پنځه اروپایي هېوادونه د اسراییل له لوري د نویو ښارګوټو د جوړولو او پراخولو اقدام غندي

د برېتانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې او جرمني حکومتونو د اسراییل هغه پرېکړه په کلکه وغندله، چې لهمخې به یې د لوېدیځې غاړې په سیمه کې ۱۹ نوي ښارګوټي جوړ شي.

د برېتانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې او جرمني حکومتونو د اسراییل هغه پرېکړه په کلکه وغندله، چې لهمخې به یې د لوېدیځې غاړې په سیمه کې ۱۹ نوي ښارګوټي جوړ شي.
یادو هېوادونو په ګډ بیان کې ویلي، چې دا ډول پرېکړې د سولې هڅو ته زیان رسوي او د سیمې کړکېچ نور هم ژوروي. هغوی له اسراییلي حکومت څخه غوښتي، چې د ښارګوټو د پراختیا له پلانونو شاته شي او د نړۍوال قانون درناوی وکړي.
اروپایي هېوادونو ټینګار کړی، چې د لوېدیځې غاړې په نیول شویو سیمو کې ښارګوټي د نړۍوالو قوانینو خلاف بلل کېږي او کولی شي چې د فلسطین او اسراییل ترمنځ د دوو دولتونو حل ته جدي تاوان ورسوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرام الدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی. د سریع کورنۍ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې وايي، چې پر نوموړي د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون نه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره سا ور کړې او مړی یې دمګړۍ په روغتون کې دی.
اکرامالدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.
هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشی کړی و.
په مشهد کې د طالبانو کونسلګرۍ وایي، چې د دوی کونسل نورمحمد متوکل د ترکیې د کونسل مراد ایرکول سره په لیدنه کې د غېرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو دغه استازي په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د تعلیمي ویزو د اسانتیا په اړه هم بحث کړی دی.
په مشهد کې د طالبانو کوسنلګرۍ د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د طبي او تعلیمي ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې کړې دي.
طالبانو په دې اړه نور جزیات نهدي ورکړي.
په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر څنګ ترکیې هم د افغان کډوالو د اېستلو پروسه چټکه کړې او نږدې هره ورځ هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري، افغانستان ته استوي.
په هرات کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د لومړي ځل لپاره د شاوخوا ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰ کانټینره بېټرۍ صادرې کړې. دوی همداراز زیاتوي، چې دغه بېټرۍ د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې دي.
د طالبانو د هرات د والي دفتر د سېشنبې په ورځ (د مرغومي ۲مه) ویلي، چې دا اقدام د کورنیو تولیداتو صادرات د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
په هرات کې طالب چارواکو زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې د صنعت په برخه کې پرمختګ شوی او پانګونې ته زمینه برابره ده.
طالبانو له سوداګرو غوښتنه کړې، چې په ورته برخو کې لا نورې پانګونې تر سره کړي.
ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سې شنبه په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره رسمي خبرې اترې وکړي.
د روسیې د دولتي خبري اژانس«ټاس» د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې دا لیدنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډو موضوعاتو د ارزونې په موخه وشي.
تر اوسه د دغو خبرو د اجنډا جزئیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې د روسیې او سوریې ترمنځ سیاسي، سیمهییز او د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند موضوعات به د بحث اصلي محورونه وي.
روسیه له کلونو راهیسې د سوریې له حکومت سره نږدې اړیکې لري او دا لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د دوام او پیاوړتیا په چوکاټ کې مهمه بلل کېږي.
طالبانو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې دوه کسان له ۲۳۰۰ تابلېت «K» سره یو ځای نیولي دي. طالبان وايي، له دغو کسانو ۸ جوړې ښځينه افغاني جامې چې پهکې «شیشه» مخلوط شوي و، هم ترلاسه شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزات د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کسان نن د کابل ښار له شهرنو سیمې څخه په دوو جلا-جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، دغه کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.