طالبان وايي په دوو اونیو کې یې د زرګونه کیلو ګرامه قاچاقي توکو د واردولو مخه یې نیولې

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، په تېرو دوو اونیو کې یې د زرګونو کیلو ګرامو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې، چې له ګمرکي او مالي محصول پرته افغانستان ته راوړل کېدل.

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، په تېرو دوو اونیو کې یې د زرګونو کیلو ګرامو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې، چې له ګمرکي او مالي محصول پرته افغانستان ته راوړل کېدل.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) خپره شوې، د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیمونو له لوري په کندهار، نیمروز، فراه، کندز او هلمند ولایتونو کې د قاچاق پر ضد عملیات ترسره شوي دي.
په دې عملیاتو کې بېلابېل توکي، لکه خوراکي مواد، د اغوستو جامې، طبي درمل او د سینګار توکي نیول شوي، چې غوښتل کېدل له قانوني لارو او له ټاکل شوو مالي او ګمرکي محصولاتو پرته افغانستان ته واردیدل.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د پراخو محدودیتونو سربېره، ډېری افغان ښځې د کوچنیو کاروبارونو له لارې نه یوازې خپله عایداتي سرچینه ساتلې، بلکې لسګونو نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د راپور له مخې، کوچني کاروبارونه دا مهال د افغان ښځو لپاره د اقتصادي فعالیت یوازینۍ پاتې لاره ده.
یو اېن ډي پي ویلي، چې په افغانستان کې یې له څه باندې ۸۹ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی، چې ۹۱ سلنه یې د ښځو لهخوا پر مخ وړل کېږي او تر اوسه یې له ۴۳۹ زرو څخه زیات کاري فرصتونه یې رامنځته کړي دي.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې څلور سلنه افغان ښځې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی لري او د پور ترلاسه کول هم د څو تضمین کوونکو د اړتیا له امله د ډېرو لپاره ستونزمن دي.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې اندیښنه څرګنده کړې چې که څه هم افغان ښځې د اقتصادي بقا لپاره هڅې روانې ساتي، خو د نجونو د زدهکړو محدودیت او د مالي زدهکړو نشتوالی د دې کاروبارونو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.
یو اېن ډي پي په پای کې د افغان ښځو دغه فعالیتونه ستایلي او ویلي دي چې له ننګونو سره سره، بیاهم افغان ښځې هڅه کوي چې په ټولنه کې خپل رول وساتي او له عامه ژوند څخه د بشپړ حذف کېدو مخه ونیسي.
که څه هم اوس مهال ښځې په دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او حتی د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منع دي، خو بیا هم ډېرو ښځو په هغو دودیزو برخو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړی چې ټولنیز منل شوي ګڼل کېږي، لکه ګنډل، غالۍ اوبدل، د خوړو تولید او د ښځو ځانګړي رستورانتونه.
محلي سرچینې تاییدوي، چې د سخت ژمي په منځ کې د ایران په لور د غیر قانوني تګ هڅو پر مهال د یخنۍ له امله تر ۴۰ زیات افغان کډوال مړه شوي دي. ددغه افغانانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته انتقال شوي دي.
د کډوالو د مړینې تازه راپورونه ښيي، چې مخکې شاوخوا ۳۰ مړي راپور شوي وو، خو د سرحدي سیمو د څېړنو او د افغانستان او ایران د د مړو سړخونو د کتنو وروسته شمېر د ۴۰څخه اوښتی دی.
سرچینې وایي، د پېښو زیاتره قربانیان په سخته یخنۍ کې د ایران پر لور د غیر قانوني تګ هڅو کولو پر مهال مړه شوي دي.
راپورونه وایي، ځینې مړي د هرات ولایت کوهسان او ادرسکن ولسوالیو ته د کورنیو او محلي ادارو په هڅو انتقال شوي دي.
دا پېښه د افغان کډوالو د سختو شرایطو او د غیر قانوني تګ د خطرونو بیلګه بلل کېږي، چې د ژمي په موسم کې هېواد پرېږدي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د منډوي د بوټانو په بازار کې د اورلګېدنې پېښه په وخت د عامه نظم او اور وژنې ځواکونو له خوا کنټرول شوې او د خلکو د مالي او ځاني زیان مخه یې نیولې ده.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د عامه نظم او اور وژنې ځواکونو د منډوي په بوټان بازار کې د اور د خپرېدو پر مهال چټک اقدام وکړ او د ۸ دوکانونو او ۱۰ ګدامونو اور وژنه یې په موثره توګه ترسره کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې د کنټرول په نتیجه کې شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر ارزښت لرونکي مالونه خوندي شوي او نږدې ۱۵۰ میلیون افغانۍ اموال ژغورل شوي دي.
چارواکي د اورلګېدنې د نورو پېښو د مخنیوي لپاره له خلکو غوښتي چې د اور د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسي او د اور وژنې ادارې لارښوونې په کلکه رعایت کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د څلورمې حوزې پولیسو یې د نشهيي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال لسګونه زره نشهيي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل امنیه قوماندانۍ د څلورمې حوزې پولیسو د همدې حوزې په مربوطاتو کې ۳۳ زره د «زیکپ» په نوم نشهيي ګولۍ نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نشهيي توکي د پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال موندل شوي او په تړاو یې یو کس هم د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د نشهيي توکو د قاچاق او وېش پر ضد مبارزه به دوام ولري او نیول شوی کس به د قانوني څېړنو وروسته عدلي ارګانونو ته وسپاري.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد هوایي ډکر کې یو شمېر افغانانو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو سره ورته د سفر اجازه نده ورکړل شوې او الوتنه یې لغوه شوې، دغه مسافرو په سوشل میډیا هغه ويډیوګانې هم خپرې کړي چې د سفر اجازه نه ورکول کیږي.
د راپورونو له مخې، دغه مسافر کې کابل ته یې پراوز درلود، هر یو یې شاوخوا ۵۸ زره پاکستانۍ کلدارې مالي زیان لیدلی.
پاکستاني خبریال طاهر خان هم د افغان مسافرو له قوله لیکلي چې د اسلاماباد په هوايي ډګر کې دوی ته، سره له دې چې قانوني ویزې یې لرلې، د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
دغه پاکستاني خبریال نن یکشنبه(د لیندۍ ۳۰مه)،په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې نن لږ تر لږه ۳۲ افغان مسافر چې د کامایر الوتکې له لارې له اسلاماباد نه کابل ته د تګ په حال کې وو، د پاکستان د کډوالۍ ادارې کارکوونکو لخوا اجازه ورنکړل شوه چې الوتکې ته پورته شي. په داسې حال کې چې دغومسافرو قانوني ویزې او د سفر بشپړ اسناد لرل.
طاهر خان په خپل پوسټ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د فدرالي ادارې (FIA) حسابونه هم منشن کړي او غوښتنه یې کړې، چې دا موضوع دې وڅېړل شي.
دا ستونزې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ځمکنۍ لارې تړلې دي او افغانان یوازې له هوایي لارې، د سختو شرایطو، لوړو لګښتونو او محدودیتونو سره، تګ راتګ کولی شي.