د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونو او روسیې د طالبانو او پاکستان د روانو اختلافاتو د حل لپاره د خبرو مېز ته د بېرته راوګرځېدو غوښتنه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې ستونزې باید په ډېپلوماټیکه توګه حل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران د ناستې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې د چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون لاره.
په اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوالو د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د هڅو ملاتړ وکړ او چمتووالی یې ښودلی چې د دغه هڅو د پیاوړتیا لپاره به مرسته وکړي. اعلامیه زیاتوي، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د ټیکاو د ټینګښت لپاره چمتو دي؛ خو که د طالبانو حکومت یې وغواړي.
ګډونوالو پر دې هم ټینګار کړی، چې افغانستان باید په سیمهییزو سیاسي او اقتصادي بهیرونو کې شامل شي او د ترهګرۍ او نشهیي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره چمتووالی څرګند کړي.
د غونډې ګډونوالو د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او د خلکو د معیشت د ملاتړ لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر ضد تحریمونه کم کړي او د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي. دوی دارنګه له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په بهیر کې مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو او روسیې استازو د ناستې دویم پړاو به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې په اسلاماباد کې ترسره شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ترکمنستان کې د «سولې او باور نړۍوالې» غونډې په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې ویلي:«د طالبانو حکومت باید وهڅول شي، چې د پاکستان د جدي امنیتي اندېښنو د حل په برخه کې اقدام وکړي.»
ایران او پاکستان د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) له دغې لیدنې خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزو تړونونو پر چټک پلي کېدو هم ټينګار شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، اردوغان شهباز شریف ته ویلي: «د پاکستان او طالبانو تر منځ د اوربند غځېدل د خوښۍ ځای دی او ترکیه چمتو ده چې د اوربند د ساتلو لپاره په جوړ شوي میکانیزم کې مرسته وکړي.»
ولسمشر اردوغان تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې د طالبانو او پاکستان تر منځ ثبات او د اوربند ساتل خورا مهم دي او هېواد یې د دواړو اړخونو وروستۍ ترینګلتیاوې له نږدې څاري.
تمه وه چې د ترکیې یوه لوړپوړې پلاوي د طالبانواو اسلاماباد تر منځ د منځګړیتوب لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا سفر د طالبانو د نههمکارۍ له امله ترسره نه شو.
په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه درې پړاو خبرې د طالبانو او پاکستان تر منځ په دوحه او انقره کې ترسره شوې دي، خو هېڅ یوه یې مشخصه نتیجه نه ده ورکړې.
یو بل پړاو خبرې په عربستان کې د رسنیو له سترګو پټ ترسره شوې، چې هغه هم بېپایلې پای ته ورسېدې؛ خو په ټینګار سره ویل شوي چې اوربند باید لا هم پاتې شي او دواړه خواوې دې له نظامي کړکېچ څخه ډډه وکړي.
په تېرو ۴۸ کلونو کې پاکستان د سیمې د جهادي او افراطي ډلو په واک کې د پام وړ نقش لوبولی دی. له مجاهدینو نیولې تر لشکر طیبه، جیش محمد، جیش العدل، طالبانو او ټي ټي پي پورې یې دا ډلې د خپلې ستراتیژیکو ګټو لپاره وکارولې؛ خو اوس معادله بدله ښکاري، دا مالکیت طالبانو تر لاسه کړی دی.
د پاکستان پوځ په سیمه کې د افراطي او جهادي ډلو د مالک پوځ په توګه ګڼل کېده او غربي بلاک همېشه د پاکستان دغه نفوذ ته په کتلو له هغوی سره معامله کړې ده، چې له مخې یې لسګونه کاله د پوځ د تمویل او دولتي پروژو د بقا لپاره غربي مرستې تر لاسه شوې دي.
د هند، چین، ایران او منځنۍ اسیا لپاره ګڼې وسله والې او افراطي ډلې د پاکستاني پوځ تر نفوذ لاندې زرغونې شوې او د بقا تر حده رسېدلې دي.
په افغانستان کې د مجاهدینو ډلې او ملاتړ د دې سبب ګرځېدلی چې غربي بلاک وتوانیږي د شوروي اتحاد لاسونه په افغانستان کې لنډ کړي او دا چاره د پاکستان له همکارۍ ناشونې وه.
