• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پښتونخوا کې د ماین چاودنې له امله څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

سیمه ییزې امنیتي سرچینې وایي، چې نن د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په قمبرخېلو سیمه کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د سړک غاړي د ماین په چاودنه کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې قربانیان یې د پېښور روغتون ته لېږدولي دي او د پیښې سیمه یې تر کلک امنیتي څار لاندې نیولي ده.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د خیبر ولسوالۍ په قمبرخېلو سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو له چاودنې وروسته د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا تیرا سیمه، د امنیتي عملیاتو لپاره تخلیه کېږي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۰
100%

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د قبایلي جرګې او ضلعي ادارې ترمنځ هوکړه شوې ده چې د امنیتي عملیاتو لپاره به سیمه تخلیه کوي.

د جرګې مشر کمال‌الدین ویلي، د ۲۴ کسیزې قبایلي جرګې او د خیبر د مرستیال کمشنر ترمنځ تړون لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، د میدان له سیمې څخه د خلکو کډوالي به د جنورۍ له ۱۰مې پیل او تر جنورۍ ۲۵مې پورې به سیمه په بشپړه توګه خالي شي.

د دوی په وینا، امنیتي عملیات به شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړي، او د اغېزمنو کورنیو بېرته ستنېدل به د اپرېل له ۵مې پیل شي.

د تړون له مخې، که کوم کور په بشپړه توګه ونړېږي، ۳۰ لکه روپۍ معاوضه ورکول کېږي، او که کور ته جزوي زیان ورسېږي، ۱۰ لکه روپۍ به ورکړل شي.

هرې اغېزمنې کورنۍ ته به سمدستي ۲ لکه او ۵۰ زره روپۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، او کډوالو کورنیو ته به هره میاشت ۵۰ زره روپۍ مالي مرسته او د وړیا ترانسپورټ اسانتیا هم برابره شي.

په دغه سیمه کې د اپریدي قوم شپږ څانګې مېشتې دي چې نفوس یې شاوخوا ۱۳۰ زره کسان دي.

دولتي چارواکوهم افغانستان انټرنشنل ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چېپه تېرو څلورو کلونو کې د سیمې امنیتي وضعیت ناوړه و، چې له امله یې دا پرېکړه شوې ده.

یونسيار: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

یونسیار ویلي، د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه د دې ادارې پر سرچینو لا ډېر فشار راوستی، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د بشري حقونو د وضعیت خرابېدو، اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، پرله‌پسې طبیعي پېښو او بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله دغه ناورین لا پسې ژور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي چې ډېری افغانان په افغانستان کې له جدي امنیتي او حقوقي ګواښونو سره مخ دي، چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې ډلې یې ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې تر دسمبر ۱۳ پورې ۹۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۳۵ زره او ۲۰۰ تنه په جبري ډول ایستل شوي دي. ډېری بېرته ستانه شوي کسان بې‌اسناده وو، خود دغې ادارې د راپور پر بنسټ د ثبت کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ همداراز ویلي چې د افغانستان د وضعیت لپاره ځانګړې شوې بودجه په جدي ډول کمه ده او تر اوسه یوازې ۳۷ سلنه له اړینو مرستو ترلاسه شوې ده.

دې ادارې په نوي غوښتنلیک کې د ۲۵۸.۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکو د کډوالوپه ځینو مېنوخدمتونه کم کړي، څو افغان کډوال ستنېدو ته اړ شي.

تر دې وړاندې تیره میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وه چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او جبري ایستنو لړۍ په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده.

د دوی د راپور له مخې همداراز ویل شوي وه چې یوازې سږکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان نیول شوي، او تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې د چاغۍ، کوټې او په پنجاب کې د اټک په سیمو کې شوې دي.

