» ور کړی دی. نوموړي ویلي، چې د فرمان له مخې په دوو غړو معلولو کسانو ته د موټر پېرلو لپاره لګښت ورکول کیږي.

مولوي هبت الله اخوندزاده په دغه درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ویلي، چې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولانو ته میاشتني معاشونه ورکوي او په یوه فرمان کې یې یاد وزارت ته فوق العاده امر کړی، چې د دوو اندامونو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د «مجردو شهیدانو» کورنیو ته هم امتیاز ور کړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره د مسلمانانو د وکالت او استازولۍ مقام دی او دوی به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي او خلکو ته به دین او شریعت ورښيي.

د طالبانو مشر دغه راز ویلي، چې اداره به یې د خلکو امنیت ساتي او د یتیمانو، کونډو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.

په داسې حال کې، چې د طالبانو له زندانونو نه د زندانیانو د شکنجې رپوټونه ورکول کیږي، مولوي هبت الله یادونه کړې، چې د بندیانو او محبوسانو په حق کې یې وړاندې فرمان صادر کړی، چې نه به ځورول کېږي او نه به وهل کېږي او نه به هم شکنجې ورکول کېږي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې د معلولانو لپاره د خپل فوق العاده فرمان خبره کوي، چې ګڼ متقاعدان او معلولان د طالبانو د تقاعد ریاست او ټولنیزو چارو وزارت نه شکایت کوي، چې ددوی معاشونه پر وخت نه ور کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته تللی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي نوي ډیلي ته رسېدلی او تود هرکلی یې شوی دی. د رندهیر جیسوال په وینا، دا سفر د افغانستان د روغتیايي نظام د ملاتړ برخه کې د هند دوامداره ژمنتیا څرګندوي.

نوموړي زیاته کړې چې دواړه لوري به د دغه سفر پر مهال پر مهمو او رغنده موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.

جیسوال پر خپل اېکس له جلالي سره د انځور په خپرولو د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره هیله څرګنده کړې ده.

ملګري ملتونه: دا مهال شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه افغانان د خوړو ناامنۍ سره مخ دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې ناورین په بې‌ساري ډول پراخېږي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه سازمان په وینا؛ له ډلې به نږدې پنځه مېلیونه خلک د بېړني حالت سره مخ شي.

د یاد سازمان د وروستي راپور له مخې؛ دا مهال شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه افغانان چې د هېواد ۲۸ سلنه نفوس جوړوي، د خوړو د سختې ناامنۍ درېیم پړاو (ناورین) یا تر هغې لوړې کچې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، په دې ډله کې نږدې ۲.۹ مېلیونه کسان د بېړني حالت (څلورم پړاو) او ۱۰.۹ مېلیونه د ناورین په کچه ژوند کوي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، که څه هم ژمی هغه پړاو دی چې لوږه په‌کې په چټکۍ سره لوړېږي؛ خو بیا هم افغان بزګران د خپلو ټولنو د تغذیې لپاره کار ته دوام ورکوي.

د دغه سازمان په وینا؛ «که بېړنی کرنیز ملاتړ پر وخت او په پراخه کچه ورسېږي؛ نو کولای شي خلک وژغوري او د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي.» راپور کاږي، د افغانستان اقتصاد له اوږدمهاله ځوړ، پرله‌پسې وچکالۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی چې له امله یې د ټولنې لویه برخه د خپلو لومړنیو خوړو د اړتیاوو پوره کولو وس نه‌لري.

راپور زیاتوي، چې دا مهال د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه ده او له بهره د پېسو لېږد هم کم شوی دی. د راپور له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۲.۵ مېلیونه افغانانو راستنېدنې پر ځایي سرچینو، خدماتو او د خلکو پر معیشتونو خورا منفي اغېز کړی.

راپور کې وړاندې راغلي، چې دغه وضعیت د سختې وچکالۍ او وروستیو زلزلو له امله لا پسې کړکېچن شوی. یادې ادارې اټکل کړی، چې د ژمي د کم‌حاصله فصل له امله به د ۲۰۲۵کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو ناامني لا زیاته شي او شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه کسان به د ناورین یا تر هغې لوړې کچې سره مخ شي، چې نږدې ۴.۷ مېلیونه به یې د بېړني حالت په کچه وي.

د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶کال له اپرېل څخه تر سپټمبر میاشتې پورې چې د حاصلاتو موسم بلل کېږي، د خوړو په وضعیت کې د نسبي ښه‌والي تمه کېږي او د ناورین کچه به بېرته شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه کسانو ته راښکته شي، چې له دې ډلې به بیا هم نږدې ۲.۹ مېلیونه وګړي د بېړني حالت له ګواښ سره مخ پاتې وي.