طالبان چې د ۱۹۹۶–۲۰۰۱ کلونو په لومړۍ واکمنۍ کې د پاکستان ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېدل، د ناټو په ملاتړ د جمهوري دولت پر وړاندې جګړه کې یې هم د پاکستان غښتلی ملاتړ له ځانه سره لاره او دغه ملاتړ دې ته زمینه برابره کړه چې د افغانستان جګړه نېږدې شلو کلونو ته وغځیږي او په پایله کې یې جمهوري دولت سقوط وکړ.
مګر وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او ګڼو سُني وسله والو ډلو له ملا هبت الله څخه ملاتړ وکړ او هغه یې د امیر په توګه ومانه، دې چارې پاکستان د افراطي ډلو د مالک په توګه له نړۍوالې معادلې څخه یو څه څنګ ته کړی دی.
دا ډار هغه وخت لا پسې زیات شول چې طالبانو د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له دولت سره ټي تي پي په کابل کې خبرو ته کېنوله.
مخکې له دې چې د پاکستان د افراطي او جهادي ډلو د مالکیت د لاسه ورکولو ډار ته تم شو، اړینه ده چې یو تاریخي شالید ته هم متوجې شو.
د کرزي او غني غوښتنې: “یا طالبان یا افغانستان”
د افغانستان د جمهوري دولت په دوره کې د پاکستان-طالبانو اړیکې تل د بحث او فشار په مرکز کې وې. د حامد کرزي او اشرف غني څرګندونې ښيي چې افغان حکومت په ښکاره توګه له اسلاماباد غوښتنه کړې وه چې یا له طالبانو ملاتړ وکړئ یا له افغانستان سره ودریږئ.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی:
د افغانستان د جمهوري دولت پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۷ کال د فېبروري په ۲۸مه په کابل کې وویل: “پاکستان باید انتخاب وکړي چې له چا سره دی؟”
همدا راز د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه له یوې خونړۍ پېښې وروسته کرزي وویل: “پاکستان دې د سولې لپاره طالبان پرېږدي، که نه افغانستان به د ګاونډي دوهګوني پالیسۍ څخه د خلاصون لار ولټوي.”
همداراز له امریکا سره د امنیتي تړون د کړکېچ پر مهال حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۶مه نېټه وویل: “پاکستان باید د افغانستان پر ضد د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي، ګني موږ به نړۍوالو ته شکایت وکړو.”
د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۲۶مه کرزي په لندن کې له نواز شریف سره په درې اړخیزه غونډه کې وویل: “پاکستان باید طالبان خبرو ته کینوي او تصمیم دې ونیسي چې رښتیا د سولې ملاتړی دی که نه؟”
پخوانی ولسمشر ډاکتر اشرف غني:
د افغانستان د جمهوري دولت دویم او وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په کابل کې وویل: “پاکستان باید پرېکړه وکړي چې د افغان دولت ملاتړی دی که د هغو وسلهوالو چې زموږ پر هېواد بریدونه کوي.”
هغه د ۲۰۱۵ م کال د می په ۹مه د پاکستان پارلمان ته په یوه وینا کې وویل: “موږ له پاکستانه د سولې په برخه کې عملي اقدامات غواړو… پاکستان باید د سولې او جګړې تر منځ انتخاب وکړي.”
د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د کیو سي جي په لومړۍ غونډه کې یې بیا هم پر پاکستان غږ وکړ: “وخت راغلی چې پاکستان یو واضح انتخاب وکړي.”
د کابل پروسې په لومړۍ غونډه کې چې د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې کابل کې ترسره شوه پکې اشرف غني وویل:“په سیمه کې څوک چې زموږ ګاونډیان دي، انتخاب دې وکړي چې د افغانستان سره په دوستۍ ولاړ دي که د تاوتریخوالي له ملاتړو سره.”
دې ته ورته څرګندونې په ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او په ۲۰۲۱ کال کې هم شوې دي، خو هېڅ ډول نتیجه یې نه ده ورکړې.
دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت تل هڅه کړې چې پاکستان د یوه شفاف او ټاکلي انتخاب په وړاندې عملي اقدام وکړي خو په پایله کې یې هېڅ ډول عملي اقدام ونه شو.