پاکستان د شمالي وزیرستان د پېښې په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړ

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۴ GMT+۰
100%

پاکستان وايي، د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د دته‌ خېل سیمې اړوند پر «بویا» نظامي مرکز د وسله‌والو په برید کې ۴ پوځیان وژل شوي دي. د دغه برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د همدې برید په تړاو د طالبانو مرستیال سفیر احضار کړی دی.

دغه برید نن سهار (جمعه د لیندۍ ۲۸مه) د وسله‌والو او موټربم په وسیله پیل او شاوخوا ۳ ساعته یې دوام وکړ. ځایي سرچینې وايي، په دغه برید کې ۵ وسله‌والو ګډون درلود او ویل کېږي ټول یې په ځوابیه ډزو کې وژل شوي دي.

پاکستان بیا د همدې پېښې په تړاو افغان طالبانو ته د قوي اعتراض رسولو په موخه په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت مرستیال احضار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې له «ترهګرو ډلو په خاص ډول ټي‌‌ټي‌پي» څخه د افغان طالبانو د ملاتړ او د اسانتیاوو برابرولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې له ترهګرو ډلو څخه د افغان طالبانو ملاتړ د دې لامل شوی، چې دغه ډلې په پاکستان کې بریدونه وکړي.

په داسې حال کې چې افغان طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړي او په زغرده یې ویلي، چې هېچا ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د دغه ډول پېښو د بشپړې پلټنې او پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو د ترسره کوونکو پر وړاندې د پرېکنده اقدام غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له افغان طالبانو څخه غواړو، چې د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې له افغان خاورې څخه فعالیت کوي سمدستي مشخص او لازم اقدامات وکړي.»

پاکستان افغان واکمنو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې دوی به له خپل حاکمیت څخه د دفاع او د خپلو وګړو د ساتنې لپاره له «افغان خاورې» څخه د ترهګرو د فعالیت د ځواب ورکولو په موخه ټول اقدامات وکړي.

طالبانو په وار وار په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ ستونزې یادې کړي او په ډاګه یې ویلي، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

سراج الحق: د پاکستان حکومت دې افغان زده کوونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق ویلي، چې په پاکستان کې د مېشت افغان زده کوونکو د زده کړې وخت ضایع کېږي او حکومت دې د هغوی د زده کړو د دوام لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

سراج الحق نن د جمعې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال زده کوونکي ګڼو ستونزو سره مخ دي او د پاکستان حکومت دې د انساني خواخوږۍ او تعلیمي اړتیاوو په پام کې نیولو سره د افغان زده کوونکو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.

نوموړي ویلي، چې د زده کړو د تسلسل په وړاندې خنډونه نه یوازې د زده کوونکو بلکې د ټولنې د راتلونکي لپاره هم زیان رسونکي دي.

نوموړي پرداسې مهال د پاکستان له حکومت څخه د افغان زده کوونکو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته پاکستان د افغان زده کوونکو د ویزو نوې کولو بهیر ځنډولی دی.

د چمن سوداګر: د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰
100%

په چمن کې سوداګرو د پاکستان د سوداګرۍ وزیر په ګډون د مرکزي حکومت له چارواکو سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي.

د چمن سوداګرو نن د جمعې په ورځ د لېندۍ ۲۸مه په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان په ګډون، د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق او د سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر د سلاکار سره کتلي دي.

دغو سوداګرو له پاکستاني چارواکي څخه غوښتنه کړې، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره تړل شوي ټولې لارې دې د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د چمن د سوداګرو سره یې د دروازو د تړلو له امله د جدي ټولنیزو، اقتصادي اغېزو په ګدون سوداګرو ته د اوښتو مالي زیانونو، د صادراتو د خنډونو او بې کارۍ کچې زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي، چې د پاکستاني سوداګرو سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو له افغاستان سره د د سوداګریزو دروازو خلاصول د وزارت له صلاحیت څخه لوړ دي.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ حجم صفر شوی دی او هره ورځ نږدې څلور میلیونه ډالره زیان وراوړي.