که څه هم پاکستان ته د جمهوري دولت پر مهال ډېر روښانه انتخاب وړاندې شوی و، خو پاکستان د دې لپاره چې د جهادي او افراطي ډلو مالکیت له لاسه ورنه کړي د افغانستان له جمهوري دولت سره همکاري ونه کړه.
دا ډلې اوس د ټي ټي پي په محور راټولې شوې دي، امکاناتو ته یې لاسرسی پېدا کړی، د جګړې لپاره یې یو اسلامي او قومي روایت ایجاد کړی او تر ډېره پورې بریالۍ دي.
اسلام اباد چې تازه یې په سیمه کې د وسله والو ډلو د مالکیت حس کم رنګی شوی، له هغه چا د مرستې غوښتونکی دی چې د دغو ډلو مالکیت یې تر لاسه کړی دی.
د پاکستان له لومړي وزیره نیولې، تر بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په وار - وار ویلي چې طالبان دې د ټي ټي پي ملاتړ بند کړي.
له وروستیو نظامي مداخلو، د ډېورنډ پر کرښې له جګړو سربېره د پاکستان لوی درستیز ویلي چې افغان طالبان یا باید جهادي ډلې انتخاب کړي او یا هم پاکستان.
د پاکستان لوی درستیز ځکه د ټي ټي پي پر ځای د جهادي ډلو کلیمه کاروي چې مساله له ټي ټي پي ډېره پورته ده. په حقیقت کې د پاکستان پوځ غواړي د جهادي او وسله والو ډلو مالکیت بېرته تر لاسه کړي تر څو له غربي او شرقي بلاک سره پرې معاملې وکړي، خو دا ځل اسلامي روایت او ملاتړ له ملا هبت الله او د هغه له پلویانو سره دی.
دا د پاکستان د ۴۸ کلن پلان د ماتېدو معنا لري، ځکه هغه ستراتیژیک نفوذ چې پاکستان د افراطي ډلو له لارې ساته، اوس طالبانو ته انتقال شوی دی.
که په لنډه یې ووایو، د پاکستان اصلي درد دا دی چې په تېرو ۴۸ کلونو کې یې د سیمهییزو افراطي ډلو مالکیت په لاس کې و او دا مالکیت اوس طالبانو ته تللی. د دې بدلون له امله، پاکستان اړ شوی چې په خپلو استراتیژیکو پلانونو، د امنیتي فشارونو او ډیپلوماټیکو هڅو کې بدلون راولي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیاویونګ سره یې په اسلاماباد کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او د افغانستان له خاورې د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.
محمد صادق د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې یې له شیاویونګ سره د هغو ترهګرو ډلو په اړه بحث کړی چې ګواکې په افغانستان کې فعالیت کوي او د سیمې پر امنیت منفي اغېز لري. د ده په وینا، د دغو ډلو موجودیت او فعالیتونه د پاکستان، چین او ټولې سیمې لپاره ګډې امنیتي اندېښنې رامنځته کړي دي.
د صادق په وینا، د سفیر یوی شیاویونګ وروستی سفر د پاکستان او چین د منظمو سلا مشورو برخه ده، چې موخه یې د ترهګرۍ ضد همکاریو پیاوړي کول او د سیمهییز ثبات لپاره د ګډو ګامونو پورته کول دي.
صادق ټینګار کړی، چې اسلاماباد او بېجېنګ دواړه د ترهګرۍ پر ضد ګډ دریځ لري او د سیمې امنیت د ګډو هڅو له لارې خوندي کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یوځل بیا ادعا وکړه، چې افغانستان د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شوی او د افغانستان له خاورې فعالیت کوونکي ترهګر د پاکستان د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.
نوموړي ادعا کړې، چې داعش، القاعده، ټيټي پي، پيټيایاېن او بلوڅ وسلهوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه او لسګونه ترهګریز کمپونه لري او یادې ډلې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
د پاکستان استازي وویل، که د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو مخه ونهنیسي، نو هېواد به یې د خپلو اتباعو او حاکمیت د ساتنې لپاره ټول اړین دفاعي ګامونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په وار وار ویلي، په پاکستان کې امنیتي ستونزې دوی پورې هېڅ تړاو نهلري او ډاډ یې ورکړی، هېڅ ډلې ته به د دې اجازه ورنهکړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.